روآیت په نوم سره د سندرو، او هنرونو ړګونه!
آیا رسول الله (ص) په ریښتیا سره کلتوري سندرې اوریدلې دي او هم يې د کلتوري سندرغاړو څخه دفاع کړې ده؟
د الجزیرې د تلویزون راپور وو چې د سعودي عربستان حکومت هغه سړی اعدام کړې چې د سټیج پر سر په یوه سندرغاړي حمله کړې وه، او سندرغاړی یي سطحې غوندې ټپي کړی وو. ددې خبر د لوستلو سره مې ټکان وخوړ او ددې اوږدې خو سترګې خلاصونکې مقالې لیکلو ته يې لاره خلاصه کړه.
د مسلمانانو په کومه ټولنه کې چې شعر خطاکاري وي، سندرې ګناه وبلل شي، اتڼ حرام شي، او میرمنې يې له سر څخه تر خپو او حتی اواز یي هم عورت وګڼلې شي، دغه ټولنه هلاکه شوه، او په دغه ټولنه کې بیا جنګ، غلا، قـ.ـتل، د روآیت، او فقه په نوم سره انساني او الهي قوانین ماتول، د دین په نوم سره رعایا ته دروغ ویل، او دغسې په زرهاوو د جهالت نور ورته کارونه لکه ښونځي تړل، د میرمنو څخه دندې اخیستل، د غنیمت په نوم سره د خپل ټاټوبي د اردو تجهیزات خرڅول، او د غنیمت په نوم سره د یوه هیواد بیت المال لوټل، د خدای تعالی ج په نوم او فرمان سره د همدغه خدای تعالی ج ښایسته ښایسته ځوانان په سرکونو کې ازارول، زورول او وژل، او د ګاونډ څخه فوځي او استخباراتي جاسوسان خپل میهن ته راوستل بیا دغسې خلکو ته او دغه حاکم ته د غېرت او دیندارۍ غټې نښې ښکاري.
د فقهې پرمټ په ټولنه کې حاکم دیني مشران پخپله د دین تابع نه دي، بلکې دین يې د خپل ځان تابع ګرځولې دی. ترڅو خپل ځان او خپل اصلي بادار ته ګټه ورسوي نو د موسم د بدلون په څير کله د یوه امام روآیت شریعت شي، او کله د خزان په څیر بیرته ضعیف وګرځولې شي، او په بدل کې يي بل قوي روآیت راپیدا کړای شي. د دین په نوم سره د تجارت په دې تود بازار کې د روایتونو څخه کله د یوه تروریستفکره اخـ.ـوند صیـ.ـب تفسیر او برداشت درست شي، او کله د بل حـ.ـقاني اخـ.ـوند صیـ.ـب برداشت. که غوصه راته نه شئ، نو زمونږ په کلي کې دلته اخـ.ـوندانو صـ.ـاحبانو په جناب حضرت محمد رسول الله (ص) او په څښتن تعالی ج باندي دروغ ويل خپل اصلي دين ګرځولې دی، ځکه خو دغه آخوندان په پښتنو کې ریښتیني، وطندوسته او صادقه ځوانانو ته د محلدینو او مرتدینو ګمان کوي، د کوپر ټاپي پرې لګوي، ځکه چې دا د ټاپو کاروبار اخوندانو ته او د هغو تالیڅټو چڼو ته له ځواب ورکولو څخه ډير اسان دی، او ډير زیات په ګټه ورته تمامیږي.
لوي څښتن تعالی ج دې پښتنو ته جرأت ورکړي چې هغه خلک په کاڼو او تيږو وولي څوک چې ددي خاورې سندرغاړي سپک ګڼي، توهین یي کوي او د پښتنو تاریخي هنرونه، او آوازونه د استخباراتي دین په نوم سره ددې لپاره وژني چې دا لږه څه پاتې ژبه نوره هم ورکه شي، او اخـ.ـوند صیـ.ـب خپل استخباراتي هدف ته ورسیږي. هدف یانې د پښتو ژبې د مرګ څخه وروسته باید ځوانان د ګاونډي په ژبه خپل هنرونه وویني، ووايي، او واوري. خو زما په څیر ساده کلیوال فکر کوي چې اخـ.ـوند صیـ.ـب د سندرو، او هنرونو سره مباره د خدای تعالی ج لپاره کوي، ساده پټان خبر نه دی چې خدای پاک ج د سندرو سره کار نلري، او دا هم د اخـ.ـوند صیـ.ـب یوه منظمه لایحه ده چې دغه فقهي جاسوسان یي د دین په نوم سره مخکې وړي. په ځمکه د یرغل ترڅنګ، که متوجه شوئ نو پیدا به کړئ چې دې ترورويستفکرو په لوي لاس د هنري کارونو په بندیز سره یو ستر کلتوري ناورین منځ ته راوړې دی، او یو بل هنري کلتوري یرغل ته یي د دین په نوم سره لاره خلاصه کړې ده. د اخـ.ـوند صیـ.ـب د فتوو په نتیجه کې د پښتنو هنرونه ورځ تربلې د ورکیدو په حالت کې دي، خو ډیر په دقت سره يي هره یوه خلا بیرته د ګاونډي د ژبې په سندرو، فلمونو او ډرامو سره ډکیږي.
زما پښتونه مسلمانه وروره! اسلام یو داسې دین دی چې د هر وخت او د هر زمان سره برابر روان دی، او دا مقدس دين د سندرو او زیبا هنرونو سره هیڅکله هم په ټکر کې نه دی، او نه وو، او ددې خبرې ژوندې مثالونه یې ټول عربي او غیر عرب اسلامي هیوادونه دي. البته که د سندرو او زیبا هنرونو په اړه کوم ټکر موجود دی نو هغه د یوه اخـ.ـوند صیـ.ـب د روايت او فقهې، تفسیر او ترجمه ده چې د بل اخـ.ـوند صیـ.ـب له رايي سره یې مخالفت دی، دا اخـ.ـوندان صـ.ـاحبان یو او بل په خپلو کې نه شي سره قانع کولې، نو د خپل شخصي او فقهي اختلاف ټول زور يې ددی غریب ملت څخه او ددی ملت د سندرو، د خوشحالیو د لمحو، او د زیبا هنرونو څخه ويستلې، او لګیا دي اوباسي يې. ساده خلک په دې نه دې خبر چې د نړۍ پرمخ هره یو فقه د بلې یوې فقه سره په ټکر کې ده، هر یو روایت یو بل روایت لري چې په ضد کې يې دی، هره یوه فتوه بله فتوه لري چې دا يې رد کړي وي. اوس نو چې خبره د انسانانو شخصي فکرونو ته راغله او خبره د قرانکریم نه ده، پښتونه لږ فکر وکړه، نه باید څوک په یوه انساني روایت سره ستا ژبه او هنر ړنګ کړي.
دلته مو ښه توجه غواړم! کله چی نبی کریم (ص) مدینې منورې ته راغلی نو د (طلع الـبدر عليـنا - مـن ثنيات الوداع) سندره ورته ښه په درځ، او شور کې وويلې شوه. که تاسو ددې سندرې، د سندرغاړو، د دریا/چمبه وهونکو، او یا د نورو کریکټرنو په اړه ولولئ ډیر به حیران پاتې شئ، او په دی به مو کلک باور راشي چې رسول لله (ص) پخپله هم کلتوري سندرې اوریدلې دي، او هم یې د کلتور او د رواج احترام کړی دی. تر څو ستاسو دا باور شي چی دا خبرې بی دلیله نه دي نو زه دلته د همدی سندرې په اړه د ځینی کتابونو یادونه کومه:
- أبو الحسن الخلعي في (الفوائد) (2/59)
- البيهقي في (دلائل النبوة) (رقم/752، 2019).
- عزاه الحافظ ابن حجر في (فتح الباري) (7/261)
- أبي سعيد في (شرف المصطفى) (ت 305هـ) او همدا رنګه
- سير أعلام النبلاء (14/7)، او دغسې نور کتابونه چې تاسو به يې پخپله بیا پیدا کړئ.
که په دې مو سر خلاص نه شو او یا مو دغو کتابونو ته لاسرسې سخت وو، نو کولې شئ چې ددې سندرې تاریخچه په انګلیسي، دري، او یا يې زموږ د کلي د ملایانو د استادانو په مورنۍ ژبه (پنجابي) کې هم په انټرنیټ کې وپلټۍ.
دا خو می هسی د یو څو دیني تاریخي کتابونو ریفرنس درکړو، وروسته درته له بخاري شریف او نسائي شریف مکمل حدیثونه ځکه لیکم چې دا ظالمان زموږ هنرونه د روآیتونو پرمټ ړنګوي، او ځکه چې سر مو د سندرو، او اتڼ په دي بحث د تل لپاره خلاص شي. خو له هغې مخکې ویل غواړم چې د پښتون په کور د غم ټغر غوړیدلی دی، هر څوک د قـ.ـتل او قـ.ـتال، او د وطن ورانولو فتوې ورکوي، که د غم په دې تود ماحول کې چيرې داسې روآیتونه هم پیدا شي چې نبی کریم (ص) په کې سندرې اوریدلې دي، نو بیا خیر دي یو څوک خو تاسی پښتانه هم خپل ځانته راپیدا کړئ چې د جنګ تر څنګ د سندرو او اتڼ فتوې هم درکړي. خیر دی یو څوک خو هم ځانته راپیدا کړئ چې د غنیمت په نوم ستاسو د کلي د چور او لوټمار وروسته د مازیګري د شپیلۍ، او د چينې په غاړه د رباب د ټنګ د اوریدلو فتوا هم درکړي.
زمونږ په ټولنه کې داسې ډیر خلک دي چې د سندرو د تحریم لپاره هیڅ قراني ایت نلري، خو ځینې داسې روآیتونه لري چې د صحیحو احادیثو سره په ټکر کې دي. یانې دا روآیتونه چې دوئي پرې د پښتنو زیباهنرونه وژل غواړي یو یې هم په تول پوره نه دی. مګر اخـ.ـوند صیـ.ـب بیا د همدغو روآیتونو ترجمه او تفسیر په داسې شکل بیانوي چې د خلکو په نظر د سندرو ویونکي منکر او رټل شوي اشخاص وګڼل شي، ولې بل طرف ته د جنګ، وطن ورانولو، د قـ.ـتل او قـ.ـتال د روا بللو لپاره بیا اخـ.ـوند صیـ.ـب ښه ډیر داسې روآیتونه لري چې قـ.ـاتل، لوټمار، غل، ورانونکي، او ویجاړونکي ته په کې د مجـ.ـاهد او د غازی خطاب کیږي او په غیر مستقیم ډول هر څوک مجبوره دی چې ددغو قاتلانو لاسونه د تبرک لپاره سهار او ماښام هرځای ښکل کړي.
د پښتنو په دې ټولنه کې چې یو څوک د دین په نوم کوم منکر او ناروا کار وکړي، او بیا پری یو څو پوهه انسانان تنقید وکړي، نو سمدستي به د اخوندانو او ددوي ملګري او حامایان ورته ووايي چې دا پریږده دا خو یو عادي مسلمان دی، ته واقعي اسلام او واقعي مسلمانانو ته وګوره. اخر دا کوم خلک چې ستاسو هنرونه وژني، او دا نور چې ورته ګوري او په ړندو سترګو یي طرفداره دي دویي به واقعی اسلام او واقعي مسلمانان چاته وایي او کله به تاسو د ملایانو په ژبه دغه واقعي مسلمانان وپیژنئ؟
په خپل ځان، کلي او وطن د فقهي دین په نوم ظالمانو! ایا هغه پروني اشـ.ـرارو به چې پښتانه وژل هغو به څه د سم اسلام دعوې نه کولې؟ بیا هغه نورو اخـ.ـوانیانو چی به تاسو په ړندو مرمیو او ډزو ویشتلئ، ولې هغو څه ځانونه واقعي مسلمان نه بلل؟ ولې هغو څه ستاسو په کلي کې څه د واقعي اسلام د عملي کولو غوښتنه نه کوله؟ بیا د همدغه اخـ.ـوندانو صـ.ـاحبانو د تشریح او ګوتڅنډنې مطابق څه دغه تېر مجـ.ـاهدین څه رانغلل چې ټول وطن یې لوټي لوټي کړو، او د خلکو کورونه او باغونه یې وسیزل، ولې دغه استخباراتي مجاهدین څه واقعي مسلمانان نه ول؟ او ولې هغو څه د یوه واقعي شـ.ـریعت د پلې کولو غوښتنه نه کوله؟ ایا همدا طـ.ـالـ.ـبان چې ترننه يې هم ګاونډیان حمایت کوي او په خلکو به يې ړندې مرمۍ راورولي، خلک به يې په تارونو حـ.ـلالول، په سکولونو او ښونځیو کې به يې شاګردان وژل، ولې دا خلک څه د خپلو فقهو مطابق د یوه واقعي اسلام ټیکداران نه دي؟ ولې همدا خلک د فقهې او د مډرن اسلامی شـ.ـریعت لپاره ټول پښتانه له یو سره څه مړه نه کړل؟ ایا همدا د پښتنو په کلي او کورونو کې همدا نن ناست داعـ.ـشیان، سـ.ـلفیان او وهـ.ـابیان څه تل په څنګ کې د استخباراتي فتوو او د روآیتونو کتابونه څه نه ګرځوی؟ او د همدغو کتابونو په مرسته د کابل او پیښور روشنفکره مسلمانان څه کاپر نه ګڼي؟ رباني، سیاف، ګلبدین، مجددي، خالص، مسعود، مـ.ـلاعـ.ـمر، هیـ.ـبت الله، ستانکزی، عربي غربي عـ.ـزام، حـ.ـقانی، حـ.ـزب اسـ.ـلامي، حـ.ـزب فلاني، اتـ.ـحاد فلاني، لشـ.ـکر فلاني، القـ.ـاعـ.ـدې، او ښاغلی حضرت جناب مولانا فضل الرحمان صیب، او داسې ډیرو نورو مفسرینو، محدثینو، قاریانو، ملایانو او مفتیانو څه ستاسو د پښتنو کورونه ورانول او په تاسو کې يې بیداره پښتانه وژل څه واقعي اسلام نه بللو؟ ولې ستاسو په اند دا خلک څه سم مسلمانان نه وو؟ او د یوه واقعي فقهي، روایتي اسلام په چوکاټ کې او د فقه، روآیتونو، او فتوو په رڼا کې يې څه دا ټول بد کارونه نه کول؟
سمه ده، مونږ د کلي ساده خلک په غلطه، او تاسو چڼي په سمه، تاسو يي وویاست چې دا ټول جنګونه، قـ.ـتل او قـ.ـتال څه د واقعي دین د روآیتونو په تفسیرونو، او د فقهو په زور څه نه څرخیږی؟ او دا د جنګ دیني ټیکداران څه واقعي مسلمانان نه دي؟ که دي نو بیا خفګان په څه؟ تاسو خو نو بیا هر څه د اسلام په رڼا کې وبایلل. او که دغه خلک په ریښتیا د واقعي اسلام او واقعي مسلمانانو نمایندګان نه دي، نو بیا قیصه څه ده؟ که په دغه قیصه مو سر خلاص وي نو یو څوک خو یي لږه ښکاره وکړئ، چې زمونږ د سادګانو او بې تعلیمه خلکو هم لږ سر درسره خلاص شي.
ها ریښتیا دا به راته نه وايي چې دا خو سیاسي مسلمانان دي، ځکه چې ټول چڼي په دې باور دي او ټول ښه پوهیږئ چې (الاسلام دین و سیاسة) روایتي اسلام په خپل ذات کې دین هم دی، او سیاست هم، نو له مهربانۍ له مخي په خبره پوره او په تول سره رڼا واچوئ.
تر څو چې د قرانکريم څخه کښته کتابونه د وحيې ثاني په نوم موجود وي همدغه به مو حال وي، تر څو چې د قرانکريم تفسير په روآیتونو او فقهو سره کوئ همدغه به مو حال وي. اخر دا کوم خلک چې ستاسو هنرونه وژني او دا نور چې ورته ګوري او په ړندو سترګو یي طرفداره دي دویي به واقعی اسلام او واقعي مسلمانان چاته وایي، او کله به تاسو د اخـ.ـوندانو په ژبه دغه واقعي مسلمانان وپیژنئ؟
زما په شډل فکر واقعي مسلمان هغه دی چې د قرانکريم لاندې نور هر څه د څښتن تعالی ج او د هغه د رسول (ص) خبرې نه بلکې د انسانانو فردي او شخصي خبرې وبولي. او د يوه فرد په خبرو او شخصي نظر (هغه که د بخاري (رح) نظر وي، که د ابن عباس (رض) نظر وي، او که د ابوهریره (رض) نظر وي) بايد بل انسان ته پرې هيڅ ډل آزار او اذیت ونرسېږي.
په تیرو پنځوسو کلونو کې واقعي او غیر واقعي مسلمانان ټولو ته څرګند شو، د همدغو خلکو په لاس په وطن کې د اتڼ میدانونه په هدیرو بدل شو، سندرغاړي ګدایي ته کیناست، چې کله په تلویزیون کې وګورم چې کوم بې ضرره هنرمند له غربته ژاړی قسم په خدای چې زړه می کباب شي، خو بل لوري ته چې ګورم نو قاتل او لوټمار ورځ تر بلې امیر، د عزت او د تجارت خاوند کیږی.
ددې سیمې اوسنې حاکمانو! تاسو له مونږ ښه خبر یاست چې خلک ژړاګانو، شفاخانو، د مړو خښولو او د ولږې او غربت ستر ناورين نور ستړي کړل. دلته خلک اوس لږ څه سکون، سندرو، او اتڼ ته هم ضرورت لري. د جنګ، د قتل، د ورانولو، د وژلو ، د حورو، وينـ.ـځې او کنيـ.ـځې فتوې خو ټول په جیب کې درسره ګرځوئ، خو په یاد مو وي چې دا ملت له جنګه سخت ستړې شوې دی، بس یو څوک خو خیر دې ستاسو له منځه او ډلې څخه د سندرو فتوا هم ورکړئ. اخـ.ـوندانو تاسو ټول ښه پوهیږئ چې د یوې فتوی لپاره صرف یوه روآیت ته ضرورت وي، نو زه چې نه ملا یم، نه مفسر یم، نه محدث یم، نه قاري یم، نه او بل څوک یم، بلکې یو عام انسان یم، خو دومره کولې شمه چې د موسیقۍ په اړه یو څو صحیح او درست روآیتونه درته راپیدا کړم چې نبی کریم (ص) هم سندرغاړي لیدلي دي، او هم یي کلتوري سندرو ته غوږ نیولې دی، هم یي له سندرغاړو څخه حمایت کړې دی. او هم یې ملګرو یعنې صحابو دا د سنت کار جاري ساتلې دی. خو یو اخوند او یو مفتي یي تاسو راپیدا کړئ چې ستاسو د لا خوشحالۍ لپاره دغه روآیتونه په هر ممبر درسره زمزمه کړي، او دغه د روایتونو نبوي ملغلري د پښتنو د سیمو کنج کنج ته درورسوي، ترڅو مو هنرونه ژوندي پاتې شي.
یادونه! هغه ورونه چې په خپلو مذاهبو کې د خپلو پیروانو ډير کلک مننونکي دي مونږ یي د باور او مذهب خورا ډیر احترام کوو، هغو ته وایو چې د خپلو غوږنو سره لږ احتیاط کوئ ځکه چې ځینی مشهور علماو د (لهو الحديث) په تفسیر کې خپل شخصي اقوال لري او سندرې یي په خپلو شخصي اقوالو حرامې کړي دي، مګر په هر حال کې مونږ هغو ته او د هغو ویناوو ته احترام لرو، خو دا یادونه هم ورته کوو چې دا اقوال یې شخصي تفسیر دی چې نه په قرانکریم کې او نه په کوم صحیح روآیت سره د خلکو د کلتوري او رواجي سندور څخه منعه راغلی ده. دا هم ورته وایو چې یو شی حلال یا حرام ګرځول یوآځې د څښتن تعالی ج کار دی، او په دي کار کې کوم صحابي، تابعي، امام او کوم محدث نه ځایدلی شي او نه په حرامو او حلالو کې کوم رول لوبولې شي، ځکه دغه کار پخپل ذات کې د شرک یو ډول دی. هغوئ که سندرې نه اوري او ګناه يې ګڼي حق يي دی چې نه یې اوري، خو دا يي حق نه دی چې د یوه ملت ټول تاریخ او هنر په یوه داسې روآیت، او فتوا سره ړنګ کړي کومه فتوا چې د خدای تعالی ج نه بلکې د یوه شخص خپل شخصي فکر، او نظر دی.
— لومړی روآیت: په بخاري شریف کې له حضرت عایشه (رض) روایت کړې دی "دخل رسول الله (ص) وعندي جاريتان تغنيّان بغناء بُعاث، فاضجع على الفراش وحوّل وجهه، فدخل أبو بكر، فانتهرني، وقال: مزمار الشيطان عند رسولِ الله، فاقبل عليه رسول الله وقال: دعهما.
دعهما یاني: ابوبکره پریږده چې خپلې سندرې وايي.
https://sunnah.com/bukhari:2906
https://sunnah.com/muslim:892e
— دویم روآیت: په بخاري شریف کې یو بل حدیث دی: عن عائشة أنّها زفّت امرأة إلى رجلٍ من الأنصار، فقال عليه الصلاة والسلام: "يا عائشة، أما كان معكم لهو؟ فإنّ الأنصار يعجبهم اللهو"، بلّ ورشّح لها النبيّ الكلمات كما ذُكر في الرواية.
لهو مانا: تفریح، یا د خوښۍ وخت تیرول یا امیوزمنټ.
https://sunnah.com/mishkat:3141
https://sunnah.com/bukhari:5162
— دریم روآیت: د نسائي شریف روآیت دی چې د سائب بن يزيد څخه یی روایت کړی: أنّ امرأة جاءت إلى رسول الله، فقال لعائشة: يا عائشة، أتعرفين هذه؟ قلت: لا يا نبي الله، قال: قنية بني فلان، تحبين تغنيك؟ فغنتها.
یاني: سندره درته ووايي او ورت يې وویله.
https://www.masrawy.com/islameyat/others-islamic_ppl_news/details/2019/11/20/1674283/
— څلورم روآیت: د نسائي بل روآیت دی چې د عامر بن سعد روایت دی وایی: دخلت على قرظة بن كعب، وأبي مسعود الأنصاري في عرس، وإذا جوار يغنين، فقلت: أنتما صاحبا رسول الله، ومن أهل بدر، يفعل هذا عندكم؟ فقالا: اجلس إن شئت فاسمع معنا، وإن شئت اذهب، فقد رُخّص لنا في اللهو عند العرس.
یاني که دې خوښه وي کښینه او وایوره او که نه نو زه لاړ شه، رسول الله (ص) مونږ ته اجازه راکړې ده.
https://sunnah.com/mishkat:3159
https://sunnah.com/nasai:3383
— پنځم روآیت: خرج رسول الله (ص) في بعض مغازيه فلما انصرف جاءت جارية سوداء فقالت: يا رسول الله إني كنت نذرت إن ردك الله سالما أن أضرب بين يديك بالدف وأتغني ـ فقال لها رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن كنت نذرت فاضربي، وإلا فلا.
یاني رسول الله ص ورته وویل: که دې نذر منلي وي نو بیا چمبي یا دریا ته درز ورکړه که دې نظر نه وي منلې نو نه. حتیٰ د عبادت په څېر په نظر کې سندرې هم منلې شئ.
https://sunnah.com/urn/735680
— امام غزالي رحمه الله وايي: من لم یحرکه الربیع وأزهاره، ولا العود وأوتاره، فهو فاسد المزاج، ما له من علاج. ژباړه: هغه څوک، چې پسرلی او دپسرلي ګلان، رباب او درباب تار یې له ځایه ونه خوځوي د هغه شخص مزاج فاسد دی هيڅ درملنه یې نشته.
دغه د زیبا هنرونو ځینو منکرینو ته وایم: تاسو خبر نه یاست چې د اسلام، د پیغمبر (ص) او د صحابو د تاریخ په رڼا کې د محلي موسیقۍ څخه په دفاع کې په سلهاوو کتابونه لیکل کیدای شي، نو نور بس کړئ او خدای ته وګورئ د دین په نوم د پښتنو سندرې، کلتور، او زیبا هنرونه مه وژنۍ، دا ځینې د دين په نشه کې ورک، او د دین په تبه ناروغه خلک لګیا دي او د دین پرمټ په لوي لاس د ګاونډيانو هنرونو ته په ناخبرۍ سره لاره خلاصوي.
دغه اخـ.ـوندانو ته که هر څومره روایتونه، ایتونه او حدیثونه ولیکل شي، ډیره ګرانه ده چې ددغو خلکو همدا تروریستي او د دهـ.ـشتګردۍ فکرونه بدل شي، په ځوابونو کې به يې ډیر حامیان په جاهلانه ډول سندرغاړو ته او د سندرغاړو د مرګ د خبر په نشرولو سره کنځلی هم کوي، خو په دی روآیتونو به یي هیڅکله هم سر خلاص نه شي، او نه به د کوم حدیث په لینک کلیک کړي چې ایا دا حدیث ریښتیا وو او که دروغ. دغسې د دین په تبه ناروغانو ته وایمه چې له خپل اخـ.ـوند صیـ.ـب څخه مو پوښتنه وکړئ چې د داوود (ع) معجزه څه وه، او ستاسو خپل کتابونه ولې وايي چې دنیا خدای تعالی ج د شپیلۍ یا ښکر او یا د کومی آلی په اواز (موسیقۍ) سره ورانوي او ولې یې بیرته په همدغسې غږ راجوړوي. شاید چې هلته تاسو بیا د هنرونو په قدر پوهه شئ، خو ډیر ناوخته به وي، د پښتنو ډیر سندرغاړي به له وطن څخه کډه شوي وي او یا به يي اوازونه د تل لپاره خاموشه شوي وي.
په آخر کې یوه یادونه کومه، او هغه دا چې دا یواځې اسلام نه دی بلکې د نړۍ هر یو کلتور له هغو سندرو او موسیقۍ څخه نفرت لري چې په نشه کې ورک انسانان په کې تاویږی، د خلکو ناموس ته په کې سپک کتل کیږي، او د سټیج په سر لکه د ګاونډي هېواد بربنډی ښځې او سړي په کې ګډیږیږی. ستاسو څخه هیله کومه چې په لوي لاس فحاشي او د پښتنو د سیند او غره د غاړې محلي کلتور سره مه ګډوۍ.
ددې اواز ترجمه به غلطه نه کوئ، زمونږ اواز دادی چې د جنګ ټغر دې نور پوره راټول شي، په وطن کې دې د محلي سندرغاړو پوره قدر او احترام وشي او د خان قره باغي ډول او د اولمیر استاد غږ دې د غره تر څنګ په شين میدان کې بیرته په یوه فتوا سره را ژوندې شي او حرام دې نه ګڼل کیږي. ځکه چې موسیقي په قرآنکريم کې حرامه نه یاده شوې ده، او هغو چې په روآیتونو باور لري او روآیتونه دين ګڼي، نن مې صرف هغو ته د هغو د کتابونو څخه روآیتونه په دې وجه ولیکل چې د هغو په کتابونو کې موسیقي نه ده حرامه، او همداسې نه په کوم صحیح حدیث سره، خو دا دعلماوو یوه اختلافي مسله ده، او اختلاف په دې نه ارزې چې یا دې پرې یو انسان ووژلې شي او یا دې پرې د کوم انسان سپکاوې وشي او يا دې پرې د کوم قام، او هیواد هنرونه ړنګ شي.
— ادامه لري….
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment