زهٔ د خپل موسیٰ سره ملګری یم!



دا زما شخصي نظر دی؛ هر هغه څوک چې په ډله‌ییزه توګه د پښتنو د ویښتابه او بیدارۍ لپاره خدمت، زيار او کار کوي، هر مشر به یې په تاریخ کې پښتنو ته داسې حیثیت ولري لکه موسی (؏) چې بني اېسرائیلو ته درلود. د دغې لارې د مشر ملګري به یې داسې مقام او مرتبې ولري لکه د موسیٰ (؏) ملګرو [صحابوو، یا حواریینو، یا انصارو] چې درلوده. او د قام په دغه سپېڅلې او مبارکه مبارزه کې به استخباراتي (مذهـ^ـبي او سیاسي) منافقین کټ مټ د سامري غوندې بدرنګه ځاي او بدتر حیثیت ولري. خو د سامري استخباراتي ډله چې ټول کاروبار یې په فتوو او روايتونو سره روان کړی او خلک له اصلي دین څخه لېرې ساتل غواړي نه ده خبره چې په قرآنکريم کې د [المنافقون] سورت د [الکافرون] له سورت څخه ډېر اوږد دی. يوه ورځ به دغسې حرامخواره، دروغجن، غيبت او تهمت لګوونکي، او او… سامري (مذهـ^ـبي او سیاسي) منافقین هم په دې پوهه شي چې آخر څه خبره خو وه چې د [المنافقون] سورت په قرآنکريم کې د [الکافرون] د سورت څخه دومره لویې او اوږد وو، خو بیا پرې ډېر ناوخته وي او د ږدۍ یا د ژوند ؤاک به یې هماغه ﷻ ته سپارلی وي.

سامري (مذهـ^ـبي او سیاسي) منافقین د مذهب او د ډالرو په ناوړه وبا ککړ شوي دي؛ پر سامریانو باندې د خپل قام د جګړو، د ظلم، د ناپوهۍ، او د غمونو انځورونه او وېډیوګانې هېڅ اغېزه نه کوي. وزیرستان (وانا)، باجوړ، کوېټه، بلوچستان او او… او د پښتنو یو بل ټاټوبی هم شته چې د نوم په لیکلو یې سامریان خفه کېږي، خو له سامریانو سره یې هېڅ غم نشته چې د تورتم کوم لوري ته روان دی. برعکس، سامري (مذهـ^ـبي او سیاسي) منافقین پر عربو، پر برمایانو، پر ترکانو او او… نورو پردیو باندې له خپلو خلکو ډېر زیات کړېږي او درديږي او د پردیو لپاره ډېرې نارې وهي؛ خو د خپل همژبي، هموطن او همکولتوره ورور په حق کې غږ پورته کول ورته بیا جفا او ګناه ښکاري.

ځوانانو! په یاد مو وي چې د نړۍ د تاریخ په اوږدو کې د هېواد، سیمې او د قام لپاره هر ډول صادقانه خدمت کول هغه څه دي چې نه په دنیا او نه په آخرت کې پښېماني لري.

  

یادونه! د څښتن تعالیٰۚ په نېز برتري او بهتري په تقوا او انصاف سره ده، زما قام له بل قام څخه برتر او بهتر نه دی، بلکې له نورو ډېر ژړېدلی، کړیدلی، ربړلېدلې او تل یې حق خوړلی شوی دی نو ځکه د خپل قام یادونه کوم او د خپل قام د ځوانانو او مېرمنو د حقونو لپاره په لیکلو سره خپله مبارزه کوم. زما به نن همدومره وس او توان وي چې ځوان نسل ته لېکل وکړم، دا چې لیکنې مې تاثير لري او که نه، د چا خوښیږي او که نه؛ په دې سم نه یم خبر خو زهٔ د خپل موسیٰ سره ملګری یم!

  

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر