حاجي مُلا ملک صیب!

حاجي ملک صېب! یؤه خبره درته کومه!
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "کله چې د دې سیمي د پښتنو د کلي، اؤ د دغه غره څخه د پورې غاړې د کلي پهٔ مینځ کې د ترقۍ، اؤ د ؤروسته پاتې کیدو واټن څۀ باندې پنځه سوه کلونه ؤي. نؤ مونږ پښتانه باید د ښؤونځي، اؤ پوهنتون لپاره چاندې راټولې کړو، يوازې د جومات، اؤ د مدرسې لپاره نهٔ."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "خبر خو یاست، چې د دې کلي با عفته پښتنې میرمنې حتیٰ د زېږؤن پهٔ حالت کې هم پر خرو سپرې، اؤ د بل هر ډول ناروغۍ پهٔ حالت کې د بر کلي ډاکټرانو ته پهٔ ډير زحمت سره وړل کیږي. نؤ مونږ باید سر لهٔ ننه جینکۍ ښونځيو ته واستوو، يوازې پهٔ کلي کې د آخوند صېب د مازدیګر مدرسې ته نهٔ."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "که د خپلو بې ګناه انسانانو پهٔ قتلونو سره (چې ناپوهه آخوند یې جـ ـهاد ګڼي)، اؤ د خپل یا د بل کلي د مال پهٔ لوټلو سره (چې آخوند یې لوټول ته الهي غنیمت وایې) کهٔ چیرې یؤ څوک پرې مالداره کیدای شوی، نؤ د دې کلي دا ځیني څڼور به (چې آخوند یې مجا.هد.ین نوموي) به اوس ددې سیمي تر ټولو سرمایه داره خلک وو."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "هغه ځکه چې، همدغه څڼورو اؤ ږیرورو اؤ حتیٰ بې ږیرو، د دې ټول وطن، اؤ د دې غریبو پښتنو د هرې یوې ولسوالۍ د دولت بیت المال د غنیمت پهٔ نوم سره پهٔ ګاونډيانو څو څو ځله خرڅ کړو، خو دغه خرڅوونکي خلک هېڅ ماړه نهٔ شؤ، د هېڅ خاوندان نهٔ شول، اؤ اوس هم بې کوره، بې اختیاره، بې ؤاکه اؤ بې روزګاره پهٔ ډېر بد حالت کې خپل ژوند تېروي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "خوښه مو نهٔ ده چې نور دغسې د بې ځایه شهادتونو، اؤ د بل د مال لوټلو مـ ـذهبي کارنامې نورې بس کړو؛ اؤ ددې کلي خلک سره لهٔ ننه بېرته یو موټې شو، اؤ هغه چې د مذهب پهٔ نوم سره پهٔ خپلو کې تقسیم شؤي یؤ لکه د کابل د سیکانو، د جلال اباد د هندوانو، اؤ د هرات د یهودانو سره خپله راکړه ورکړه، اؤ تجارتي اړیکي بیرته له سره شروع کړو؟"
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "تاسو ډېر سپن نېته انسان یاست، خو ما چې تاسو ته دا اوس څۀ وویل، خېر، تاسو زما دا خبره سبا مازدیګر پهٔ جومات کې ونه کړئ. زه يې تاسو ته له ډیره درده وایم، ځکه چې تاسو پخپله ددې کلي مشر هم ياست، اؤ مسؤل هم، اؤ څښتن تعالیﷻ به ضرور ددې مسؤلیت پوښتنه درڅخه یؤه ورځ کوي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "د کلي د جومات آخوند ته مې ډیر وویل، خو زمونږ د خپل ملا فکر پهٔ دې خبره هیڅ نه خلاصیږي. کله چې د کلي یا کلیوالو پهٔ نفعه خبره وکړم، نؤ هغه بیا پرما نور نور ګمانونه کوي، اؤ اوس ویریږم چې پهٔ کوم چا مې د مرتد، یا خرڅ شوي، اؤ يا د ملحد پهٔ نوم سره پهٔ دې مسافرۍ کې مړ نه کړي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "دلته پهٔ دې کلي کې نن صبا لارې، اؤ کوڅې د ډیرو خونخوارو مـ ـذهبي لیونیو ږیرورو انسانانو څخه ورځ پهٔ ورځ ډکیږي. نهٔ پوهیږم چې لهٔ کومه راځي. ملک صېب! دلته نن صبا ددې کلي خلک ټول یؤ ډول د ناسم مذهب پهٔ تبه ناروغه شؤي ښکاري. ملک صېب! ډیره عجیبه ده چې دغه مـ ـذهبیان ټول ځانونه پښتانه، اؤ بیا خپل ځانونه تر ټولو ډېر د جناب رسول اکرم (ﷺ) ډله بولې. خو دوئ کورنه هم د پښتنو مسلمانانو ړنګوي، بچي هم د پښتنو وژني، اؤ بیت المال هم د پښتنو لوټي. دا لا څۀ چې د ګاونډيانو د هيوادونو څخه پردې خلک د خپلې مـ ـذهب د ګټي پهٔ خاطر د پښتنو د ټاټوبي، اؤ د کورونو ورانولو ته راولي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "زه خو ساده هم، شډل هم، اؤ لهٔ دې شته بې سوادۍ سره ډیر ناپوهه هم یم، خو دغومره هم نه لکه څرنګه چې د کلي آخوند پر ما کوم ګومان کوي. وړمه ورځ چې کله د ملګرو سره بر کلي ته لاړم، نؤ د بر کلي آخوند د جینکو د فراغت پهٔ یؤه غونډه کې ډیرې عجیبه غوندې خبرې کولې."
د بر کلي آخوند خپلو خلکو ته وویل چې "تعلیم، کار، اؤ د وطن خدمت پهٔ نر، اؤ ښځه یو څیر، اؤ پرته له هېڅ تفاوت، اؤ تبعيض څخه فرض دی. ملک صېب! هغه څۀ ډیر عجیبه، اؤ څۀ ډیر ناشنا غوندې ملا وو، هغه پهٔ خپلو خبرو کې د خپل کلي خلکو ته وویل چې کله جناب محمد رسول الله (ﷺ) ته لومړنۍ وحيې راغلې، نؤ څښتن تعالیﷻ ورته وویل چې ووایه، اؤ ولوله، ووایه ای محمده پهٔ نوم د هغه ستر ﷻ ذات چې ته يي پیدا کړو يې. ای محمده! ووایه، اؤ ستا رب تر ټولو ډیر مهربانه ذات دی.
ملک صېب! "بیا همدغه آخوند خپلو خلکو ته پهٔ وینا کې وویل چې څښتن تعالیﷻ، جناب محمد رسول الله (ﷺ) ته پهٔ همدغه سورت کې ویلي دي چې څښتن تعالیﷻ انسان ته هغه پوهه ورکړې ده چې انسان ته بېخي لهٔ وړاندې لا مالومات نه وو." اخر کې يي جینکو ته وویل چې "تاسې ددې وطن د ټولو سړو خویندې هم یاست، اؤ راتلوونکې میندې هم، تاسو د ټولنې نیمه برخه یاست، که تاسو پهٔ کور شئ؛ نیمه ټولنه تباه ده، اؤ زمونږ د ټولنې نیم وجود فلج دی. اؤ پهٔ فلج اخته انسانان تل نورو ته محتاج يې، اؤ ډیر د ذلت، رسوايي، اؤ ګدايي ژوند بیا تېروي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "ولې څۀ بد مې وويل؟ که نهٔ نؤ دا سترګې مو ماته ولې دومره سرې شوې؟ راڅخه خفه خو نه شوئ؟" ملک صېب! "پام چې غصه راته اونه کړئ. زه پوهیږم چې زه ډیر شډل، غریب، نادان، اؤ بې کسه پښتون یم، د یوې کونډې پښتنې ځوې یم، نه پهٔ دې کلي کې څۀ مال لرم، اؤ نه بل چېرې کوم جایداد. اؤ ملک صېب! "تاسو ښه خبر یاست چې زما د تپوس نن صبا بېخي څوک نشته د پوهنتون هغه درې ملګري مې خارج ته لاړل، د ماشومتوب هغه دوه ملګري مې د مجـ .ـاهدينو د سرک د غاړې پهٔ ماین کې والوتل، د باران کاکا ځوې، هغه هر وخت چې به يي مونږ ته قرض راکولو، د یؤه چسپکې ماین لهٔ ؤجې هغه اوس عصبي ناروغه شؤې دی، اؤ هغه زما د زړه ټوټه د روښان کاکا ځوې عبدالرحمان، اؤ د مشر حاجي صېب ځوي قاري صېب عبدالرووف؛ هغه دواړه ورک دي." "خلک وايي چې داسې ځای ته تللي دي چې له هغه ځایه بیرته خلک نه راځې، خو څښتن تعالیﷻ خبر چې دا به لا کوم ځاې وي چې خلک ترېنه بیرته نه شي راتللې، خلک خو آن د اروپا، عربو، اؤ امریکا څخه بیرته بر کلي ته راغلل، خو دغه دواړه لا اوس هم ورک دي."
ملک صېب! "پهٔ ښار کې مې یو بل ملګری دی هغه وویل چې د اردو، پولیسو، اؤ هغه نؤر دولتي مامورین چې به مونږ کله کله پهٔ ښار کې لیدل، ویل يې هغو اوس ډېر نهٔ ښکاري، د هغو پر ځای اوس نور خلک د ښار پهٔ واټونو کې راپېدا شؤي دي، د ولایت اؤ د هیؤاد پهٔ ادارې ګړدود نهٔ پوهیږي، پرتګونه یې بډوهلي ؤي، اؤ د خلکو سره ډیر د ظلم برخورد کوي، هغهٔ راته ویل چې زمونږ د تپوس اوس هیڅوک نشته، اؤ زه یې یادولم چې زما خوله هم پهٔ واک کې نهٔ ده، نؤ پام چې نه ځان ته کوم شر اؤ مشکل جوړ کړې، اؤ نه دوئ ته."
