د چا مذهـ^ـبي روايت او مذهـ^ـبي فتوا سمه ده؟


د وهابـ^ـیانو، سلـ^ـفیانو، دیوبنـ^ـدیانو، پخوانیو تنظيمي اخوانيـ^ـانو، اشـ^ـرارو، طالـ^ـبانو، داعـ^ـشیانو، دده، که د هغه او… او که د نورو د بېلابېلو د مذهـ^ـبي او سیاسي جریانونو د توندلارو ډلو؟ خو له منځه یې د چا روایت او فتوا سمه ده او بیا ورڅخه د چا تعبیرونه سم او د ښه ډاډ وړ دي، او د إلهي کتاب په چوکاټ ښه سم برابر دي؟ هن؟


او که نه! دغه خو ټولې وړې وړې ډلې دي، نو بیا په لویه کې د بېلابېلو فکري مکتبونو (اهلسنت، اهلتشیع، اهلتصوف، معتزله، اباضیه، زیدیه، احمديه او… دا او د دغسې نورو) ډلو یا د نورو فکري مکتبونو څخه بیا د چا روایت او د چا فتوا سمه ده او د روایت او فتوې لاره یې رښتينې ده  او کلام پاک ته ترټولو نیږدې ده؟ هن؟

  

زهٔ فرض به کړو او داسې به وانګېرو چې د دغو ټولو مذهـ^ـبي ډلو او فکري مکتبونو هر روایت او هره فتوا پر حقه ده، نو بیا په ټولنه او تاریخ کې دا دومره فکري وېش، مذهـ^ـبي مناظرې، تکفیري ټاپې، کورنۍ جګړې، ډلې، ټپلې، فرقې او او… د څه لپاره او د څه شي د ثابتولو لپاره دي؟

 

او که چېرې روايت او فتوې او تعبیرونه یې ناسم وي، نو بیا پر هغو باندې د مذهـ^ـبي کړيو او د مذهـ^ـبي وګړو دومره سخت ټینګار، او د مخالفو افکارو لرونکو ځوانانو ته په بېلابېلو نومونو سپکاوی، ټاپې، بدرد، کښنځل او او… د څه لپاره او د څه شي د ثابتولو لپاره؟ هن؟

   

او که په دغو ټولو کړیو، ډلو، فرقو او فکري مکتبونو کې سم او ناسم روایت او فتوا دواړه شتون لري، نو ولې یې په منځ کې پر داسې یو واحد بنسټ او د روایت او فتوا پر یو واحد کتاب تکیه نه کېږي چې دا ټول فکري مکتبونو (اهلسنت، اهلتشیع، اهلتصوف، معتزله، اباضیه، زیدیان او… او داسې نور) ورباندې یو موټی شي، پر یو کتاب راټول شي او د فکري تشتت او د وروسته پاتې‌والي مخه ونیسي؟

  

او کله چې دوئ او موږ د دې حقیقت پیروان یو چې نبي کریم (؏) له ځانه کلام نه کاوه او د هغه ﷺ هره مبارکه وینا د إلهي وحیې او د یوه ځانګړي سپېڅلي کتاب په تله برابره وه، نو ولې زموږ په ټولنه کې د دغه سپېڅلي کتاب او روښانه وحیې لارښوونو ته د مذهـ^ـبي ډلو او مذهـ^ـبي فکري مکتبونو له خوا غاړه نه اېښودل کېږي؟ د بېلګې په توګه، که کتاب الله په صراحت سره د علم د حاصلولو او زده کړې (اقْرَأْ) امر کوي، نو بیا د کوم قانون او روایت پر بنسټ په ټولنه کې د مېرمنو او ځوانانو پر مخ د پوهې، ښوونځیو، انسټیټیوټونو او د پوهنتونونو دروازې تړل کېږي او ولې روایت ته په کلام پاک برتري ورکول کیږي؟ یا که د څښتن تعالیٰۚ سپېڅلی کتاب د بې‌ګناه انسانانو له وژنې، ظلم، وهلو، ټکولو او تېري څخه په کلکه منع کوي، نو دا نن په ټولنه کې د مذهب په نوم د خلکو تعذیب، وهل ټکول او د وګړو د اساسي حقونو سلبول څوک کوي او د کومو شومو روایتونو او فتوو د تعبیرونو پر بنسټ یې ترسره کوي؟  دا نن چې یې موږ په خپلو سترګو وینو دا ټولې بدې او د وروسته پاتې‌والي کړنې څوک ترسره کوي؟ د چا په روایت او فتوا سره؟

   

او د داسې تضادونو په اړه سلګونه نورې پوښتنې هم شتون لري، مګر متاسفانه زموږ په ټولنه کې د مذهـ^ـبي انحصارپالنې له امله، روښانفکره ځوانان د سختو تکفیري ټاپو تر اغېز لاندې دي. دا هغه ځوان نسل دی چې څښتن تعالیٰۚ هم مني، د هغه پر نبي کریم (؏) او په سپېڅلي کتاب قرآنکريم هم بشپړ باور لري، د نېک عمل او د قیامت په ورځ او د حساب او کتاب عقیدې ته هم پابند دي؛ مګر د دغه نسل یوازینۍ فکري ګناه دا ده چې هغوی د (داعـ^ـشي وهابیانو، او د سختدریځو دیوبندي صوفیانو) د توندلارو ډلو افراطي فتوې او له عقل څخه لرې روایات نه زغملی شي او نه یې منلی شي. له همدې امله، د حقایقو د بیانولو په جرم، د هغوی پر افکارو د الحاد، ارتداد او د کفر ټاپې لګول کېږي.

خو د عدالت او د رښتينې محاسبې ورځ شته دی؛ که څوک پرې باور لري نو هله، او خامخا به د خپلو کړنو او د افکارو د انحصار حساب ورکوي او د هېواد د هر ځوان او د هرې پیغلې پوښتنه به ورڅخه خامخا کیږي.

 

یادونه! اوس به ډېری مذهبيان راشي اصلي پوښتنه به نه ځوابوي، او د بحث په اصلي محور به فکر نه کوي او خبره به د خپلې فتوې او روايت لوري ته راکش کوي او یا به په بدو ردو او مذهبي کښنځلو سره استدلال او ځواب وايي.  بیا یې وګورئ! خو وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. #پیر‌بنده‌فقیر