مردار او بدرنګه بوټي د نړۍ په هر قانون او هر هیواد کې بد ګڼلی کيږي.


تیره جمعه یې یو پاکستانی روايتـ^ـپرسته خوارج له اروپا څخه وشړلو، له شړلو وروسته یې په ایټالیا کې غوغا جوړه وه چې ددغسې فکر خلک ولې راځي او څرنګه ویزه او اجازه ترلاسه کوي. دغه روايتـ^ـپرسته خوراجي آخوند غوښتل چې خپله نهه کلنه لور کوم بالغ چاته د خپل روايتـ^ـپرسته فکر مطابق په نکاح ورکړي خو مخکې له دې چې د کوربه هیواد متمدن قانون تر پښو لاندې کړي په نهه ساعتونو کې روايتـ^ـپرسته ډیپورټ کړی شو. کله چې ما دغه خبر ولوست نو زما فکر دې خبرې ته شو چې دغه مردار او بدرنګه روايتـ^ـپرسته بوټی د نړۍ په هر قانون او هر هیواد کې بد ګڼلی کيږي آن تر دې چې دغه ډول روايتـ^ـپرسته د نورو روايتـ^ـپرستو په مینځ کې هم بد ګڼلی کیږي. د لیکوال "سید محمد عاطف" مطابق د اهلسنتو په فکري مکتب کې په تاریخي او مذهـ^ـبي کتابونو کې د خوارجو او د خوارجي فکر په اړه داسې راغلي دي: 


څوک که یوه مومن ته کاپر ووایې، لکه همدغه مومن چې قتل کړي (نو کوښښ پکار دی چې په کورنۍ کې مو روايتـ^ـپرسته خوارج تکفیریان او سختدریځه فکر پېدا نه شي).

روايتـ^ـپرسته خوارج به یوزای مسلمانان وژني خو (د وثني فکر پرستش کوونکي) به پریږدي: یقتلون اهل اسلام ویدعون اهل الاوثان. 👈 دوئ (خوارج) به په داسې وخت کې خپل ځانونه منځته راوباسي چې د ولس ترمنځ اختلاف، او نفاق پیدا شي: یخرجون علی حین فرقته من الناس.

     

او د روآیت منوونکو د روآیتونو مطابق، او د محدثینو په فکر د دا لاندې ټولې د خوارجو نښې نښانې دي، ښه په دقت سره یې ولولئ، فکر پرې وکړئ، او ځان پرې پوهه کړئ چې دا خلک څوک دي، او ایا ستاسو په حمایت، او مرسته ارزي، چې خپل څښتن تعالیۚ ته بیا په هغه سخته ورځ کې خپل ځواب ووایئ؟ هن؟

👈 د دوئ (د خوارجو په ډله کې به) ډیری نوي ځوانان وي.👈 دوئ (یا د دوئ ډله به) انتقاد نۀ مني. 👈 څوک چي د دوئ په کړنو نیوکې وکړي هماغه به واجب القتل بولي. 👈 د دوئ جنګ به اکثره له مسلمانانو سره وي. 👈 او مسلمان وژنه به جهاد بولي. 👈 دوئ چې هر څۀ کوي هماغه به الهي دین بولي، خو سره له دې چي دغه کړنې به یې په دین (قرآنکريم) کي هیڅ اصل او بنیاد نلري. 👈 دوئ به په (خپلو) جګړو کې په (عامه) سپینږیرو، ښځو، او ماشومانو رحم نکوي (یانې دوئ به په خپل جنګ کې د مکتب، جومات، پوهنتونون، او د بازارونو، او د هېڅ عامه ځای حرمت نه ساتي). 👈 دوئ به د هوښیارۍ او پوهې (دیندارۍ) دعوا کوي، خو په حقیقت کې به نااهلان، احمقان او د خپلې زمانې جاهلان وي. 👈 دوئ به د قرآنکريم، او د حدیثونو په هغو اوامرو عمل کوي؛ په کومو کې چې د دوئ د کړنو یو څۀ ناڅه تایید شوی وي. (یانې دین به په عالمیت نه بلکې په خپل فکر او ډلې راڅرخوي). 👈 دوئ به بې حده متکبره، مغروره، او ځان غوښتونکي وي. 👈 دوئ به هغه ایتونه، او روآیتونه چي د کوپارو په برخه (قیصه، او تاریځ) کې وي؛ به مستقیما پر مسلمانانو تحمیلوي، او تطبیقوي. 👈 دوئ به همیشه د دین په نوم سره د مسلمانانو په خلاف جګړې کوي. 👈 دوئ به د اسلامي ټولنې مسلمانان ورونه تکفیروي. (یانې یوه مسلمان ته به په وړه خبره یا تېروتنه د کاپر خطاب کوي). 👈 دوئ به یوازې، او یوازې خپله ډله، او خپل فکر په حقه، او نورې ټولې ډلې، خلک، فکرونه، او مذهبونه به ګمراهان بولي. 👈 دوئ به د اسلام په نوم سره د مسلمانانو ترمېنځ بې اتفاقي اچوونکي وي. 👈 دوئ به د مسلمانانو له ډلې (جمعیت) څخه افتراق خوښوونکي وي، او د سلطان الوقت (رئیس جمهور، بادشاه، حاکم) په خلاف به بغاوت کوونکي وي. 👈 دوئ به هیڅ قرآني شرعي استدلال، او منطق اوريدل نه غواړي. 👈 دوئ به ټول هغه خلک، او مسلمانان چي له دوئ سره بیعت یا تعاون نه کوي کاپران بولي. 👈 دوئ به ظاهراً (په ښکاره) تر نورو مسلمانانو په ظاهري بڼه متشرع او متورع (په شرعه برابر) ښکاري، خو ایمان به یې تر مرۍ ښکته زړه ته تیر نشي. (ځکه چې دین د انسان د وژلو، او (په چا د واک) کولو لپاره نه دی، او نه دین د جبر چلولو لپآره دی، خو دوئ به په جبر سره واک ترلاسه کول غواړي، او بیا به د دین په نوم سره د خلکو کنټرولول غواړي او ازادي به یې صلب کوي). 👈 (او که دوئ پر خپل وخت توبه ونباسي، نو) دوئ به له دنیا څخه داسي بې ایمانه، او داسې تش لاس تیر شي، لکه غشی چي له ښکار څخه خالي ووځي، او هیڅ به له ځانه سره نه وړي.

   

کلیوالو! که د چا په جنګي، او د تشدد څخه په ډکو مذهبي روآیتونو تیرایستل شوي یاست، نو په خپل ځان، کورنۍ، خپلوانو، په خپل ایمان، او په خپل آخرت رحم وکړئ. ځکه د توبې دروازه خلاصه ده، همدا نن له خلکو بښنه وغواړئ، او خپل ژوند د تشدد پر ځای د قرآنکريم د هوساینې د ایتونو مطابق جوړ کړئ. نه د خوارجو د ناسمو او د منګړتو فتوو او روآیتونو مطابق چې بې اتفاقي، خرابي، او بربادي ستاسو ټولنې ته راولي.

   

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څۀ چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ. ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر: #پیر‌بنده‌فقیر