آیا خبر یاست چې انسان ته پهٔ قرآنکريم کې کابؤ (۱۶۳۸) ځله د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا اؤ … پهٔ کارونې سره امر شؤی دی؟
پهٔ قرآنکريم کې د "علم" ټکی اؤ د علم د ټکي "مشتقات" ۸۵۴ ځله راغلي دي. عالم پهٔ قرآنکريم هغه چاته ویلی کیږي د ژوند یا د مخلوقات پهٔ یؤه داسې راز خبر ؤي چې پهٔ ثبوت اؤ کړنو سره یې یؤ ډؤل هوساینه مخلوقاتو ته ورپه برخه کوي. خو پهٔ عمومي ډؤل سره پهٔ عربي ژبه کې عالم ساینسپوه ته وایې اؤ علماء ساینسپوهانو ته وایې. کهٔ باور مو نهٔ راځي همدا اوس پهٔ ګوګل یا بېنګ کې یا لهٔ ایآي څخه دا پوښتنه وکړئ چې د دې ټکو مانا څۀ ده: علم؛ عالم؛ علوم؛ العلماء؛ جامعة؛ مدرسة؛ معهد؛ وغیره. ژباړه به یې داسې کوي: علم Science. عالم Scientist. علوم Sciences. العلماء Scientists. جامعة University. مدرسة School. اؤ معهد Institute.
اؤ پهٔ ژبپوهنه اؤ صرف کې، مشتقات هغو کلمو ته وایي چې لهٔ یوې اصلي یا بنسټیزې کلمې څخه یې ریښې اخیستلی شؤې ؤي؛ چون ريښه د اصلي کلمې ؤي؛ نؤ د دغه کلمو معنا اؤ شکل د اصلي کلمې پر بنسټ بدلیږي هم، راڅرخیږي هم اؤ پهٔ دغه ؤجه د معنا لهٔ پلوه یا لحاظه یو بل سره تړلي هم ؤي.
بېرته خپلې خبرې ته راګرځو؛ همدغسې پهٔ قرآنکريم کې د "الباب" کلمه اؤ مشتقات یې ۱۶ ځله. "تفکر" اؤ مشتقات یې ۱۸ ځله. "قرأ یا اقراء" اؤ مشتقات یې ۸۸ ځله. "تدبر" اؤ مشتقات یې ۴۴ ځله. "تذکر" اؤ مشتقات یې ۲۹۲ ځله. "یعقل یا د عقل کارونه" اؤ مشتقات یې ۴۹ ځله. "نظر" اؤ مشتقات یې ۱۲۹ ځله. اؤ د "بصر" کلمه اؤ د بصیرت مشتقات یې ۱۴۸ ځله پهٔ قرآنکريم کې ذکر شوي دي.
دا ټولټال پهٔ قرآنکريم کې (۱۶۳۸) کلمې دي چې پېدا کړی شؤی دي، اؤ موږ ته د لوستلو، د علم اؤ پوهې د ترلاسه کولو، د تدبر، د عقل کارونې، د تفکر، اؤ د تأمل پهٔ اړه هراړخېزه هڅونه اؤ امر کوي. اؤ عجیبه پهٔ کې داده چې دغه ټولې کړنې د انسان د خپل فکر اؤ جود پورې تړل شؤي ؤي. اؤ یؤ عاقل مؤمن انسان ته د دې ټولو کلمو کارونه د څښتنتعالیﷻ لهٔ اړخه دا پهٔ ګوته کوي؛ چې الهي دین ته داخلېدل، اؤ سم عملي کؤل پرې یوازې د عقل کارونې لهٔ لارې ممکن دي اؤ د پخوانیو پهٔ خبرو اؤ روآیتونو سره دغه کار ناشونی یا ناممکن دی.
