چوپتيا په کومو ځایونو کې خورا ډېره ښکلې او ډېره ګټوره وي؟


لیکوالان وایې چې خاموشي (چوپتيا یا سکوت) په دوو ځایونو کې خورا ډېره ښکلې او ډېره ګټوره وي. دغه خبره یې سل په سلو کې سمه ده خو دریم ځای د اکثره لیکوالانو په فکر نه وي. د خاموشۍ لومړی ځای دا دی چې انسان کله د ځیرکو، حکیمانو، څېړونکو او پوهانو ترمنځ وي، نو خاموشه وي او له ځیرکو او پوهانو څخه او د هغو له خبرو یا ویناوو د اوريدلو له لارې ډېره زده کړه او تجربې ترلاسه کیږي! او د خاموشۍ دویم ځای دا دی چې انسان کله د احمقانو یا جاهلانو ترمنځ واقع شي، نو احمقان یا جاهلان بیا نه د چا د خبرو او د مفکورو درک کولای شي او نه ورته کوم ارزښت او اهميت لري او دا امکان یې هم ډېر دی چې ناپوهان د بل د خبرو، نظریو او په یوه موضوع او څېړنه کې د چا د کلونو کلونو د مطالعې پورې وخاندي. نو په دؤیم ځای کې هم لیکوالان خاموشي توصیه کوي.

 

خو یوه دريمه ډله هم شته دی چې غږېدوونکي یا ویوونکي ته به په ظاهري توګه یو څوک ډېر ښه اورېدونکي او غوږ نیوونکي ښکاري، خو دغه غوږنیونکې دریمه ډله په همدې امېد شپې سبا کوي چې کله به په ویناوال فلانی درد، فقر، غم او ناؤرین راځي (خو دا خبرې یا مثال غیب ویل نه دي درېمه ډله تل مخامخ د یو چا قدرداني کوي، خو هغه څوک چې ستا غيبت کوي، او پر تا تهمت وايې نو بیا همدغه درېمه ډله ده چې د ستا د بدیو غوښتونکو سره هم مله وي، او غیبت ویوونکو او تهمت کوونکو ته جرئت هم ورکوي او چکچکې هم ورته کوي). بیا همدغه دریمه ډله ستا په جملو کې په داسې نیمګړتیاو، عیبونو او هماغه ټکو پسې ګرځي چې بیا یې د ویوونکي (ستا) په خلاف او زیان یوه ورځ یا یو چېرې وکاروي، او د همدغې دریمې کټګورۍ کسان پېژندل ډېر سخت کار دی او ډېر مهارت، ژور بصیرت او د کلونو کلونو تجربې ته اړتيا لري ځکه درېمه کټګوري اکثره خپلوان، دوستان او یا هغه څوک وي چې ځانونه خواخوږي معرفي کوي (تاسو کولای شئ چې دغه د کلونو تجربه له هغه کتابونو څخه په یو څو ورځو کې ترلاسه کړئ چې د یو چا په شخصي تجربو او بيوګرافي لیکلی شوي وي، یا د درېمې ډلې په اړه په قرآنکريم ډېر ایتونه شته دی لکه [وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ: او ستاسو په چاپېریال کې له شا و خوا اعرابو څخه هم ځینې منافقان شته] یا هغه تاریخي کیسې او شواهد وګورئ چې د نبي کریم (؏) په ملګرو دولسو منافقینو ته په کې اشاره شوې او داسې منافقین وو چې مخامخ به یې د نبي کریم (؏) خبرې په غور او سرخوزونې سره اورېدلې خو په پټه د درېمې کټګورۍ څخه وو).

 

نبي کریم (؏) په خپل ټول عمر کې ددغې دریمې کټګورۍ خلک رسوا نه کړل. نو که ستاسو هم پر چا شک وي چې د دریمې کټګورۍ پورې تړاو لري، نو لومړنی بهترین قدم او علاج د دغسې اشخاصو په وړاندې غوره خاکساري او پوره خاموشي ده او دا د هغو پر تاسو باندې هم انساني او هم دیني حق دی چې نورو ته یې رسوا نکړۍ، بهتان پرې اونه تړئ او غیبت یې اونه کړئ. دويم قدم او علاج یې دا دی چې هر کله د دریمې کټګورۍ سره مخامخ شئ ښه ډېر عزت یې وکړئ او په نه شتون کې یې هیڅ ډول بد مه غواړئ او مه یې له بل څخه اورئ، په دغه کار سره تاسو خپل شخصیت هم او ایمان هم پیاوړی کوئ. او درېم قدم او دایمې علاج یې دا دی چې په يوه داسې شکل او طریقې له دریمې کټګورۍ څخه جلا شئ چې هغو هېڅ په ځان پوهه نه شي، خو چې په بېځايه ټکر او تقابل کې ورسره باید راګير نه شئ. ځکه د دریمې کتګورۍ همدغه خلک د غومبسو د مچیو ځاله وي، که درباندې پوه شو چې له خپل ځان څخه یې لیرې کوئ نو بيا درته ښه ډېر دښمنان او رقیبان پېدا کوي، او هر ډول تهمت او بهتان ته یې هم تیار شئ ځکه دریمه کټګوري په دغه حالت کې بیا د عزت، ناموس او د متقابل درناوي په نوم بیا هېڅ هم نه پیژني.

