د طبري پهٔ تفسیر کې د (اختلف أهل التأويل یانې د تأويل خاوندان؛ چا چې د قرآني ایتونو تأویل کړی دی؛ او بېرته یې پهٔ تأویل کې اختلاف هم کړی دی) دغه د اختلاف ټکې ۱۱۵۷ ځلې په خپل تفسیر کې ذکر کړی دی.


وروح یې ښاد؛ دا لیکنه دې د مفتي منیر شاکر رح پهٔ یاد کې د‌ هغه کورنۍ، ملګرو اؤ مینه والو ته ډالۍ ؤي!

   

پهٔ سلهاوو تفسیرونه شتون لري؛ کهٔ لهٔ جملې څخه یې تاسو پخپله کوم مشهور تفسیر؛ لکه "تفسیر الطبري" راخلاص اؤ مطالعه کړئ. نؤ دا عبارت یا دا کلمه (اختلف أهل التأويل) یانې د (تأويل خاوندان؛ چا چې د قرآني ایتونو تأویل کړی دی؛ بېرته یې پهٔ تأویل کې اختلاف هم کړی دی) به ۱۱۵۷ ځله یوازې د طبري پهٔ تفسیر کې پېدا کړئ چې ده پخپله همدغه ټکی (اختلف أهل التأويل) دغومره ځلې ذکر کړی دی. یانې کهٔ د قرآنکريم ایتونه پهٔ ټوله کې ۶۲۳۶ حساب کړو، دده پهٔ تفسیر کې ترېنه مطلب دا خېستل کیږي چې پخوانیو مفسرینو کابؤ لهٔ هرو شپږو ایتونو څخه پهٔ یؤه ایت کې خامخا اختلاف کړی دی. اؤ کهٔ د پخوانیو د تأویل دا خبره پهٔ دې شکل سره وکړو شاید ښه به واضحه شي چې؛ کهٔ د چا سره د قانون یؤ کتاب شتون ولري؛ اؤ پهٔ دغه کتاب کې ۶۲۳۶ فصلونه ؤي. خو قانون پوهان یا قاضیان د دغه قانون پهٔ هرو شپږو فصلونو کې پهٔ یؤه قانوني فصل کې د پوهېدو اؤ تأویل اختلاف به ولري. اؤ د جلا جلا فصل څخه به هر قانونپوه یا هر قاضي خپل خپل ځانګړی فهم ولري. اؤ بیا هر یؤ قاضي د خپل خپل تأویل اؤ مفهوم پهٔ ؤجه یا لهٔ مخې کهٔ د یؤ جرم لپاره مجرم زندان ته اچوي؛ مګر بل قاضي به یې د خپل تأویل لهٔ مخې مجرم نهٔ ګڼي اؤ د ازادۍ امر به یې ورکوي. همدغه ؤجه به ؤي چې پهٔ یؤه قانون کې به ګډوډي اؤ انارشي رامنځته کیږي.

  

خو د تأویل کومه ستونزه چې یاده شوه؛ دا يوازې د قرآنکريم پورې قصداً تړلی شؤې نهٔ ده، بلکې دا پهٔ انجيل باندې هم پلي کېږي چې د انساني تأویل لهٔ ؤجې تشریحات یې ډېر تناقضات لري، اؤ نن د نړۍ عیسایان پهٔ مختلفو انجیلونو اؤ ډلو باندې تقسیم شؤي دي. اؤ همدا خبره د يهودانو د زاړه عهد پر کتاب یا پر تورات باندې هم پلی کیږي چې پخوانیو مفسرینو یې الهي آسماني کتاب لهٔ خرافاتو اؤ افسانو څخه اؤ پهٔ ناسمؤ تأویلاتو ډک ګرځولی دی.

   

انساناتو ته لهٔ پخوانیو څخه پاتې نني ټول مذهبي اختلافات لهٔ همدغه تأویلونو اؤ لهٔ همدغه ځایه څخه پیلیږي اؤ لهٔ همدغسې مختلفو تاویلي فکرونو څخه مېنځ ته راځي. إمام شافعي دغه خبره یا دغې خبرې ته اشاره پهٔ خپل کتاب "الرسالة" کې لږه څۀ واضحه کړې ده. إمام شافعي وايې "زما وینا ماته سمه ښکاري، کیدای شي چې ناسمه هم ؤي؛ اؤ زما د مخالف وینا ماته ناسمه ښکاري، خو کیدای شي چې سمه هم ؤي". د سمؤ اؤ د ناسمؤ مذهبي اختلافاتو جرړو ته بیا إمام "الحجاوي" ډېر ژور ننوتلی دی. اؤ بیا ده د همدغه مذهبي مسائلو د اختلافاتو پهٔ اړه یې یؤ کتاب هم لیکلی دی چې "زاد المستقنع في اختصار المقنع" نومیږي. ده پهٔ خپل کتاب "زاد المستقنع" کې ویلي دي چې زمونږ پهٔ اسلامي مذهبونو کې شپږ زره (۶۰۰۰) اختلافي مسائل شتون لري. اؤ پایله یې داده چې پهٔ مذهبي خبرو کې یانې د قرآنکريم څخه لاندې پهٔ مذهبي حدیثونو، روایتونو، فتوو، اؤ حتیٰ پهٔ اجماع کې هم اختلافات شتون لري. د دې بېلګې تاسو پهٔ خپلو ټولنو کې نن سبا لیدلی شئ چې د امر بالمعروف د ریاست اکثره کړنې پهٔ عربو پهٔ مالیزیا، پهٔ هندي دیوبند اؤ حتیٰ پهٔ ایران کې منفوره کړنې ګڼل کیږي هم اؤ د الهي دین خلاف ګڼل کیږي هم.

   

هغوئ چې مطالعه لري پهٔ دې پوهیږي چې پهٔ دغسې مسائلو کې اختلاف یو طبيعي کار دی اؤ هېڅوک پهٔ کې پهٔ حقه نهٔ دی اؤ پهٔ انسان باندې یې پهٔ اکراه اؤ جبر سره منل سور کوپر دی؛ ځکه ټول مختلف انساني فقهي برداشتونه، نظرونه، اقوال، تفسیرونه، یا رایې دي. خو د یؤه إمام فقهي برداشت، نظر، قول، تفسیر، یا رایه یانې څه؟ یانې دغه ټول الهي نهٔ بلکې د انسانانو انساني تفسیر، انساني برداشت، انساني نظر، اؤ یؤ انساني قول دی. اؤ دغسې انساني خبرو ته بیا دننه پهٔ مذهب کې فقه وایې. اؤ انسانانو پهٔ مرور د تاریخ سره پهٔ ځینو دلایلو سره دا استدلال کړی چې دا د فلانۍ مسئلې سم یا ناسم تفسیر یا برداشت یا نظر دی؛ خو پهٔ هېڅ ډؤل سره نهٔ الهي دین دی؛ نهٔ د څښتن‌تعالیﷻ وینا ده؛ اؤ نهٔ دغه اخېستل شؤی برداشت د جناب رسول اکرم د کومې خبرې څخه سم برداشت دی؛ بلکې پهٔ ګومان د یؤ چا یؤه ولاړه خبره اؤ نظر دی. اؤ د ګومان پهٔ اړه قرآنکريم جوؤته پیغام لري چې (إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ۚ).

   

اوس پوښتنه پېدا کیږي؛ اؤ دا پوښتنه تل لهٔ ځانه سره پهٔ یاد ساتل پکار دي چې آیا هغه څۀ چې د څښتن‌تعالیﷻ د سپيڅلي کتاب برخه (حکم، اؤ امر) نهٔ ؤي. نؤ هغه څۀ به بیا د څښتن‌تعالیﷻ د سپيڅلي دين برخه هم ؤي اؤ کهٔ نهٔ؟ د دې پوښتنې پهٔ هکله ډېرو مسلمانانو د خپل ځان لپاره دا ځواب کافي اؤ شافي ګڼلې دی چې؛ هغه کهٔ هر څۀ وي، خو هغه به هرګز بیا د څښتن‌تعالیﷻ د سپېڅلي دین برخه نهٔ ؤي! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي (وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیࣰّا: اؤ ستا رب هیڅكله [هم پهٔ خپل حکم کې د یو څه پهٔ اړه] هېروونكى نه دى). اؤ څښتن‌تعالیﷻ بار بار پهٔ قرآنکريم کې فرمايې چې دده ﷻ دین پهٔ قرآنکريم کې دننه؛ پخپله دده ﷻ لهٔ اړخه پوره، مفصل، بیان، واضح، اؤ مکمل دی.

  

ریاضي چې یؤ انساني علم دی. آیا تاسو د ریاضي پهٔ کومه محاسبه کې چیرې د انسانانو اختلاف لیدلی دی؟ چې د کومې سیمې خلک دې د ۲+۲ جمعه پنځه وګڼي؟ مګر د سنیانو لهٔ بخاري اؤ مسلم څخه نیولې، بیا د شیعیه ګانو، اباضیانو، صوفیانو اؤ بیا تر هر روآیتي کتابه پورې ډېرې یا اکثره خبرې یې لهٔ اختلافاتو څخه ډکې دي؛ اؤ د هر ممبر آخوند پرې جلا جلا استدلال کوي. مثلا کهٔ متوجه شئ همدا نن د تعلیم، د کار، اؤ د فردي ازادۍ پهٔ اړه چې ډېر مهم موضوعات دي هماغه یؤ نظر یا یؤ حدیث یا یؤ روآیت یا یؤه فقه د مسلمانانو پهٔ مېنځ کې جلا جلا تطبیقیږي. عربان چې دین د دوئ پهٔ ژبه دی یؤ څېر برداشت ترېنه لري، اؤ زمونږ بڼدنګان چې عربي سمه لا ویلای اؤ لیکلای هم نهٔ شي اؤ زما پهٔ څېر پهٔ دین بې سواده دي بل ډؤل برداشت ترینه لري. دا ځکه هر هغه څۀ چې د قرآنکريم څخه باهر ؤي اؤ څوک یې د الهي دین برخه ګڼي، پرته لهٔ شکه څخه هغه بیا همدغسې ګډوډ ؤي. څښتن‌تعالیﷻ څومره رېښتیا فرمايلي دي چې (أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَـٰفًۭا كَثِيرًۭا: ایا نو دوئ پهٔ قرآن كې غور نهٔ كوي اؤ كه چېرې دا [قرآن د انسانانو د تفسیرونو، د نظرونو، د برداشتونو، د رایو، د اقوالو، اؤ د نؤرو مذهبي کتابونو پهٔ څېر] د غیرالله له طرفه وَى، دوى به پهٔ ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى وو.

  

پوښتنه؟ کله چې لهٔ قرآنکريم څخه بهر انساني خبرې د څښتن‌تعالیﷻ د سپېڅلي دین برخه نهٔ ؤي. نؤ آیا دغه دین پهٔ پوره توګې سره د قرآنکريم پهٔ چوکاټ کې د نبي کرم (ﷺ) پهٔ ژوند کې مکمل شؤی دی؟ وو مکمل شوی دی! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ: نن ورځ ما [ستاسو رب ﷻ] ستاسو لپاره ستاسو دین [پهٔ پوره توګې سره] مكمل كړو. اؤ پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل [پهٔ شمول د قرآني نعمت]. اؤ ما [ستاسو رب ﷻ] ستاسو لپاره اسلام د دین پهٔ توګه خوښ كړو [کوم چې پهٔ مکمله توګه پهٔ قرآنکريم کې پروت دی]).

  

پوښتنه؟ ایا هغه ﷻ خو به پهٔ خپل دین کې کوم څۀ لهٔ قرآنکريم څخه بهر بډنګانو اؤ بندګانو ته د لیکلو لپاره نهٔ ؤي پرېښودي چې بډنګان اؤ بندګان یې دده ﷻ پهٔ سپېڅلي دین کې پهٔ خپله نفعه وراضافه کړي؟ نهٔ؛ نه یې دي پرېښودي! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي (مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍ: ما پهٔ دې كتاب [قرآنکريم کې د دین متعلق] هېڅ شى [بې ليكلو] نه دي پریښي.

  

پوښتنه؟ ایا پهٔ دغه سپېڅلي کتاب کې خو به د دین یا پهٔ دغه کتاب باندې د یؤه مؤمن د ايمان، اؤ د عقېدې اړؤند کوم څۀ ګنګس نهٔ ؤي پاتې چې لهٔ قرآنکريم څخه دې بهر بیا نؤر انسانان د دغه الهي دین کومې نیمګړتیاوې ورپوره کړي؟ نهٔ! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي (وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ: دا کتاب [پهٔ دین کې] د هر شي لپاره واضحه بیان دى).

  

پوښتنه؟ پهٔ ننۍ نړۍ کې څۀ باندې څلور زره دینونه یا عقېدې یا مذهبونه یا باورونه شتون لري. چې د دغه باورونو یا عقېدو اکثره برخه یې بیرته انسانان یا انساني خبرې تشکیلوي هم اؤ تکمیلوي یې هم. چې ؤروسته بیا دغه باورونه د همدغه انساني تکمیل لهٔ ؤجې پهٔ انساني مذهبونو سره هم یادیږي. کهٔ قرآني اسلام انساني نهٔ؛ بلکې یؤ الهي دین ؤي، نؤ ایا د دغه الهي دین خبرې به بېرته پهٔ ډېر ښه تفصیل سره د څښتن‌تعالیﷻ لهٔ اړخه پهٔ دغه سپېڅلي کتاب کې پهٔ ښه توګه اؤ پهٔ مفصل تفصیل سره بیان شؤې ؤي؟ وو خامخا! ځکه چې هغه ﷻ ۱۹ ځله پهٔ ۱۹ مختلفو ایتونو کې فرمايي چې دغه کتاب؛ ده ﷻ پخپله ډېر ښه تفصیل کړی دی. لکه (وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍۢ) یا لکه (وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًۭا). بله دا چې د اسلام پهٔ دین کې د یؤه واقعي مؤمن ایمان باید دا وي چې څښتن‌تعالیﷻ کومه خبره کړې ده، نو هغه ﷻ بېرته خپله خبره پهٔ بندګانو نهٔ بلکې صرف پخپله یې تفصیل کړې ده. دا چې ځینې تفصیلونه یې څوک نهٔ شي پېدا کولی؛ یؤ خو دا د انساني ذهن تقصیر دی. د څښتن‌تعالیﷻ د کتاب تقصیر هرګز نهٔ دی. بله دا چې دا کتاب د هر زمان اؤ مکان لپاره دی، اؤ د هر زمان لپاره رهنمایې ده؛ ځکه خو د څښتن‌تعالیﷻ ایتونه د معجزو پهٔ څېر سوکه سوکه پهٔ هر زما کې ځان راښکاره کوي.

  

پوښتنه؟ کهٔ یؤ څوک پهٔ قرآنکريم کې د الهي دین متعلق د کومې خبرې تفسیر پیدا کؤل غواړي. نؤ ایا د یؤ قام یا د یؤ پښتون مسلمان پهٔ توګه څوک مکلف دی چې د مفتي ګوهر علي شاه صېب . یا د جناب حماسي صېب . یا د ښاغلي اؤ قدرمن مولوي صېب دین محمد . یا د مفتي قاسم بجلیګر صیب، یا د دغسې نؤرو پښتنو وهابي فکرو، یا دیوبندي فکرو مولویانو اؤ آخندانو تشریح اؤ تفسیر ته وروګرځي اؤ د دغه ډؤل انسانانو خبرې د څښتن‌تعالیﷻ د سپېڅلي دین اؤ د هغه ﷻ د مبارک رسول ﷺ خبرې وګڼي؟ اؤ کهٔ نهٔ پخپله لاس پهٔ کار شي اؤ دننه پهٔ قرآنکريم کې د قرآنکريم پهٔ تفسیر اکتفا وکړي؟ باید د قرآنکريم لپاره پهٔ قرآنکريم کې دننه پهٔ تفسیر اکتفا وکړو. ولې؟ ځکه چې هغه ﷻ فرمايي (وَلَا یَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَـٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِیرًا: اؤ دوى تا ته كوم مثال [عجیب سوال اؤ اعتراض] نه راوړي؛ مګر مونږ تا ته راوړو [د هغه] حق [جواب] اؤ تر ټولو [بهترینه اؤ تر ټولو] ښه تفسیر).

   

پوښتنه؟ چې دغسې ده. نؤ انسان خو ناقصه دی. نؤ اوس کهٔ کوم شډل بډل یا هغه چې ځان هوښیار ګڼي د خپلې علمي کمبودۍ لهٔ ؤجې پهٔ دغه سپېڅلي کتاب کې د یؤ څۀ تفسير، یا وضاحت، یا بيان نه شي پيدا کولاي، نؤ څۀ باید وکړي؟ دغسې حق پېدا کوونکی انسان دې خبر ؤي چې د څښتن‌تعالیﷻ د کتاب مطابق هر انسان آزاد دی. تر هغې ازاد دی تر څو حقیقت ته ورسیږي. چون دی د حق پهٔ لټه کې دی. نؤ د حق پلټنې پهٔ دغه اوږد سفر کې دې باید خپل مذهبي فکر، مذهبي تفسير، مذهبي تشريح، مذهبي بیان یا مذهبي فتوا یا مذهبي روایت اؤ حدیث یا نؤر څۀ هرګز د څښتن‌تعالیﷻ کتاب ته پهٔ کلکو سترګو سره منسوب نهٔ کړي. ځکه یؤ خو دغسې کار، اؤ دغسې کړنه انسان شرک ته نیږدې کوي. بله دا چې ولو کهٔ د هر مخلوق یا د هر انسان یا د هر چا وینا ؤي یا هر څوک ؤي؛ د څښتن‌تعالیﷻ سره دده پهٔ سپېڅلي حکم اؤ امر کې شریک نهٔ دی. څښتن‌تعالیﷻ فرمايي (په خپل [دیني] حكم [او دیني قضا] كې هیڅوك، اؤ هيڅ بنده له ځانه سره نه شریكوي: وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِهِۦٓ أَحَدًۭا).

   

پوښتنه؟ کوم یؤ کتاب د مسلمانانو د حدیثونو، د روايتونو اؤ د فتو سم کتاب دی؟ ځکه کهٔ مونږ د ښو مسلمانانو پهٔ حیث خپل چارچاپېره وګورو، نؤ پیدا به کړو چې پهٔ مسلمانانو کې "اهل سنت" خپل ټول روآیتونه د "صحاحې ستوو" د کتابونو څخه اخلي. همدغسې "اهل تشیع" خپل ټول روآیتونه د "صحاحې اربعوو" د کتابونو څخه اخلي. ورپسې "اباضیان" دي چې دوئ خپل ټول روآیتونه د "صحیح الربیعي یا د مسند الربيع" د کتاب څخه اخلي. ورپسې "زیدیان" دي خپل ټول روآیتونه د "صحیح زید بن علي" د کتاب څخه اخلي. ورپسې د "اهل تصوف" هغه ډله ده چې حتیٰ پهٔ جوماتونو کې ګډاګانې اؤ نڅاګانې کوي؛ خو دوئ هم خپل ټول نبوي روآیتونه اؤ نبوي حدیثونه د "بحار الحب ایمان" د کتاب څخه اخلي. "معتزله"، "خوارج"، "تور بیرغي وهابیان چې د ابن تیمیه فتوې لري" اؤ وغیره وغیره هم دي چې د ټولو نوم لیکنه به دا لیکنه بېخي اوږده کړي خو ټول خپل خپل د روايتونو اؤ فتوو صحیح کتابونه لهٔ ځانه سره لري چې د خپلو رأیو، نظرونو اؤ فتوو سرچېنې همدغه کتابونه ګڼي. اؤ بیا پهٔ دوئ ټولو کې عجیبه داده چې هر یؤ فکر یا هره یؤه ډله یې د قرآنکريم څخه ؤروسته یوازې اؤ یؤازې خپل خپل کتاب تر ټولو سم کتاب ګڼي. اؤ هره یؤه ډله همدا استدلال کوي چې (وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى: دى ﷺ خو څۀ له خپل خواهش څخه خبرې نه كوي؛ بلکې هر څۀ اؤ هره خبره ؤرته د څښتن‌تعالیﷻ لهٔ اړخه وحیې کیږي؛ اؤ دغه وحیې ثانې یې د دوئ سره پهٔ همدغه مذهبي کتابونو کې خوندي پرتې دي).

  

اؤ ورسره دا پوښتنه؟ چې پهٔ پورتني اساس سره کهٔ چیرې دا ایت (وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى* إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى: اؤ دى ﷺ له خپل خواهش څخه خبرې نه كوي - نه دى دا [قرآن] مګر وحي چې [ده ﷺ ته] وحي كول شي). د څښتن‌تعالیﷻ د کتاب برخه ؤي. اؤ هغه ﷻ خپل کتاب پخپله تفصیل کړی ؤي؛ نؤ خامخا به یې چېرې تشریح اؤ واضحه شؤی ؤي؛ اؤ کهٔ نهٔ؟ راځئ چې د وضاحت ایتونو یې ولټوو. 

۱ — (...قُلِ ٱللَّهُ شَهِيدٌۢ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَأُوحِىَ إِلَىَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ لِأُنذِرَكُم بِهِۦ وَمَنۢ بَلَغَ…:… ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره! : څښتن‌تعالیﷻ زما پهٔ مینځ كې اؤ ستاسو پهٔ مینځ كې ګواه دى اؤ ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې پهٔ دې [قرآن] سره زه تاسو ووېروم اؤ هغه څوك چې دا [قرآن] ؤرته رسي). کهٔ متوجه شئ دلته د کومې ډلې یا د کوم مذهب د روآیتونو کتاب ته اشاره نهٔ ده. دلته پهٔ څرګند ډؤل سره وایې چې ماته همدا قرآنکريم وحيې شؤی دی.

۲ — (...أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ…: (اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان [قصه] اوروو، د دې قرآن پهٔ ذريعې سره چې مونږ تا ته همدا قران وحي كړى دى، اؤ بېشكه شان دا دى چې ته د دې [قرآن له نازلېدلو] نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې). کهٔ متوجه شئ دلته هم پهٔ څرګند ډؤل سره وایې چې ماته همدا قرآنکريم وحيې شؤی دی اؤ نؤر کتابونه نهٔ یادوي.

۳ — (وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًۭا: اؤ رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم همدا قرآن متروك ګرځولى دى). دلته خو جناب پیغمبر د سنیانو اؤ د شیعیه ګانو د حدیثونو اؤ د روآیتونو کتابونه نه یادوي. کهٔ متوجه شئ دلته هم پهٔ څرګند ډؤل سره وایې چې ماته همدا قرآنکريم وحيې شؤی دی.

۴ — (إِنَّ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَهْدِى لِلَّتِى هِىَ أَقْوَمُ…: بېشكه همدا قرآن هغې [لارې] ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده). کهٔ متوجه شئ دلته هم د سنیانو اؤ شیعیه ګانو د حدیثونو اؤ روآیتونو اؤ د فقهو کتابونه د نیغې لارې پهٔ توګه نهٔ یادوئ. بلکې وایې چې همدا قرآنکريم پخپله نیغه لاره ده.

   

پهٔ آخر کې به دومره ووایم چې پهٔ پښتنه ټولنه کې ډېر وګړي شته دی چې پهٔ کلکو سترګو د څښتن‌تعالیﷻ کتاب ناقص ګڼي اؤ بهانه یې دا ؤي چې مثلا د لمونځ، تروایحو، استسقاء، زکات، د المسیار د نکاح اؤ یا د ؤرته نؤرو ډېرو خبرو پوښتنه به قصدا راپورته کوي، اؤ یا به یې ناپوهانو ته پهٔ غوږ کې ږدي؛ اؤ پهٔ خپلو دغه پوښتنو سره به قرآنکريم ناقص ثابتوي؛ تر څو د اختلاف څخه ؤروسته ناپوهان پهٔ شک کې واچوي اؤ دې پهٔ ډېر مهارت سهر د خپلو فتوو، فقهو، روآیتونو اؤ د حدیثونو کتابونو ته لاره پرانیځي. دوئ پهٔ ډېر مهارت سره د قرآنکريم تفسیر بېرته پهٔ قرآنکريم سره کؤل ردوي؛ هغه عبادتونه چې لهٔ قرآنکريم څخه باهر دي اؤ انسان پهٔ کې ازاد دی؛ ازادي به یې صلبوي اؤ د قرآني ټکو سره به پهٔ خپل تاویلي تاوولو باندې لؤبې کوي. 

  

خو خبره بېرته دې ځای ته راځي چې دغه ټول اختلافي مسائل دي چې نهٔ إمام طبري د خپلو ۱۱۵۷ ذکر شوو تاویلاتو حل وړاندې کړی دی؛ نهٔ إمام شافعي روښانه کړي دي؛ نهٔ إمام الحجاوي د ۶۰۰۰ اختلافي مسائلو څرګند حل وړاندې کړی دی؛ نهٔ ټول مسلمانان د حدیثونو کوم متفق داسې کتاب لري چې ټولې ډلې پرې راټولې شي اؤ ټول انساني مذهبونه ړنګ کړي؛ اؤ ټول یؤ واحد ملت؛ اؤ هغه ملت وګرځي چې څښتن‌تعالیﷻ ؤرته امة واحدة ویلې ده (إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ).

  

خلاصه داده چې خپل وخت پهٔ مذهبي اختلافاتو نهٔ؛ ځکه دا نهٔ حل کېدوونکي اختلافات دي؛ بلکې خپل وخت د څښتن‌تعالیﷻ سپېڅلي کتاب ته وقف کړئ؛ اؤ دا پهٔ یاد ساتئ چې قرآنکريم یؤ ډېر ستر پیغام اؤ د انسانانو لپاره یې ډېر ستر صفات بیان کړي دي، اؤ پهٔ قرآنکريم کې د یؤ ښه مسلمان، د یؤ ښه مؤمن، أو د یؤ ښه محسن لپاره څرګند صفات اؤ څرګند پیغام یې دادي: 

— مسلمان پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور وګړي اؤ مخلوقات دده د ژبې، أو د لاس د ضرر څخه پهٔ امن کې ؤي.

— مؤمن پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور وګړي پهٔ ده باند د خپل عزت، ناموس، أو د خپل مال د امن باور وکړی شي.

— محسن چې دا ډېره سخته مرتبه چې یؤ انسان ؤرته ورسیږي؛ اؤ محسن پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ وګړؤ ته ویلی کیږي؛ چې څوک د خپل چاپیریال (انسانانو، حيواناتو، مرغانو اؤ د نباتاتو) پهٔ ساتنه کې نوښت ګر، أو ساتونکی ؤي اؤ د دغه ټولو مخلوقاتو حقونه ښه خوندي ساتي.

   


تر دې ځایه پای — خو دويمه برخه به پهٔ دې ؤي کهٔ څښتن‌تعالیﷻ قـ ـتل النفس حرام کړی ؤي بیا قرباني کؤل یانې څۀ. درېمه برخه به پهٔ دې ؤي کهٔ څښتن‌تعالیﷻ ويلي ؤي چې انسان د دوو مېرمنو پهٔ کې مينځ هرګز انصاف یا عدل نهٔ شي کولاي بیا، نؤ مثنی و ثلاث ورباع یانې څۀ. اؤ څلورمه برخه یې د صلاة [لمونځ] پهٔ تاويل باندې ده. اؤ … ادامه لري…


وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ). 

  

ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر، #پیر‌بنده‌فقیر