‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏پهٔ اسلامي اؤ انساني تاریخ کې آنځورګري اؤ بت جوړونه!‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎


دا ناپوهه اؤ فقیر بنده؛ یو څو مهمو ټکو ته اشاره کول غواړي. خو که پهٔ تاسو کې یو څوک پهٔ دې اړه لا ښه پوهیږي، نو زمونږ د کلي د شډلو خلکو د لا ښه پوهاوي لپاره دې زمونږ سره مرسته وکړي؛ تر څو د کلي تاریخي اثار ژوندي اؤ سالم وساتل شي.

— لومړی: د انسانانو پهٔ لاس جوړ شوي اؤ ایجاد شوي شیان تل نوې بڼې، شکلونه اؤ نوې حالات خپلوي. زمونږ پهٔ مـ ـذهبي تاریخ کې که د کوم یو څه زړه بڼه ښه نه وي؛ اؤ یا یې یو څوک پهٔ کوم ډول مکروه ګڼي، نو بیا ددې ډیر امکان هم شته دی چې د ددغه څۀ یا ددغه شي نوې بڼه دې هم ښه نه وي. اؤ د ځینې خلکو پهٔ نېز دې دغه نوې بڼه خامخا مکروه وي. خو که زړه بڼه یې ګټوره اؤ پهٔ استعمال کې یې څوک د ګناه احساس نه کوي، نو کیدای شي چې نوې بڼه به یې هم هماغه شان ګټوره وي لکه مخکینۍ بڼه چې یې وه. د بېلګې پهٔ توګه دا لاندې ذکر شوي یو څو شیان:

مسواک اؤ مالګه درواخلئ؛ چې مسواک پهٔ کې د نبي کریم (ﷺ) د خوښې څیز وو، اؤ دغه مالګین کاڼې یا پاسته لرګې د خولې د وینځلو اؤ د پاکولو لپاره آن له اسلام څخه وړاندی ګټور ثابت شوي وو، اؤ خلکو تر پیړیو پیړیو کارول. بس اسلام پهٔ همدغه نیک کار (یانې مسواک) ټینګار وکړ چې ښه شی دی دوام ورته ورکړئ. خو وروسته بیا د غاښونو کریم، تار، موتواش، برش … وغیره تر هغې لا ډیر زیات ګټور اؤ ښه پاکوونکي ثابت شو، چې هم خرما، اؤ هم ثواب شو؛ اؤ هم د انسانانو د نظافت لپاره یوه مډرنه بڼه وګرځیده؛ چې د پخواني د لرګي د مسواک، اؤ د مالګې څخه یې پهٔ نړۍ کې ډیره پاملرنه جلب کړه.

یا د یوې بلې بېلګې پهٔ توګه د انساني تاریخ د ابتداء څخه همدغسې پهٔ خره، قچر، غوا، اؤ اوښانو باندې سپرلۍ کول یوه ګټوره وسیله وه؛ اؤ بیا وروسته چون نبي کریم ﷺ هماغسې وکړل اؤ د سپرلۍ همدغه وسیلي یې پخپله وکارولې، نؤ د هغه ﷺ سنت هم شو، اؤ دغه حیوانات د خپل وخت د سپرلۍ ضرورت هم وو. خو وروسته د سایکل، موټر سایکل، کښتۍ، ډرون، موټرو اؤ د طیارې سورلۍ له دغو حیواناتو څخه ډیرې ګټورې ثابتې شوې؛ چې د حج، عمرې، تحصیل، وغیره سفرونو لپاره هم خرما، اؤ هم ثواب؛ اؤ هم د سرعت یوه مډرنه بڼه وګرځیده؛ اؤ د یوه اړین توکي پهٔ توګه یې د هر انسان پام ځانته راوړوو.

یا د یوې بلې بېلګې پهٔ توګه خوشبوداره پاڼې اؤ عطرونه د پیغمبر (ﷺ) د وخت څخه وړاندې یانې د فرعونیانو لهٔ وخته؛ اؤ بیا وروسته د هغه (ﷺ) د مبارک رسالت پهٔ وخت کې هم ډیر ښه وکارول شوو؛ اؤ د خپل وخت انسانانو به د خوشبو لپاره واردول. خو نني مډرنه ګازي عطرونه، سپري اؤ ډیوډرېنټ له هغو ډیر ښه اؤ ډیر دوامداره ثابته شوو، چې حتیٰ پهٔ کالیو اؤ بدن داغ هم نه پریږدی، اؤ لهٔ هغو پخوانیو څخه یې د حساسیت کچه تر ډیره حده کښته شوه، اؤ پهٔ نن وخت کې حساسیت لروونکو انسانانو ته د هغو د ذوق مطابق نور ډولونه هم جوړ کړل شوو؛ چې نن یې د کلي پهٔ هر یوه پلؤرونځي کې رنګارنګ ډولونه پراته دي.

— دویم: د څښتن تعالی ﷻ پهٔ مقدس کتاب کې يو څه حرام يا حلال ګرځول د انسانانو کار نه دی. حتیٰ دا اجازه د هغه ﷻ پیغمبرانو ته هم نه وه چې یو څۀ دې یا حلال یا حرام کړي؛ لکه (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ 👈لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ👉). ځکه د اسلام پهٔ مقدس دین کې یو څه حلال اؤ حرام ګرځول یوازې اؤ یوازې د څښتن تعالی ﷻ پورې منحصره اؤ د هغه ﷻ پورې اړه لري، اؤ ددغه حرامو کړای شوو شیانو پهٔ اړه څښتن تعالی ﷻ انسانانو ته پهٔ کوم بل کتاب کې څۀ نه وایې، بلکې هغه ﷻ يي خپلو بندګانو ته یواځې پهٔ تورات، انجیل اؤ زبور کې واضحه کړي دي، اؤ همدغه حرام شیان يې بیا مونږ ته یانې د محمدي ملت مسلمانانو ته یوازی پهٔ قرآنکريم کې واضحه کړي دي. اؤ د ځینې علماوو د سمو قراني ایتونو پهٔ شواهدو سره څښتن تعالی ﷻ پهٔ کې پر مونږ پهٔ روزمره ژوندانه کې یوازې (څوارلس) شیان حرام کړي دي چې لېسټ يې دلته پروت دی:

https://www.asadhasan.com/2026/06/blog-post_10.html.

زمونږ پهٔ دغه مقدس کتاب کې د حرامو ترڅنګ د ځینې شیانو څخه اجتناب هم راغلې دی (چې یا ورته رجس اؤ یا ورته د شیطان عمل ویلی شوی)، لکه د (سکر یا د سکاری) د رجس حالت، یعنې انسان چې کله د نشې، خمار یا د ګنګستیا هغه حالت ته ورسیږي چې انسان نه پوهیږي چې دې څه وایې، همدغه حالت ته ﷻ د سکر حالت ویلی دی. اوس که دغه حالت پهٔ کومه زړه بڼه وي اؤ که پهٔ نوې بڼو سره وي لکه پوډر، هیروین، کا-ټیبلیټ، پهٔ مینه کې ورک اؤ خمار، پهٔ غم کې ګنګس اؤ دردیدلې، اؤ یا پهٔ نورو مختلفو حالاتو سره کوم انسان خپل فکري توازن له لاسه ورکړي، یا د چا روحي توازن نه درلودل، اؤ یا که پهٔ ورته ډول پهٔ نورو وجوهاتو، بڼو، اؤ شیانو سره وي؛ نو پهٔ دغه حالت کې د څښتن تعالی ﷻ سپېڅلي حضور ته ودریدل، اؤ نیږدیوالی نه دی پکار، اؤ له دغسې ګنګس حالت څخه اجتناب هم پکار دی. ځکه څښتن تعالی ﷻ یې د لومړنۍ بڼې (سکاری) څخه د اجتناب پهٔ اړه ويلي دي.

— دریم: اؤ ددې موضوع اصلي نقطه، (چې انځورګري اؤ بت تراشي ده) نو که انځورګري پهٔ کمپیوټر سره وي، که پهٔ کیمرې سره وي، اؤ که پهٔ لاس سره وي، که پهٔ خټه وي، که پهٔ تري ډي (3D) پرنټر سره وی، که پهٔ لېزري وسایلو سره وي، اؤ یا د ډرونونو پهٔ وسیله پهٔ هوا کې مډرنه نښانګزاري وي، نو دغه ټول یو شان اؤ یو څیر د یو څو پیکسلونو، فریمونو، ریشېیو، اینګل، رول آف تېرډ، اؤ د ورته نورو تخنيکونو پهٔ مرستې سره جوړیږي. که ددغه مسلک د پوهانو څخه یا د افغانستان د مشهور انځورګر "ارباب صیب" څخه یې وپوښتئ، هغوئ کولی شي چې پهٔ پیکسل اؤ پهٔ مډرنه رسامۍ درته ډیره رڼا واچوي. بس فرق يي دومره دی چې ننۍ انځورګري د مخکینۍ انځورګرۍ څخه هم د پیکسل، هم د لیزر، هم د لایټ، هم د برش اؤ هم د رنګ د تخنيک پهٔ لحاظ سره مډرنه بڼه ده. خو نه يې د څښتن تعالی ﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب قرآنکريم کې زړه بڼه حرامه وه، اؤ نه یې نوې بڼه چې پهٔ کيمرې، ډيجيټل وسایلو اؤ پیکسیلونه سره هېڅ حرامه نه ده ياده شوې.

زما دا خبره کومه مـ ـذهبي فتوا نه ده، یو تحقیق دی چې د قرآني ایتونو پهٔ رڼا اؤ پلټنه کې ترسره شوې دی. یانې چون محرمات د څښتن تعالی ﷻ لهٔ اړخه وي، نؤ د هغه ﷻ پهٔ مقدس کتاب کې یې د رسامۍ یا حکاکۍ پهٔ اړه د حرام ټکې نه دی راغلی. اؤ پهٔ دغه اړه پهٔ مـ ـذهبي کتابونو کې یا د مذهبونو پهٔ فتوو کې راغلې فتوې اؤ روآیتونه هم د قرآنکريم سره اؤ هم د یو اؤ بل سره سخت پهٔ ټکر کې واقع دي.

اوس کهٔ یو څوک وایې چې نه انځورګري خو پهٔ ډیرو فتوو، اؤ روآیتونو کې حرامه ثابته شوې ده؛ نؤ دا خو یوه ښکاره خبره ده چې مـ ـذهبي روایات د ځینو مذهبیانو پهٔ نظرو اول د قرانکریم تشریح اؤ تفسیر ته وایې، نو آيا شته دی داسې کوم ایت شریف چې د رسامۍ دغه کړنې يې حرامې کړې وي؟ هېڅ نشته دی. اؤ که آیت شریف موجود واي نو آيا ګمان کوئ چې پهٔ مکه مکرمه، اؤ مدینه منوره کی به د فلپس، پاناسونک، اؤ د سوني دا غټې غټې کیمرې موجودې واي، اؤ لايڤ براډکاسټ به يې کولې؟ زمونږ پهٔ کلي کې خلکو هسې پهٔ بې خبرۍ، جهالت اؤ نفرت سره پهٔ لوي لاس د یوه بل نامالوم یا د یوه مالوم ګاوندي د ګټو اؤ د هغو د کولتور د رایجولو لپاره؛ زمونږ د هیواد د خپل اخوند پهٔ خوله اؤ لاس یې زمونږ خپل انځورګران اؤ هنرونه راته مړه کړل، اؤ دا ځکه چې تر څو دوئ د یوه بل هيواد ژبې اؤ کولتوري يرغل ته لاره خلاصه کړي؛ بله هېڅ کومه خبره نشته، اؤ ددغې ویجاړتیا لپاره مذهب يوازې یوه بهانه ده.

راځئ چې یوه بله ساده خبره درته وکړم. آیا پهٔ اسلام کې بت جوړونه حرامه ده اؤ که بت برستي حرامه ده؟ ظاهره خبره ده چې بت جوړونه یو هنر اؤ یو ارټ دی، چې حتیٰ څښتن تعالی ﷻ خپلو پیغمبرانو ته هم دغه هنر ورکړی وو؛ لکه سلیمان (؏). خو بت پرستي يا بت پرستش شرک، یو حرام کار اؤ یوه ستره ګناه ده؛ لکه ابراهیم (؏) چې ترېنه منعه کوله. وو کهٔ څوک د خپل مذهب پهٔ چوکاټ کې راپاڅیږی اؤ د ابراهیم (؏) قیصه کوي، خو کهٔ ورته متوجه شئ، هغوئ به د بت خبره پهٔ ډاګه وایې خو د پرستشۍ خبره اؤ ډولنه به یې نه یادوي، اؤ دغه دواړه موضوعګانې به له یو اؤ بل څخه جلا ګڼي.

دا چې پهٔ لوي لاس موضوعات سره جلا کوي، خپله خبره پهٔ جبر، پهٔ زوره اؤ پهٔ یوه بې دلیله روآیت سره پهٔ خلکو منل غواړي، مونږ سادګان خلک ددغسې خلکو څخه بیا دا پوښتنه کوو، که بت جوړونه هنر نه وي، اؤ ستاسو پهٔ فکر حرام کار وي نو پښتانه به اوس د ارټیفشل‌انټلیجنس پهٔ لاس جوړ روباټونه هم حرام ګڼئ؟ آیا ددغه روآیت کوونکي یا منوونکي سر پهٔ دې هم خلاص دی چې د ارټیفشل‌انټلیجنس پرمټ جوړ روباټ یانې څه؟ دغه خلک چې له انساني روآیتونو څخه یې الهي دین جوړ کړی دی، اول به یې پهٔ ټولو حرام کړي؛ اؤ بیا چې کله د راډیو، لوډسپیکر، تلویزیون، انټرنیټ، کیمرې اؤ وغیرو پهٔ څیر عام شو نو بیا به وایې چې نه مونږ غلط کړای شوي وو، اؤ یا غلط پوهه شوي وو؛ اوس بېرته د فلاني صېب پهٔ فتوې سره حلال شو.

هوښیاران انسانان د بل انسان څخه د یو څۀ پهٔ اړه فتوې نه اخلي. هوښیارانو ته یو مفتـ ـي انسان ډير دروغجن شخص ښکاري، دومره غټ دروغجن چې آن په الله تعالی ﷻ باندې له خپل ځانه جوړ کړای شوي دروغ، او بهتان وايي. او دا ټولنه چې نن په غضب، او قهر ککړه ده، او د هېڅ یوه تهمت څخه خلاصی نه مومي، دا څښتن تعالی ﷻ په قرانکریم کې د دغو مفتـ ـیانو، او د هغو د حامیانو سره وعده ده. څښتن تعالی ﷻ فرمايي: وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَـٰلٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ. ترجمه: او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حـ ـلال دي، او دا حـ ـرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي.

کلیواله وروره! د ژوند نور څۀ خو پریږده، دلته هر دؤیم شخص د مېرمنو پهٔ حقله هم د یوه بل انسان څخه فتوا اخلي، خو پآم مو وي چې څښتن تعالی ﷻ د میرمنو د فتـ ـوو په حقله پخپله فرمايي: وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ ۖ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ…. ترجمه:، او (اى پیغمبره!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي (فتـ ـوا غواړي)، ته ورته ووایه: (صرف، او صرف) الله تعالی ﷻ تاسو ته د هغوئ په باره كې فتـ ـوا دركوي…

ها ریښتیا! هغو چې فتـ ـوې ورکوی، او هغو چې فتـ ـوې اخلي خبر یاست چې ددغه خلکو خدای څوک، او څه ډول دی؟ د مفتـ ـیانو د خواهشاتو څخه د جوړ خدای، او ددوي د نفسي خواهشاتو په اړه د فتـ ـوو ورکونکي په اړه، زمونږ څښتن تعالی ﷻ په خپل مقدس کتاب کې مونږ ته فرمايي چې: أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا (*) أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا. ترجمه: ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود (خالق، خدای يا اله) يې خپل خواهش (نفس) ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې (اوس څه) نګران يې. ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دویې زیاتره یې اوري، یا له عقل څخه كار اخلي، (نه) دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دویې د (سمې) لارې په لحاظ زیات ګمراه دي.

کلیواله! روبوټ ډوله بتان نه دي حرام، اؤ نه ګناه ده، بلکې دغه روبوټونه چې سبا ته یې آخـ ـوندآن حرام ګرځوي پهٔ اصل کې د انسانانو سره پهٔ دغه دروند ژوند کې یو ډول مرسته کوونکي دي. لکه موټر اؤ طیاره چې نن د مرستې بڼه ده، دغه روبوټ دوله بتان د سبا د بدې ورځې ملګري دي. خو زمونږ د کلي آخوند ته یې نور نو آخر څوک څرنګه ووایی چې سعودي عربستان چې د اسلام قلعه اؤ مرکز دی، دین د هغو پهٔ ژبه دی، همدغه سعودي عربستان د نړۍ پهٔ تاریخ کې اولنې هیواد وو؛ چې یوه روباټ ډوله بت ته یې قانوني پاسپورټ ورکړې دی. خو زما ناخبره ساده پټان ورور، د بامیانو اؤ د سوات بتان اؤ انځورونه د حرام پهٔ نوم سره اؤ د څښتن تعالیﷻ پهٔ خاطر ړنګ کړل! پهٔ اسلام کې آنځور، پرنټ، لیزر شوي، بت اؤ روباټ نه دی حرام، بلکې پهٔ اسلام کی بت پرستي اؤ روباټ پرستي حرامه ده، کټمټ لکه دا نن چې مونږ د خپلو اخوندانو څخه بتان جوړ کړي دي؛ اؤ ددوئ هره خبره د څښتن تعالی ﷻ خبره ګڼو؛ آخـ ـوند پرستي پهٔ اصل کې د بت پرستۍ یو ډول دی، اؤ پهٔ دغه بت پرستۍ کې مونږ بیا دا فکر هم کوو؛ چې ددی آخـ ـوندآنو خبرې به مونږ څښتن تعالی ﷻ ته نیږدې کړي، اؤ ددې خلکو هره خبره د تمدن، اؤ د څښتن تعالی ﷻ خبره ګڼو، چې دا کار پهٔ خپله ذات کې داسې شرک دی لکه د بت عبادت کول، فرق يې دومره دی چې یو بت ولاړ دی اؤ دا بل بت د بل د ګټو لپاره الهي دین اؤ انساني مذهب راڅرخوي.

"پهٔ مـ ـذهبي تاريخ کې چې کله د خپل وخت آخـ ـوندآنو ځیني مسائل پهٔ دقیق ډول نه وو څېړلي، نو د خپل وخت آخـ ـوندآنو ډیر شیان د احتياط پهٔ نوم سره لهٔ دین څخه پر ناپوهه خلکو حرام کړي دي، اؤ آخـ ـوندآنو پهٔ دغه کړنې سره ټولنه د سختو ستونزو سره مخ کړې ده. د بېلګې پهٔ توګه يو وخت "کافي" یا قهوه هم حرامه وه، تصوير هم حرام وو، موټر چلول هم حرام وو؛ اؤ تر ۲۰۱۸ کال پورې پهٔ سعودي کې ملايانو موټر چلوونه پهٔ ښځو هم حرامه کړې وه، پهٔ کاچوغه اؤ پنجه باندې ډوډۍ خوړل يې هم حرام کړي وو؛ اؤ داسې ډیر نور .... چې پدې هکله يو کتاب هم ليکلې شوې؛ لنډيز دا چې پهٔ زرهاوو شیان آخـ ـوندآنو د انسانانو د خبرو څخه پهٔ یوه نص سره د خپلې خېتیالوژۍ پر بنا حرام کړي وو؛ چې د وخت د اړتیا پهٔ اساس نورو آخـ ـوندآنو بېرته حلال وګرځول. د خپل وخت آخـ ـوندآنو لکه "الشيخ علي أحمد السنباطي" قهوه ځکه حرامه کړې وه؛ ځکه چې پهٔ عربي ژبه کې د شرابو يو نوم قهوه دی. اؤ دغسې آخـ ـوندآنو د قهوې اؤ د شرابو پهٔ کیمیاوي تركيب ځان نه پوهه کولو، نو ځکه يې د خپل علمي جهالت لهٔ وجې کافي یا قهوه حرامه کړې وه. د کافي د حراموالي دا فتوه تر هغه وخت عملي کیدله، تر دې چې پهٔ مصر کې د الازهر شریف يو ازهري عالم (شيخ عباس) پخپله يوه اونۍ قهوه وڅښله چې د نشې هېڅ اثر پهٔ کې نه وو، نو بیا يې د قهوې د څښلو څخه پهٔ ژوندیو شواهدو سره؛ د قهوې څښل ګناه اونه بلله. همدغسې آخـ ـوندآنو تصوير ځکه حرام کړې وو؛ چې ويل يې تصویر د بت سره مشابهت لري؛ اؤ فرق يې نشو کولی چې دا پهٔ رنګونو د سورو یا (پیکسولونو) بندول دي؛ نه بت جوړونه اؤ نه بت پرستي ده؛ آن تر دې چې د مصر عالم (مفتي محمد بخيت المطيعي) تحقيق وکړ اؤ کتاب يې پرې وليکلو چې انځورګري هم پهٔ مصر کې، اؤ هم د اسلام له نظره هېڅ حرامه نه ده. خو متاسفانه چې د پښتنو پهٔ سیمو کې لا اوس هم انځور کښل حرام دي، اؤ هنرمندان هجرت کولو ته اړ کیږي. هغه آخوندان چې د ديني علومو سره نور انساني علوم، اؤ مرسته کوونکي علوم نه لولي تل يې ټولنه له بدبختۍ سره مخ کړې ده، اؤ ددې پرځاي چې دوئ خلک هوسا ژوند، تمدن، څښتن تعالی ﷻ ته اؤ د هغه ﷻ دین ته نیږدې کړي، بر خلاف له اصلي دین کوم چې یوازې پهٔ قرآنکريم ولاړ دی، اؤ ورسره یې د تمدن څخه خلک نور هم لرې کړي دي". تاسو د آخـ ـوندآنو تازه فتوې ګورئ چې پهٔ کې د میرمنو تعلیم، کار، اؤ فردي ازادي هم حرامه ګرځولې شوې ده، اؤ د هیواد د ښایسته ځوانانو عصري تعلیمونه یې مباح ګرځولي دي، پهٔ تورخم کې یې د باچا خان بابا، اؤ د غازي امان الله خان انځورونه هم ړنګ کړي دي؛ خو کهٔ خلک لږ ځانونه هوښیار کړي، اؤ پوښتنې راپورته کړي، اؤ د انساني روآیتونو پر ځاي ددغو حرامو شو شیانو پهٔ اړه د قرآني ایتونو یا د قرآني شواهدو پهٔ رڼا کې پوښتنه وکړي، نو لیرې نه ده چې دغه ډول فتوې، اؤ دغه ډول روآیتونه به ستاسو د سترګو پهٔ وړاندې هم ړنګ کړل شي.

زه یو ډير ساده اؤ ناپوهه إنسان يم، دومره نه پوهېږم، خو د څښتن تعالی ﷻ د کتاب سره ډیره مینه لرم، اؤ دا ډیره لویه موضوع ده نو تاسو د خپل کلي د محترمو اؤ د ژيړو کتابونو د آخوند صېب سره پرې خبرې وکړئ، شايد چې ستاسو تفسیر، تشریح اؤ فقه به پهٔ دې حقله جلا وي، خو دا زما د شډل اؤ ساده انسان نظر دی، چې زما مطالعه انځورګري نه مکروه ګڼي، نه یې حرامه ګڼي، اؤ نه یې ګناه ګڼي، زه هيڅکله فتوا نه ورکوم بلکې تل د خپل نظر څرګندونه کوم، چی یو څوک پیدا شي یا یې تایید کړي اؤ یا یې راته اصلاح کړي.

په آخر کې ستاسو پهٔ وړاندې د قرآنکريم دا ایت لومړی ږدم، اؤ بیا ورپسې یوه تاریخي یادونه هم کوم. څښتن تعالی ﷻ فرمايي چې: يَعْمَلُونَ لَهُۥ مَا يَشَآءُ مِن مَّحَـٰرِيبَ وَتَمَـٰثِيلَ وَجِفَانٍۢ كَٱلْجَوَابِ وَقُدُورٍۢ رَّاسِيَـٰتٍ ۚ ٱعْمَلُوٓا۟ ءَالَ دَاوُۥدَ شُكْرًۭا ۚ وَقَلِيلٌۭ مِّنْ عِبَادِىَ ٱلشَّكُورُ. ترجمه: دوى (پېریانو) به د ده (سلیمان (؏)) لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، اؤ تمثالونه ( تمثال یانې هر ډول زینتي بتان) اؤ لګنونه، لكه تالابونه اؤ پهٔ نغریو كلك پراته دېګونه، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره اؤ زما پهٔ بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي.

پهٔ ایت شریف مو سر خلاص شو؟ کهٔ ورته متوجه شئ، نؤ پهٔ قرآنکريم کې څښتن تعالی ﷻ فرمايي چې پیریانو به سلیمان (ع) ته د زینت اؤ ښکلا لپاره بتان جوړول. خو دلته یې زمونږ د زنیت، اؤ د کولتور (بامیان اؤ سوات)، اؤ د تاریخي اثارو بتان د بل د ګټو لپاره ړنګول زمونږ د خپل پښتون آخوند صېب پهٔ نظر یو روا، اؤ یو د ثواب کار دی.

همدغسې جناب نبي کریم ﷺ دیارلس کاله د بت پرستانو پهٔ مینځ کې تیر کړل، خو د یو چا هېڅ کوم یو بت یا رسم یا نقاشي يې ماته نکړه، تر څو چې خلک پخپله قانع شو، أو پهٔ ډله یېزه توګه خلکو هر هغهٔ څه چې د څښتن تعالی ﷻ پهٔ څېر یا پر ځاې يې تعظیم، أو عباتونه کیدل پخپله خوښه د کوم فشار پرته لمنځه یوړل. ورسره نن هم د الازهر شریف پلرنی ټاټوبې مصر پهٔ خپله خاوره کې د رنګارنګ زینتي بتانو څخه ډک دی چې شمار یې زرهاوو ته رسیږي. اؤ پام مو وي چې حتیٰ نن هم پهٔ سعودي عربستان کې شپږزره کلن زاړه بتان د ملي اثارو پهٔ توګه ساتل کیږي لکه د سعودي عربستان پهٔ میوزیمونو کې کې چې "رجل المعاناة" اثر پروت دی، د "نصب ذات العيون" اثر دی، د میرمنو د بتانو تاريخي اثار لکه د "فتاة ثاج" اثر، أو وغیره پهٔ سلهاوو نور اثار هلته پهٔ عربستان کې خوندي پراته دي. پهٔ ایران؛ پاکستان، اؤ نورو اسـ ـلامي هیوادونو کې به د تاریخي اثارو اؤ بتانو ذکر ته کومه اړتیا نه وي.

پهٔ قرآنکريم کې د تمثال، د صنم، أو د وثن ټکي جلا جلا هم دي، أو واضحه کړی شوي هم دي. که له بت څخه شرک لیرې شي نو د سلیمان (؏) د وخت د قیصې په څیر به تمثال د ژوند، أو د خپل وخت د زینت او ښکلا يوه بڼه وګرځي.

۱ تمثال — یو زینتي شی وي؛ څښتن تعالی ﷻ د تمثال پهٔ اړه د سليمان (؏) پهٔ قیصه کې فرمايلي چې ایت شریف یې ما پورته لیکلی دی.

۲ صنم — هغهٔ جسد ته ویلی کیږي چې د انسان پهٔ شکل کې جوړ وي، أو د څښتن تعالی ﷻ پهٔ څېر يې عبادت، أو درناوی کیږي. څښتن تعالی ﷻ د ابرهیم (؏) پهٔ قیصه کې فرمايي: قَالُوا۟ نَعْبُدُ 👈أَصْنَامًۭا👉 فَنَظَلُّ لَهَا عَـٰكِفِينَ. هغوى وویل: مونږ د 👈اصنامو👉 عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت (أو تعظیم) قايم اوسو.

که د ابراهیم (؏) قیصه پهٔ تدبر سره ولوستل شي، ده (؏) ته د بتانو د ماتولو امر الهي نهٔ وو؛ بلکې دده (؏) ټول عقلي دلایل ورسره خلکو ونهٔ منل، أو دې (؏) د خلکو د بت پرستۍ څخه نور ستړی، أو ناروغه شوی وو: (فَقَالَ إِنِّى سَقِيمٌۭ: نو ويې ويل:بېشكه زه ناجوړه یم). أو بیا ده (؏) پخپله قسم وکړ، أو ددوې زینتي بتان نهٔ؛ بلکې هغهٔ بتان یې ورمات کړل چې د خدایي هغې مرتبې ته رسېدلي وو لکه نن چې زمونږ پهٔ ټولنه کې ځینې علماء سوء مـ ـذهبیان د الوثن مرتبې ته رسېدلي دي: (وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ 👈أَصْنَـٰمَكُم👉 بَعْدَ أَن تُوَلُّوا۟ مُدْبِرِينَ. او په الله قسم دى چې هرومرو خامخا به زه ستاسو له 👈اصنامو👉 سره یو چال چلوم وروسته له دې چې تاسو وګرځئ شاكوونكي). خو ده (؏) بیا هم هغهٔ تر ټولو غټ بت، أو مشر چې عبادت کوونکو به يې عبادت کولو ورته مات نکړ. که دغه بت ماتونه الهي امر واي، نو اول به ده (؏) هغهٔ غټ بت ورته مات کړی واي؛ کوم چې د ټولو مشر بت وو، أو خلکو پهٔ خپله ټولنه کې ورته د څښتن تعالی ﷻ پهٔ څېر مرتبه ورکړی وه.

۳ — وثن يا الوثن — پهٔ عربي ژبه کې هر هغهٔ څه ته ویلی کیږي چې د څښتن تعالی ﷻ پرته یې د هغهٔ ﷻ پهٔ څېر یا عبادت، أو یا درناوی کیږي، أو یا دده خبره یا اثر د څښتن تعالی ﷻ خبره یا اثر وګڼل شي؛ لازمه نهٔ ده چې وثن دې د صنم یا تمثال پهٔ بڼه وي. وثن پهٔ هر شکل کې پیدا کیدای شي لکه د یو څه مجسمه، د یو څه جسد، یو کتاب، یو رهبر، یو عالم سوء، یو مشر، أو یا د چا کومه نظریه (هغهٔ که مـ ـذهبي نظریه وي، یا سیاسي نظریه وي خو چې انسان د انحراف پهٔ لوري بوځي). الوثن؛ جمع أوثان — ماله جثة وعبد من دون الله، سواء صنع من خشب أم حجر أو فضة أم جوهر أو... أم…

کلیوالو! مګر ستاسو په فکر زمونږ د پښتنو د تاريخ، دود، دستور یا د تاریخي اثارو سره زمونږ د خپلو مذهبيانو دومره دښمني ولې ده؟ او دغه نفرتونه يې د چا د فتوو یا د چا د کتابونو څخه سرچينه اخلي؟ ایا قرآنکريم دی، کهٔ لهٔ قرآنکريم څخه بغیر نور کتابونه دي؟

از روایتهای تفرقه انداز، و کتابهای خودساخته ی انساني و مـ ـذهبي ما است، که هم بر ما، و هم بر شما است!

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ).

ستاسو د انځورګرۍ پهٔ درد هم دردمند، ستاسو خپل فټوګرافر ؤرور، کېمره‌مېن کلیؤال، اؤ ناپوهه پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر