کله چې په خپله ټولنه کې غریب او اړمن شخص وینئ!

کله چې څوک په خپله ټولنه کې کوم غریب او اړمن شخص وینې چې په کثافاتو، ډېرانونو، کباړونو او مرداریو کې د خپل رزق په لټه کې وي، او دی بیا هم د ټولنې په دغه بد اقتصادي حالت کې یا خپلې چاندې او پیسې د اخوندانو د مدرسو او د صوفیانو د جوماتونو د جوړولو لپاره ورکوې؛ او یا د دؤیم، دریم، څلورم حج او عمرې په لټه کې وي، نو دغه شخص د کلام پاک په چوکاټ کې نه د زکات، نه د خیرات، نه د انفاق او نه د قرضېحسنه په سم مطلب او په سمه مانا پوهه شوی دی.
نه په دې پوهېږي چې په هندویزم کې ورته (دان یا دانا) وایې. نه په دې پوهېږي چې سیکان ورته (داسوند) وايې. نه په دې پوهېږي چې عيسائيان ورته (ټایټینګ) وایې. نه په دې پوهېږي چې په یهودیت کې ورته (تزدکاه) وایې. او نه په دې پوهېږي چې په سپېڅلي اسلام کې ورته "زکات" ځکه وایې چې تزکیه یې وکړي.
نه په دې پوهېږي چې زکات له صدقې سره ډېر توپیر لري او دواړه دوه بيلې بيلې إلهي فريضې دي چې صدقې ته چېرټي هم وایې. او نه په دې پوهېږي چې مسکین او فقیر سره توپیر لري او دوه بيل ډوله انسانان دي چې إلهي فرض کړل شوې صدقې ترلاسه کولی شي او مستحقین یې دي.
او نه په دې پوهېږي چې د قرآنکريم مطابق همدغه چېرټي یا صدقه په ده باندې د انسانانو لپاره فرض ده. لکه [إِنَّمَا ٱلصَّدَقَـٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَٱلْمَسَـٰكِينِ: بېشكه همدا خبره ده چې صدقې د فقیرانو او د مسكینانو لپاره دي]. [او د هغو كسانو لپاره (همدغه صدقې) دي چې ...]. او د همدغه مبارک ایت په اخيري سر کې راځي چې [فَرِيضَةًۭ مِّنَ ٱللَّه وَٱللَّه عَلِيمٌ حَكِيمٌۭ: دغه (صدقه) مقرره فریضه ده د څښتن تعالیۚ له جانبه او څښتن تعالیۚ ښه عالم، ښه حكمت والا دى].
یادونه! د مدرسې، مندر او ګوردوارې سره ستونزه نشته، ستونزه داده چې په ټولنه کې سخته ولږه، فقر او غریبي خپره ده، نو که څوک د قرآنکريم او د قرآني ایمان خبره کوي باید اولویت ته هم اولویت وويلی شي.
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسؤل وو. #پیربندهفقیر