ناقصالتعلیمې، ناقصالعقلې، ناقصالدینې، ناقصالحقوقې، ناقصالمیراثې او او

سادهګان د مذهـ^ـبیانو د فتوو او روايتونو پر مذهـ^ـبي منافقت هغه وخت هم پوه نه شول او لا هم ناخبره دي؛ کله به چې مذهـ^ـبیانو په خپلو وعظونو او منبرونو کې هرې يوې مېرمنې ته د فتنې، د ناقصالتعلیمې، د ناقصالعقلې، د ناقصالدینې، د ناقصالحقوقې، د ناقصالمیراثې او او… خطاب کاوه او هره یوه مېرمن به یې بېواکه، بېاختیاره، د کور نوکره او یا د داسې یوې موجودې په توګه د خپلو فتوو او روايتونو په چوکاټ کې ټولنې ته معرفي کوله چې «یا به د کور وي او یا به د ګور وي». او مذهـ^ـبیانو به د خپلو فتوو او روايتونو په چوکاټ کې په شپږو، اتو او نهو کلنیو کې د ماشومو نجونو د نکاح کولو یا د ودولو، او د مېرمنو د وینځو او د کنيځو د ګرځولو خبرې کولې، خو دغه سادهګان بیا هم د دوی پر دغې روايتي مذهـ^ـبي منافقت پوه نه شول. مذهـ^ـبیان دومره هوښیار او چالاکه وو چې يوې نوې زېږېدلې نجلۍ ته به یې د "رحمت" خطاب کاوه او د هغې د غټېدو شېبې به یې شمېرلې؛ خو کله به چې هماغه د ستر "رحمت" لرونکې ماشومه لویه شوه، نو هماغه منافقین چې دا یې ستر "رحمت" بلله، بیا به یې ورته د فردي او فکري ازادۍ، د تعلیم او کار اجازه نه ورکوله او هماغه رحمت به یې بېرته د ټولنې لپاره د فحشا یو ستر سبب ګڼلو.
ساده ګان له دې هم نه وو خبر چې څښتن تعالیۚ پهٔ مختلفو ایتونو کې فرمایې [ٱلَّذِیۤ أَعۡطَىٰ كُلَّ شَیۡءٍ خَلۡقَهُۥ ثُمَّ هَدَىٰ]. یا [ٱلَّذِیۤ أَحۡسَنَ كُلَّ شَیۡءٍ خَلَقَهُۥۖ]. یا [صُنعَ اللَّهِ الَّذي أَتقَنَ كُلَّ شَيءٍ]. (یانې دی هغه (ﷻ ذات دی) چې هر مخلوق ته يې خپل خاص خَلْق (شکل، بڼه، صورت) ورکړی دی، او بيا يې ورته ښه لارښوونه هم کړې ده. او دی هغه (ﷻ ذات دی) چې هر هغه مخلوق چې دې ﷻ پېدا کړی دی، هغه يې په ښه ډول سره (بېعیبه، بېنقصه) پېدا کړی او جوړ کړی دی. او دا د څښتن تعالیٰۚ د جوړښت هغه عمل دی چې هر مخلوق يې په استحکام سره بشپړ، بېعیبه، بېنقصه او ډېر په ښه توګه جوړ کړی دی).
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. ستاسو خپل: #پیربندهفقیر