د ګڼکړپانو مشري ګڼکړپان کوي!


وَامير يوسفزې وايي چې: د ګڼکړپانو مشري ګڼکړپان کوي!

   

آيا په خبره مو ورله سر خلاص نه شو؟ هغه یو چې نوم ليکنه به یې جنجال جوړ کړي دغه ګڼکړپ لګیا وو او ويل يې چې د شیطان ښځه ده. چې کله د هغې نه بچي راوړي او کله خپله لکۍ ځان کې ووهي نو په يوه دقيقه کې شل زره بچیان د خپل ځان څخه پیدا کړي. هغه ناست تماشچیان ورته غږ کړي چې سبحان‌الله!


بل ګڼکړپ لګیا وو ويل يې چې پلانکې مړ شو نو چې دوزخ ته لاړو فریښتو ورله په اور کې غوپه ورکړه او دغه غوپه اویا زره کاله وه. هیچا ددغې ګڼکړپ نه پوښتنه ونه کړه چې د دوزخ څخه تاته دغه احوال چا درکړل. خو تماشچیانو ورته غږ کړ چې سبحان‌الله!


هغه دریم ګڼکړپ لګیا وو، خو ناست خلګ ورته د ولګې مړ کیدل؛ او دی ورته وایې چې د جhاد په زمانه کې به موږ ته د اسمانه څخه پاخه کړی شوي پسونه راتلل. هغه ناست وږي تماشچیان ورته غږ کړي چې سبحان‌الله!


هغه څلورم ګڼکړپ لګیا وو ویل یې ما د جناتو/پېريانو جنازه ادا کړې ده. هغه ناست تماشچیان ورته غږ کړي چې سبحان‌الله!


هغه پنځم ګڼکړپ ویل چې زما د استاذ نه یو جني/پيري د فقهې علوم حاصلول او ددغه جني/پيري عمر زر کاله وو. هغه ناست تماشچیان ورته غږ کړي چې سبحان‌الله! خو چا دا هم اونه ويل ددغه پیري نه قربان شمه چې دی زر کاله ژوندی وو او اخره کې یې علوم د دغسې ګنکړپ انسان څخه حاصلول.


یادونه! په پیښور او په کابل کې د زیبا هنرونو، یا د فنون لطیفوو، یا ډرامې او یا د سنیما مور مړه ده. هغه چې په دغه راز نه وي خبر نو بیا دغسې ناست تماشچیان ورته غږ کوي چې سبحان‌الله! او هغه چې په دغه راز خبر وي نو هیڅ بله چاره نشته. دغسې خلک بیا صرف د خپلې تفریح لپاره دغسې ګنکړپان اوري.

  

ستاسو په زیبا هنرونو هم درد دردمند:#پیر‌بنده‌فقیر