که د بل امپراتورۍ څښتن تعالیۚ ړنکې کړي وي، نو بیا ستاسو د امپراتوريو ړنګوونکی هم څښتن تعالیۚ دی.



که چېرته د فارس، د چنګيز خان او د روم امپراتورۍ څښتن تعالیۚ ړنکې کړي وي، نو بیا د اموي او د عثماني خـ^ـلافت او امپراتورۍ ړنګوونکی هم څښتن تعالیۚ دی. له څښتن تعالیۚ پرته یې په بل چا د ړنګونې تهمت تړل بیا ظلم دی. خو په حقيقت کې دغسې نه ده! هغه چې د تقدیر او د نصیب په ماناوو او د فرد او د امت په ماناوو نه وي خبر؛ دغه تهمت بیا اکثره د خپلې ناپوهۍ څخه تړي.

 

که چېرته د پاکستان اسلامي جمهورت، د ایران ملایې جمهوریت او د افغانستان مذهـ^ـبي امـ^ـارت څښتن تعالیۚ جوړ کړي وي لکه څرنګه چې یې د دغه هېوادونو آخوندان وایې؛ نو بیا سل په سل کې د اسرائیلو د دولت، د هندوانو د جمهوریت، او د بودایانو د سیکولر سټېټ جوړوونکي هم څښتن تعالیۚ دی. له څښتن تعالیۚ پرته یې په بل چا د جوړونې تهمت تړل بیا ظلم دی. خو دغسې نه ده! او هغه چې د تقدیر او د نصیب په ماناوو او د فرد او د امت په ماناوو نه وي خبر؛ دغه حمایت بیا اکثره د خپلې ناپوهۍ څخه تړي. خو چې دغسې نه ده، نو څرنګه ده؟

  

دا پوښتنه تاسو هله ځوابولی شئ چې دا فکر وکړئ چې انسان ازاد دی که نه دی؟ هره ګناه، ظلم، وحشت، قتـ^ـل، سیلاب، د ماشومانو رېپ وغیره وغیره … ټول له واړاندې یو لیکل شوی تقدیر دی؟ او که انسان په دې کائناتو کې یو ازاد او خودمختاره مخلوق دی؟ د دغه بدو لپاره آیا شیطان د څښتن تعالیۚ سره د کایناتو په نظام کې شریک دی؟ [نعوذ بالله ﷻ! ثم نعوذ بالله ﷻ!] او که نه زمونږ آخوند قصداً خپل کړه وړه د یوه مذهـ^ـبي روآیت، مذهـ^ـبي نظر، او مذهـ^ـبي فتوې پر مټ د‌ عامه ذهنیت د سوق لپاره راتپي؟

  

تاسو خپل عالمانه بحث او کمینټونه وکړئ؛ زه چې له دفتره څخه راغلم په یو یو به یې خبرې وکړو، چې ستاسو څخه څۀ زده کړم. خو د مذهـ^ـبي فکر کمېنټونه ډیلیټ کوم. هسې نه چې بیا ووایې ولې مو ډیلیټ کړ، ځکه اکثره مذهـ^ـبیان د ازاد فکر تربیه او د بل د فکر د اوریدلو توان نلري، او زه نه غواړم مذهـ^ـبي فکر له چا څخه زده کړم. په کمینټ کې خبره یوازې د قرآنکريم، د عقل، د فلسفې او د هغه انساني قانون پکار ده چې هېوادونه او امپراتورۍ پرې جوړیږي او رنګیږي.


ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر