د افغانستان پهٔ ټولو نظامونو کې د هیؤاد نایابه اؤ اصیل غرني حیوانات ګاونډي هیؤادونو ته ولې قاچاق کیږي؟


وَروح یې ښاد؛ دا لیکنه دې د مفتي منیر شاکر رح پهٔ یاد کې د‌ هغه کورنۍ، ملګرو اؤ مینه والو ته ډالۍ ؤي!

   

دا قیصه نوې نهٔ ده؛ د افغانستان پهٔ ټولو نظامونو کې د هیؤاد نایابه اؤ یا اصیل غرني حیوانات ګاونډي هیؤادونو ته قاچاق شؤي دي. مګر پهٔ اوسني وخت کې لهٔ حده ډېر قاچاق کیږي. کهٔ تاسو رسنۍ وپلټئ د وطني څارویو د قاچاق خورا ډېر خبرونه نشریږي. د مشرقي، د خوست، اؤ نؤر سرحدونه لا پریږدئ چې د مشر امیر صېب تر زنې لاندې سرحدونو کې هم د باختر اژانس خبر ورکړی دی چې څۀ کم زر هېوادني څاروي پهٔ کندهار کې لهٔ قاچاق څخه وژغورل شؤ. هغه چې نهٔ ژغورل کیږي؛ د دغه وطني څارویو هم پر مونږ حق دی؛ اؤ دا لیکنه د همدغه حق لروونکو څارویو پهٔ اړه ده چې د لؤیې اختر د قربانۍ د تجارت پهٔ نوم سره ګاونډي هیؤاد ته قاچاق کیږي اؤ هلته بیا د هغوئ پهٔ غرونو اؤ د پنجاب د مري ولسوالۍ پهٔ ځنګلونو کې پرېښودل کیږي اؤ بیا یې ګاونډیان ښکاریانو ته پهٔ لوړه بیه د ښکار جواز یا لایسنس ؤرکوي چې د لایسنس بیه یې پهٔ زرهاوو ډالره ؤي. 

   

کلیؤالو! د خوراکي توکو نړیوال بازار ته چې د شرکتونو اؤ تجارانو لهٔ خوا؛ پهٔ کوم تعداد کې ځمکني یا بري حیوانات، یا ساکښ، یا څاروي د خوړلو لپاره عرضه کیږي؛ دغه شمېرې ډېرې خطرناکې اؤ ډېرې حیرانوونکي دي. د مختلفو هیؤادونو څخه راټولې شؤې شمېرې اؤ اټکلونه ښایې چې هر کال دغه حیوانات د۸۰ میلیاردو (۸۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) څخه نیولې آن تر ۹۲ میلیاردو (۹۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰) پورې د غوښې د حصول لپاره قرباني، یا حلال، یا وژل کیږي.

   

د غربت اؤ د بد اقتصاد پهٔ دې شدید موسم کې به دغه پورته یاده شؤې د میلیاردونو شمېره چاته لږ څۀ عجیبه غوندې ښکاري. تر څو خبره لهٔ تعجب څخه ووځي. نؤ فرض کړئ چې تاسو پهٔ یؤه لېرې پروت کلي کې اوسیږئ. آیا پهٔ دې به خبر یاست چې ستاسو د کلي پهٔ کوچني بازار کې به قصابان د اونۍ د څومره څارویو، مالونو، چرګانو، هیليو اؤ… غوښې خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي؟ اوس یؤه شیبه خپل اقتصادي حالت، ستاسو د کلي نفوس، وچکالي، اؤ نؤر عوامل ورسره پهٔ نظر کې ونیسئ اؤ بیا د نورې مترقي نړۍ پهٔ باره کې مقایسه اؤ فکر وکړئ. بیا مو د میلیاردونو پهٔ شمیرو سر سم خلاصیږي.

