وَقُلِ ٱلۡحَقُّ مِن رَّبِّكُمۡۖ فَمَن شَآءَ فَلۡيُؤۡمِن وَمَن شَآءَ فَلۡيَكۡفُرۡۚ... ترجمه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (ایمان راوړل) وغواړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (كفر كول) وغواړي، نو هغه دې كفر وكړي... الکهف ۲۹
دې ته د څښتن تعالی ج په کتاب کې د بیان ازادي وايې! آيا اوس هم بس نه دی چې په دې سيمه کې دا تنکي ځوانان د الحاد، او ارتداد په نوم سره، دا مېشت هندوان، او سکان د بی دینۍ په نوم سره، او دا نور آزاد فکره انسانان سر له نن څخه نور په خپلو بې ضرره کړو وړو مړه نه شي؟ او که نه تاسو د (... ماض الي يوم القيامة) په روايت سره دا لړۍ په ريښتيا په دې خاوره کې تر قيامته پورې جاري ساتل غواړئ؟
No comments :
Post a Comment