د ابن خلدون کیسه ده واېې: په سمرقند کې یوه ډله خلک راټول شوي وو، زه ورغلم، یو سړی رانجه خرڅوي او نارې وهي چې هلئ راشئ د ړندو سترګو، د رنځورو سترګو، او د نظر د زیاتوالې درمل واخلئ، که مو په یوه میاشت کې درملنه ونه شوه زما سترګې را وباسئ. ابن خلدون هم نیږدې ورغلی خلک زور وهي چې رانجه واخلي، ده چې ورته ته وکتل د خرڅونکي سترګې سرې او له چخو ډکې وې، ابن خلدون ورته وویل چې ته د خپلو سترګو علاج ولې په دغو رنجو نه کوې؟ٌ رانجه خرڅونکي ځواب ورکړ، دا خو په بغداد کې ناجوړه شوې دي. دی زېاتوې چې خلکو دستې د هغه خبر تایید کړه، او زه ېې پر وهلو وهلو له ځایه وشړلم او خلک د رنجو اخستلو لپاره یو بل ټیل وهل (کټوازی).
دلته د پښتنو د ټولو ستونزو او مرضونو علاج د اخـ.ـوند په روآیتونو کیږي، خو اخـ.ـوندان يي په بغداد کې ناجوړه شوي دي او په فقه او روآیت سره يي علاج نه کیږي، نو ځکه دغه رانجه خرڅونکي اخـ.ـوندان بايد يا پنجاب ته او يا عربو ته د علاج لپاره لاړ شي. خو مریدان يې یانې عام خلک او چڼي یې باید همدلته د همدغه اخـ.ـوند په استخباراتي چوف او دم سره جوړ شي، ځکه دا مریدان خو څه په بغداد کې ناجوړه شوي نه دي.
ښې ورځي خو مو ولیدې، نور نو چه شۍ غواړئ! انشاء الله تعالی ج چې ټول جاهلان به د اخـ.ـوند صیب په دیني دمونو، فقهو او روآیتونو لدې څخه نور هم ښه جوړ شي.
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment