د بزرګانو یؤه ډلهٔ ده خو کهٔ نوم يې واخلم شايد پهٔ مسئله ناخبره به خفه شي.

وَدلته پهٔ کلي کې د بزرګانو یؤه ډلهٔ ده. کهٔ نوم يې واخلم نو شايد پهٔ مسئله ناخبره اؤ کوم ناپوهه به يې کومه ټاپه راوشغوي. مګر همدغه ډلهٔ چې زهٔ يې نوم نهٔ شم لیکلی اؤ یؤازې ورته اشاره کولی شم:
— دوئ د تخرګونو اؤ د عورت د صفایي په باره کې سل سل کتابونه اؤ بلها روايتي خبرې لري. دوئ پر دغه خبره شل نؤر کتابونه هم لیکلی شي. خو د کليوالو دې بد نصېب ته ګوره چې بزرګان یې ؤرته د دغومره علم اؤ کتابونو سره یؤه پاکي، پل، يا بلېډ د عورت د صفایي لپاره نه شي جوړولی؛ اؤ د نؤرو هيوادونو څخه يې راواردوي. اؤ ته بیا د کلیؤالو دې بد نصېب ته ګوره چې پهٔ نورو هېوادونو کې پهٔ یؤ قیران جوړ پل ؤرته پهٔ څو څو افغانيو تماميږي.
— همدغه بزرګان د مېرمنو د حيض اؤ د نفاس په باره کې بلها بلها کتابونه لري؛ نور هم پرې ليکلی شي؛ خو د کلي د مېرمنو د حیض اؤ د نفاس نېپکنې، ټوټې اؤ پيډونه بيا لهٔ چين اؤ هند څخه راواردوي.
— همدغه بزرګان د عطرو اؤ خوشبو پهٔ باره کې سل اؤ شل کتابونه لري، ډېر روايتونه لري. شل نور هم پرې ليکلی شي. خو ځینې بزرګان یوازې پهٔ اونۍ کې یؤ ځلې لامبي اؤ خپل عطرونه لهٔ فرانسې، هندوستان اؤ چين څخه راواردوي اؤ دلته يې بیا پهٔ نؤرو نومونو سره خرڅوي.
د بزرګانو دغه ډلهٔ ډير عجيبه غوندې مخلوقات دي! د ډلې يوه مشهور مشر ويلې — کهٔ د فوټبال د لؤبې پهٔ وخت کې د چا پهٔ کالیو باندې د "ميسي" يا د "رونالډو" نوم ليکل شوی ؤي. نؤ د دغه نوم کارونه یؤ حرام کار دی. اؤ حرام يې پهٔ خپل ځای پهٔ عین وخت کې د حرامو ترڅنګ ددغه نوم يا د برانډ پهٔ وجه کوپارو ته يو کمپاين هم دی.
خو دغه مشهور مشر ته ناست خلک هم څۀ عجیبه غوندې مخلوقات وو! پهٔ دومره ګڼه ګوڼه اؤ پهٔ دومره بیروبار کې ترېنه هېچا هم دا پوښتنه ونکړه چې د فوټبال کالي خو ډير ارزانه دي. اوس کهٔ د چا پهٔ موټر باندې د کوپارو نوم يا برانډ لږيدلی وو اؤ کلي پهٔ کلي پهٔ کې ګرځېده؛ نو ددغې کمپاين اؤ د دغسې ګرځېدلو بيا څۀ حکم دی؟ دا هم ؤرته چا اونه ويل؛ هغوئ چې پهٔ موبایل، د موبایل پهٔ اپلکېشېن، سايکل، يخچال، ايرکنډيشن، دوا، واکسینو، طیارو، اؤ پهٔ لکهاوو نورو وسایلو يې د کوپارو نوم اؤ برانډ پروت ؤي. ايا د دې کارول څرنګه دي؛ حلال دي اؤ کهٔ حرام، ګناه ده اؤ کهٔ ثواب؟
هيچا هم ورته دا ونه ويل چې دا د کلي پهٔ کوزه مدرسه، اؤ پهٔ بر جومات کې پراته وسايل لکه لوډسپيکر، مايکروفون، جاينماز، د اؤبو پمپ اؤ نلکې، پکې، هواکش وغيره وغیره ... پراته دي؛ کهٔ پهٔ دې د کوپارو نوم يا برانډ لږيدلی وو؛ پهٔ جومات کې يې کارول څرنګه دي. حلال اؤ کهٔ حرام، ثواب اؤ کهٔ عذاب؟
خدای مه کړه؛ خو هسې وايم؛ کهٔ چېرې د همدغې ډلې ؤاک شو اؤ ددوئ د ؤاک پهٔ وجه پهٔ کلي کې د ځوانانو تعليم يو مباح عمل وګڼل شي، اؤ د ميرمنو کار اؤ تعليم د ګناه اؤ يا د فحشاء يوه کړنه چېرته وبلل شي (خدای مه کړه هسې وايم). نؤ بيا خو نیمه ټولنه فلج شوه، اؤ نيم اقتصاد تباه شو. ښه نو تاسې يې ووایاست چې ددغسې ډلې ډيره اقتصادي ګټه به پهٔ دې دنیا چاته رسي؟ اؤ ډير تاوان به يې چاته رسيږي؟
ايا څښتن تعالیﷻ پهٔ رېښتيا سره ويلي دي چې: اي محمده ﷺ ته نر اؤ ښځې ته ووايه چې 👈 ولوله: (👈اقْرَأْ👉 بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ - ولوله د خپل هغه رب په نوم سره چې ټول مخلوقات يې پیدا كړي دي).
اؤ پهٔ رېښتيا سره يې ويلي دي چې: اي محمده ﷺ ته نر اؤ ښځې ته ووايه چې ته 👈 ولوله: (👈ٱقْرَأْ👉 وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُ - ته ولوله، ستا رب تر ټولو لوي كریم دى).
ایا د (اقْرَأْ) مانا پهٔ رېښتيا سره همدا ده چې اي کلیواله! که ته سم مسلمان يې، نو ته هم ولوله: یانې په ننې دور کې تاته د لوستلو لپآره ښونځې پکار دی، د قلم، کاغذ، أو سکرین کارخانه درته پکار ده، ورسره درته په مډرنو علومو کې ډیره پلټنه پکار ده؛ تر څو د سم عبادت کولو جوګه شې، او د عبادت کولو په سم لوري روان شې. یانې وروسته د ډیرو هڅو، کړاوونو، پوهو، او تکلیفونو څخه د (وَأَنِ ٱعْبُدُونِى) پهٔ سم طرف؟
کهٔ چیرې د اقراء پهٔ یؤه ټکي کې دومره ژوره خبره پرته ؤي، نؤ پهٔ دې لاندې ټکو کې به څومره ژورې خبرې پرتې وي؟
— أفلا ينظرون؟ — أفلا يتدبرون؟ — أفلا تتفکرون؟ — أفلا تذکرون؟ — أفلا تسمعون؟ — أفلا تبصرون؟ — أفلا تتقون؟ — أفلا تعقلون؟
— أفلا … ؟؟؟؟؟
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ).
ستاسو پهٔ درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر،
#پیربندهفقیر