نؤ ملک صېب! "زما خوله رېښتیا زما پهٔ واک کې نهٔ ده، ځکه د دې کلي رنځ مې رنځوي، خو مطلب مې تاسو ته کوم توهین، سپکاوی، یا د څۀ پهٔ اړه شیطاني کول نه وو."
"د بر کلي خلک اوس د دې سیمې اؤ د خلکو پسې پهٔ ښکاره خبرې کوي، مونږ ته ګداګر وايي، مونږ ته خیرات خواره وایې. وایې چې د هغو د کلي یو سړی زمونږ د ټول کلي د نفوس سره برابر نهٔ دی. د بر کلي خلک وايي چې زمونږ د کلي د خلکو ایمان د خپلو کورنو تورسرو ته جوړ دې، خو د نورو ځاینو میرمنې پهٔ طیارو کې ناستې وي، اؤ ښځېنه پېلوټانې يې اؤ زمونږ پهٔ ولایتونو بمارد کوي."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "هغو مونږ ته ډیر عجیبه عجیبه نومونه اخلي. ملک صېب! د بر کلي د یؤه هلک سره دا ستاسو د نوکیا پهٔ څېرنه، بلکې یو بل ډول موبایل وو؛ د دې موبایل پهٔ څېر بټنې پهٔ کې نه وې، هغه ټوله یؤه شیشه وه، ټیکاکټ يي پهٔ کې کوو، پارسبوک هم پکښې وو، يو شی پهٔ کې وو د مرغۍ غوندې مښوکه پرې وه، د چلېپا نښه یې هم ترڅنګ ؤه. ویل يي دا عکس د اېکس دی چې مخکې ټووويټر، اؤ که د ټریکټر پهٔ نوم وو. ملک صېب! پهٔ دغه ټولو شیانو کې د سینما، اؤ د ټې وي پهٔ څېر فلمونه وو. چا به پهٔ خپل فلم کې ویل چې زمونږ د کلي خلک پهٔ مذهبونو ویشل شوي دي، چا به ویل پهٔ ژبو سره ویشل شوي دي، چا به ویل پهٔ خیلونو، اؤ قومونو سره ویشل شوي دي، چا به ویل چې پهٔ فتوو، اؤ روآیتونو سره ویشل شوي دي." ملک صېب! "سر دې نهٔ خوږم، بس چا به څۀ ویل، اؤ چا څۀ، خو ټوله خبره د کلي د پښتنو د بې اتفاقۍ، اؤ د تقسیم پهٔ اړه وه. سخت ورته خفه شوم." ملک صېب! ستا پهٔ دې جګه لونګۍ، اؤ پهٔ دې هسکه شمله خفه شوم، ستا پهٔ دې زحمتناکه مشرۍ خفه شوم، پهٔ خپل ځان، پهٔ دې کلي، اؤ ددې راتلونکې نسل پهٔ راتلونکې خفه شوم."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "د بر کلي هلکانو ويل چې تاسو ملک صېب ته څۀ مه وايي، هغه ډیر بې سواده دی، پهٔ مډرنې بڼه لوستل، اؤ لیکل نه شي کولای، ویل یې د وخت پوهه هم ورسره نشته دی. بیا يې ويل مونږ ددغه ملک، اؤ د هغه د کلي د خلکو قیصې د عبرت لپاره خپلو بچو ته کوو، تر څو زمونږ د کلي بچې د مـذهب پهٔ هغه مرض اخته نه شي پر کوم مذهبي مرض چې د ملک صېب کلې اخته شوې دی. اؤ د مذهب هغه تبه يې اونه نیسې پهٔ کومه مذهبي تبه چې د ملک صېب کلي ناروغه شوی دی."
قربان دې شم حاجي ملک صېب! "خلک وایې چې پهٔ قرآنکريم کې څښتن تعالیﷻ فرمايلي چې زمونږ لپاره ټوله ځمکه جومات ګرځولی شوې ده، مونږ هر ځای خپل لمونځ کولی شو، خو سبقونه هر ځای نهٔ شو لوستلی." ملک صېب! "کله چې خبره د څښتن تعالیﷻ پهٔ کتاب کې همدغسې ده، اؤ کله چې د دې کلي، اؤ د بر کلي پهٔ مینځ کې د ترقۍ، اؤ د وروسته پاتې کیدو واټن څۀ باندې پنځه سوه کلونه ؤي. نؤ باید د کلي خلک ستاسو پهٔ مرسته، اؤ ستاسو پهٔ وینا ښؤونځي، اؤ پوهنتون ته چانده راټوله کړو، جومات، اؤ مدرسې ته في الحال نهٔ."
ملک صېب! "خبر خو یاست، چې د دې کلي با عفته پښتنې میرمنې د ناروغۍ پهٔ حالت کې د بر کلي ډاکټرانو ته پهٔ خرو سپرې وړل کیږي، نؤ مونږ باید ستاسو پهٔ مرسته، اؤ ستاسو پهٔ وینا چې ټولې کلي ته يې وکړئ، نور جینکۍ ښونځيو ته واستوو، يوازې د آخوند صیب د مازدیګر مدرسې ته نهٔ."
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو!
ستاسو پهٔ درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر، #پیربندهفقیر