‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏د حورو او غلمانو څخه د انساني روایتونو ناسم برداشت‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎


وآآآ ساده ګله! وآآآ د حورو ليونيه! وا زما خړه پړه پښتونه وروره! ایا خبر يې؟ دا چې يې درته په منبر وایې دغسې هېڅ حورې د څښتن تعالیٰۚ په سپېڅلي کتاب کې نشته! وو! ستا د کلي آخوند به په منبر څلور ساعته لګیا وي؛ د حورو فضايل به درته بیانوي. خو په آخر کې به دا هم وايي چې نه دغسې څه سترګو ليدلي دي، نه غوږونو اوريدلي دي او نه د چا په ذهن کې دغسې څه ګرځيدلی شي. نو زموږ د کلي ناپوهه؛ بېړه دې غرقه مه شه! ښه چې څوک نه وي خبر او د هېڅ انسان په فکر او خیال کې ګرځیدلی هم نه شي، نو بیا دې په خوله او بالخصوص د استخـ^ـباراتي فکر لاندې لویې شوي اخوندان بیا ولې ساده پښتنو ته د حورو فضایل بیانوي؟ آخر دغه خړ پړ پښتون ته يې په دې دنیا ګټه څه ده؟ ځکه دین خو د دنیا د ګټې لپاره وي او دین چې د چا دا دنیا سمه نه کړي، هغه بله یې هم......

کلیوالو! په ریښتیا سره هم څوک نه پوهیږي چې حورې څه دي او په دغه اړه ټولې انساني فتوې او روایتونه د یو او بل سره او بیا د قرانکریم د صریحو ایتونو سره په کلک ټکر کې دي. خو متاسفانه د دومره ستر ټکر باوجود بیا هم مونږ په لویې لاس د حورو په هوس کې دومره ورک یو، چې خپله شته خاوره، کولتور، ژبه، رسوم، دودونه، د مېرمنوحقونه، تعلیم، محلي هنرونه او… مو په یو نه یو ډول ورته وبایلوده.

حقیقت خو دا دی چې په کلام پاک کې د (حور عين) بحث ۳ ځایه راغلي دي چې حورې او غلمان د پرهيزګارانو لپاره دي او پرهېزګاره إنسانان ښځې هم کيداي شي او سړي (نران) هم او له یاده مو ونه وځي چې ټرانسجنډر یا هېجړاګان هم پرهیزګاران کېدای شي. بله دا چې (حورې د پټو ساتل شویو ملغلرو په څېر) دي او ددغه پټو ملغلرو په اړه هر ډول غيبي خبرې ويل او غيبي خپرونې يوازې د څښتن تعالیٰۚ سره دي او يوازې يې د هغه ﷻ سره ښايي او که څوک د غيبو اميد او طمعه له يوې إنساني فتوې او إنساني روایت څخه لري او يا يې له قرآنکريم څخه پرته یا دباندې په بل کوم إنساني کتاب کې لوټي، نو دا شاید چې په عقېده کې هم د شرک یو ستر ډول وي. د حورو په اړه د قرانکریم د دغه لاندې ۳ ایتونو څخه پرته د نورو خلکو خبرې، تفسیرونه، روایتونه او فتوې اوریدل نه دي پکار، ځکه هسې د وخت ضیاع ده او په درواغو سره د جنسي هوس راپارونه ده. او دا چې په کلام پاک کې د (حور عين) بحث ۳ ځایه راغلی دی، نو راځئ چې اول دا وګورو چې آيا څښتن تعالیٰۚ په ريښتيا سره چیرې ويلي دي چې دا حورې به يوازې د سړيو لپاره وي او که دا خبره یو انساني تخیل او د روايتونو د شاهي او درباري مفتیانو خپله شخصي تشريح او وضاحت دی:

اول — [إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٖ: بېشكه پرهېزګاران به په امن ناكه ځاى كې وي. فِي جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ: په جنتونو او چینو كې. يَلۡبَسُونَ مِن سُندُسٖ وَإِسۡتَبۡرَقٖ مُّتَقَٰبِلِينَ: دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي. كَذَٰلِكَ وَزَوَّجۡنَٰهم بِحُورٍ عِينٖ: همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو].

دويم — [إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي جَنَّٰتٖ وَنَعِيمٖ: بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي. فَٰكِهينَ بِمَآ ءَاتَىٰهمۡ رَبُّهمۡ وَوَقَىٰهمۡ رَبُّهمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ: چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي، چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي. كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هنِيٓـَٔۢا بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ: (ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول. مُتَّكِـِٔينَ عَلَىٰ سُرُرٖ مَّصۡفُوفَةٖۖ وَزَوَّجۡنَٰهم بِحُورٍ عِينٖ: په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى زواج (يا جوړه کول) د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو].

دريم — [اولَٰٓئِكَ ٱلۡمُقَرَّبُونَ: هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته). فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ: د نعمتونو په جنتونو كې به وي. وَقَلِيلٞ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ: او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي. عَلَىٰ سُرُرٖ مَّوۡضُونَةٖ: په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي. مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيۡها مُتَقَٰبِلِينَ: چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي. يَطُوفُ عَلَيۡهمۡ وِلۡدَٰنٞ مُّخَلَّدُونَ: په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي. بِأَكۡوَابٖ وَأَبَارِيقَ وَكَأۡسٖ مِّن مَّعِينٖ: د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره. لَّا يُصَدَّعُونَ عَنۡها وَلَا يُنزِفُونَ: چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي. وَفَٰكِهةٖ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ: او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي. وَلَحۡمِ طَيۡرٖ مِّمَّا يَشۡتَهونَ: او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي. وَحُورٌ عِينٞ: او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي. كَأَمۡثَٰلِ ٱللُّولُوِٕ ٱلۡمَكۡنُونِ: د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان. جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ: د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول].

وضاحت: لکه د نر یا نارینه په څېر یوه ښځه هم پرهیزګاره کيداي شي او که نه؟ لکه د نر یوه ښځه هم جوړه يا ملګرې پيدا کولاي شي، يا نکاح کولاي شي او که نه؟ لکه د نر یوه ښځه هم څښتن تعالیٰۚ ته نيږدې کيداي شي او که نه؟ لکه د نر یوه ښځه هم د څښتن تعالیٰۚ څخه د خپل نيک عمل آجر او بدله غوښتلې شي او که نه؟ که دغسې وي نو خپل ځواب پخپله ځانته ته ورکړئ چې په ایت شریف کې د متقینو او د پرهیزګارانو مانا څه ده او څوک ترېنه مطلب دي (یانې ایا دلته یوزی نارینه یاد شوي دي که ښځینه هم په سیاق کې شاملې دي). خو له ځانه او د روایتي فکر په تورتم کې دا ګومان هرګز مه کوئ چې حورې دې يوازې د سړيو (نارینو) لپاره وي، که د حورې په اړه د چا سره کومه خبره وي نو صرف له قرآنکريم څخه دې وي، ځکه غیب یوازې په قرآنکريم پراته دي، د فتوو او روآیتونو په کتابونو کې غیب نه وي. او که د کوم مذهب او د انسانانو د انساني کتاب قيصي او د شهوت خبرې کوو، بیا خو نو زمونږ د کلي د آخوند صیب سره په زرهاوو کتابونه پراته دي چې د متعې، د مجاهدې، د مسیار، د وينځو او د کنيځو سره د فحاشۍ ترڅنګ په کې د شپږ کلنې او د نهه کلنې نجلۍ د واده قيصي هم په کې شته دی چې یو څوک به دغه ټولې قېصې مقدسې ګڼي او د الهي دین برخه به يې ګڼي خو مونږ یې په مقدس ګڼلو مکلف نه یو. او د دوئ سره خو په خپلو کتابونو کې د يوه ګيلاس د شرابو د څښلو مذهـ^ـبي فتوا هم شته دی چې په دنیا یې شراب او شباب په کې رایوځای کړي دي. نو اوبښئ تېره ورځ مې په یوه ګیلاس شرابو لیکنه نشر کړې وه هسې مې دلته یاده کړه. کلیوالو! راځئ چې لږ مخکې لاړ شو، خو مقدمه او ايتونه مو ټول ولوستل، که سرسري پرې تېر شوئ؟ غلط خو به نه وو ليکل شوي؟ کوم ټکې يا کومه ترجمه خو به يي غلطه نه وه؟ اوبښئ مطلب مې دا وو چې کومه ترجمه خو به يې د چا د روایتي ذوق سره مخالفه نه وه؟ ځکه ځینې وګړي د نکاح او زواج په مینځ فرق نه کوي (لاندې یې واضحه کوم)، نو ځکه مې اوس پوښتنه وکړه.

ښه نو اوس دا راته ووايئ چې څښتن تعالیٰۚ په کلام پاک کې چیرې ويلي وو چې يوازې ګلزمان اکا، خانمزمان ماما اورنګزيب لالا او ښادي‌خان ملک صيب ته به حورې ورکوي. او چیرې يي ويلي وو چې ګلببو ترور، شاه ببو مامۍ، بله‌نشته عمه، تورپیکۍ خورۍ او سارا خورزې ته به هېڅ حورې او غلمان نه ورکوي؟ هن؟ که څوک د پرهیزګاره (نر، ښځې، هېجړا) په مینځ کې د حورو په مساوي تقسیم غصه وي او دا خبره يې ذهن نه منې او ځواب ته یې زړه کيږي، حق یې دی. خو له قرآنکريم څخه دې خپلې یا د بل پوښتنې ته يو ښه ځواب ورکړي. او که هسې د قرانکريم پرته د بل په غلطو فتوو او روايتونو سره څوک مونږ ته خپل ډک زړه تشول غواړې نو دغه ډک زړه دې خپل آخوند صیب ته تش کړي. ځکه چې دی به آخوند د حورو په ډرامو تېرايستلاي وي، مونږ خو صرف د کلام پاک په رڼا کې خپل نظر لیکلی او زه شډل ساده‌ګل هغه څه ليکم چې ماته د څښتن تعالیٰۚ په کتابه کې ښه ښکاري، هغه نه ليکم چې بل ته په إنساني فتوې او روایت کې ښه ښکاري. آخوند صېب ته خو په درواغجنو روآیتونو سره ستاسو د هیؤاد او ستاسو د مال لوټل هم مذهـ^ـبي غنیمت ښکاري، آخوند ته خو که له فرمانه او فتوې یې سرغړونه وکړئ نو ستاسو قتـ^ـل يا وژل هم ورته جـ^ـهاد ښکاري، آخوند ته خو ….😥😢🤔 نور یې نه لیکم، خو څښتن تعالیٰۚ دې وکړي چې سر مو سره په دې خلاص شوې وي چې په کلام پاک کې حورې او غلمان د پرهيزګارانو لپاره دي او پرهېزګاره إنسانان ښځې هم کيداي شي، هجړاګان هم، او سړي هم. بله دا چې (حورې د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان) دي او ددغه پټو ملغلرو په اړه هر ډول غيبي خبرې ويل او غيب خپرونې يوازې د څښتن تعالیٰۚ سره دي او يوازې يې د هغه ﷻ سره ښايي او که څوک د غيبو اميد او طمعه له يوه إنسان څخه لري او يا يې له قرآنکريم څخه پرته په بل کوم کتاب کې لټوي ، بیا نو.....

مصري ليكوال (يوسف غريب) یو وخت د حورو په اړه عجیبه پوښتنې را پارولې وې او دا په کې څرګنده شوې وه چې د حورو په موضوع کې اخوندانو له حده زیات فانټسي (تخیل کارونه کړې ده) او یا د بیان کونکي د زړه او دماغو (جنسي تخيلي) تصورات (په کتابونو او روایتونو کې) ځای په ځای شوي دي چې د قرآنکريم د آیتونو او د الهي عدالت سره هېڅ سر نه لګوي او نه نخوري. په لیکنه یې ویلي وو چې د قرآنکريم په ډیرو آیتونو کې چې کله (المتقین یانې پرهیزګاران) یادیږي نو اشاره یې نارینه او ښځینه (دواړو) ته وي خو کله چې د (آخوند صېب په خوله د) جنت خبره راشي نو بیا میرمنې د جملې له سیاقه وویستلی شي (او جنت یوازې د نرانو د عیاشۍ او فحاشۍ ځای شي او میرمنې په هغه بله نړۍ کې هم هلته نوکرانې وګرځولی شي). لیکوال د (پرهیزګارانو) ټکي (إنَّ الْمُتَّقِينَ) ته په اشاره سره چې نارینه او ښځینه (دواړو) ته یو څیر راځي، د قرآنکريم هغه ایتونه چې ما پورته ذکر کړل؛ دی یې هم په دلیل کې راوړي. هغه وایې چې پرهیزګاران په قرآنکريم کې داسې وي: إنَّ الْمُتَّقِينَ — (فِي جَنَّاتٍ وَنَهرٍ) (فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ) (فِي مَقَامٍ أَمِينٍ) (فِى جَنَّٰتٍۢ وَنَعِيمٍۢ) (فِى ظِلَٰلٍۢ وَعُيُونٍۢ). یا: إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ — ( مَفازاً حَدائِقَ وَأَعْناباً) (عِندَ رَبِّهمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ) (لَحُسْنَ مَآبٍ). وایي چې د سورت الدخان پدغه آیت شریف کې (إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ يَلْبَسُونَ مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُتَقَابِلِينَ كَذَٰلِكَ وَزَوَّجْنَاهمْ بِحُورٍ عِينٍ يَدْعُونَ فِيها بِكُلِّ فَاكِهةٍ آمِنِينَ) میرمنې د (متقینو یا پرهیزګارانو) له سیاق یا کټګورۍ څخه قصداً لیري کیږي او یواځې نارینه پریښودل کیږي (میرمنې ولې له دې کړۍ څخه لیرې کیږي، څښتن تعالیٰۚ خو یې نه لیرې کوي اوس، نو آخوند صېب ولې د إلهي وحیې د اصلاح واک خپل ځانته ورکوي او ولې خپل ځان د څښتن تعالیٰۚ په إلهي وحیې کې شریک بولې او ولې آخوند صېب له قرآنکريم پرته نورې خبرې الهي وحیې ګڼې؟ ځکه تر څو د خلکو د غولولو هدف ته د روآیت په نوم او مټ سره ورورسیږي).

