غڼې د غار پهٔ خوله کې جال جوړ کړ ترڅو غڼه پهٔ خپل جال سره د سپېڅلي انسان تعقیبونکي تېر باسي.

— هندي مذهبیان یؤ مذهبي روآیت لري؛ چې قدامت یې د ماقبلالمیلاد پهٔ تله؛ څۀ باندې درې زره اؤ څو سوه کاله دی. روآیت وایې کله چې "کريشنا" (Krishna) لهٔ دښمنانو څخه تښتېده، نؤ کریشنا پهٔ یؤه غار کې پټ شؤ. ددوئ پهٔ ځینو نسخو کې راغلي دي؛ چې یوې غڼې د غار پهٔ خوله کې جال جوړ کړ ترڅو غڼه پهٔ خپل جال سره د کریشنا تعقیبونکي تېر باسي؛ اؤ تعقیبونکي داسې فکر وکړي چې غار خالي دی. اؤ هماغسې وشول.
— د یهودي مذهبیانو پهٔ مِدراش (Ozar Midrashim) کې د یؤه مذهبي روآیت پرمټ یؤ داستان پروت دی چې داسې وایې: داؤدؑ چې کله لهٔ طالوت څخه وتښتېد، نؤ پهٔ یؤه غار کې پټ شؤ؛ اؤ یوې غڼې د داؤدؑ د مرستې پهٔ موخه د غار پر خوله کې جال جوړ کړو. کله چې یې دښمنان ور-ورسېدل اؤ غڼه یې ولیده، نؤ دې پایلې ته ورسېدل چې پهٔ غار کې نشته؛ اؤ د داؤدؑ پهٔ لټه کې پهٔ یؤه بل لوري روان شؤ. یهودي انسائیکلوپیډیا وایي چې دا اثر پهٔ نېږدې ۱۰۰۰م کال کې لیکل شؤی دی اؤ د "بن سيرا" پهٔ "الف-باء" (Alphabet of Ben Sira) کې د "اوتسار مدراشيم" پهٔ ټولګه کې پروت دی.
مسیحیان مذهبیان هم کټمټ همدغسې یؤ داستاني روآیت لري چې پهٔ لاتیني مسیحي مذهبي کولتور کې د "فيليكس النولي" (Saint Felix of Nola) پهٔ اړه دی. هلته هم روآیت څۀ داسې دی چې لهٔ تېښتې ؤروسته فيليكس پهٔ یؤ تنګ غار یا سوري کې پټ شؤ، نؤ یوې غڼې یې د مرستې پهٔ موخه سمدستي د غار پر خوله یا دروازه کې جال جوړ کړو، اؤ د غڼې د جال پهٔ پايله کې تعقیبونکو دښمنانو یې داسې وانګېرله چې دا ځای خو شړ یا خالي دی؛ اؤ د فيليكس پهٔ لټه کې پهٔ یؤه بل لوري لاړل. دا داستان پهٔ پنځمې ميلادي پېړۍ کې لیکل شؤی دی.
پهٔ جاپان کې هم دغسې یؤ روآیت د مشهور سامورايي "میناموټو نو یوریټومو" پهٔ اړه شتون لري چې کله یې د "ایشباشیاما" پهٔ جګړه کې ماتې وخوړه، پهٔ یؤ غار کې پټ شؤ. د جاپانیانو ځینې روآیتونه اؤ کیسې داسې هم وایې چې میناموټو د یوې زړې ونې پهٔ ډډ کې پټ شؤ. نؤ یوې غڼې یې د پټنځای پهٔ خوله کې جال جوړ کړ. کله چې د دښمن سرتېري راغلل، د جال پهٔ لیدو سره یې وویل چې دلته څوک نهٔ شي پټېدلی اؤ میناموټو پهٔ دې توګه وژغورل شو.
دغسې یا دې ته ؤرته اسطورې د نړۍ پهٔ مختلفو باورونو کې پېدا کیږي چې پهٔ یوناني کلتور کې د (اګامیمنون/تاریکي) اؤ د سکاټلینډ پهٔ تاریخ کې (رابرټ بروس) قیصې هم شته دی. خو هغه چې پهٔ باورونو راڅرخي، دغه انسان جوړه مذهبي روآیتونه تل د عقل، د حقیقت اؤ د دینونو د اصلي نسخو یا کتابونو اؤ د طبیعت د اصولو سره پهٔ سخت ټکر کې ؤي؛ خو بیا هم منل کیږي؛ ځکه چې دغه روآیتونه د یوې خاصې کړۍ پهٔ لاس کې ؤي اؤ پهٔ خپلو مذهبي ځانګړو موخو یې راڅرخوي. خو د انسان جوړه مذهبونو مذهبیان کهٔ پهٔ هر باور کې ؤي تل خپله خبره اؤ استدلال د اصلي مذهبي یا دیني، یا آسماني کتاب پر ځای؛ خامخا انساني روآیت اؤ قېصو ته راګرځوي.
کهٔ پهٔ دغه پورته انساني مذهبونو کې ددې غڼو پهٔ قیصو باندې د کوم روآیتپرسته باور نهٔ راځي؛ چې ګندې دا خبرې اؤ کړنې دې د جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) د بعثت څخه مخکې هم ؤي؛ نؤ هم یې کتابخانې، هم یې انټرنېټ، اؤ هم یې ایآي مخې ته پرته ده! خپله څېړنه دې لهٔ مذهبي کمینټ اؤ ټاپې څخه وړاندې کره کړي. خو د روآیتپرستو د پخوانیو روآیتي قیصو څخه داسې څرګندیږي چې پهٔ پخوانیو زمانو کې د غارونو اؤ د غڼو قیصې اؤ موضوعاګانې عام رواج یا پهٔ ننۍ اصطلاح سره هغه وخت ښه تود ټرېنډ وو.
یادونه: ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
— نهٔ د قرآنکريم ساتنه انسان جوړه قیصو اؤ روآیتونو ته اړتیا لري ځکه د اسلام د ذکر ساتوونکی څښتنتعالیﷻ پخپله دی: {إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون} اؤ {الر كتاب أنزلناه إليك لتخرج الناس من الظلمات إلى النور بإذن ربهم إلى صراط العزيز الحميد} اؤ اؤ … اؤ نهٔ د جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) د نبوت ثابتول انسان جوړه قیصو اؤ روآیتونو ته اړتیا لري: {وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين} اؤ {وما أرسلناك إلا كافة للناس بشيرا ونذيرا} اؤ {قل يا أيها الناس إني رسول الله إليكم جميعا} اؤ اؤ …
د دین (دینونو)، د مذهبونو، اؤ د فرقو د پرتلې د علم (Comparative Religions) زده کړيال اؤ څېړونکی. ستاسو د غڼو پهٔ درد هم دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر