څوک ؤرته (دان یا دانا)، (داسوند)، (ټایټینګ) او (تزدکاه) وایې اؤ څوک ؤرته زکات.

وپهٔ هندویزم کې ؤرته (دان یا دانا) وایې. سیکان ؤرته (داسوند) وايې. عيسائيان ؤرته (ټایټینګ) وایې. پهٔ یهودیت کې ؤرته (تزدکاه) وایې. اؤ پهٔ اسلام کې ؤرته زکات وایې.
زکات لهٔ صدقې سره ډېر توپیر لري اؤ دواړه بيلې بيلې فريضې دي. صدقې ته چېرټي وایې. اؤ د قرآنکريم مطابق چېرټي فرض ده. لکه [إِنَّمَا ٱلصَّدَقَـٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَٱلْمَسَـٰكِينِ: بېشكه همدا خبره ده چې صدقې د فقیرانو اؤ د مسكینانو لپاره دي (مسکین اؤ فقیر توپیر لري اؤ دوه بيل ډوله انسانان دي) اؤ د هغو كسانو لپاره (دغه صدقې یا چېرټي) دي چې ....]. ددغه ایت په اخري سر کې راځي چې [فَرِيضَةًۭ مِّنَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ: دغه (صدقه) مقرره فریضه ده د څښتن تعالیۚ لهٔ جانبه اؤ څښتن تعالیۚ ښه عالم، ښه حكمت والا دى].
خو مهمه خبره داده چې پهٔ مذهبونو کې د زکات نصاب چېرې دی؟ اؤ پهٔ اوسنیو حالاتو کې (لکه د سټاک مارکېټ، د انلاین تجارت، د بېټ کواین اؤ د وغیره هغه شیانو نصاب چې هر ورځ یا میاشت بدلیږي چېرې دی) د زکات نصاب کوم یؤ دی اؤ کوم یؤ یې صحیح دی؟ راځئ چې پهٔ همدې برخه یې رڼا واچو.
هر دین د زکات پهٔ ورکړه کې د خپل خپل کتاب اؤ د خپل نبي پیروی کؤي. لکه عیسایان چې د زکات پهٔ ورکړه کې د خپل نبي تعبېداري کؤي اؤ قرآنکريم یې دغه خبره هم تصدیقوي چې عیسی (؏) پهٔ زکات باندې امر اؤ وصیت کولو لکه — [وَجَعَلَنِى مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَـٰنِى بِٱلصَّلَوٰةِ وَٱلزَّكَوٰةِ مَا دُمْتُ حَيًّۭا: اؤ زهٔ يې بركت ناك ګرځولى یم پهٔ هر ځاى كې چې اوسم اؤ ده ﷻ ما ته پهٔ لمانځه اؤ پهٔ زكات ورکولو سره كلك حكم راكړى دى، تر څو چې زهٔ ژوندى یم].
پهٔ قرآنکريم کې چې هر ځای د څښتن تعالیۚ د اطاعت خبره راغلې ده، نؤ د رسول اطاعت ورسره خامخا ذکر شؤی دی (خو د نبي اطاعت ورسره نهٔ دی ذکر شؤی ځکه چې نبي اؤ رسول فرق لري). ماسوا د یؤه ځای څخه چې یوازې د رسول اکرمؐ اطاعت پهٔ کې راغلی دی اؤ د څښتن تعالیۚ اطاعت ورسره نهٔ دی ذکر شؤی اؤ هغه پهٔ دې ایت شریف کې دی — [وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ: اؤ تاسو (ای مؤمنانو!) لمونځ قايم کړئ (برپا یې کړئ، په سمه توګه يې ادا کړئ، پوره يې ادا کړئ) اؤ زکات ورکړئ (خپل مالونه پاک کړئ، فرضي صدقه ادا کړئ) اؤ د نبي کریمؐ اطاعت (پیروي، غاړه ایښودل، فرمانبرداري پهٔ کې) وکړئ، ترڅو پر تاسو باندې (د لمونځ اؤ د زکات همدغه سم اطاعت پهٔ ؤجه) رحمت (مهرباني، لورېینه، اؤ بخښنه درته وکړی) شي]. د لمونځ اؤ د زکات پهٔ اصل کې مؤمنانو ته امر شؤی دی چې پهٔ همدغه دوو کې د خپل رسول اکرمؐ اطاعت وکړي؛ اؤ ټول یې کؤي هم؛ خو دلیل اؤ برداشت پهٔ فروعو کې مختلف ؤي. خو د دې ایت پهٔ مانا هغه څوک سم پوهیږي چې د اصولو اؤ د فروعو پهٔ مانا اؤ تفاوت هم خبر ؤي.
اصالة د اصولو رجوع ته وايي. تاسو به د اصول الدین اؤ د اصول الایمان پهٔ نوم ډیر څۀ اوریدلې ؤي خو آیا کله مو پرې فکر کړی دی؟ تاسو به د فرع اؤ فروع ټکې هم ډیر اوریدلي خو ایا کله مو لږ تکلیف کړې دی چې ځان پرې پوهه کړئ؟ کهٔ همدغه ایت پهٔ قرآنکريم کې دننه وڅېړل شي نؤ د لمونځ اؤ د زکات ټول اصول روښانه کؤي. البته فروع د هر مذهب اؤ د هر باور خپل خپل ؤي اؤ جنجال پرې د چا سره نهٔ دی پکار، خو لمونځ کؤل اؤ زکات ؤرکول لازمي دي.
یانې کهٔ پهٔ ساده ژبه کې یې ووایم نؤ اهل سنت اؤ اهل تشیع خپل خپل لمونځونه پهٔ مختلف شکل سره کؤي چې فرق یې پهٔ فروعو کې شته دی، ولې د لمونځ څخه یؤه ډله هم انکار نهٔ کؤي. یا کهٔ داسې ووایو چې پهٔ اهل سنتو کې احناف اؤ وهابیان خپل لمونځونه پهٔ جلا جلا ډؤل سره کؤي خو د لمونځ څخه یؤ هم انکار نهٔ کؤي. همدغسې پهٔ زکات کې هم د میوو، د تجارت، د حیواناتو، اؤ … پهٔ نصاب کې هم خبرې شته دی خو هیڅوک اؤ هېڅ باور د زکات د نهٔ ورکولو خبره نهٔ کؤي؛ اؤ هر باور خپله خبره پهٔ لمونځ اؤ پهٔ زکات کې د خپل مذهب، فقهې، اؤ سم حدیث صحیح حدیث ته راګرځوي. اؤ بیا هر باور ؤرته خپل خپل نوم هم لري لکه پورته چې ذکر شؤ چې پهٔ هندویزم کې ؤرته (دان یا دانا) وایې. سیکان ؤرته (داسوند) وايې. عيسائيان ؤرته (ټایټینګ) وایې. پهٔ یهودیت کې ؤرته (تزدکاه) وایې. اؤ پهٔ اسلام کې ؤرته زکات وایې.
قرآنکريم وایې چې الهي وحیې پخپلو کې سره هېڅ تضاد نلري. اؤ پیغمبرانو ته لمونځ هم وحیې کیږي. د بېلګې پهٔ توګه دا آیت [وَجَعَلۡنَٰهُمۡ أَئِمَّةٗ يَهۡدُونَ بِأَمۡرِنَا 👈وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡهِمۡ فِعۡلَ ٱلۡخَيۡرَٰتِ 👈وَإِقَامَ ٱلصَّلَوٰةِ 👈وَإِيتَآءَ ٱلزَّكَوٰةِۖ 👈وَكَانُواْ لَنَا عَٰبِدِينَ: او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او 👈د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو 👈وحي ؤرته كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو].
کهٔ پهٔ قرآنکريم کې د چا پهٔ لمونځ سر سم نهٔ ؤي خلاص چې لیکنه پرې بیا وکړم. ادامه لري …. #پیربندهفقیر