زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

غريب د شيطان په لاره دی


 په غریبۍ فخر کونکي، سستي او تمبلي خوښونکي خلک د شیطان په لاره او د شیطان لښکر او ډله ده!

    

یوه ډله خلک د خپلې تمبلۍ او ولږې لپاره دیني دلایل لټوي، او بیا بهتان لګوي چې رسول اکرم (ص) هم د رسالت وروسته غریب او فقیر وو، او یوه فکاهي هم وایې چې غریب سړی به اویا زره کاله مخکې له مالداره څخه جنت ته ځي، وا سړیه مالداره حج کوي، زکات ورکوي، صدقه ورکوي، د یتیم خیال ساتي، جومات جوړوي، او … او …. او دغه تمبلان به د هغه څخه زرونه کلونه مخکې جنت ته ځې، څه د خندا منطق او روایت دی. نه پوهیږم چې دا خلک دا خبرې له کومه کوي. څښتن تعالی خو وايي: وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ. ترجمه: او (ای پیغمبره) ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې.

     

غریب سړی هیڅکله هم مهمانوازه نه وي، ځکه دسترخوان نلري، د پیغمبر (ص) په دسترخوان خو به تل خلک ناست وو، او هغه (ص) سخت مهمانوازه وو، ایا تاسو دا ایت شریف نه دی لوستلی چې وایې: يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَـٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟… ترجمه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ…

   

ایا دا د دنیا ښایسته میوې او خواړه څه د زحمتکش انسان د لاسونو د تڼاکو پورې څه نه دي تړل شوي، او آیا هر زحمتکشه انسان څه د خپلو لاسونو په ګټلو پیسو رنګارنګ میوې نه خوري؟ څښتن تعالی ج فرمايي چې: لِيَأْكُلُوا۟ مِن ثَمَرِهِۦ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ… ترجمه: … چې دوى د دغو (څیزونو) له مېوو څخه خوراك وكړي، حال دا چې دغه (مېوې) د دوى لاسونو د کار څخه پیدا كړي دي…

   

دنده، عمل، کار او زحمت د هرې ښځینه مومنې او د هر یوه نارینه مومن ښکلا او جامه ده. څښتن تعالی ج فرمايي چې: وَقُلِ ٱعْمَلُوا۟ فَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ وَٱلْمُؤْمِنُونَ… ترجمه: او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل (کار) كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل (کار) وویني او د ده رسول او مومنان (هم) ….

   

او ایا یوه انسان ته د هغه د هر بد حالت ولو که فقر، ولږه، غربت او یا بله هره یوه تنګدستي وي، ولې څښتن تعالی ج ورته پخپله د خپل همت پر مټ د خپل حالت د بدلون امر څه نه دی کړی؟: ...إِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ… ترجمه: حقيقت دا دى چې الله تعالی ج د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر څو پورې چې دغه قوم خپل اوصاف او خپل حالت پخپله نه وي بدل كړي.


او هغو چې د قرآنکريم ترڅنګ د حدیثونو په نوم یو بل موازي دين جوړ کړی او د بل فقهې او روآیتونه الهي دین ګڼي، هغو ته هم ویل غواړم چې د حضرت عمر (رض) هغه وینا مو نه ده لوستلې چې وايې: نه مې خوښیږي چې یو سړې بیکاره او فارغ ووینم چې نه د دنيا او نه د آخرت په کوم کار کې مصروف وي. تاسې په دې ښه پوهیږۍ چې سره‌ زر او سپين زر د اسمان څخه نه راوریږي. او آیا دغه لټانو په بخاري او مسلم کې دا حدیث نه دی لوستلی چې رسول (ص) فرمايي: اللهم إني أعوذ بك من العجز والكسل. ژباړه: اې خدایه زه د تمبلې، ستسې، عجز او ناراستۍ څخه پناه غواړم. او د (عبدالله بن عمر رض) روایت به یې هم نه وي لوستلي چې وایې: اللهم اني اعوذ بك من زوال نعمتك. او د (ابن أبي بكرة) دا روآیت به یې هم نه وي لوستلي چې پیغمبر (ص) به د کوپر او فقر څخه سخته پناه غوښتله: اللهم إني أعوذ بك من الكفر والفقر.

  

دغه کوم لټان، تمبلان، او سست خلک چې خپل تقدیر د کار او زحمت پر ځای یوازې په دعاګانو بدلوي، او خپلې لټۍ او سستې ته په فقه او روآیت کې شرعي لارې لټوي، ایا خبر یاست چې دغه سست خلک د رسول الله (ص) نه بلکې د شیطان لښکر دی، که باور مو نه راځي نو په دغه ایت شریف ورسره ډیر ښه غور وکړئ او د هر طرف څخه یې وڅیړئ. څښتن تعالی فرمايي: ٱلشَّيۡطَٰنُ يَعِدُكُمُ ٱلۡفَقۡرَ وَيَأۡمُرُكُم بِٱلۡفَحۡشَآءِۖ. ترجمه: دا شیطان دی چې تاسو ته د فقر او تنګدستۍ وعده درکوي (په غریبۍ مو وېروي) او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي.

په قرآنکريم کی غریبې/فقر او بې حیایی څښتن تعالی يو ځای سره تړلي دی، او دا کارونه د شیطان امر دی، د څښتن تعالی ج او د جناب حضرت محمد رسول الله (ص) امرونه دي.

  

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. (يس-۱۷). زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).  

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