   

خو د کره مالوماتو پر بنسټ؛ یانې د: — ملګرو ملتونو د خوړو اؤ کرنې د ادارې (FAO) پهٔ وینا، د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې، پهٔ ټوله نړۍ کې د غوښې د تولید لپاره د حلالو شویو څارویو کوم راپور چې راټول شؤی وو؛ پهٔ ټولیزه توګه یې شمېره ۸۳ میلیارده څارویو ته رسېدله. — د حیواناتو لپاره یؤه انساني نړۍ (HWA) د ادارې د راپور مطابق، د فونالیټیکس (Faunalytics) د ادارې د راپور مطابق؛ اؤ ورسره د (FAO) د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د جون د میاشتې تر پای پورې په نړیوال خوراکي بازار کې د څۀ باندې ۹۲ میلیاردو څارویو د حلالولو اټکل شؤی وو.

   

د لا ښه وضاحت لپاره د حلالو شؤ حیواناتو دې تفصیل ته متوجه شئ: [غواګانې اؤ غویان ۳۰۸ میلیونه] [پسونه اؤ مېږې ۶۳۷ میلیونه] [چرګان ۷۵ میلیارده] [خؤږان ۱.۵ میلیارد] [هیلۍ څۀ باندې ۳ میلیارده] [سوۍ ګانې ۱ میلیارد] [فیلمرغان یا شترمرغ ۶۷۸ میلیونه] [وزې یا بزې ۵۰۴ میلیونه] وغیره… 

   

کهٔ ستاسو پام وو، تیره اونۍ د "وفادار محمدي" صېب پهٔ نوم یؤه شخص د هیؤاد پهٔ ختیځه برخه کې څۀ باندې پنځه زره چتي یا چڼچڼې وژلې ؤې. یانې [پهٔ دې شمیرو کې هغه ټول اؤ هر ډؤل حیوانات نهٔ دي شامل کوم چې د دغسې محمدي یا غیر محمدي ښکاریانو لهٔ خوا ښکار کیږي]. پخوا به عيسائيانؤ اؤ یهودانو هم د خپل خدای لپاره څاروي قرباني کول؛ خو دغه دود یا باور اوس پهٔ دوئ کې ډېر کم پاتې دی. مګر هندوان، مسلمانان اؤ پهٔ افریقا کې د سانټیریا، پالو، اؤ هایتي مذاهب اوس هم د خپلو خدایانو د رضایت لپاره څاروي قربانوي. دې خبرې ته اشاره کؤل ځکه آړین وو؛ ځکه [د مذهب لپاره د دغه قرباني شویو څارویو شمیره هم پهٔ دغه تفصیلي ارقامو کې نهٔ ده شامله]. د څارويو هغه برخه هم پهٔ ارقامو کې نهٔ ده شامله کوم چې یا پهٔ غلا یا پهٔ رضا د انسانانو لهٔ خوا [د میلو، د تماشو، د مستیو اؤ چرچو لپاره قرباني کیږي]. پهٔ دې ارقامو کې هغه ځمکني ساکښ هم نهٔ دي شامل چې د ځینې لاملونو پهٔ ؤجه د پېداېښت یا د تولید پهٔ وخت کې لمنځه وړل کیږي. لکه [د هګیو پهٔ فابریکو کې چې نارینه چرګوړي د مرۍ پهٔ تاوولو سره لمنځه وړل کیږي].

   

د دې نقطې روښانتیا به هم ستاسو لپاره د تاسف وړ ؤي؛ چې پهٔ دغه ارقامو کې ولې یؤازې د بري کلمه کاریږي. اؤ ولې یوازې بري یانې ځمکني څاروي پهٔ ګوته شؤي دي. هغه ځکه چې بحري یا د اؤبوساکښ لکه [سمندري تي لرونکي ژوي؛ نهنګان اؤ ډولفینان] [لؤیې اؤ واړه کبان؛ ټونا، ټراوټ، سالمون] [صدف، سیپۍ یا قشریات] اؤ داسې نؤر بحري ژوي پهٔ دې ارقامو کې ځکه نهٔ دي شامل چې بحث یوازې پهٔ ځمکني حیواناتو دی. کهٔ چېرته بحري ژوي هم پهٔ کې وشمیرل شي، نؤ بیا حساب اؤ خبره د میلیاردونو پر ځای ټریلیونونو ته رسیږي.

   

لهٔ قرآنکريم څخه باهر یا یؤه عامه؛ یا د نؤرو کتابونو اصطلاح ده؛ خو پهٔ قرآنکريم کې هیڅکله هم انسان ته د "اشرف المخلوقات" خطاب نهٔ دی شؤي. بلکې پهٔ انسانانو کې خو ځېنو ته څښتن‌تعالیﷻ ویلي دي چې پهٔ دوئ کې ځینې د څارویو څخه هم بدتر دي (بل هم اضل) اؤ همدغه ډؤل ګمراهي ده چې انسان یې حریص کړی دی؛ مبذر کړی دی، اؤ اسراف کوونکی یې ګرځولی دی. اسراف کوونکی یانې ما پهٔ پخپله پهٔ عربي هیؤادونو، سریلانکا، هندوستان، اؤ ډېرو نؤرو هیؤادونو کې چېرته چې اوس هم د فقر پهٔ کرښه کې ځینې مېشت اؤ یا مسافر ژوند کوي؛ خو بیا مې هم لیدلي دي چې ډؤل ډؤل خواړهٔ کثافاتدانیو اؤ ډیرانونو ته د غورځولو پهٔ حالت کې لیدلي دي. بالخصوص د مجللو هوټلونو، محفلونو اؤ تجارتونو لهٔ خوا. د شمېرو لهٔ مخې پهٔ عربستان کې د خوراک د هر نعلبکی څخه یې دریمه برخه ډیران ته غورځي؛ چې د مجموعي خوړو د ضیاع فیصدي یې ۳۳ سلنه ده. پهٔ دبۍ کې یې کچه ۳۸ سلنه ده. پهٔ هندوستان کې چې وګړي یې د غربت لهٔ ؤجې پهٔ لارو اؤ کوڅو کې ؤیده کیږي بیا یې هم څۀ باندې ۲۰ سلنه مجموعي خواړهٔ ضایع کیږي. د جمهوریت پهٔ وخت کې د کابل ښاروالۍ راپور وړاندې کړی وو؛ چې کله د ښارولۍ کارمندان کثافات راټولوي؛ کابؤ پنځوس سلنه یې د خوړو اړؤند کثافات ؤي. د خوړو اړوند لکه: مختلف ډؤله غوړ، سبزيجات، وچه ډوډۍ، سوي پخلي یا خوراکونه، خرابې شؤې میوې [چې اکثره یې دوکانداران اؤ بیا د منډیې تجاران غورځوي] اؤ دغسې نؤر خپل کور ته وګورئ اؤ پخپله ورپسې فکر وکړئ چې کوم کوم ډؤل خواړهٔ به ضایع کیدل. 

  

دا چې تر دې ځایه مو لیکنه ولوستله، نؤ دا لیکنه مې د دوو وجوهاتو لهٔ امله کړې ده:

یؤ دا چې لؤیې اختر راروان دی. اؤ پهٔ لؤیې اختر کې ملحدین تل ماشه پهٔ لاس ناست ؤي؛ چې پهٔ یؤ نهٔ یؤ ډؤل سره د څارویو د قربانیو پیغور دیندارانو ته ورکړي. ملحدینو ته دومره ویل کافي دي؛ کهٔ چیرې پهٔ رېښتیا سره د حیواناتو د ژوند اؤ حقونو سره مینه لري، نؤ پهٔ متحده توګه ولې خپل غږ نهٔ پورته کؤي چې پهٔ اروپا، اسټرالیا، امریکا، کاناډا، روس، چین اؤ … هیؤادؤنو کې پهٔ میلیاردونو حیوانات د خوراکي شرکتونو لهٔ اړخه پهٔ ناوړه شکل وژل کیږي اؤ مشتریانو ته عرضه کیږي. ولې د ملحدینو آواز دغلته چوپ شي. ځکه د لؤیې اختر څاروي خو پهٔ دغه ستر حساب کې کومه خاصه فیصدي نهٔ جوړؤي اؤ فیصدي یې صفر اعشاریه څو ده. اؤ د لؤیې اختر اکثره غوښې ضایع کیږي نهٔ؛ بلکې د سیمي د غریبو کلیؤالو خوراک ؤي. پهٔ هغه شرط چې د تقسیم اصول یې یؤ مؤمن پهٔ نظر کې پهٔ پوره توګه ونیسي.

  

دویمه خبره پهٔ قرآنکريم باندې مؤمنانو ته ده. اؤ هغه دا؛ کهٔ چیرې د چا دا باور ؤي چې څښتن‌تعالیﷻ تقوا ته ګوري اؤ شکل یا د مالونو نوعیت اؤ پوستکو ته نهٔ ګوري. اؤ پهٔ تقوا کې د ساکښو د ژوند ژغورنه هم شامله ؤي. اؤ پهٔ دې هم باوري ؤي چې هغه خالق ﷻ چې پهٔ خپل سپېڅلي کتاب کې يې د هر یؤه نفس اؤ د ساکښ وژل حرام ګرځولي دي (مګر پهٔ حق سره)، اؤ پهٔ دې باوري ؤي چې ټول حیوانات دده ﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب کې د انسانانو پهٔ څېر امتونه یاد کړی شؤي دي اؤ حیوانات اؤ انسان یې پهٔ حقوقي لحاظ سره برابر ګرځولي دي. دا بیا هېڅ امکان نلري چې یؤه اړخ ته د چا پهٔ غربت اؤ فقر کې، اؤ بل اړخ ته پهٔ نړۍ کې د حیواناتو د قلت پهٔ دې وخت اؤ دې شدید بحران، اؤ پهٔ حیواناتو باندې د استبداد پهٔ دې وخت کې دې هم بیا همدغه خالق ﷻ چاته دا حکم يا دا امر وکړي؛ چې د خپل خالق د خوشحالۍ لپاره دې د یؤه بې زبانه حيوان ژوند واخلي. د څښتن‌تعالیﷻ لپاره د حیواناتو د ژوند اخېستلو دغه خبره د قراني چوکاټ سره سر نهٔ خوري؛ ځکه څښتن‌تعالیﷻ ظلم پهٔ هر شکل کی حرام کړی دی. خو د دې خبرې مانا دا نهٔ ده چې پهٔ مذهبي روآیتونو کې د ابراهيمي سنتو څخه دې څوک انکاري شي؛ اؤ بیا پهٔ مذهبي روآیتونو کې د ابراهیمي سنتو مانا دا هم نهٔ ده پهٔ ژویو دې هر ډؤل ظلم وشي، د حیواناتو نسلونه دې د خطر سره مخ کړی شي. پهٔ دې خبره هغه آخوند نهٔ پوهیږي څوک چې د څاروي د پوستکي د معمولې ګټې لپاره د صحابوو ځینې واقعیتونه اؤ د ژوند ځېنې طریقې اؤ نظرونه یې پټ کړي دي. دا چې ظلم پهٔ هر شکل اؤ پهٔ هر چا باندې حرام دی؛ همدغه ځاي اؤ همدغه خبره؛ اوږد بحث غواړي؛ ژور فکر غواړي؛ هر څوک دې پرې پخپله سوچ وکړي. اؤ خپلو خپلو فقهو، روآیتونو اؤ د تفسیرونو څخه دې هغه برخه راواخلي چې هم د دوئ د ټولنې اؤ هم د نؤرو مخلوقاتو پهٔ نفعه ؤي.

   

د ملحد اؤ پهٔ قرآنکريم باندې د مؤمن نظر اؤ خبره خو جوؤته شوه؛ خو هغه وګړي چې د صحابوو پهٔ څېر ژوند کؤل غواړي، اؤ د صحابوو طریقې د ژوند ښه بېلګه ګڼي؛ هغو ته به هم د لسهاوو څخه دا دوه مثالونه کافي ؤي چې:

— د الازهر یؤ عالم "ډاکټر سعد الدین الهلالي" ويلي چې د اقتصادي ستونزو لهٔ امله مصریان کولی شي چې پهٔ لؤیې اختر کې د څارویو پر ځای مرغان قرباني کړي. د ده په وینا ډېر مسلمانان د قربانۍ د سیالۍ د پوره کولو لپاره لهٔ نؤرو څخه قرضونه اخلي؛ پهٔ ځان اؤ بچو یؤ اضافي بوج ږدي؛ اؤ بیا پهٔ لؤیې اختر کې پهٔ ښکاره د مذهب پهٔ بهانه خو پهٔ کورنۍ کچه د سیالۍ لهٔ ؤجې څاروي قربانوي. د زړه پهٔ راز خو څښتن‌تعالیﷻ پوهیږي خو کله چې د تقسیم پهٔ وخت کې وینو؛ نؤ د سیالۍ لپاره ؤي نهٔ د سمو مذهبي موخو لپاره. ؤروسته بیا د الهلالي دغه وینا اؤ نظر چا ناسمه کړنه اؤ د مذهب خلاف کړنه بللې ؤه؛ مګر بل اړخ ته ډېرو نؤرو سم کار اؤ ښه نظر بللی وو. هغو چې سم کار بللې وو؛ هغو ویل چې ۶۰ سلنه مصریان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او د غوښې د اخیستو وس نه لري، نؤ همدغه یې یؤه مناسبه حل لاره ده.

  

خو هغه ناخبره خلکو چې د مذهب څخه سمه مطالعه نهٔ لرله هغو ته د الهلالي دغه خبره ډېره عجیبه اؤ د خندا وړ ښکاریده. دا ډؤل خلک یوازې پهٔ هغه څۀ باور کوي چې دوئ ته د بل پهٔ خوله ویلی کیږي؛ اؤ خپله مطالعه نلري، اؤ دغسې د بل پسې روان ناخبره پهٔ هر ټولنه کې خورا ډېر ؤي؛ اؤ زمونږ پهٔ سیمه کې دغه ناخبره د ټول عالم اسلام څخه ډېر دي. ځکه زمونږ د تعلیم فیصدي لهٔ ټولو څخه کښته ده. مګر هغه چا چې تاریخ یې سم لوستلی وو؛ د صحابوو د ژوند څخه خبر وو؛ پهٔ هغو بده نهٔ لږیده؛ اؤ د هغو سره پهٔ خپله مطالعه کې بیا خپل خپل دلایل وو. لکه دا دلیل چې:

— د حضرت "بلال بن رباح" رضي الله عنه مشهوره خبره ده "ما أبالي لو ضحيت بديك، ولأن أتصدق بثمنها على يتيم أو مغبر أحب إلي من أن أضحي بها: زه د دې خبرې هېڅ پروا نلرم چې پهٔ چرګ باندې دې قرباني وکړم، خو کهٔ د چرګ قیمت یا بیه کوم یتیم یا مسکین یا ګرد وهلي غریب ته د صدقې په توګه ورکړم، دا به زما لپاره د دغې قربانۍ څخه هم ډیره خوښې را پهٔ برخه کړي". 

— د حضرت "عبد الله بن عباس" رضي الله عنهما دا خبره چې پهٔ ځینو کتابونو کې راغلې ده؛ چې پهٔ دوه درهمه یې لهٔ قصاب څخه غوښه واخېسته، بیا یې صدقه کړه اؤ ؤې ویل چې "هذه أضحية ابن عباس" دا د ابن عباس د لؤیې اختر قرباني شوه.

— هغه وروڼه چې د مډرن فقهي نظام لپاره یې زیار کښلی دی؛ اؤ غواړي د حیواناتو سره اسراف اونه شي یا هغه څاروي چې پهٔ هیؤاد کې یې نسلونه د خطر سره مخ دي؛ لهٔ حده ډېر قرباني نهٔ شي؛ د هغو لپاره د فقهې د لسهاوو خبرو څخه یؤه لیکم: د فقهاوو پهٔ کتابونو کې هم لکه إمام ابن حزم الأندلسي رحمه الله د هر ډؤل حیواناتو چې غوښه یې خوړل کیږي پرې د قربانۍ جواز ورکړی دی؛ هغه کهٔ څلور پښیز څاروي ؤي اؤ کهٔ التونکي مرغان ؤي؛ لکه چرګ یا بانګي یا … 

— اؤ هغه وروڼه چې د غربت پهٔ څنډه ولاړ دي اؤ د خپل صحت، یا د بچو د تعلیم یا د بل کوم اړین اؤ مهم کار لپاره یې پهٔ خوارۍ سره پیسې سپما کړي دي اؤ پهٔ دې پوهیږي چې کهٔ دغه پیسې ورڅخه مصرف شي، نؤ بیا بله کوم چاره، یا بل داسې څوک چې بې منته پؤر ورکړي نلري؛ یا کهٔ بیا دغه پیسې بېرته د هغه اړین کار لپاره پوره کوي کېدای شي دغه مهم کار یې تر ډېره وخته وځنډیږي؛ خو پهٔ قربانۍ کولو باندې بیا هم خپلې دغه پنځوس زره یا یؤ لک ؋ مصرفوي خو څښتن‌تعالیﷻ پهٔ خپل ځان ګواه ګڼي چې ډېر پهٔ احتیاج کې دی. کهٔ دغسې شخص پهٔ مذهبي کتابونو باور لري؛ د هغو لپاره د جناب نبي کریم ؐ دا قول هم لیکم چې پهٔ کتابونو کې رانقل شؤی دی خو د سم یا ناسم پلټنه پهٔ منوونکي یا پهٔ لوستوونکي پورې اړه لري؛ اؤ د علماوو پهٔ نیز ددغې خبرې یا قول درجه "حسن" ده. وایې چې جناب نبي کریم ؐ به د خپل ټول امت لپاره قرباني کوله اؤ دا به یې ورسره ویل چې - [اې الله! دا د پسه قرباني زما د ټول محمدي امت له خوا ستا پهٔ عظیم دربار کې قبوله کړه؛ ای ربه دا قرباني د هغه انسانانو لپاره ده چې ستا په توحید (یؤؤالي) یې ګواهي ورکړې ده؛ اؤ پهٔ دې هم ګواه دي چې ما (محمد) ستا ستر پیغام (قرآنکريم) ورسولی دی: اللهم هذا عن أمتي جميعا من شهد لك بالتوحيد وشهد لي بالبلاغ]. یانې هغه وروڼه چې پهٔ دې ګواهي ورکوي چې څښتن‌تعالیﷻ شریک نلري؛ اؤ بیا پهٔ دې مطمین دي چې جناب نبي کریم ؐ ؤرته پهٔ قرآنکريم کې الهي دین پهٔ پوره توګې سره رارسولې دی. خو د ځینې مالي وجوهاتو لهٔ امله؛ یا د حیواناتو سره د میني لهٔ امله، یا پهٔ دې ؤجه چې د حیواناتو نسلونه د ورکېدو سره مخ نهٔ شي؛ یا نؤر شرعي وجوهات ولري؛ هغوئ دې خبر ؤي چې د هغو کتابونه وایې چې د دغسې وګړؤ لپاره جناب نبي کریم ؐ پخپله قرباني کړې ده نؤ د کمۍ یا د کمترۍ احساس دې د اختر پهٔ ښایسته ورځو کې نهٔ کوي.

   

وو جمهور فقهاء به د دغه خبرو سره یا مخالفت لري یا به بل کوم نظر اؤ تشريح لري، یا به بله کومه انساني اجماع ؤي؛ مګر دا ذکر شؤي نظرونه کهٔ چاته سم ښکاري یا ناسم؛ هم پهٔ تاریخ کې ثابت پاتې دي اؤ هم پرې سترګې نهٔ پټیږي. مګر دا پهٔ یاد ساتل پکار دي چې د یؤه إمام خبره، نظر، تفسیر، یا برداشت دده شخصي نظر ؤي؛ د څښتن‌تعالیﷻ اؤ د جناب رسول اکرم ؐ خبره نهٔ ؤي اؤ نهٔ کیدای شي. دا ځکه خو پهٔ هره خبره کې مختلف فقهي نظرونه ؤي. د چا ژوند اؤ ټولنې ته چې کوم نظر ګټه رسوي؛ اؤ د ظلم کولو څخه ډیره مخه نیسي هماغه دې راونیسي. ځکه د دین لومړنۍ موخه داده چې پهٔ هېڅ ساکښ باید ظلم اونه شي. اؤ هر مؤمن دې ورسره دې جناب نبي کریم ﷺ دا خبره هم پهٔ یاد وساتي چې — "الراحمون يرحمهم الرحمن، ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء: پهٔ رحم کوونکو انسانانو باندې به رحمن ﷻ رحم وکړي. تاسو د ځمکې پر مخلوقاتو رحم وکړئ، اؤ پر تاسو به هغه چې په اسمانونو کې دی یا هغه چې ؤاک یې پر اسمانونو دی؛ به پر تاسو رحم وکړي".

  

خلاصه داده چې خپل وخت بل مخلوق ته پهٔ ضرر رسولو باندې نه؛ بلکې خپل وخت د څښتن‌تعالیﷻ د مخلوقاتو ساتنې ته وقف کړئ؛ اؤ دا پهٔ یاد ساتئ چې قرآنکريم یؤ ډېر ستر پیغام اؤ د انسانانو لپاره یې ډېر ستر صفات بیان کړي دي، اؤ پهٔ قرآنکريم کې د یؤ ښه مسلمان، د یؤ ښه مؤمن، أو د یؤ ښه محسن لپاره څرګند صفات اؤ څرګند پیغام یې دادي: — مسلمان پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور وګړي اؤ مخلوقات دده د ژبې، أو د لاس د ضرر څخه پهٔ امن کې ؤي. — مؤمن پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور وګړي پهٔ ده باند د خپل عزت، ناموس، أو د خپل مال د امن باور وکړی شي. اؤ — محسن چې دا ډېره سخته مرتبه ده چې یؤ انسان ؤرته ورسیږي؛ اؤ محسن پهٔ قرآنکريم کې هغهٔ وګړؤ ته ویلی کیږي؛ چې څوک د خپل چاپیریال (انسانانو، حيواناتو، مرغانو اؤ د نباتاتو) پهٔ ساتنه کې نوښت ګر، أو ساتونکی ؤي اؤ د دغه ټولو مخلوقاتو حقونه ښه خوندي ساتي.

   

تر دې ځایه پای — ادامه لري… اؤ موخه د چا باور اؤ عقېدې ته سپکاوی نهٔ دی؛ بلکې موخه د خپلو وطني اصیلو حیواناتو ژغورل وو ځکه څښتن‌تعالیﷻ فرمايي (إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ: اؤ مونږ هر څۀ پهٔ ټاکلې اندازې یا حساب سره خلق کړي دي) یانې کهٔ قرباني کؤئ اؤ کهٔ مذهبي مراسم ترسره کؤئ خو پهٔ څارویو باندې پهٔ هېڅ شکل سره ظلم مه کوئ؛ اؤ باید ده چې پهٔ دې ټولنه یؤ څوک یا یؤه اداره ؤي چې د څاریو اندازه ؤرته جووته ؤي چې لهٔ کوم نسل څخه یې کوم کوم اؤ څومره یې قرباني شي. ځکه څښتن‌تعالیﷻ فرمايي (وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ: یانې وزن؛ میزان؛ یا حقوقي تله پهٔ خپل ژوند اؤ پهٔ خپلو پرېکړو کې قایمه ساتئ اؤ د ؤزن بېلانس لهٔ لاسه مه ورکوئ چې د خسارې لوري ته لاړ شئ). څښتن‌تعالیﷻ فرمايي (مَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡقُرۡءَانَ لِتَشۡقَىٰٓ: ای پیغمبره! دا قران مونږ ددې لپاره پر تانه دی نازل کړی چې ته په بدبختۍ [سرکښۍ، کړاو، سختۍ اؤ مشقت] کې اخته شې). [طه: ۲]. هره هغه کړنه چې د چا د کړاو، د بدبختۍ، د بې وزنئ، د سختۍ، د شرم اؤ د مشقت سبب ګرځي یا یې احساس ورکوي نؤ پوهه دې شي چې دغه کړنه نهٔ د څښتن‌تعالیﷻ امر دی اؤ نهٔ د څښتن‌تعالیﷻ د دین برخه ده.

    

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې اؤ د خپلو سیمو د حیواناتو لپاره ادا کړئ). خو د دې لیکنې ارزښت به هغه وخت محسوس شي چې کله هیؤاد ته د نؤرو هیؤادونو څخه د مالونو یا د غوښو واردات بند شي اؤ ټولنه د ولږې احساس وکړي اؤ د ؤزن اصلي مانا درک کړی شي؛ لکه پهٔ عراق کې چې د جنګونو اؤ د وارداتو د بندیدو لهٔ ؤجې د غوښې اؤ د لبنیاتو د قلت سره هلته خلک مخ شؤ. 

ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر، #پیر‌بنده‌فقیر