آخر دا إسلام دې څه شی؟ او قرآني إسلام وایي څه ته؟ او دغه إسلام دی څرنګه؟

هر هوښیار مسلمان پهٔ دې باوري دی، چې یوازې پهٔ قرآنکريم ولاړ اسلام د اخلاقو اؤ د عقیدې لهٔ لحاظه یو پوره دين دی. اؤ همدغه هوښیار مسلمان تل مطمئین وي چې څښتن تعالی ﷻ ورته ويلي دي چې پهٔ اسلام كې پوره پوره داخل شه. دغه ډول هوښیار مسلمان پهٔ دې هم پوره باوري وي چې قرآني اسلام د دنیا د ښایست اؤ د کامیابۍ لپاره راغلی دی. د آخرت د کامیابۍ لپاره نه. اؤ پهٔ دې هم مطمئن وي چې ایمان د آخرت د کامیابۍ لپاره راغلی دی. د دنیا د کامیابۍ لپاره نه. که ژوند باقي وو یو وخت به د مؤمن اؤ د مسلم پهٔ توپیر سره هم وغږیږو، اؤ واضحه به کړو چې ولې اسلام د دنیا پورې اؤ ولې ایمان د آخرت پورې اړه لري.
دا خو ټولو ته یوه جوته خبره ده چې اسلام روژه اؤ پنځه وخته لمونځ نه دی. اسلام د ښځو کنټرولول نه دی، اسلام اقلیتونو ته سپکاوی نه دی، اسلام د موسیقۍ، اؤ د زیبا هنرونو ړنګول نه دی. وو دا خبره هم سمه ده چې پهٔ قرآنکريم کې ذکر شوی اسلام زمونږ د کلي د اخـ ـ وند صیب لهٔ فکر څخه ډیر لوړ دی، همدغه شان پهٔ قرآنکريم کې ذکر شوی اسلام د بر کلي د مشر آخوند صیب د فقهي احکامو اؤ اصولو سره ډیر تفاوت لري. اؤ پهٔ قرآنکريم کې ذکر شوی اسلام د ولسوالۍ د شیخ صیب د زرهاوو ژيړو کتابونو اؤ د لکونو روايتونو څخه هم ډیر لوړ دی. اؤ هم د قرآني اسلام دایره ددغه ژیړو کتابونو څخه ډیر ستره اؤ یوه غټه دائره ده. همدا شان الهي اسلام د هغو روآیتونو څخه هم غوره اؤ هم پاک دی، کوم روآیتونه چې مـ ـذهبي حاکمانو اؤ سیمیزو استخباراتي ډلو پهٔ خپل لاس کې نیولي دي.
هغه اسلام چې مونږ ته څښتن تعالی ﷻ د قرآنکريم لمخې واضحه کړی دی، اؤ مونږ ته یې ويلي دي چې پهٔ مکمله توګه پهٔ کې داخل شئ، زه یې یو څو نمونې لاندې لیکم چې پهٔ دغه قرآني دائره کې د ډیرو نورو شیانو لهٔ جملې څخه دا شیان هم شامل دي اؤ دې ته هم د لمونځ يو ډؤل (صلة)، هم اسلام، هم عبادت اؤ هم دنیاوي انساني اړیکې ویل کیږي:
څښتن تعالی ﷻ هر انسان ته که پهٔ هر دین وي، د خلکو هرې یوې ډلې ته که هره یوه ډله وي، اؤ هر یوه مؤمن ته چې د ایمان تله يې هر ډول وي د ("يا ايها الذین آمنوا"، "ياایها الناس"، اؤ يا "ايها الانسان") سره ورته پهٔ خپل مقدس کتاب کې فرمایی چې:
۱ — [ٱعْدِلُوا۟ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ: عدالت (انصاف) كوئ، دا تقوا ته ډېر نژدې دى]. (د قیامت پهٔ ورځ د الله تعالی ﷻ د حساب اؤ کتاب څخه وریدونکی مسلمان پهٔ دنیا کې عادل اؤ منصف وي).
۲ — [وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ: اؤ تیری مه کوئ، بېشكه الله تعالی ﷻ تېری کوونكي نه خوښوي]. (د یوه قیران د تاوان بدل یو قیران دی، یو نیم یا دوه قیرانه تاوان رسول تیری دی).