خو لهٔ بده مرغه، پهٔ پښتنه ټولنه کې یؤ څوک شته دی چې د انسان لپاره د خپل عقل د کارونې دغه ټول څرګند آیتونه زمونږ لهٔ پامه غورځولول غواړي؛ اؤ کوم آیتونه چې مونږ پښتنو ته د یؤه قام پهٔ حیث د خپل عقل پهٔ کارولو اؤ د سم تدبر لهٔ لارې د څښتنتعالیﷻ د دین د پوهېدو لارې ته بلنه راکوي؛ یؤ څوک دغلته هم شته دی چې مونږ همدغه ارزښتمن کار ته نهٔ پرېږدي.
ځینې پهٔ الهي دین ناپوهه آخوندان پهٔ ډېرې سادګۍ سره وایې چې: دین نهٔ پهٔ عقل پوهېږي! نهٔ پهٔ عقل ولاړ دی! اؤ نهٔ دین پهٔ خپلو نصوصو کې د عقل کارول روا کړي دي. دغسې خلک تر څو دغه (۱۶۳۸) ایتونه، یا ټکي یا مشتقات یې پوره لهٔ پامه وغورځوي، یا یې لهٔ خلکو څخه جذر ؤرک کړي اؤ د ټکو جذر ښه اونه پلټي. دوئ بیا د عقل کارول پهٔ دین کې پهٔ یؤه نهٔ یؤه ډؤل سره منسوخ کړي دي؛ اؤ دغه چالاکه اؤ دهوکه بازه آخوندان بیا د حضرت عليؓ پهٔ دې خبره خپل استدلال کوي چې: "کهٔ دین پهٔ رایو وای، یا پهٔ تدبر وای، یا پهٔ عقل کارونې وای، یا پهٔ تفکر واي، نؤ د پښې دپاسه د برخې د مسحه کولو پر ځای به مونږ بیا د پښې لاندینۍ برخه مسحه کولی."
یؤ خو دا ډؤل ناپوهان پهٔ دې نهٔ پوهیږي چې رجل د نوک څخه نیولې تر بره ټولې پښې پورې ټولې برخې ته وایې؛ اؤ دا دوئ چې د څۀ استدلال وړاندې کوي دغې برخې ته پهٔ عربي کې رجل نهٔ بلکې قدم وایې. بیا هم کهٔ باور مو نهٔ راځي اؤ باید چې د چا خبره پرته لهٔ تحقیق اؤ شک څخه اونه منل شي؛ یوازې پهٔ کتاب کې یا پهٔ انټرنیټ کې دا ولټوئ چې (الفرق بين الرجل والقدم: پهٔ عربي ژبه کې پهٔ رجل اؤ قدم کې څۀ فرق دی) بیا پوهیږئ چې آخوندان ولې ستاسو د غولولو لپاره د حضرت عليؓ قول راؤړي. اؤ مونږ پهٔ قدم نهٔ بلکې د قرآنکريم مطابق پهٔ رجل مسحه کوو. خو دا ډېره سخته خبره ده چې یا دې د آخوندانو پهٔ ذهن کې پرېوځي اؤ یا دې آخوندانو ته د قدم اؤ د رجل مانا پېچکاري شي. اؤ لهٔ بده مرغه، د دغسې خود ساخته روآیتونو پایله دا شؤه چې د څښتنتعالیﷻ سپېڅلی کتاب د یؤه پښتون د ژوند څخه پهٔ بشپړه توګه جلا شؤ. اؤ کهٔ پهٔ دې ټولنه کې پهٔ قرآنکريم چا سمې خبرې یا سم استدلال وکړ؛ لکه مفتي منیر شاکرؒ یا مولوي خانزیبؒ یا مولوي صېب ریحانؒ یا … دغسې بل څوک؛ نؤ دغسې خلک مړه کړل شؤ اؤ لهٔ صحنې څخه پهٔ دې موخه لېرې کړل شؤ؛ چې چاته یوازې د قرآنکريم پهٔ رڼا کې خبره اونه کړي. اؤ هغه ژوندي یې تاسو ټول پیژنئ چې د منکر حدیث، منکر روایت، منکر فقه یا حتیٰ د مرتد، ملحد، اؤ د زندیق پهٔ نوم یا خاموشه کړل شؤي دي؛ اؤ یا پوره هڅه روانه ده چې پهٔ دغسې ټاپو سره یې اواز ډب کړل شي.
اؤ دا څوک چې د دغه عالمانو پهٔ مړینه خوښ دي؛ اؤ هېڅ د عالمانو خطاب یې ؤرته نهٔ کولو، بلکې خپل روآیت پرسته آخوندان یې عالمان ګڼل، هغوئ یوازې د پښتون قام لپاره قرآنکريم پهٔ داسې شکل غواړي؛ چې فکر پهٔ کې نهٔ بلکې یوازې تلاوت دې یې وشي، د برکت د ترلاسه کولو لپاره دې ولوستل شي، اؤ د بدو خوبونو د لېرې کولو اؤ د تعبیر لپاره دې وکارول شي؛ اؤ یا دې یوازې پهٔ مړو اؤ جناز کې ترېنه ګټه واخېستل شي ځکه دا د هغو پهٔ فکر یؤ مهم کار دی. اؤ د دې کړنو اصلي موخه داده چې دا سپېڅلی کتاب نوره کومه مهمه دنده؛ چې د عقل، فکر، تدبر یا د ښه ژوند کولو پورې تړاو ولري، دغه بېلګه یې دلته څوک نهٔ بیانوي اؤ نهٔ ترې کار اخلي؛ اؤ د حالاتو څخه داسې برېښي چې هېڅ اونه شي.
ښه! دا چې اوس د بل د مدرسو څخه د فارغینو؛ یا د دیوبندي فکر د لروونکي ننی وضعیت اؤ حقیقت ؤي، نؤ زما شډلو بډلو پښتنو ورونو اؤ خوېندو! بیا زمونږ د شاتګ اؤ د ؤروسته پاتې کېدو پهٔ اړه پوښتنه کؤل ساده توب ځکه دی؛ ځکه چې لومړی باید دا پوښتنه وشي چې حضرت علي کرم الله وجهه دغه خبره ولې کړې ؤه؟ اؤ پهٔ رېښتیا کړې یې ؤه؛ کهٔ نهٔ چا ورپسې خبره تړلې ؤه؟ اؤ کهٔ نهٔ د حضرت عليؓ خبره د قدم اؤ د رجل مفهوم اؤ مانا غلطه پهٔ دې خاطر کیږي چې پښتانه عقل اونه کاروي؟ د دې ټولو خبرو پايله داده چې څوک باید د هغه روآیتونو پهٔ اړه چې زمونږ د شاتګ اؤ وروسته پاتې کېدو لامل دی اؤ لامل یې کیږي؛ د دغو روآیتونو پهٔ اړه مه پوښتنه کوئ؛ اؤ مه یې څېړئ. اؤ هر څۀ چې زموږ پهٔ مېنځ کې د جهالت، د بدعت اؤ د خرافاتو د خپرېدو لامل دي؛ پهٔ اړه یې هېڅ پوښتنه پکار نهٔ ده، اؤ هغه څۀ چې لهٔ دې ؤروسته زموږ پهٔ هېواد کې د داعشي فکر اؤ داعش ته د ورته ډلو اؤ د فکر د ظهور پهٔ اړه کومې پوښتنې دي، دا هم مه کوئ، بس چې روآیت لهٔ لاسه ورنکړئ، اؤ د څښتنتعالیﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب کې به د خپل کارول هسې بیګار ؤي.
