په مذهب سره ترقي هم کيداي شي؛ دوستي پرې هم کيدای شي او هېوادونه پرې ړنګېدای هم شي.

دومره درته په دې خپلې بیسوادۍ کې ويلی شم چې په مذهب سره ترقي هم کيداي شي؛ لکه ايران. هېوادونه پرې اباديدلې هم شي لکه عرب. د کوپر سره پرې دوستي هم کيدای شي لکه پاکستان. د غرب او امریکا سره پرې ملګرتیا هم کېدای شي لکه ترکيه. ولسواکي پرې هم کېدای شي لکه مالیزیا. ټولواکي پرې هم کېدای شي لکه بنګلدیش. او او.... بدبختانه چې هېوادونه پرې ړنګيدلې هم شي او پرې وروسته پاتې کيدلای هم شي؛ لکه یو بدبخته مذهبي ملت؛ چې حتیٰ په تعليم او په پوهنتون کې هم د مباح او د فحشاء رنګارنګ ډولونه په خپلو فتوو کې لري او په پخپلو روایتونو کې یې لټوي.
دا مونږ يو چې د بل په ناسمو فتوو سره خپل کور ورانو او په ناسمو روايتونو سره یې خپل ورور وژنو او د خپلو ځوانانو فکر ته پرې قلفونه اچوو. خبر اوسئ هر هغه روایت او فتوه چې د چا د کور د ورانولو او د انسان د وژلو حکم ورکوي او د انسان عقل ته د یوه ړوند تقليدي قلف د اچولو خبره کوي؛ هغه په ریښتیا سره د تمسخر او د خندا وړ خبرې دي د کوم تعظيم نه.
بیا هم بښنه غواړم خو په دې خبره د هغه خلکو چې د جادوګرو په جادو کې ګیر وي هم یې قانع کول سخت دي او هم یې پرې سر نه خلاصيږي. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. ستاسو خپل پیر: #پیربندهفقیر