زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

ملحد او روايت منونکی

 د يوه محلد او د يوه روايت منونکي توپير په څه کې دی؟


د اسلام فعل (اسلم) دی او جزر يې (سلم) دی. مانا يې امن دی او مانا يې خپل ځان د څښتن تعالی ج قوانينو ته تسليمول دي. او همدغسې ايمان د (آمن) او (أمن) څخه دی، يانې په امن او سوله باور درلودل، هغه امن چې ټولو اسماني کتابونو او پيغمبرانو له ځانه سره راوړی دی، هغه باور چې يو انسان به د خپل هر ضرر، شر، او بدې کړنې ځواب خامخا يوه ورځ وايي.


نو هغه هغه څوک چې ځانته مسلمان او مؤمن وایې او بيا دده د دين يا د دیني فکر او تشريح په وجه بل هر انسان او يا ساکښ ته فزیکي او رواني درد او تکلیف ورسوي نو خامخا ددغه سړي د دين په اوړو کې د فقه، او روايت په نوم سره کومه مرداره شګه پرته ده.


که يوه طرف ته کوم بې ایمانه ضررناکه ملحد ته د اخـ.ـوند صیـ.ـب د شهوت او ضرر څخه ډکې روایتي کړنې دين او وحشت ښکاري، نو بل طرف ته يوه روايت مننونکي او فقه شريعت ګرځونکي تروريستفکره ته بيا په خلکو او ميرمنو باندې وحشت، خپل شهوت، ظلم او زياتی دين او د صحابوو سمه لاره ښکاري.


او مونږ ددې دواړو په مينځ کې راګير غريب بيچاره او بيڅوکه وګړي يو چې د څښتن تعالی ج پرته بل څوک نلرو.


…إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ. ترجمه: … بېشکه زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم، او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.


#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