قام: مولوي حسام الدين حسام صېب راته پهٔ یؤه کمینټ کې لیکلي وو چې (دري سوه شل ځله پهٔ مستقيم يا غيرمستقيم ډول د قوم ذکر پهٔ قرآنکريم کې شوی دی). لیکوال اؤ ژونالېست محترم ملکزی صېب راته لیکلي وو چې (۱۰۹ ځلې د (یا قوم) ندائیه لفظ پهٔ قرآنکريم کې یاد شؤی دی). دوئ رېښتیا هم وایې، پهٔ حقه هم دي؛ اؤ دین پهٔ داسې شکل مطالعه کوي اؤ دا پهٔ کې لټوي چې د الهي دین پهٔ منلو کې د قام، د کولتور، اؤ د ژبې ګټه څۀ ده. اؤ د الهي دین ورهاخوا نؤر څۀ شي ته پهٔ الهي دین ویلو کې د قام، د کولتور، اؤ د ژبې نقصان دی.
پهٔ قرآنکريم کې څښتنتعالیﷻ قامونه سره بیا پهٔ لسان یا د قامونو پهٔ خپلې ژبې پورې تړلي دي؛ لکه (وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ). دا ځکه خو د پښتو ژبې اؤ کولتور سره دومره دښمني ده؛ ځکه یو څوک شته دی اؤ قصدا غواړي چې اول د پښتنو ژبه د مذهب پهٔ نوم سره ړنګه یا ورکه کړي؛ بیا ورپسې قام پخپله ورکېږي. ځکه دوئ پهٔ دې لهٔ ټولو ښه پوهیږي چې د څښتنتعالیﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب کې قامونه پهٔ خپلې مورنۍ ژبې سره تړل شؤي. د قام سنجؤنه پهٔ قرآنکريم کې ډېره ژوره ده؛ کهٔ زهٔ یې ولیکم ناپوهان راڅخه چېرې یؤ بد قامپرست جوړ نکړي؛ لاندې پهٔ کمینټونو کې ۳۵۳ ایتونه پراته دي چې د قام ذکر پهٔ کې راغلی دی، پخپله یې ولولئ اؤ د یؤه پښتون پهٔ حیث یې د لوستلو ؤروسته خپله پرېکړه پخپله وکړئ چې ستاسو د دې قام سره اړیکه څۀ ده؛ اؤ دا قام پهٔ تاسو هر یؤ باندې کوم حق، کومه فریضه اؤ کومه وجیبه لري. اؤ یا مونږ ته چې پهٔ قرآنکريم کې کابؤ (۱۶۳۸) ځله دا د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا اؤ … پهٔ کارونې سره امر شؤی دی؛ مونږ دې قام اؤ ژبې ته څۀ کولی شؤ.
یادونه: ځینې پهٔ قرآنکريم پوهه وروڼه شاید دا ووایې چې پهٔ قرآنکريم کې د (۱۶۳۸) ځله څخه انسان ته د عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا اؤ … کارونې امر لهٔ دې هم ډیر شؤی دی؛ اؤ دا د (۱۶۳۸) ټکو شمېرې لږ څۀ کمې دي؛ اؤ پهٔ قرآنکريم کې دننه خو خبره لهٔ دې څخه هم غټه ده. نؤ هغوئ ته به دومره ووایم چې ما د خپلې 👈مطالعې، پلټنې اؤ ژباړې👉 پهٔ واسطه همدومره وکړی شو، خو هغوئ کولی شي چې نورې کلمې اؤ ټکي هم وراضافه کړي.
بېلګې: قرآنکريم صرف د هغه خلکو لپاره د هدایت کتاب دی چې دا ځانګړتياوې یا ولري، اؤ یا یې پهٔ خپل ځان کې پیدا کړي؛ لکه:
👈 — يعقلون: يوازې اؤ يوازې 👈د خپل عقل څخه کار اخیستنه👉. پهٔ قرآنکريم کې د بل پهٔ عقل تلل ظلم دی، أو خپل عقل نهٔ کارول ګناه ده.
👈 — يتفكرون: د خپل ځان، کورنۍ، ټولنې، اؤ قام لپآره 👈په ښه توګه ژور فکر کول👉. پهٔ قرآنکريم کې د بل پهٔ ناسم فکر پسې تلل ظلم دی، أو خپل فکر نهٔ کارول ګناه ده.
