لهٔ یؤ چا څخه حيا لاړه نؤ بیا چې یې هر څۀ زړهٔ وغواړي هماغه دې وکړي.

وایې چې جناب پیغمبر ﷺ فرمايلي دي — (إذا لَمْ تَسْتَحْيِ، فَاصْنَعْ ما شِئْتَ: كله چې لهٔ یؤ چا څخه حيا لاړه؛ یا کله چې یؤ څوک شرم اونه لري یا اونه پیژني، نؤ بیا چې یې هر څۀ زړهٔ وغواړي هماغه دې وکړي؛ ځکه چې بیا خو حیا نلري، نؤ معیار به پهٔ څۀ مالوم کړي). حیا اؤ شرم پهٔ قرآني دین، پهٔ سم کولتور اؤ پهٔ انساني قانون کې دېر مهم شی دی، (الا ماشااءلله استثنا پهٔ کې ضرورشته ؤي) خو اکثره مذهبیان چې بل ته پهٔ کښنځلو، تهمت، بدوردو، اؤ ټاپو زړهٔ تشوي، دغسې مذهبیان بیا نهٔ هېڅ شرم لري اؤ نهٔ کومه حیا لري. ورپسې مه ګرځئ! ځکه دغسې خلک یؤ، لس، سل، زر، اؤ لک نهٔ دي، بلکې بېشمیره دي. کهٔ باور مو نهٔ راځي یوځلې د قرار صېب، د ننګیال صېب، د قانع اکا، د مولوي صېب اندړ، پخپله د اسماعيل رحماني صېب، د مفتي شاکر رح، د حمدالله ارباب، بس څۀ سر به مو خوږوم د مشاهیرو ټولې پاڼې پخپله ولټوئ. پهٔ شرط سره به پهٔ کمینټونو کې پیدا کړئ چې د چا پهٔ پروفایل انځور د مذهبي فتوې اؤ روايتونو وو اؤ نوم یې هم ورسره لږ ژور مذهبي یا عربي وو، نؤ پهٔ دوئ کې بیا اکثره همدغسې دي چې بې حیا ؤي اؤ کښنځل به کؤي اؤ پهٔ هره یؤه پاڼه به د خپلې مذهبي تربیې اثر شاته خامخا پریږدي. اؤ دوئ کې بیا اکثره د خپلې داعیې، نظر اؤ فکر څخه دفاع بل ته سپکو الفاظو سره کؤي ځکه دغه اکثره یې یا ښه تعليم اؤ ښه پوهه نلري؛ اؤ یا همدغسې قصداً کمعقله، اؤ بېدرکه تربیه شؤي ؤي.
خو انسان پهٔ خپل فطري لحاظ سره هرګز کمعقله، اؤ بېدرکه نهٔ ؤي. بلکې د کمعقلۍ، اؤ بېدرکۍ حالت یې د خراب تعلیم نتیجه ؤي. انسان چې کله وزېږېږي، نؤ ناپوه، اؤ بېعلمه ضرور ؤي، خو کمعقله، اؤ بېدرکه هرګز نهٔ ؤي؛ بلکې ؤروسته بیا قصداً د بل پهٔ لاس د خراب تعلیم، اؤ د ناسمې تربيې لهٔ کبله دغه انسان کمعقله، اؤ بېدرکه وګرځولې شي. آن تر دې حده یې د بل د لاس خراب تعلیم، اؤ ناسمه تربيه کمعقله، اؤ بېدرکه کړي؛ چې د دغې بېدرکۍ پهٔ نتېجه کې بیا د خپلې ژبې، کولتور، هنرونو، اؤ د خپل تاریخ یؤ ستر ړنګوونکی دښمن وګرځي. اؤ د خپلې ټولنې هر څوک اؤ هر ځيرک د دغه تربيې پهٔ چوکاټ کې کښنځي. اؤ د جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) دغه پورته ذکر شؤې خبره چې د دوئ پهٔ مذهبي کتابونه کې ده به شاید د همدغسې کمعقله، اؤ بېدرکه وګړؤ لپاره ؤه.
هسې نهٔ چې څوک ووایې چې ستاسو خو د روآیتپرستو اؤ فتواپرستو مذهبیانو سره ورانه ده نؤ ځکه دغسې وایې. خو دغسې هرګز نهٔ ده، اؤ دا یؤ منل شؤی حقیقت دی، اؤ د همدغه حقیقت د ثبوت لپاره اؤ پهٔ توګه پهٔ همدې ويډيو کې مشهور عالم (احمد جاوید) وایي: هغه خلک چې لهٔ دین څخه منکر دي (یانې غیر مسلم، یا محلدین، یا مرتدین) دي، خو بیا هم د ملحدینو یا منکرینو خلکو اخلاق؛ ددې سیمې د مذهبي ټېکدارنو اؤ د مذهبیانو د اخلاقو څخه ډېر ښه دي او ترېنه ډېر لوړ اخلاق لري. بیا دغه عالم پهٔ ویډیو کې دا هم وايي چې البته استثنا په کې شته خو اکثریت د مذهبیانو بد اؤ بداخلاقه خلک دی.
خپله خبره به پهٔ دې ایت شریف ختمه کړم:
[👈یَـٰۤأَیُّهَا ٱلَّذِینَ ءَامَنُوۤا۟👉 👈إِنَّ👉 👈كَثِیرࣰا👉 مِّنَ 👈ٱلۡأَحۡبَارِ👉 👈وَٱلرُّهۡبَانِ👉 👈لَیَأۡكُلُونَ أَمۡوَ ٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡبَـٰطِلِ👉 👈وَیَصُدُّونَ عَن سَبِیلِ ٱللَّهِۗ👉 👈وَٱلَّذِینَ یَكۡنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلۡفِضَّةَ وَلَا یُنفِقُونَهَا فِی سَبِیلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِیمࣲ👉}. ترجمه: 👈اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى!👉 👈پرته لهٔ کوم شک څخه👉 👈 اکثره👉 👈احبار👉 أو 👈راهبان👉 (یانې عالمان او عابدان) 👈د خلکو مالونه پهٔ باطلې طریقې سره خوري👉 أو 👈د الله له (سمې) لارې څخه (د هغه ﷻ بندګان) منعه كوي👉 👈أو هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي، أو هغه د الله پهٔ لاره كې يې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه👉]. [التوبه ۳۴]. (إِنَّ) د تاکید تورې دی. د (كَثِیرࣰا) ټکی يې راوړي، چې پهٔ عربي ژبه کې اکثر د نیمایې څخه ډیرې برخې ته کارول کیږي، یا پهٔ بله مانا کله چې د یو څه فیصدي لهٔ پنځوسو څخه پورته وي، نو اکثر ورته ویلی کیږي (الأَكْثَرُ: ما فوق النصف). راهِب (نوم دی): لکه د کلیسا راهب یا راهبة میرمن. جمعه يې رهبان، رواهب یا راهبات دي. پهٔ عربي ژبه کې راهب هغهٔ چاته هم ویلی کیږي چې پهٔ کلیسا یا خانقاه یا پهٔ مـ ـذهبي ځای پورې خپل ځان منحصره بولي، اؤ د ماشومانو، لویانو، روغتون، پوهنتون، سرپناه، مهاجرینو، جومات، مدرسې، تبلیغ، أو..... لپآره خیرایتونه، صدقې، أو زکاتونه راټولو ته یې خپل ځان، يا کورنۍ، یا خپل څه وخت وقف کړی وي. حَبر (نوم دی): دا یو لقب دی چې مـذهبي يا دیني عالم ته کارول کیږي. جمعه يې احبار، أو حبور دی.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر