هېڅوک نهٔ غواړي چې دا ومني یا دا ووایې چې لږ عقل لري.

هېڅوک نهٔ غواړي چې دا ومني یا دا ووایې چې لږ عقل لري. ځکه دا خبره یا داسې فکر کؤل د انسان یو ډؤل داخلي کمزوري بلل کیږي. کهٔ څوک فکر وکړي چې عقل یې کم دی، نو دا یې پر روحیه منفي اغیزه کوې.
خو سم عقل لرل یوازې د پخوانيو د معلوماتو، روآیتونو اؤ قیصو پهٔ یاد ساتلو پورې یا پهٔ عملي کولو پورې محدود اؤ منحصره نهٔ دي. بلکې ښه عقل د ستونزو د حل کولو، د منطقي فکر کولو، د خلاقیت، اؤ د ټولنیز پوهاوي پهٔ ګډون ډیری نورې وړتیاوې هم لهٔ ځانه سره لري. کیدای شي هر فرد پهٔ یؤه ځانګړې ساحه کې قوي اؤ په بله ساحه کې کمزوری ؤي، خو د خپل عقل ټولیزه کچه به بیا هم لوړه ګڼي.
پهٔ پرمختللې یا پهٔ مخ پر وده نړۍ کې خلک د دې پر ځای چې ووایي عقل مې کم دی، هغوئ بیا پر دې ډیر تمرکز کوي چې دوئ څومره هوښیار دي اؤ ددغې هوښیارتیا پهٔ رڼا کې یې ځان، کورنۍ، ټبر، کولتور اؤ هیؤاد ته څۀ کړي دي. اؤ همدغه ځای دی چې عاقل اؤ غېر عاقل یا هوښیار اؤ تمبل، یا پرمختللي اؤ ؤروسته پاتې، یا روايت پرسته، اؤ رواج پرسته اؤ قانون منووونکي اؤ پلی کوونکي پهٔ عملي ډؤل اؤ پهٔ شواهدو سره جلا کوي.
اوس پوښتنه داده چې آیا مونږ خبر یو چې انسان ته پهٔ قرآنکريم کې کابؤ (۱۶۳۸) ځله د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا اؤ … اؤ … پهٔ کارونې سره امر شؤی دی؟ کهٔ نهٔ یو خبر، نؤ لاندې د قرآنکريم پهٔ رڼا کې پوره خبره پرته ده.
مننه کور مو ودان، تل سوکاله اؤ کامیاب اوسئ. #پیربندهفقیر