که چیرې جنسي اړیکې په آخرت کې د پرهېزګارۍ انعام وي (چې دغسې هرګز نه ده او دغه ټولې روایتي خبرې دي)، نو بیا میرمنې ولې له دغه جایزې يا انعام څخه محرومه کیږي، حال دا چې د [النسا‌ء سورت په ۱۲۴ ایت شریف کې راغلي: او څوك چې ښه عملونه وكړي، كه هغه نارينه وي او كه ښځه، (په دې شرط چې) هغه مومن وي، نو همداسې خلك به جنت ته ننووځي او د يوې ذرې په اندازه به له هغو سره ظلم ونه شي]. اوس نو كه جنسي اړیکې د جنتیانو جایزه (او ستر انعام) وي نو دا خو بیا سخت ظلم شو چې یوه (نارینه) ته به روا وي او یوې بلې (پرهیزګاره میرمنې) ته به ناروا وي. د سورت ال عمران پنځلسم ایت دی — [ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره: ايا زه دروښيم چې له دې نه ډېر ښه شى څه دى؟ دهغو (نارينه او ميرمنو) لپاره چې د پرهيز ګارۍ تلل یې غوره كړي، د هغو له رب سره باغونه دي، چې تر هغو لاندې به ويالې بهېږي، هلته به د تل لپاره اوسېدونكي وي، سپېڅلې جوړې به يې ملګرې وي او د الله د رضا په ګټلو به سر لوړي وي. الله د خپلو بندګانو كړه وړه په ښه شان ويني]. له بله اړخه په دنیا کې د ښځو او نارینوو ترمنځ د متعارف واده (شریک ژوند) لپاره په قرآنکريم د (نکاح) لفظ کارول شوی دی، د بېلګې په توګه: [وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَه …] او [فَانْكِحُوهنَّ بِإِذْنِ أَهلِهنَّ وَآتُوهنَّ أُجُورَهنَّ بِالْمَعْرُوفِ]. او [فَلَا تَعْضُلُوهنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهمْ بِالْمَعْرُوفِ]. او [إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هاتَيْنِ]. او [وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَىٰ مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ]. او [وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ]. او [يَا أَيُّها الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُومِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهنَّ ..]. او د (ازواج) کلمه د (جوړه - ډولونه - هملارې، ملګرې .. ) لپاره کارول شوې ده د بېلګې په توګه: [ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ]. او [وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً]. او [احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ]. او [هـٰذَا فَلْيَذُوقُوه حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ وَآخَرُ مِنْ شَكْلِه أَزْوَاجٌ]. او او…

خو د حورو په مقابل کې بیا د جنت هلکان دي چې په قرآنکريم کې د هغو یاد داسې راغلی دی: [او د هغو د خدمت لپاره به داسې هلكان ګرځي راګرځي چې تل به په هلكولۍ كې وي كه ته هغوې ووينې نو ګومان به وكړې چې ملغلرې دي چې خورې كړاي شوي (غوړول شوي) دي]. [الانسان:۱۹]. حور عین او غلمان دواړه په ښایست او ښو صفاتو کې هم سیاله دي او دواړه د جنتیانو د خدمت لپاره څښتن تعالیٰۚ پیدا کړي او دوی د جنتیانو د جنسي تندی له منځه وړلو لپاره هېڅ او هرګز پیدا شوي نه دي. خو متاسفانه کوم روایتونه چې مونږ ته را رسیدلي دي په هغې کې (د میرمنو د حقوقو د خوړلو) ډیر کوښښ شوی دی او حتیٰ همدغه ګډوډ او ناسم روایتونه وایې چې ډیری میرمنې به دوزخ ته ځي او جنت به د نرانو د انډوخر (فحاشۍ، مستۍ، بې توله توب، د نشو تماشو او د شرابخورۍ) پایتخت وي او بیا دغه روایتونه تر دی حده په جنسي تنده اخته (ککړ او راغورځیدلي) دي چې په یو روایت کې د حور عین یواځې د مقعد (چې ځینې يې د ناستې په ځای هم ژباړي او ځینې يې د عورت یا د فرج په مانا هم ژباړي) که یې د فرج په مانا واخلئ نو حجم یې په کې يو نيم کیلومتره یاد کړای شوی دی: … وإن له من الحور العين لاثنين وسبعين زوجة سوى أزواجه من الدنيا وإن الواحدة منهن ليأخذ 👈(مقعدها قدر ميل من الأرض)👉 (د امام احمد په مسند کې په ۱۰۵۴۹ روایت کې).

زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو.

د دیني باورونو، مذهبونو او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکي #پیر‌بنده‌فقیر د کتاب [اُمِېدْ: د الحاد، سیکولرېزم او د روایتي مذهبي تشدد په منځ کې یو ورک شوی ناامیده ځوان] څخه د حورو په اړه ددې لیکنې لومړنۍ برخه وه.