افراط او تفريط!

مولوي دین مامد صېب یو ځلې بیا دعوه کوي چې یوه مذهـ^ـبي خلیفه یې په خپل زور خر په هوا کړی و. ما ویل، ناسا (NASA) خو نو لېونۍ ده چې په میلیونونو ډالر او ډېر زحمت ګالي ترڅو یو خلاباز تیار کړي! ښه که اوس اعتراض پرې وکړو، بیا یې هغه مولوي بسمل سمدستي په بله ویډیو کې راښکاره کیږي چې وخ "دا خو خلیفهيي یا فقهي فرضیه وه او په هر علم کې فرضیې وي." مګر افسوس او لعنت پر هغه فرضیې چې د خره د الوتلو او د حیواناتو (سپي او ګډې) د کوروالي لپاره جوړېدلای شي، خو د نجونو د تعلیم او کار په اړه پکې داسې هېڅ فرضیه نشته چې که نیمه ټولنه بېسواده پاتې شي، برخلیک به یې تباهي او فقر وي که نه. دا څرنګه فتوې دي چې هر ډول فرضيې په کې شته خو د فقر او د ولږې د وړلو فرضيې په کې نشته. دا څرنګه د خلیفه ګانو روایتونو دي چې دغسې فرضيو ته لاره خلاصوي او اجازه هم ورته ورکوي خو داسې فرضيې نلري او نه بیانیږي چې څرنګه هغه پنجابي ډرونونه او جېټونه رانسکور کړل شي چې پښتانه، جوماتونه یې، مقدس ځایونه یې او شفاخانې يې ړنګول کېږي. هن؟
په یاد ولرئ هغه مذهـ^ـبیان چې خپل عقل نه کاروي او همدغسې د خرو، ګډو، او سپيو خبرې، فتوې او روايتونه مني، منل لا څه چې د څښتن تعالیٰۚ د مبارک دین برخه یې ګڼي؛ هغوئ بیا له ټاپو، کښنځلو او توهین بله دنده او بل هېڅ استدلال، منطق او تربیه نلري؛ ځکه دغسې خبرې په عقل، په کلام پاک، په نبوي احادیثو او په ساینس نه ثابتېږي نو دفاع ورڅخه نه کیږي، یو ډول خرافات وي نو ځکه یې منونکي له دليل څخه تختي او په ځواب کې بد رد او کښنځل کوي. او عجیبه داده چې دوئ څومره د خلیفه ګانو پر مذهـ^ـبي خرافاتو مئین وي، نو هماغومره کښنځلې کوي، هماغومره ټاپې لګوي، هماغومره بېمنطقه او بېدليله خبرې کوي، هماغومره د څښتنتعالیﷻ د سپیڅلي کتاب څخه، د نبي کریم (؏) د سمو او په کلام پاک سره د ثابتو احاديثو څخه، او علمي او ساينسي پوهې څخه ناخبره او لیرې پاتې وي او بدبختانه چې کوم یو یې له دغو دریو څخه څومره ليرې وي، هماغومره بېتربیې هم وي او خپله عقېده او باور په ټاپو او کښنځلو ګټي.
زموږ ملګری مولوي صېب 'رحمت الله انډړ' وایې چې د خلیفه دین مامد د مذهـ^ـبي علمي څېړنو منابع / مأخذونه / ریفرنسونه څه داسې وي: نور المشایخ صیب مبارک به ویل. د ارغندۍ خلیفه صیب وایې. د کیشټم خلیفه صیب مبارک به ویل. خلیفه سید حمید کیسه کوله. معراج خلیفه صیب وایې. حضرت صیب مبارک خوب لیدلی و. یوه مُرید خوب لیدلی و. یوه ملګري خوب لیدلی و. او او … او بیا د يادو شو منابعو/ مأخذونو / ریفرنسونو څخه د مذهـ^ـبي علمي څېړنو پايلې مولوي دین مامد صېب څه داسې بیانوي: خر یې په هوا کړ ترغونډۍ یې واړوو. زمری یې په کوزه وویشت. د قبرونو کشف وشو. ښځه له ښځې سره سحق کولی شي خو په پېدا شوي ماشوم کې به هډوکي نه وي. د میموري کارت ګټې. ټوله شپه سا بندول. لمر په سجده یې او د خلیفه صیب د مور په باره کې څښتن تعالیٰۚ ته زارۍ کوي. او او … دغسې مذهـ^ـبي خبرې په زرهاوو دي چې لیکنه لدې هم هم اوږدوي. خو دا لړۍ تر دغه ځایه نه ده ولاړه. سباته به بیا نور وي او بیا به وایې چې خلیفه دین مامد مبارک ويلي وو چې...
مونږ خو د یوه قام په حېث د دغسې مذهـ^ـبي خلکو له وجې زر کاله وروسته پاتې یو، خو بیا دا هم پر انسانانو د څښتن تعالیٰۚ ستر فضل دی چې عقل يې په ټولو انسانانو یو څېر ويشلی دی، او د نړۍ هر انسان ترېنه په جلا جلا ډول استفاده کړې او کوي یې. اوس که چېرې "البرټ انشټاين" زمونږ د کلي د لمانخورو، چرګانخورو او ښورواوخورو کوم آخـوند، مفتي، شیخ یا خلیفه واي، نو بیا به یې د (Special relativity) یا د رڼا د سرعت د تیورۍ پر ځای مونږ د (Premature ejaculation) یا د انزال د سرعت مفکورې لوستلای. لکه مولوي دین مامد صېب چې د خپلو منابعو په رڼا کې وایې چې: چرګان د جنسي طاقت بهترین علاج دی او د نارينو سپرم زیاتوي.
خو که همدا نن انشټاين راژوندی شي او د ښار په یوه څنډه کې ولاړ وي او په بله څنډه کې یې مولوي صېب دین مامد ولاړ وي. نو خلک به د انشټاين پر ځای په مولوي صېب دین مامد راټولیږي. خو ولې؟
که دغسې نور فکرونه هم ورسره پخپله مقایسه کړئ نو پخپله یوې پايلې ته رسیږئ چې ولې، او دا به هم پېدا کړئ چې د دې ټولنې ستونزه چېرې ده او کوم ځای ډېرې ژورې رېښې لري.
خو: وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو. #پیربندهفقیر