څوک له حالاتو پند اخلي!

یوازې د عقل خاوندان پند اخلي!
[قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ: ووایه! ایا هغه کسان چې پوهېږي او هغه کسان چې نه پوهېږي سره برابر دي؟ بېشکه یوازې د عقل خاوندان پند (او نصيحت) اخلي]. [الزمر:۹]. او هغه چې پوهیږي [إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ: بېشکه د الله له بندګانو څخه یوازې پوهان (عالمان) له هغه ﷻ څخه وېرېږي]. [فاطر:۲۸].
ساینس پوهانو په نوې ټيکنالوژۍ سره په پوزې کې د پاشلو لپاره یو داسې سپری جوړ کړی دی چې د مغزو د زړښت مخه نیسي یا د مغزي زړښت اغېزې کموي. نو ايا اوس به هم په دې نړۍ کې کوم داسې قام وي چې دا فکر به کوي چې علم مباح او غیر مباح ډولونه لري؟ هن؟ او د قرآنکريم خلاف به بیا دا هم وايي چې د اقراء یا ولوله مانا په اصل کې لاتقراء یا مه لوله ده؟ هن؟
بېشکه چې یوازې د عقل خاوندان دي چې پند اخلي.
ستاسو خپل: #پیربندهفقیر