له کومې ورځې چې زه ستاسو خلیفه شوی یم!

هبة الله ابن عساکر الدمشقي یو کتاب لري چې "تاريخ مدينة دمشق" نومیږي. دده دغه کتاب ډیر غټ دی، چې کابو اتیا مجلده یا جلده لري. وایې چې: أبو جعفر المنصور په کال ۱۳۶هـ کې د مسلمانانو عباسي خلیفه وو. خلیفه مبارک یوه ورځ په خپله خطبه (وینا) کې وویل — له کومې ورځې چې زه د مومنانو یانې ستاسو خلیفه یا امیر شوی یم؛ پر تاسو باندې طاعون یا کومه وبا نه ده راغلې. په اورېدوونکو کې یې یو بدوي/کوچی هم ناست وو. کوچی راجګ شو او خلیفه مبارک ته یې وویل — څښتن تعالیٰۚ ډیر ستر او ډېر مهربانه ذات دی. هغه ﷻ پر مونږ مومنانو په یوه وخت کې دوه عذابونه نه راولي: چې یو دې ته د عذاب په شکل کې امیر وې او بل دې وبا هم ورسره وي.
زما دا خبره د افریقا په غانا هېواد کې د یوه قام لپاره وه. وو بل کوم غیرتي قوم دې دا خبره پر خپل ځان نه اخلي. د غانا اوسني کوچیان هم د غانا د پخوانیو کوچیانو په څېر نه دي پاتې او نن دومره هم نه شي ویلی چې دلته خو په غانا کې د امیر یا د خلیفه مبارک په موجودیت کې عذابونه له حده ډیر شوي دي. لکه د کرونا طاعون چې پر مومنانو نيم د امیر مبارک په دور کې تېر شو؛ سیلابونه، زلزلې، فقر، بېکاري، د نرخونو قیمتي، د مهاجرینو شړل، په ګاونډي هیوادونو کې د غانا د خلکو بندي کېدل، بېتعلیمي، د ماشومانو اختطاف، د معادنو لوټ، داعـ^ـش، لنډهغر، له هېواد څخه د اصیلو وطني حیواناتو قاچاق، او، او ….
څښتن تعالیٰۚ دې نور د غانا په دغه باتور او غیرتي قام خپل فضل او رحم وکړي او توبه دې قبوله شي. آمِيْنُ ثم آمِيْنُ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْن.
د غانا د ځوانانو او د مشرانو په درد هم دردمند: #پیربندهفقیر