👈 — يتدبرون: د دین، د اسلام، اؤ د قرآنکريم پهٔ نوم سره پهٔ خپره شوې خبره کې 👈پوره غور کول👉. پهٔ قرآنکريم کې پهٔ آخوندي روآیتي تدبر سره تلل ظلم دی، أو پخپله د هغه ﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب کې تدبر نهٔ کول ګناه ده.
👈 — يفقهون: د قرآني نصوصو د لوستلو وروسته 👈پوهه، اؤ ځيرکتيا حاصلول👉 اؤ مخلوق ته شر اؤ ضرر نهٔ رسؤل دي. د قرآني نصوصو څخه پوهه اؤ ځیرکتیا نه اخېستل د وخت ضیاع ده اؤ پهٔ خپل ځان اؤ وخت ظلم کؤل دي.
👈 — يتذکرون: د آیت، اؤ پهٔ آيت کې د ذکر شوو قیصو، يا حالاتو څخه پهٔ 👈پوره توګه پند، اؤ عبرت اخیستل دي👉. یوه قېصه هسې بې عبرته لوستل، پند ترېنه نهٔ اخیستل کهٔ د وخت ضیاع هم ده، نؤ د کوم ثواب یا نیکۍ کار هم نهٔ دی.
خلاصه: کمیونسټ قامونه لکه چینایان، سیکولر قامونه لکه جاپانیان، کپېټلسټ قامونه لکه غربیان، عرب قامونه لکه سعودي، قطر، دویې وغیره؛ دا ټول پهٔ خپل ذات کې مختلف قامونه، ژبې، فکرونه اؤ کولتورونه دي؛ خو خپلو اتباعو ته د عقل د کارونې اسانتیاوې پهٔ دې خاطر برابروي چې اقتصاد یې سم اؤ دوامداره پاتې شي. د انسانانو پهٔ هېڅ یؤه ټولنه کې هم څوک د عقل کارونې دښنمان نهٔ دي؛ کهٔ د عقل سره دښمني وشي؛ غربت، نفرت، ولږه، جهالت، جنګ، اؤ … زیږوي. مګر زمونږ آخوند وایې دا هر څۀ د څښتنتعالیﷻ ازمؤينه ده، دا ټول قتل و قتال لهٔ وړاندې لیکل شؤی دی؛ عقل به نهٔ کاروې؛ ځکه خپل عقل کارونه ستره ګناه ده. آخوند چټیات وایې؛ خؤ کهٔ مونږ د یؤه قام پهٔ حیث ژرترژره د خپل عقل د کارونې لاره انتخاب نهٔ کړه، ډیر ژر به وګورئ چې لدې به هم ذلیل، رسوا، غریب، بې کاره، اؤ بې تعلیمه پاتې شؤ اؤ د نړې د عاقلانو لپاره به د بېعقلانو مثال وګرځو.
آخر کې دا ویل غواړم — دا مونږ چې د کوم غیبي مدد پهٔ نوم سره ناست یو، اؤ خپل عقل مو پهٔ همدغه نقطه ودرولې اؤ جامد کړی دی. داسې جمود اؤ ودرول، یا داسې څه د څښتن تعالی ﷻ پهٔ دین اؤ د جناب نبي کریمؐ پهٔ سمو احادیثو کې نشته دی، خو نه پوهیږم چې مونږ ولې فکر نه کوو، ولې خپل عقل نهٔ کاروو، اؤ ولې خپل حالت د کوم غیبي طاقت پر ځای پخپله نه بدلوو. څښتن تعالی ﷻ فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ..: بې لهٔ شكه چی څښتنتعالیﷻ د هېڅ یؤه (قوم) حالت نهٔ بدلوي؛ تر هغې پورې چې (دغه بدلون غوښتوونکی قام) پخپله د خپل حالت د بدلولو اراده ونكړي (اؤ پخپله د خپل عقل پهٔ رڼا کې مشکلاتو د حل لپاره لاس پهٔ کار نه شي).
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ).
ستاسو پهٔ درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر،
#پیربندهفقیر