په هره ديني قرآني موضوع کې په خپله هم لږ ژور فکر، قوي تدبر او بېطرفه مطالعه کوئ.


څښتن تعالیٰۚ به زموږ سره زموږ د خپل عقل مطابق حساب کتاب کوي، د بل چا د عقل مطابق نه! موږ په دنیا او آخرت کې دا مسؤليت لرو چې د خپل ژوند او ایمان په اړه په خپله فکر وکړو او د خپل عقل واګې بل ته په لاس کې ورنکړو.


نو ځکه همېش غواړم چې تاسو په هره ديني او قرآني موضوع کې په خپله هم لږ ژور فکر، قوي تدبر او بېطرفه مطالعه وکړئ. خو ولې؟ ځکه چې دا تر دې ډېره غوره ده چې ستاسو د ژوند سره یو نابلده او ناخبره څوک د آخوند، ملا، مولوي، مفتي او وغیره ... په نوم راشي او له ځانه، له خپلې خیټې، له خپلې خیټالوژۍ او له خپلو مذهـ^ـبي فتوو او روايتونو څخه داسې تشریح او داسې یو وضاحت درته درکړي چې بیا په خپله پوښتنه پښېمانه يئ. او پایله یې هم داسې شي چې بیا یې هماغه مذهـ^ـبي خبرې ستاسو د ټولنې، سیمې او هېواد په نقصان تمامې شي او ورپسې ستاسو تاریخ، ژبه، اثار او هنرونه درته هم پرې ړنګ کړي.

   

[وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ: او یادونه کوه (پند ورکوه)؛ ځکه بېشکه چې یادونه مؤمنانو ته ګټه رسوي]. [الذاريات:۵۵].

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې هغه عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو چې خپل عقل کارول غواړي. #پیر‌بنده‌فقیر