زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

دين د ځان اصلاح ده

 دین د ځان د اصلاح لپاره دی، په یو بل چا د کنټرول، مشرۍ او حکومت کولو لپاره نه دی!

پاڅه رزیله لمونځ وکړه! بیغیرته ږیره دې ولې نشته! ښځه دې ولې سرتوره ده! لور دې ولې تلیفون کاروي! د پرتوګ پاینڅې دې پورته کړه! ولې سرتور یې خولۍ دې څه شوه! په زوره مه خانده! سندره مه اوره! اتڼ مه کوه!

دغه پورته او دغسې نورې ډیرې زیاتې خبرې د دین د دعوت سره هیڅ کار او اړیکه نلري. پوهیږئ ولې؟ ځکه دین یوه فردي کړنه ده، دین د یوه شخص د ځان د اصلاح لپاره راغلی، دین ددې لپاره نه دې راغلی چې بل پرې اصلاح کړې.

 زمونږ په کلي کې د دعوت او د امر بالمعروف مانا غلطه کیږي. هغه څوک چې د دین په نوم د بل په کار کې کار لري، او د دین په نوم په بل چا باندې حکومت کوي، دغه سړی د قرآنکريم نه بلکې د ژیړو کتابونو د روایتونو خبره کوي. هغه روایتونه چې د حنفي فقه د استخباراتو په معجون کې ښه سم اغګیدل شوې وي. هغو ځکه قرآنکريم نه، بلکې حنفي فقه غواړي، ځکه ترڅو اخوندان صاحبان دین د فردي کړنې څخه ټولنیزې کړنې ته واړوي، او تر څو ویره خپره کړي، او بیا په ټولنه خپل سیاسي کنټرول ولري.

خو قرآنکريم هر انسان ته وايې چې ته دا دین په خپل ځان او خپل نفس باندې عملي کړه، قرآن همیشه د فردي اصلا خبره کوي، او د بل هر انسان سره ستا کار نشته، هغه پوهه شه او د هغه خدای تعالی ج، مثلا: 

یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو 👈د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ👉 او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې 👈په همدې نفس باندې دی👉 او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم.

الأنعام د آیت شریف شمیره: ١٠٤ .

هر څوك چې نېك عمل كوي، نو 👈د خپل ځان لپاره (يې كوي)👉 او څوك چې بدي كوي، 👈نو ضرر يې په همده دى👉، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى.

فصلت د آیت شریف شمیره: ٤٦.

او څوك چې شكر وباسي، نو هغه يواځې 👈د ځان لپاره شكر وباسي👉 او 👈څوك چې ناشكري كوي👉، نو بېشكه زما رب ډېر بې پروا، ډېر كرم كوونكى دى. النمل د آیت شریف شمیره: ٤٠.

👈او هېڅ پورته كوونكى د بل د ګناه بار نه پورته كوي👉 او كه دروند بارى خپل بار ته (بل څوك) راوبولي (، نو) له هغه نه به هېڅ شى وانه خستى شي اګر كه د خپلوۍ والا هم وي، بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه كسان وېروې چې له خپل رب نه په غیبو سره خشیت (او وېره) كوي او لمونځ قايموي او هغه څوك چې پاكي حاصلوي، نو همدا خبره ده چې 👈هغه د ځان (د فايدې) لپاره پاكي حاصلوي👉 اوخاص الله ته بېرته ورتله دي.

فاطر د آیت شریف شمیره: ١٨.

او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم 👈د خپل ځان لپاره جهاد كوي👉، بېشكه الله خامخا غني(ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه.

العنكبوت د آیت شریف شمیره: ٦. د ځان لپاره جهاد او د حنفي فقه لپاره په جهاد پوره سوچ وکړئ.

چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې 👈هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي👉 او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې 👈هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي👉 او 👈هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي👉 او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو.

الإسراء د آیت شریف شمیره: ١٥. 

او څوك چې بخل وكړي، نو یقینًا همدا خبره ده چې 👈هغه له خپل ځان سره بخل كوي👉 او هم دا الله غني (بې پروا) دى او هم تاسو فقیران یئ او كه تاسو وګرځېدئ (نو) هغه به له تاسو نه غیر بل قوم په بدل كې راولي، بیا به هغوى ستاسو په شان نه وي.

محمد د آیت شریف شمیره: ٣٨. 

نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې 👈د خپل ځان په ضرر يې ماتوي👉 او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو 👈ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي👉.

الفتح د آیت شریف شمیره: ١٠.

او هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې 👈د خپل ځان په ضرر يې كوي👉، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى.

النساء د آیت شریف شمیره: ١١.

 

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، بې فقهې کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