۳ — [وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ: اؤ پهٔ ځمكه كې وراني كوونكي مه ګرځئ]. (فساد کونکي مه اوسئ)]. (فساد یانې هر هغه کار چې د اوله د انسانیت سره مخالف وي اؤ منفي پايله ولري).
۴ — [وَلَا تَلْبِسُوا۟ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَـٰطِلِ: اؤ تاسو حق پهٔ باطل مه پټوئ]. (د خدای تعالی ﷻ لاره اؤ خپله د فساد لاره يا فاسد انساني کلتورونه سره مه ګډوئ).
۵ — [وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ: اؤ ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا سره د هغهٔ پهٔ اړه (سمه) پوهه نه وي]. (چې پرې نه پوهیږئ پسې مه ځئ؛ باید اول تبین (یا پلټنه) وکړئ).
۶ — [وَلَا تَمْشِ فِى ٱلْأَرْضِ مَرَحًا: اؤ پهٔ ځمكه كې پهٔ تكبر اؤ لويي پسندۍ سره مه ګرځه]. (څوک چې ځان پهٔ نورو بهتره ګڼي؛ هغه تل د نورو پهٔ حقوقو سترګې پټوي. الکبر بطر الحق وغمط الناس).
۷ — [وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ: اؤ خلکو ته خپل غومبورې د کبر لهٔ مخې مه غونجوه]. (هېڅ چاته (د هغهٔ د جنس، مذهب، دین، رنګ، ژبې، سیمې پهٔ وجه ورته) پهٔ ټیټه سترګه مه ګوره).
۸ — [وَٱخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ: اؤ خپل وزر د مؤمنانو لپاره ښكته كړه]. (خاکساري اؤ تواضع وکړه، اؤ نرمي اؤ مینه وکړه).
۹ — [وَٱغْضُضْ مِن صَوْتِكَ: اؤ خپل اواز څه ورو كړه]. (اواز دې ټیټ ساته اؤ غصه مه کوه).
۱۰ — [وَٱقْصِدْ فِى مَشْيِكَ: اؤ ته پهٔ خپل تګ كې میانه رو اوسه]. (په کبر اؤ مکیز سره هم مه زه، اؤ پهٔ بې ځایه وارخطایې اؤ چټکۍ سره هم مه زه، چې خلک درته يا د کبرجن اؤ يا د سپک اؤ د وارخطا انسان ګمان ونکړي).
۱۱ — [خُذِ ٱلْعَفْوَ وَأْمُرْ بِٱلْعُرْفِ: ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) اؤ د نېكۍ حكم كوه]. (خلک تکلف ته مه اړ کوه، اؤ تکلف خپل خصلت مه ګرځوه، اؤ ښه کار اؤ ښه خبره هم خپل خصلت وګرځوه اؤ هم یې نورو ته وښایه).
۱۲ — [وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْجَـٰهِلِينَ: اؤ لهٔ جاهلانو سره د هغوی پهٔ معيار د چلند څخه مخ وګرځوه]. (د کم ظرفو خلکو څخه لیرې ګرځه اؤ د هغو سره د هغو د کچې پهٔ اندازه مه ټیټږه، یانې ترڅو ټولنې ته ستونزه یا جنجال جوړ نهٔ شي، نو د جاهل سره د هغهٔ جاهلانه سویې ته مه راټیتېږه، بخښنه ورته کوه، اؤ ترېنه ځه).
۱۳ — [ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ: ته بدي دفع (لرې) كوه پهٔ هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي]. (د بدو پهٔ مقابل کې تل نیکي کوه، اؤ تل یوه ښه تګلاره خپلوه).
۱۴ — [ٱدْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِٱلْحِكْمَةِ: د خپل رب لارې ته پهٔ حكمت سره بلنه كوه]. (یانې پهٔ جنګ، جګړه، کنځا، جنجال، جبر اؤ زور سره د خدای تعالی ﷻ دین ته، أو د هغهٔ ﷻ لارې ته بلنه مه کوه. پهٔ جبر، قهر، زور، أو د تشدد پهٔ نورو ډلونو سره د خدای تعالی ﷻ لارې ته بلنه لهٔ الهي دین څخه د ناخبرو تجارتي وګړو کار وي).
۱۵ — [لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَـٰتِكُم بِٱلْمَنِّ: خپل خیراتونه پهٔ منت بارولو (زباتولو) اؤ ضرر رسولو سره مه بربادوئ]. (که د یو چا سره دې ښه وکړه ستاسو د ښو یادونه ستاسو نیکي بربادوي، اؤ هغه ځکه چې پهٔ یادولو سره دې یو انسان پاتې راووست).
۱۶ — [وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَـٰطِلِ: اؤ خپل مالونه پهٔ خپل مينځ كې پهٔ ناحقه سره مه خورئ]. (د یو اؤ بل مال پهٔ غلا، تالان، چل، قیمت فروشۍ اؤ چور سره مه خورئ).
۱۷ — [وَلَا تَنَابَزُوا۟ بِٱلْأَلْقَـٰبِ: اؤ یو بل پهٔ بدو لقبونو (او بدو نومونو) سره مه یادوئ]. (په یو اؤ بل باندې چټي، بې ځایه، بدرنګه اؤ بد نومونه کیښودل ګناه ده).
۱۸ — [لَا يَسْخَرْ قَوْمٌۭ مِّن قَوْمٍ: هېڅ قوم دې پهٔ بل قوم پورې مسخرې نه كوي]. (د یوه قام یو وګړی دې د بل قام پورې ملنډې نه وهي. پهٔ قرآنکريم قامونه پهٔ ژبو سره بیلیږي، خو دا چې وایې یک لغماني بود، یک وردګ بود، یک بدخشي بود، یا وغیره نمونه یادوي. یا یو شینواری وو، یو پشیې وو وغیره دا کار د یوه قام، أو د یوې ډلې پورې مسخره ده، أو لهٔ دې کار څخه څښتن تعالی ﷻ منعه کړې ده).
۱۹ — [وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا: اؤ ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي]. (که پهٔ یوه انسان کې کوم بد کار اؤ عیب موجود وو، اؤ تاسو يې هغهٔ عیب یاد کړ نو دا غیبت دې. اؤ که بد کار اؤ عیب پهٔ کې هیڅ نه وو، اؤ تاسو جوړ کړ، نو دا بهتان دې. اؤ د بهتان تړل بله ګناه ده).
۲۰ — [وَلَا تَجَسَّسُوا۟: اؤ پټ عیبونه مه لټوئ]. (یو څوک ددې لپاره مه تعقیبوئ چې عیبونه یې پیدا کړئ اؤ تجسس پرې وکړئ).
۲۱ — [ٱجْتَنِبُوا۟ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلظَّنِّ: تاسو لهٔ ډېرو (بدو) ګمانونو څخه ځان وساتئ]. (د نورو پهٔ اړه بغير د کوم دليل څخه منفي نظر درلودل، یانې یو چاته بې دليله د شک پهٔ اساس کتل اؤ یا د چا پهٔ اړه منفي ګمان کول ښه نه دي. ځکه دغه منفي نظر اؤ ګمان انسان ته رواني تکلیف پیدا کوي، أو بیا لهٔ ژوند څخه خوند نهٔ شي اخیستلی، أو ژوند د خوند، أو لذت نوم دی. خپل قیمتي ژوند اؤ وخت د بل پهٔ ګومان لټونه مه ضایع کوئ).
۲۲ — [أَوْفُوا۟ بِٱلْعُقُودِ"]. (خپل) قراردادونه پوره كړئ]. (په خپل فردي، کاري - دفتري اؤ ټولنیز تعهدونو باندې وفا وکړئ).
۲۳ — [وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍۢ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ: اؤ كله چې تاسو سره څوک روغبړ (هر کلی وکړي)، نو تاسو لهٔ هغې نه غوره جواب وركړئ]. (د یو چا د هرکلي پهٔ بدل کې لهٔ هغو څخه هم ښه هرکلی ورسره وکړئ، که لهٔ هغه ښه نه شې کولې نو دومره خو وکړه چې څومره هرکلی هغه درته کړی ؤي. لهٔ هغه کم مه کوه، ځکه د ښه هرکلي سره د انسانانو مینه زیاتیږي، خو انساني توان پهٔ کې شرط دی).
۲۴ — [وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًا: اؤ لهٔ مور و پلار سره ښه اؤ احسان كوئ]. (د والدینو سره ډیره نیکي وکړئ، احسان یانې د قدر اؤ احترام ترڅنګ یې د ژوند د ټولو ضرورتونو خیال وساتئ اؤ اړتیاوې یې پوره کوئ).
۲۵ — [وَذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ: اؤ لهٔ خپلوانو اؤ يتيمانو اؤ مسكينانو سره ښېګړه كوئ]. (تل کوښښ وکړئ چې پهٔ خپل نيک عمل بيچارګانو ته ګټه ورسوئ، ښه ورسره وکړئ اؤ پام پرې وکړئ).
۲۶ — [وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْبَآئِسَ ٱلْفَقِيرَ: اؤ پهٔ بد حال کې فقیر ته خواړه ورکړئ (ترڅنګ یا تر نظره مو اړمن اؤ اړمن خلک پهٔ ګیډه ماړه وساتئ).
۲۷ — [وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ: اؤ خپل ناپاكه څیز د بل پاک څيز پهٔ بدل كې مه اخلئ]. (هیڅکله به هم پهٔ خپله نفعه اؤ د بل پهٔ زیان پهٔ خړو ابو کې ماهیان مه نیسئ).
۲۸ — [وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَـٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ: اؤ یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ]. (د یتیم حق پهٔ هیڅ ډول سره مه خورئ، هغه که هر حق وي).
۲۹ — [أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰكُم: لهٔ هغه (مال) څخه څه حصه خرچ كوئ چې (مونږ) څښتن تعالی ﷻ تاسو ته دركړى دى]. (مستحق ته خیرات، زکات، اؤ صدقه ورکړه اؤ د خپل مال د پاکوالي خیال وساته).
۳۰ — [وَقُولُوا۟ قَوْلًۭا سَدِيدًۭا: اؤ خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره]. (په حق ولاړه د خدای تعالی ﷻ هغه خبره وکړئ چې بل انسان ته یې د هغه پهٔ ژوند کې ګټه رسیږي).
۳۱ — [وَقُولُوا۟ لِلنَّاسِ حُسْنًۭا: اؤ خلقو ته ښايسته خبرې كوئ]. (هغه ښه خبره چې سلامتیا ، ګټه أو نیکي پهٔ کې نغښتې وي).
۳۲ — [وَتَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ: اؤ تاسو لهٔ یو بل سره پهٔ نېكۍ اؤ پرهېزګارۍ كې مدد كوئ]. (یو بل سره پهٔ هغه څه کې مرسته وکړئ چې خدای تعالی ﷻ پرې امر کړی؛ کوم چې انسان ته ګټه رسؤي. لکه دغه ایتونه چې اوس لولئ، ددې پهٔ اړه خبره وکړئ، اول يې پخپله زده کړئ، بیا يې د خپلې کورنۍ د غړو سره پهٔ ټولنیزو رسینو کې شیر کول نهٔ بلکې پهٔ عملي کولو، أو پهٔ ویلو سره شریک کړئ، اؤ لهٔ هغه څه ځان وژغورئ چې څښتن تعالی ﷻ منعه ترینه کړې ده، هغه چې انسان ته زیان رسوي).
۳۳ — [وَلَا تَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ: اؤ د ګناه اؤ ظلم پهٔ كار كې د یو بل مدد مه كوئ]. (هغه شخص، ډله، ګوند، أو حزب یا تحریک چې بل انسان ته پهٔ هر نوم سره ضرر رسول غواړي، پهٔ هر نوم سره یا هدف سره تیری کول غواړي؛ مرسته ورسره مه کوئ، ځکه تاسو یې بیا وروسته ضرر پهٔ خپل ژوند کې پهٔ خپلو سترګو خامخا وینئ).
۳۴ — [وَٱحْفَظُوٓا۟ أَيْمَـٰنَكُمْ: كله چې تاسو قسم وخورئ نو تاسو د خپلو قسمونو حفاظت وکړئ]. (د خپلې خولې څخه پهٔ وتلې خبره باندې وفا کوئ).
۳۵ — [وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ إِذَا عَـٰهَدتُّمْ: اؤ تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ]. (هغه وعدې چې خاص خدای تعالی ﷻ پهٔ کې یادوئ وفا پرې اړینه ده).
۳۶ — [وَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ: اؤ تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ]. (قرارداد، خرید و فروش، دفتري وخت، اؤ پهٔ نورو مالي تعاملاتو کې پوره حق ورکوئ، د خلکو هیڅ ډول حق مه خورئ).
۳۷ — [وَزِنُوا۟ بِٱلْقِسْطَاسِ ٱلْمُسْتَقِيمِ: اؤ تاسو پهٔ برابرې تلې سره تول كوئ]. (معامله کول چې پهٔ کوم معیار اؤ انډول وي، هغه معامله باید پهٔ هماغه تول پوره اؤ برابره وي).
۳۸ — [وَكُونُوا۟ مَعَ ٱلصَّـٰدِقِينَ: اؤ لهٔ رښتینو سره ملګري شئ]. (یوازې پهٔ خوله نهٔ بلکې پهٔ ټوله مانا سره سم اؤ ریښتوني خلک وګرځئ).
۳۹ — [كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ بِٱلْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَوِ ٱلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ: شئ تاسو قايم اوسېدونكي پهٔ انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور و پلار اؤ د نژدې خپلوانو پهٔ خلاف وي]. (هیڅ چاته اجازه مه ورکوئ چې بل انسان ته د هغه، هغه حق چې څښتن تعالی ﷻ اؤ انساني قانون ورکړی دی یو بل څوک يې ورله وخوري، ولو که دغه حق خوړونکي خلک تاسو ته پهٔ وینه، ریشته، دین، مذهب، ټبر اؤ قرابت کی هر څومره نیږدی وي مه یې پریږدئ چې د بل انسان حقوق وخوري).
۴۰ — [ٱدْخُلُوا۟ فِى ٱلسِّلْمِ كَآفَّةًۭ: پهٔ اسلام كې پوره پوره داخل شئ]. (د یوه مسلمان پهٔ حیث پهٔ اسلام کې ټولو انساني حقوقو اؤ انساني مسؤلیتونو ته ژمن اوسئ اؤ پوره يې عملي کړئ. چاته ضرر مه رسوئ، داسې نه کیږي چې د اسلام یوه برخه یې ومنئ اؤ بله یې ونه منئ).
زما د ایمان اؤ د کلیمې ورنو! زما ښایسته کلیوالو! همدا اسلام دی، اؤ قرآني اسلام همدغه دی کوم چې تاسو ولوستو. قراني اسلام پهٔ خپل ذات کې د چا سره هيڅ ډول ټکر نلري، بلکې دا ځینې د اخـ ـ وندانو څخه متاثره خلک دي، اؤ د هغو ګډوډ مـ ـذهبي روآیتونه دي چې پخپلو غلطو خبرو اؤ روايتونو سره يې یوکړکیچ، ټکر اؤ يو ستر ناورين جوړ کړي دی. د کوم پر مټ چې نن يو عادي مسلمان د نړۍ پهٔ هر کونج کې رسوا اؤ د پوښتنې لاندې راځي. اؤ دا همدغه استخباراتي اخوندان دي چې ددوئ د کړنو پهٔ وجه ځوانانو الحاد ته مخه کړې ده اؤ مطبوعاتو بیا د دغو آخوندانو د غلطو خبرو پهٔ وجه د ښو مسلمانانو خلکو رسوايۍ ته مخه کړی ده.
نن همدومره، (د غيبت، بدګمان اؤ تهمت اؤ پهٔ روآیتونو (او پهٔ فقهو اؤ فتوو) کې د دین پهٔ نوم سره وژل اؤ لهٔ خلکو د هغو ژوند اؤ د هغو د حقونو اخیستلو) بله برخه بیل ځلې انشاء الله تعالی ﷻ.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څه چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یؤه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نهٔ). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیربندهفقیر