ایا په رښتیا څښتن تعالیٰۚ یو سل او څلور (۱۰۴) اسماني کتابونه رانازل کړي دي؟


که چيري تاسو په مذهـ^ـبي کتابونو کې د مائة وأربعة (یو سل او څلور) کلیمه وپلټئ، نو داسې ګڼ شمېر روایتونه به ومومئ چې وایي څښتن تعالیٰۚ یو سل او څلور (۱۰۴) کتابونه نازل کړي دي. همدارنګه که د "مائة ألف وأربعة وعشرون ألفاً" کلیمه وپلټئ، نو داسې روایات به ومومئ چې وایي څښتن تعالیٰۚ یو لک او څلور ویشت زره (۱۲۴۰۰۰) پیغمبران رالېږلي دي؛ او که د خطیب بغدادي "الجامع" کتاب ته رجوع وکړئ، هلته به ولولئ چې د نبي کریم (؏) د ملګرو (صحابووؓ) شمېر یو لک او څوارلس زره (۱۱۴۰۰۰) تنه و. خو وروسته به بیا نور داسې روایتونه هم ومومئ چې همدا مخکیني روایتونه تشرېح کوي؛ بیا به د محدثینو او فقهاوو لیکنې مخې ته درشي چې دا موضوعات درته هم په سمه او یا هم په ناسمه توګه سپړي، او بالاخره به د خپلو نورو آخوندانو خبرې او د هغوی فتواوې ومومئ چې د دغو پیغمبرانو، صحابووؓ او کتابونو په اړه به نور داسې وضاحتونه او ارقام درکوي چې عقل به یې مني.

خو په قرآنکریم کې څښتن تعالیٰۚ یوازې د پنځه ویشتو (۲۵) پیغمبرانو نومونه یاد کړي دي، چې هغه دادي:

[وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَى قَوْمِهِ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ: او دا زموږ هغه دلیل (حجت) و چې ابراهیم ؑ ته مو د هغه د قوم پر وړاندې ورکړ؛ موږ د هر چا چې وغواړو درجې لوړوو، بېشکه ستا پالونکی حکمت والا (او) په هر څه پوه دی]. [الانعام:۸۳]. او په دوام کې یې فرمایي: (۱) ابراهیم ؑ، (۲) اسحاق ؑ، (۳) یعقوب ؑ، (۴) نوح ؑ، (۵) داود ؑ، (۶) سلیمان ؑ، (۷) ایوب ؑ، (۸) یوسف ؑ، (۹) موسیٰ ؑ، (۱۰) هارون ؑ، (۱۱) زکریا ؑ، (۱۲) یحییٰ ؑ، (۱۳) عیسیٰ ؑ، (۱۴) الیاس ؑ، (۱۵) اسماعیل ؑ، (۱۶) الیسع ؑ، (۱۷) یونس ؑ او (۱۸) لوط ؑ. او همدارنګه نور یاد شوي پیغمبران دادي: (۱۹) آدم ؑ: [إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا: بېشکه الله آدم او نوح غوره کړل]. [آل عمران:۳۳]. (۲۰) هود ؑ: [وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا: او د عاد (قوم) ته مو د هغوی ورور هود ولېږه]. [هود:۵۰]. (۲۱) صالح ؑ: [وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا: او د ثمود (قوم) ته مو د هغوی ورور صالح ولېږه]. [هود:۶۱]. (۲۲) شعیب ؑ: [وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا: او د مدین (قوم) ته مو د هغوی ورور شعیب ولېږه]. [هود:۸۴]. (۲۳) ادریس ؑ او (۲۴) ذوالکفل ؑ: [وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ: او اسماعیل او ادریس او ذوالکفل (مو یاد کړل)]. [الانبیاء:۸۵].

(۲۵) محمد ﷺ: [وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ: او محمد نه دی مګر یو رسول، چې له هغه څخه مخکې هم (نور) رسولان تېر شوي دي]. [آل عمران:۱۴۴].


څلور مشهور کتابونه او له هغو پرته نورې صحیفې خو ټولو ته معلومې دي او دلته یې بیانولو ته اړتیا نشته. نو

باید ووایو چې د صحابووؓ په پیړۍ کې داسې سرشمېرنه نه وه شوې او نه اوس کوم داسې ډیټابیس شتون لري چې دا ارقام په دقیق ډول روښانه کړي. زما د خبرو موخه داده چې یو شمېر آخوندان غواړي د باباګانو، او اولیاوو په نومونو او د غلطو ژباړو له لارې د شرک او مذهب په نوم خپله سوداګري روانه وساتي؛ حال دا چې دغه کړنې له قرآنکریم او د څښتن تعالیٰۚ له دین سره هیڅ تړاو نه لري.

دا خبره ځکه وایم چې یوه ډله خلک په لغمان کې د "مهترلام بابا رح" زیارت د یوه پیغمبر زیارت ګڼي او دلیل یې دا مبارک آیت وړاندې کوي: [وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ: او هیڅ داسې امت نشته مګر دا چې په هغه کې یو وېروونکی (پیغمبر) تېر شوی دی]. [فاطر:۲۴]. خبره یې سمه ده چې هر قام په خپله ژبه خپل پیغمبر درلود خو داسې ښکاري چې حقیقت به داسې نه چې "مهترلام بابا ؒ" ګندې د پښتنو پیغمبر وو، دا ټوله مذهـ^ـبي سوداګري ده. نو زما خپلو ملایانو، مفتيانو، اخوندانو او قاريانو وروڼو! په لوی لاس د خپلو غلطو اجتهادونو او مذهـ^ـبي تجارت لپاره خلک د جهالت کندې ته لدې نور هم مه ټېلوهئ او د زیارتونو په لیدو یې مه مجبوروئ.

 

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. #پیر‌بنده‌فقیر