 

او اخري خبره به داسې وکړم چې یوازې تاسو نه یاست چې د دریمې کټګورۍ له خلکو امان غواړۍ، یا ورسره خبرې اترې کول نه غواړئ، یا داسې څوک نشته چې ستاسو آآه او فریاد واوري او دا کیسه له ډېر پخوا څخه راروانه ده. د بېلګې پهٔ توګه: ښه پوهېده نو ځکه [يوسف (؏) هغه (خبره) په خپل زړه کې پټه وساتله] [يوسف:۷۷]. او ښه پوهېده نو ځکه [(يعقوب (؏)) له هغوی څخه مخ واړاوه] [يوسف:۸۴]. او بي‌بي مریم (؏) ښه پوهېده نو ځکه یې وويل چې [نن به له هېڅ انسان سره خبرې ونه کړم] [مريم:۲۶]. خو دغه ټولو ولې همدغسې وکړل؟

 

دا ځکه چې په خپل زړه کې تېرېدونکي رازونه او دردونه هر چا ته نه څرګنديږي؛ ځکه څوک ستا پر حال په واقعي توګه پوهېدلی نه شي، ځکه نور خلک هغه څه کله هم نشي احساسولی چې ته یې تېروې، ولو که ته ورته په ساعتونو ساعتونو خپل احساسات تشریح کړې، بیا به هم دریمه کټګوري نه پوهه شي او نه به یې احساس وکړي، شاید ستاسو د توقعاتو خلاف موسکا یا د خوښۍ احساس هم وکړي. یو خو هرڅوک ستا د زړه تل او ژورو ته لاره نه لري او نه هرڅوک ستا د اوښکو ګرمي او حقیقت درک کولی شي. او که بالفرض یو څوک ستا په یو څو ټکو او خبرو پوه هم شي، نو په ډېری حالتونو کې به دې هرګز ملاتړ او ننګه اونه کړي؛ نو ځکه خاموشي، سکوت او چوپتیا غوره ده.

  

او یوازې دا ویل پکار وي چې لویې ربه!ﷻ! ته په نېتونو ګواه یې چې زهٔ د هېڅ انسان، د دوست یا د خپلوان د بدمرغۍ، ذلت او رسوايي غوښتونکی نه یم. خو په پر نورو زما ؤاک نشته او زما د ژوند بوج او مسؤولیت یوازې پر ما دی، نو زما مل شه او د خپل رحم په پردو کې مې راونغاړه او ربه! چاته مې بې پردې او رسوا نه کړې. لویه ربه زهٔ په دغه معنوي خلوت، ملنګۍ او تنهايۍ کې سکون احساسوم او ښه ډېر په کې خوښ او خوشحاله یم. نو ددغې دریمې ډلې ټګان او مکار خلک په خپل قدرت سره زما له ژوند څخه داسې په مینه محبت او سکون سره ليرې کړه،  لکه څرنګه چې ترېنه زهٔ لیرې شوی یم. آمِيْنُ ثم آمِيْنُ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْن.

  

دا لیکنه مې ولې وکړه! یوه شخص چې مخکې یې اقتصادي حالت ښه وو، مګر نن یې حالات رنځوي، پرون یې ویل چې اوس راته په خپلې بیچارګۍ، تنهایۍ، غريبۍ او فقر دوستان طعنې راکوي، هغه یاران چې مې په مالدارۍ کې لرل نن مې د غريبۍ پسې خاندي په داسې حال کې چې مرسته هم ترېنه نه غواړم. بیا یې د چوپتیا په فلسفه خبرې وکړې چې په غریبۍ کې چوپتیا، خاموشي او سکوت څومره ښه شی دی. ما هم ورسره د خپلې مطالعې مطابق خپل نظر شریک کړ. نو بیا یې خواهش وکړ که خپل همدغه نظر ولیکم او نشر یې کړم، لکه دده زړه چې زما په خبرو ټکور شو او یو ښه احساس یې وکړ، شاید د ډېرو نورو کړېدلو زړونه به ټکور شي. نو ځکه مې دغه لیکنه وکړله چې شاید د چا زړه به ټکور کړي. خو دا چې ټولنه په رېښتا همدغسې ده او که نه ده، دا پرېکړه د هر چا خپله خپله ده.

  

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو. ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر