کښنځل، ټاپې، بدې ردې ویل او کافـ^ـر ګرځول د مذهـ^ـبيانو د فتوو او روايتونو یوه ستره برخه ده.


وتاسو ته مې بار بار ويلي وو چې کښنځل، ټاپې، بدې ردې ویل او کافـ^ـر ګرځول د مذهـ^ـبيانو د مذهـ^ـبي فتوو او روايتونو یوه ستره برخه ده، خو تاسو به نه منله. هن اوس یې پخپله ترېنه واورئ چې په دغه انځور کې مذهـ^ـبیان کوم روایت د دلیل لپاره کاوري.

  

د مکې مشرکین ډېر بد خلک وو. په نبي کریمؐ به یې خزلې اچولې، د حیواناتو مرداري به یې پر ده ﷺ اچوله، هغه هم په هغه وخت کې چې کله به په لمونځ ولاړ وو. بدرد یې ورته ویل، ناوړه خبرې یې ورته کولې، حتیٰ دا چې کتابونه وایې دا مبارک ﷺ یې په تیږو او کاڼو وویشت او ټپي یې کړ، او مبارکه وینه یې پر ځمکه پریوته. مګر ده ﷺ بیا هم د دغه خلکو بد نه غوښتل، حتیٰ خیرا یې هم نه کوله. ځکه دې ﷺ پوهېده چې قام یې نه پوهیږي. او له ډیرې ناپوهۍ څخه یې قام په دغه بدو خبرو، کښنځلو، ظلم او جبر کې ګیر وو. دده ﷺ دنده همدا وه چې سمه قرآني لارښوونه ورته وکړي، او له دغه بدو څخه خپل قام راوباسي.

 

په ده ﷺ باندې په دومره ناوړه وخت او حالت کې ده ﷺ صحابه کرامو دا ایت هم ویلی وو چې [وَلَا تَسُبُّواْ ٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّه فَيَسُبُّواْ ٱللَّه عَدۡوَۢا بِغَيۡرِ عِلۡمٖۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهمۡ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهم مَّرۡجِعُهمۡ فَيُنَبِّئُهم بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ: او (اى مومنانو!) تاسو د هغو (معبودانو) ته كنځلې مه كوئ چې دغه خلق يې له څښتن‌تعالیﷻ نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، څښتن‌تعالیﷻ ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عملونه ښايسته كړي دي، بیا خاص خپل رب ته د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول].

او دا ایت یې هم په دغه ناوړه وخت کې صحابوو ته ویلی وو چې [وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًۭا: او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ. (د یووالي او اتفاق هغه ښه خبره چې سلامتیا ، ګټه أو نیکي په کې نغښتې وي). او په ده ﷺ باندې په دومره ناوړه وخت او حالت کې ده ﷺ دا ایت هم صحابوو ته ویلی وو چې [وَلَا تَنَابَزُوا۟ بِٱلْأَلْقَـٰبِ: او یو بل په بدو لقبونو (او بدو نومونو) سره مه یادوئ].

 او په ده ﷺ باندې په دومره ناوړه وخت او حالت کې ده ﷺ دا قیصه او ایتونه هم صحابوو ته ویلې وه چې کله موسی (؏) د فرعون په لوري روانېده، د څښتن تعالیٰۚ امر ورته دا وو چې د ځلند، ظالم، بد اخلاقه، او جابر فرعون سره به خپله خبره ډیره نرمه وکړئ "فَقُولَا لَه قَوْلًا لَيِّنًا" ولې؟ ځکه چې "لَعَلَّه يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىا" او دا هم په داسې حال کې چې فرعون د الوهيت، د ربانيت، او د خدایې دعوه کړې وه خو بیا هم ورته امر دا وو چې خبره باید نرمه، ساده، نېکه او مهربانه وي، چې پکښې تشدد، زور، کښنځلې، بدرد او سختي نه وي.

 

بخښنه غواړم چې تل یوازې د قرآنکريم خبره کووم. ځکه زه له قرآنکريم پرته بل څۀ ته په دغومره درناوي نه یم قایل لکه په څومره درناوي چې قرآنکريم ته قایل یم. خو ستاسو په خاطر یې وایم چې ددوي سره په مذهبي کتابونو کې هم لږې څه سمې خبرې شتون لري خو دوئ تل د ناسمو او ناکره خبرو په لټه کې وي. لکه په یوه متفق علیه حدیث کې راځي چې یوه ورځ یو شرابي سړی د نشې په حالت کې صحابوو نبي کریمؐ ته راووست. په دغه ناوړه حالت لېدو سره پر شرابي یو سړي لعنت ووایو. نو نبي کریمؐ هغه له لعنت څخه منعه کړو او بیا یې ورته وویل چې "لَا تَلْعَنْه فَإِنَّه يُحِبُّ اللَّه وَرَسُولَه" پر ده لعنت مه وایه! که دې نشه، یا شرابي هم دی، خو بیا هم د الله او د الله د رسول سره مینه لري. او په یوه حدیث کې داسې هم راځي چې ښکنځل کول د منافق نښه ده لکه: وإذا خاصم فجر. او او …


  

دا هغه پیغام دی چې نبي کریمؐ راوړی دی، او دا په پوسټ کې د هغه خلکو انځور دی چې دغسې په زرهاوو کمنټونه، ویډیوګانې او پوسټونه په ټولنیزو رسنیو کې د همدغه خلکو شته دی چې ځانونه د همدغه نبي کریمؐ وارثان ګڼي؛ مګر د قرآنکريم پر ځای په انساني شیطاني فتوو، او شیطاني روآیتونو لویې شوي دي، نو ځکه کښنځل او بد رد وایې او د دلیل او د منطق پوهه او سویه نلري. خو پوښتنه داده چې دا په زرهاوو آخوندان یا ملایان یا چڼي ولې دغسې کښنځل کوي؟ ځکه یې کوي چې د دوئ سره شیطاني روآیتونه شته دی چې دغه کښنځل به یې هم د حسناتو په تله کې اچول کیږي، ځکه دوئ پرې د خپل مذهب دفاع کوي، نو ځکه دومره ډیرې او ناوړه بدې کښنځل کوي. خو هسې نه چې کښنځل کول او چټي الفاظ کارول هم یوه ورځ د دې قام د مذهب لاره او یوازې په دې قام کې نبوي سنت اونه ګرځي!

 

کله چې مذهـ^ـبیان د بحث او مباحثې په جریان کې منطقي دلیل، ژوندي شواهد، عقلي ځواب، قرآني آیت، یا د اساسي قانون کومه ماده ونلري. نو دغه ډول بېمنطقه، بېشواهده، بېدلیله، بېقرآنه، او بېقانونه خلک بیا د خپل ګمراه یا ناسم فکر د ساتنې لپاره؛ د خپل مخالف پر وړاندې ټاپې، توهین، لوټمار، او کښنځل یو بريالی روش بولي، او لدې بدو هاخوا دوئ حتیٰ د خپلو ناسمو فکرونو د ساتلو لپاره د یو چا قتـ^ـلول هم روا بولي. او عجیبه په کې دا ده چې دوئ فکر کوي؛ چې دا هر څه یوازې او یوازې ددې لپاره کوي چې مخالف ته همدا ثابته کړي چې د دوئ فکر، مذهب، باور، یا عقېده پهٔ حقه، په سوله، او په انصاف ولاړه وه. او متاسفانه چې په دې ټولنه کې همدغسې بېمنطقه، بېدلیله، او سختدریځه خلک؛ او د دوئ پټ او ښکاره حامیان؛ او د دوئ مشران، زیاتره په فکري او عقېدوي لحاظ سره یا تورفکري وي چې له انساني فتوو څخه متاثره شوي وي، او یا توربیرغي وي چې له انساني روآیتونو څخه متاثره شوي وي؛ او په تمدن، او په إلهي کلام هېڅ خبر هم نه وي.

 

انا لله و انا الیه راجعون. ښې ورځې رواروانې دي.

 

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو. ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر