د قریشو په ښاري قبیلو کې مشـ^ـرکینو هرګز خپلې لورګانې ژوندۍ نه ښخولې!

نن درته د ځېنو مشهورو ښځينو صحابیاتو (رضي الله عنهن) نومونه لیکم او یوې مهمې پوښتنې ته مو پام هم راګرځوم!
د قریشو په پرمختللو، بډایو او په ټولو ښاري قبیلو کې د لوړې کچې مشـ^ـرکینو او کافـ^ـرانو هرګز خپلې لورګانې ژوندۍ نه ښخولې (یانې وأد البنات یې نه کاوه او دا د مکې په مشـ^ـرکینو باندې یو درواغجن تړلی شوی مذهـ^ـبي آخوندي بهتان دی او مشـ^ـرکین لا څه چې د آخوندانو د آخوندي بهتان څخه صحابه کرام هم خلاص نه دي). په مکه مکرمه کې ابوجهل او ابولهب که څه هم غټ مشـ^ـرکین وو؛ خو له دوئ څخه نور غټ مشـ^ـرکین هم وو لکه عتبه، شیبه، ولید بن مغيره، امیه بن خلف او او… خو د دې ټولو په اړه په هېڅ معتبرو تاریخي سرچینو کې هم، په متفقعلیه احادیثو کې هم، او په صحیحواحادیثو کې هم داسې هېڅ مستند دلیل، مستند نوم او مستنده نېټه نشته چې دا ثابته کړي چې د مکې مکرمې د ښار کوم دبدبه لرونکي غټ قریشي مشر یا غټ قریشي مشـ^ـرک دې یا غټ قریشي کاپـ^ـر دې خپله لور ژوندۍ ښخه کړې وي. غټان لا څه چې کوچنیو مشـ^ـرکینو د مکې د ښار په ساحو کې هم دا بد کار او دا بده کړنه نه ترسره کوله.
که تاریخ ولټوئ نو پیدا به کړئ چې 'جویریه' چې په 'العوراء' (رضي الله عنها) هم مشهوره وه همدغه نوموړې د ابوجهل خپله بایولوجیکل لور وه. او همدارنګه 'دُرّه، عزّه او خالده' (رضي الله عنهن) چې درېواړه د ابولهب لورګانې وې او ټولې د تاریخ نامتو ښځینه صحابیانې وې، ښه تربیه یې شوې وه او په فخر سره په إسلام کې داخلې شوې.
لږ فکر دې ته هم وکړئ! چې تاسو به څومره ځله له درواغجنو آخوندانو څخه دا هم اوریدلي وي چي حضرت عمرؓ يوه ورځ ژړل او کوم صحابي ترې وپوښتل چي ولي ژاړي؟ نو حصرت عمرؓ ورته په خپل لاس د خپلې لور د ښخولو قضیه بیان کړه او نوره کیسه خو تاسو ته جووته ده چې لور یې په دغه وخت کې هم دده ږیره له خارو پاکوله. خو پام مو وي چې دغه کیسه په بشپړه توګه بېبنسټه، ساختګي، جعلي او د آخوندانو په درواغو ولاړه ده. ځکه د بيبي حفصېؓ ترڅنګ، حضرت عمرؓ نورې لورګانې هم لرلې لکه فاطمهؓ او زینبؓ (رضي الله عنهن) چې ټولې په جاهلیت کې زېږېدلې وې او ټولې ژوندۍ وې. ایا پوهېږئ چې د حضرت عمرؓ خلاف دغه کیسه د هغه (رضـ) د شخصیت د تخریب او د هغه (رضـ) د بدنامولو لپاره جوړه شوې ده؟ ترڅو وښيي چې هغه (رضـ) (نعوذبالله) یو بېرحمه او قسي القلب سړی و.
همدغسې د یو بل صحابي چې "قیس بن عاصم التميميؓ" نومیږي په اړه هم ډېر منګړت روایتونه شتون لري چې ګندې ده (رضـ) خپلې اته لوڼې ژوندۍ ښخې کړې وې. خو قیسؓ نه د مکې د ښار اوسېدونکی وو، او نه د قریشو د قبیلې غړی و او نه هغه د مکې په ساحه کې له نورو کومو اشرافو څخه وو. بلکې هغه د یوه بل لېرې ځای یو کوچی وو او د هغه نوم قصداً د مکې د سیمي پورې تړل کیږي. خو ایا پوهېږئ چې دغه کیسه هم د هغه (رضـ) د شخصیت د تخریب او د هغه (رضـ) د بدنامولو لپاره جوړه شوې ده ترڅو وښيي چې د نبي کریم (؏) ملګري (نعوذبالله) بېرحمه او قسي القلبه سړي وو؟
نو دا ځکه وايم او شکر چې په خپل دریځ کلک ولاړ یم او خپله هماغه زړه خبره بار بار کوم چې: مذهـ^ـبي کیسې، فتوې او روايتونه فرقو، ډلو، مذهبونو او بادشاهانو د خپلو ګټو لپاره جوړ کړي وو او جوړ کړي یې دي؛ خو د کلام پاک له إلهي دینه ناپوهان بیا همدغسې مذهـ^ـبي خبرو، روایتونو او فتوو ته د خپلې ناپوهۍ له وجې د إلهي دین په سترګه ګوري.
یو چېرې به وو! خو تاسو باور وکړئ چې له إسلام څخه وړاندې د نجونو د ښخولو دود د مکې د ښاري، تمدن لرونکو او د شتمنو قریشو کلتور نه و. خو زموږ مذهـ^ـبي ناپوهان یې کله په مکه کې په حضرت عمرؓ او کله یې د قریشو څخه په ابوجهل او ابولهب د خپلې ناپوهۍ او جهالت له امله ورتپي، او کله یې له مکې څخه زرهاو کلیومتره لیرې په قیسؓ باندې ورتپي، او هغه هم قصداً او په درواغو او د دروغجنو روایتونو پر مټ.
او تر ټولو مهمه خبره داده چې قیسؓ ته یو منسوب روايت هم شته دی چې د متن یوه برخه یې داسې ده: "إني وأدت ثمان بنات في الجاهلية…: ما په جاهلیت کې خپلې اته لوړنې ژوندۍ ښخې کړي دی…" باور به مو نه شي چې دا هم یو منګړت، ناسم، او بهتاني روایت دی ځکه د علم الحديث پر بنسټ، د دغه روايت په سند کې جدي ضعف او کمزوري پرته ده او دغه روايت په هېڅ ډول سره"صحیح" روايت نه دی. او موږ په دې له ډېرو ښه پوهیږو چې زموږ آخوندان او مذهـ^ـبیان تل ناسم او منګړت روایتونه په دليل کې وايي او همدغه یې دنده او پیشه ده نو ځکه دغه ناسم روایت کله نا کله پورته او کښته کیږي.
زه یو زده کوونکی او څېړونکی یم او له هر چا څخه غواړم چې یو څه ترېنه زده کړم. نو د پوره غور ځای دا دی: که په مکه مکرمه کې د دغه ټولو ذکر شوو او ناذکر شوو مشـ^ـرکینو په اړه او د هغو په اړه هم چې وروسته مسلمانان شول دا ثابته نه ده چې ګندې خپلې لوړنې یې ژوندۍ ښخې کړې وي؛ نو په هغه زمانه کې بیا دا بدرنګه کړنه د کومو ناپوهه، ناداره او بېوزلو خلکو کار و؟ ایا یو بل ځای خو به چا د قحطۍ، فقر او د جګړو له امله او وېرې دا ناوړه کار چا نه کاوه؟ هن؟ که بل ځای یې کوو نو ایا داسې خو نه ده چې مونږ ته څوک له مکې څخه په سم ثبوت سره تاریخي خبره نه کوي، بلکې مذهـ^ـبي آخـوندان دي چې له خپل ځانه او له خپلې ګېډې یوه مثالي خبره کوي او له زرهاوو کلیومتره فاصلې څخه لېرې پردۍ یا د بل چا تهمت د مکې مکرمې په پخوانیو ښاریانو او ورسره په خلفاوو او ورسره په نورو صحابوو له ځانه تړي؟ هن؟
که دا هم ورسره یو ځای کړئ چې: که ابوجهل، ابولهب او ورته نورو ټولو غټو مکي مشـ^ـرکینو دغه ناوړه کار په مکه کې نه کاوه؛ نو نن څوک دي چې په پښتنه ټولنه کې په ژوندیو میرمنو هماغه پخوانی ناسم عربي بدوي ناوړه ظلم چې دوئ یې بیانوي بېرته یې په یوه بل شکل، په بل رقم، په بل ډول او په بلې بڼې سره کوي؟ ښه چې کوي يي نو ولې یې کوي؟ د څه لپاره یې کوي؟ او د چا د متنونو (فتوو او روايتونو) پر مټ یې کوي؟ هن؟
د دغسې روايتـ^ـپرسته مذهـ^ـبیانو بل ستر ظلم د کلام پاک سره دا وي چې مذهـ^ـبیان قصداً إلهي کلام په ناسمو منګړتو پخوانیو انساني روایتونو سره تفسیر کوي او دومره تکلیف نه کوي چې إلهي کلام بېرته په إلهي کلام سره تفسیر کړي او د خبرې عمق ته کښته شي چې د [وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (*) بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ] ایتونه څه ویل غواړي او څه موخه لري. ځکه چې هغهٔ ﷻ خو فرمايي [او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (ځواب) او تر ټولو (بهترینه او تر ټولو) ښه تفسیر (وَأَحۡسَنَ تَفۡسِیرًا: فرقان:۳۳)]. یانې که د قرآنکريم تفسیر بېرته په قرآنکريم سره وشي، نؤ بیا بېتفسیره پکې ترېنه هم څۀ نه دي پاتې چې انسانان یې د خپلو موخو د حصول لپاره د خپلو انساني روایتي تفسیرونو او تیوریو پرمټ تفسیر او ردوبدل کړي او ورپوره یې کړي. دا ځکه خو احناف او ورسره د نړۍ ټول علماء په یؤه خوله وایې چې د قرآنکريم بهترین تفسیر هماغه تفسير دی چې بېرته په قرآنکريم سره تفسير شي.
نو که تکلیف درته نه وي یو ځلې خو د [وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (*) بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ] ایتونه په انساني نه بلکې بېرته په کلام پاک سره تفسیر کړئ، دا به هم پېدا کړئ چې دلته خبره بله ده، او دا به هم پېدا کړئ چې خبره د مکې د اشرافو او مشرکینو پورې دغسې اړه نلري چې ګندې خپلې لوړنې یې ژوندۍ ښخولې او کله چې په ایت پوهه شئ او بهر بیا فکر وکړئ نو په إسلامي نړۍ کې به ډېر هیوادونه پېدا کړئ چې د چې مور په خیټه کې دننه ماشوم په دې خاطر لمنځه وړل کیږي چې جنسیت یا جنډر یې نجلۍ ده. د بېلګې پهٔ توګه په پاکستان کې هر کال تقریبا یو لک او شپاړس زره ماشومان په دې خاطر اسقاط حمل کیږي یا لمنځه وړل کیږي چې نجونې دي.
دا برخه تر دې ځایه وه خو ادامه لري او بله برخه یې دا واضحه کوي چې د مکې څخه زرهاوو کیلومتره لرې پرتو قبیلو به ولې د وينـ^ـځو، اؤ د کنيـ^ـزو د ګروګانۍ له ویرې خپلې لوڼې وژلې، او ولې مذهـ^ـبي اخوندان د وينـ^ـځې، اؤ کنيـ^ـزې شیطاني بدرنګه کړنه إلهي دین ګڼي!
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. ستاسو خپل: #پیربندهفقیر