د حرام د ټکي پهٔ کارولو سره پهٔ قرآنکريم کې یوازې ۱۴ څوارلس + ۲ دوه شیان حرام کړی شؤي دي!

دا چې د څښتن تعالیۚ پهٔ نېز دین یوازې اسلام دی. د يوې بېلګې پهٔ توګه دې ایت شریف ته ورسره متوجه شئ — [إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُۗ: پرته لهٔ هېڅ شک څخه د څښتن تعالیۚ پهٔ وړاندې (معتبره، غوره، منلی شؤی قانون اؤ) دین د اسلام دین دى]. [آل عمران:۱۹].
کهٔ د څښتن تعالیۚ لهٔ لوري هر یؤ کتاب اؤ هره یؤه صحیفه د الهي دین پهٔ نوم سره راغلې ده، خو پهٔ دغه صحیفې یا کتاب کې به یې دین یوازې هماغه اسلام ؤي؛ د کوم دین مانا چې [سلم/أسلم] یانې امن ؤي. اؤ پهٔ کوم دین کې چې امن نهٔ ؤي هغه بیا د څښتن تعالیۚ مبارک دین نهٔ دی اؤ نهٔ کېدای شي. یانې یؤازې څښتن تعالیۚ ته تسلیمیدل، بیا یؤازې د هغه ﷻ پهٔ حکمونو، اؤ امرونو باندې پهٔ عمل کولو سره هغه ﷻ ته تسلیمیدل، اؤ بیا یؤازې د هغه څۀ څخه د حرام پهٔ نوم سره ځانساتنه ده چې هغه ﷻ پخپل حکمت سره پهٔ خپلو ټولو کتابونو کې حرام بللي دي اؤ همدا ځانساتنه حقیقي اؤ قرآني اسلام دی اؤ د همدغسې تسلیمیدلو پهٔ پایله کې یا پهٔ همدغه دین کې بیا لهٔ آدم (؏) څخه تر، نوح (؏)، تر ابراهیم (؏)، تر موسی (؏) اؤ تر عیسی (؏)، اؤ تر جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) اؤ تر ننه ټول خپروونکي اؤ منوونکي یې کټمټ داسې مسلمانان وو لکه مونږه چې څرنګه ځانونه مسلمانان بولو؛ هغوئ هم لهٔ یوې مخې د څښتن تعالیۚ پهٔ سپېڅلي کتاب کې مسلمانان بللی شؤي دي. لهٔ لسهاوو بېلګو څخه دې بېلګو ته متوجه شئ چې وایې:
نوح (؏) — [وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ: اؤ ما (نوح) ته دا امر (حکم) شؤی دی چې زهٔ لهٔ مسلمانانو څخه شم]. [یونس:۷۲].
ابراهيم (؏) — [مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ: ابراهيمؑ نه یهودی ؤ اؤ نه نصرانی ؤ؛ بلکې هغه (ابراهيمؑ) حنیف (لهٔ هر باطل څخه حق ته مایل موحد) مسلمان ؤ، اؤ هغه (ابراهيمؑ) لهٔ مشرکانو څخه نه ؤ]. [آل عمران:۶۷]. (مشرک مخکې واضحه شو، پهٔ حنیف بیا وروسته خبرې کوو).
اسماعیل (؏) — [وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ: اؤ (یاد کړه) کله چې ابراهيم اؤ اسماعيلؑ د کور بنیادونه پورته کؤل، (نؤ دعا یې کوله:) اې زمونږ ربه! (دا خدمت) لهٔ مونږ څخه قبول کړه، بېشکه هم ته ښه اورېدونکی (اؤ) ښه پوهېدونکی یې. اې زمونږ ربه! اؤ مونږ دواړه خاص تا ته غاړه اېښودونکي (مسلمانان) کړه، اؤ زمونږ لهٔ اولادې څخه یؤه ډله خاص تا ته فرمانبردار (مسلمانان) جوړ کړه، اؤ مونږ ته زمونږ مناسک وښایه اؤ زمونږ توبه قبوله کړه، بېشکه هم ته ډېر توبه قبلوونکی (اؤ) خورا رحم کوونکی (مهربان) یې]. [البقره:۱۲۷-۱۲۸].
یعقوب (؏) — [وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ * أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لهٔ مُسْلِمُونَ: اؤ ابراهيمؑ خپلو زامنو ته د دې وصيت وکړ اؤ يعقوبؑ هم (خپلو زامنو ته همدا وصيت وکړ، چې) اې زما زامنو! بېشکه څښتن تعالیۚ ستاسو لپاره (همدا) دین غوره کړی دی، نؤ تاسو باید وفات نشئ مګر پهٔ داسې حال کې چې تاسو مسلمانان یاست. آیا تاسو (هغه وخت) حاضر وئ کله چې یعقوبؑ ته مرګ راغی؟ کله چې هغه (یعقوبؑ) خپلو زامنو ته وویل: تاسو به لهٔ ما وروسته د څۀ شي عبادت کوئ؟ هغوی (زامنو یې) وویل: مونږ به ستا د معبود اؤ ستا د پلرونو ابراهيمؑ، اسماعيلؑ اؤ اسحاقؑ د معبود عبادت کوو، چې یو (یوازینی) معبود دی، اؤ مونږ هماغه (څښتن تعالیۚ) ته مسلمانان (تسلیمېدوونکي) یو]. [البقره:۱۳۲-۱۳۳].
یوسف (؏) — [رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ: اې زما ربه! تا ما ته ؤاکمني راکړه؛ اؤ ما ته دې د خوبونو تعبیر اؤ تفسیر راوښود؛ اې د اسمانونو اؤ ځمکې پیدا کوونکیه! پهٔ دنیا اؤ اخرت کې هم ته زما کارساز (دوست، سرپرست) یې، ته مې پهٔ مسلمانۍ (اسلام) سره وفات کړه اؤ ما لهٔ نېکانو (صالیحانو) سره یو ځای کړه]. [یوسف:۱۰۱].
موسی (؏) — [وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ: اؤ موسٰی (؏) وویل: اى زما قومه! کهٔ چېرې تاسو (داسې) یئ چې پر څښتن تعالیۚ مو ایمان راوړى دى، نؤ خاص پهٔ هغه (څښتن تعالیۚ) باندې توكل وكړئ کهٔ چېرې تاسو (ؤرته رېښتیا غاړه ایښې ؤي اؤ) مسلمانان یاستئ]. [يونس:۸۴].
د فرعون سره هغه جادوګر چې فرعون ته مخاطب وو — [وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا ۚ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ: اؤ ته لهٔ مونږ څخه یوازې پهٔ دې خبره انتقام (بدله) اخلې چې کله مونږ ته زمونږ د رب ایتونه (نښې؛ نښانې) راغلې نؤ مونږ پرې ایمان راوړ. اې زمونږ ربه! پر مونږ صبر (زغم، استقامت) راووروه اؤ مونږ ته د مسلمانۍ (اسلام) پهٔ حالت کې وفات راکړه]. [الاعراف:۱۲۶].
د عیسی (؏) مخلص ملګري (حواریون) — [فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ: نؤ کله چې عیسیؑ لهٔ هغوی څخه کفر (انکار) محسوس کړ، (نؤ عیسیؑ) ويې ويل: څوک دي د څښتن تعالیۚ پهٔ لاره کې زما مرستندویان (یا ملګري)؟ حواریینو (د عیسیؑ مخلصو ملګرو) وویل: مونږ د څښتن تعالیۚ (د دین) مرستندویان یو، مونږ پر څښتن تعالیۚ ایمان راوړی دی اؤ (اې عیسی!) ته ګواه اوسه چې بېشکه مونږ (فرمانبرداره) مسلمانان یو]. [آل عمران:۵۲].
اؤ اؤ اؤ … دغسې ایتونه پهٔ قرآنکريم کې خورا ډېر دي چې لهٔ مونږ پرته پخوانيو پهٔ کې د مسلمانانو خطاب شؤی دی. آن تر دې چې فرعون هم وغوښتل چې مسلمان شي [آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ: چې بني اسرائیلو پرې ایمان راوړی ؤ، اؤ زهٔ (فرعون هم) اوس د مسلمانانو لهٔ ډلې څخه يم]. [یونس:۹۰]. ځکه چې فرعون پهٔ دې پوهه شؤ چې څښتن تعالیۚ هغه ذات دی چې مسلمانان یې د مسلمان پهٔ نوم سره نومولي دي اؤ پهٔ رېښتیا سره چې څښتن تعالیۚ هماغه ذات دی چې پهٔ نؤرو کتابونو کې یې هم، اؤ پهٔ دې قرآنکريم کې یې هم مسلمانان د مسلمان پهٔ نوم سره نومولي دي [هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ: اؤ پهٔ دې (قرآنکريم) کې ستاسو نوم مسلمانان اېښودل شؤی دی]. [الحج:۷۸].
بیا لهٔ آدم (؏) څخه ؤروسته تر ننه پورې د وخت پهٔ تناب سره څښتن تعالیۚ د مخکینیو، ورپسې نؤرو انسانانو لپاره، اؤ د یهودو، د عیسایانو، د محمدي امت لپاره جلا جلا یا مختلف مختلف دینونه نهٔ دي رالیږلي. بلکې پهٔ دغه یؤه دین کې يې دننه د هر چا لپاره یؤه جلا تګلاره، یا شرع، یا شريعت، یا تشریع، اؤ یؤ جلا جلا منهج جوړ کړی دی چې د خپل ژوند چارې پرې مخکې یوسي اؤ د انسانانو خبرو یا د انسانانو نؤرو کتابونو ته تسلیم نهٔ شي چې لهٔ خپلې ناپوهۍ څخه ؤرته انسانان هر زینت اؤ هر څۀ حرام وګرځوي. ځکه دا د حرام ګرځول صلاحیت پرته د څښتن تعالیۚ څخه د بل هېڅ چا سره نشته دی چې الهي زینت یؤ حرام کار وګرځوي.
دین خو یؤ دی، خو پهٔ دین کې بیا هر څوک خپله خپله شرعه لري، شرعه بیا پهٔ یؤه منهج ولاړه ؤي، بیا د هر شریعت د مؤمنانو مناسک د دغه منهج پهٔ مناسکو کې پراته ؤي.
— دین: دستور ته وایې؛ چې پهٔ سورت یوسف کې د (في دین الملک) برخه درته د دين تصور ښه برابرولی اؤ روښانه کولی شي. دین پهٔ قرآنکريم کې یؤه لویه الهي منظومه ده چې د هر انسان لهٔ خپل رب، لهٔ کائیناتو، لهٔ خلکو اؤ لهٔ مخلوقاتو سره د اړیکو پورې اړونده هره هڅه اؤ هر څۀ پکې شامل دي اؤ د الهي دین، د دین د منهج، د جزاء اؤ د حساب، اؤ حتیٰ د بادشاه د انساني قانون پهٔ مانا اؤ پهٔ ؤرته نؤرو ماناګانو سره د دین ټکی پهٔ قرآنکريم راغلی دی. خو کهٔ د دین اړوند ټکي پهٔ قرآنکريم کې ولټول شي دا جوته کیږي چې پهٔ د دغه قانون پهٔ چوکاټ کې د دغه مؤمن د ژوند یا د هر څۀ خلقت لهٔ کومه ځایه اؤ څرنګه پېل شؤی دی، اؤ هره یؤه سرچېنه لهٔ قرآنکريم څخه پهٔ خبرو نهٔ بلکې پهٔ علم اؤ پوهې سره پېدا کیږي. خو اوس د دین د ټکي د مختلفو ماناګانو یؤ څو بېلګې:
الهي دین — [إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ]. [آلعمران:۱۹].
دین اؤ د منهج — [لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ]. [کافرون:۶].
جزاء اؤ حساب — [مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ]. [الفاتحه:۴].
د انسانانو د ټولؤاک اؤ د وګړو د بادشاه قانون [مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ]. [یوسف:۷۶].
— مناسک: پهٔ قرآنکريم کې د انسانانو هغه مشخص اؤ څرګنده عبادتي اعمال دي چې پهٔ یؤه دین باندې یؤ مؤمن یې ترسره کؤي. هغه کهٔ پهٔ قرآنکريم باندې د یؤه مؤمن دیني مناسک ؤي اؤ کهٔ د نؤرو انسانانو یا د نؤرو دینونو پورې د اړوند وګړؤ مناسک ؤي چې زمونږ سره یا مونږ یې ترڅنګ ژوند کوو.
پهٔ قرآنکريم باندې د مؤمنانو دیني مناسک [فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا]. [البقرة:۲۰۰].
هغه چې زمونږ سره یا مونږ یې ترڅنګ ژوند کوو د هغو مناسک [وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا…]. [الحج:۳۴].
— شریعت: پهٔ قرآنکريم کې د دین اؤ د مناسکو د څرګندوالي قانوني اؤ تشریعي برخه ده. خو د شریعت کلمه پهٔ قرآنکريم کې یوازې یو ځلې د "شِرْعَة" پهٔ بڼه راغلې، اؤ دا هغو واضحه اؤ ټاکلو الهي احکامو اؤ قوانینو ته اشاره کؤي چې څښتن تعالیۚ د ټولو انسانانو د ژوند د تنظیم لپاره رالېږلي دي؛ اؤ یؤ واضح اؤ قانوني منهج دی چې باید د هر انسان لهٔ اړخه پهٔ خپل خپل منسک کې تعقیب شي.
شرع یا شرعه — څه قوانین یا احکام چې وي هغهٔ ته شرعه وایې، کوم چې د څښتن تعالیۚ لهٔ اړخه الهي شرعه ده، الهي شرعې ډیرې دي، مثلا محمدي شرعه، د موسی (؏) شرعه، د عیسی (؏) شرعه اؤ وغیره وغیره... چې زمونږ دین اؤ پهٔ کې شرعه یې د ټول خلاصه ده.
[لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ…: اؤ مونږ پهٔ تاسو كې د هر یؤه لپاره یو جلا، جلا دستور (منهج) اؤ لاره (تګلاره یا شرع یا شريعت) ټاكلې (مقرر) كړې دی، اؤ کهٔ چېرې څښتن تعالیۚ غوښتلى، نؤ تاسو به يې ټول خامخا یؤ امت ګرځولي وی]. [المائدة:۴۸]. یانې اؤ بیشکه مونږ ګرځولی هر یو امت لره یؤ شریعت د عملي قواعدو اؤ تګلاره ښکاره چې هغوی پرې تللی شي، اؤ کهٔ چیرته څښتن تعالیۚ غوښتلی وی چې پهٔ دنیا کې ټول انسان یواځې یه یؤه شـریعت یا ټول انسان پهٔ یؤه منهج وی نؤ خامخا به یې دا کار کړی وی؛ [خو ده ﷻ دغسې اونه کړ]. [المائدة:۴۸]. همدغه د الهي دستورونو جلاوالی یا د تګلارو تعدد د همدې نړۍ یؤ ستر ښایست دی، خو کهٔ څوک ؤرته د ښایست پهٔ سترګه وګوري نؤ هله.
اؤ همدغسې — نهج یا منهج: پهٔ قرآنکريم کې د شریعت د پلي کولو عملي لاره ده، چې د دین څخه د اخېستل شؤي شریعت پهٔ چوکاټ کې راځي [المائدة:۴۸]. منهج یا د نهج کلمه هم پهٔ همدې ایت کې د شریعت سره یوځای راغلې ده، اؤ دا هغې واضحې اؤ ښکاره لارې ته اشاره کوي چې تعقیب کیږي.
اوس کهٔ مذهب ته راشو، نؤ د مذهب یا د مذهبونو کلمې پهٔ قرآنکريم کې نهٔ دي ذکر شؤي؛ یا د "مذهبونو" اصطلاح پهٔ خپلې اصطلاحي معنی سره چې (د ځانګړو فتوو، اؤ روايتونو، یا د عقیدتي مدرسو پورې تړاو ولري هم) پهٔ قرآنکريم کې دغسې څۀ نه دي راغلې. ځکه قرآنکريم د هر څۀ لپاره عمومي اصول وضع کوي؛ اؤ وحدت ته اؤ د څښتن تعالیۚ پهٔ رسۍ د منګولو ټینګولو ته بلنه ورکوي، اؤ د فکرنو د تنوع څخه قرآنکريم هیڅکله هم منعه نهٔ کوي؛ بلکې قرآنکريم د تفرقې څخه خبرداری ورکوي اؤ د تفرقې څخه منعه هم کؤي. هر هغه څوک چې پهٔ خپله ټولنه کې هر یؤ مذهب یا پهٔ یؤه مذهب کې دننه هر یؤ فکر؛ داسې فکر چې یؤازې پهٔ کې دغه عقېدتمند خپل ځان پهٔ حقه وګڼي، اؤ نؤر ټول فکرونه بې دلیله، بې ثبوته، اؤ بې تیورۍ پهٔ ناحقه وګڼي (اؤ مهم اؤ د انسان د ترقۍ علوم اؤ وسایل مباح؛ د انسانانو هغه فردي ازادي چې څښتن تعالیۚ ورکړې یؤ مذهب یا یؤ فکر یې د صلبولو کوښښ وکړي) بیا نؤ نهٔ دغسې خبرې، نهٔ دغه فکر، اؤ نهٔ دغسې مذهب د څښتن تعالیۚ پهٔ کتاب کې چېرې راغلي دی. لارې اؤ مذهبونه د قرآني لارښوونو د فهم اؤ د تشریح لپاره د منظمو بشري هڅو وروستۍ پایله ؤي. ددغې منظمو پایلو لپاره هېڅ د قرآني ایتونو شواهد نشته دی چې کوم ځانګړی مذهب پهٔ حقه وګڼي، اؤ نهٔ چېرې پهٔ قرآنکريم کې ذکر شؤي دي. برخلاف څښتن تعالیۚ د واحد دین، د واحدې رسۍ اؤ د واحد ملت ټوټکه کؤل پهٔ هر نوم سره بد یاد کړي دی. […وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ * مِنَ ٱلَّذِينَ فَرَّقُوا۟ دِينَهُمْ وَكَانُوا۟ شِيَعًۭا ۖ كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ: … اؤ لهٔ مشركانو څخه مه كېږئ * لهٔ هغو كسانو څخه چې خپل (الهي) دین يې تار پهٔ تار كړى دى، اؤ ډلې ډلې (مذهب مذهب) شوي دي، هره یوه ډله (مذهب) پهٔ هغه څه سره چې لهٔ دوى سره دي؛ ډېر پرې خوشحاله ده. [الروم:۳۱-۳۲]. اؤ بل ځای څښتن تعالیۚ فرمايي: [قُلۡ هُوَ ٱلۡقَادِرُ عَلَىٰٓ أَن يَبۡعَثَ عَلَيۡكُمۡ عَذَابٗا مِّن فَوۡقِكُمۡ أَوۡ مِن تَحۡتِ أَرۡجُلِكُمۡ أَوۡ يَلۡبِسَكُمۡ شِيَعٗا وَيُذِيقَ بَعۡضَكُم بَأۡسَ بَعۡضٍۗ ٱنظُرۡ كَيۡفَ نُصَرِّفُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَفۡقَهُونَ: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره! هغه ﷻ پهٔ دې واکمن (قادر) دى چې لهٔ پاسه (پورته) يا لهٔ پښو لاندې (کښته) مو كوم عذاب درباندې راولي (راولېږي)، يا مو (د خپل عذاب پهٔ پایله کې) پهٔ ډلو ډلو (بېلو، بېلو ناسمؤ ډلو، یا پهٔ ناسم مذهب مذهب جوړولو) كې سره ګډوډ كړي (هره ډله به پهٔ بلې ډلې وځوروي) اؤ ځينو ته د ځينى نورو د عذاب خوند (مزه به) وروڅكي، ته وګوره مونږ ایتونه پهٔ څنګه انداز كې بیانوو (اړوو)، د دې لپاره چې دوى پوهه شي]. [الأنعام:۶۵].
مذهب لهٔ ذهب څخه دی، پهٔ قرآنکريم کې د مذهب معادل یا مترادف ملت دی، کله چې ملت پهٔ یو نهٔ یو ډول غاړې ته شي مذهب مینځ ته راځي. ملت هغهٔ کړنلاره یا اپروچ دی چې د دیني متنونو چلند یا بڼه ده چې پر مټ هغهٔ موخې یا اهداف ترلاسه شي کوم چې څښتن تعالیۚ لهٔ یؤه انسان څخه غوښتې دي. مذاهب د انسانو پهٔ شخصي اجتهاد یا رایه ولاړ وي. هر یو يې یو مشخصه تګلاره غوره کړي وي چې نور ترېنه متاثر وي، خو څښتن تعالیۚ وایې که تاسو د ابراهیم (؏) پرته د بل چا پهٔ منهج لاړئ ، نو بیا سفیه یا لهٔ خپل مصلحت څخه به ناخبره یاست. مثلا یو مذهبي انسان ویټامن ډي ته ضرورت لري، خو دی ویټامن سي خوري، دې خو ویټامنونه خوري، خو نهٔ ده ګټه رسوي، أو نهٔ دې پهٔ سمه صحي لاره روان دی. که کوم انسان د خدای تعالی ﷻ د عبادت لپاره یوه مشخصه بڼه غوره کړي وي، ته لهٔ دغه شخص د لارې څخه امپرس یا متاثره شوی يې، أو دلته دې د ابراهیم (؏) د لارې سره یوه بله لاره جوړه کړی. یو مسلمان قرآنکريم لري، رول ماډل یا امام چې متابعت یې وشي هغهٔ پهٔ قرآنکريم کې ابراهیم (؏) دې، اوس که څوک بل امام یا لاره نیسې دغه سړی ورک دی.
د انساني فکرونو، مذهبونو، اؤ ډلو پهٔ شخصي یا ډلیز فکر سره نهٔ! بلکې د هماغه الهي شریعتونو، تګلارو اؤ منهجونو پهٔ مجموعه کې یانې پهٔ همدغه یکې یؤ الهي دین کې بیا ځینو شیانو ته حرام ویلی شؤي دي. اؤ فطرتي منعه ورڅخه شؤې ده، اؤ ناوړه یا بد ؤرته کتل شؤي دي. دغه ډؤل کوم بد یا ناوړه محرمات چې پهٔ قرآنکريم کې د حرامو یانې د نهٔ اقتراب یا د نهٔ اجتناب پهٔ ټکو سره نهٔ بلکې د حرام پهٔ ټکي سره یاد شؤي دي د هرې یوې کړنې د ترسره کولو څخه منعه یې د حرامو پهٔ ټکي سره حرامه کړی ده، اؤ پهٔ تورات اؤ انجیل کې چې کوم څۀ پهٔ "ټېن ۱۰ کمنډمېنټ" سره یادیږي پهٔ قرآنکريم کې یې مجموعه څوارلس ټکي دي. یانې پهٔ چین، جاپان، هندوستان، کوريآ اؤ پهٔ نوره نړۍ کې هم منعه دي. یانې پهٔ یؤه نهٔ یؤه ډؤل دغه الهي محرمات د نړۍ پهٔ هغه بې باورو هیؤادونو کې چې دین یې د اساسي قانون برخه نهٔ ده هلته هم پهٔ یؤه ډؤل سره حرام دي. یانې د نړۍ دا نور خلک هم دغه قرآني محرمات کهٔ د الهي محرماتو پهٔ توګه نهٔ پیژني، خو دغه ډؤل کارونه ناوړه، یو ډول حرام، اؤ بد ګڼي، اؤ د کولو څخه يې سخته ډډه کوي. اؤ دغه ډډه کؤل، کهٔ د دوئ د نورو مذهبي کتابونو پرمټ ؤي لکه د هندوانو (ویداس)، د زرتشتو (اویستا)، د بودایانو (ټیپټآکا)، د کونفیوشینزم یا کونفیشیانو (شیشووجینګ)، وغیره. اؤ کهٔ د چا د صحیفو پر مټ ؤي لکه د آدم (؏) د (كنزا ربا) صحیفه. خو پایله یې داده چې الهي محرمات پهٔ هر دین، باور، قانون، اؤ پهٔ انساني فطرت کې حرام دي. (پهٔ تاسو کې به شاید ځینې پوښتنه وکړي چې کنزا ربا یانې څۀ؟ نؤ "كنزا ربا" چې پهٔ آرامي (ماندیک، یا مندائيه) ژبه دی، اؤ مانا یې (ستره خزانه یا عظیم کنز) ده. نني صابئان یې تر ټولو پخوانې، اؤ ډیر مقدس کتاب ګڼي. نني صابئین چې پهٔ "بلاد الرافدين" یا پهٔ "ما بين نهرين" کې چې د دجلې اؤ د فرات د سېندونو پهٔ مینځ کې ژوند کولو، کوم چې د ننې تقسیم پهٔ اساس پهٔ عراق، سوريا، اؤ تركيه کې واقع دي. ددوئ پهٔ باور د (كنزا ربا) کتاب د آدم (؏)، (د ادم (؏)، اؤ نوح (؏) د ځامنو)، شیث (؏)، اؤ سام (؏) د درېواړو د صحیفو یؤه پوره مجموعه ګڼي چې پهٔ ۶۲ سورتونو، اؤ ۶۰۰ صحیفو کې يې راټوله کړې شؤې ده چې د متن یوه برخه یې داسې ده: "د ستر ژوندي پهٔ نوم، چې هغه خدای دی، د رڼا د عالمونو پاچا، غالب، بډایه، اؤ ډېر زیات بخښونکی دی...."].
بېرته به خپلې خبرې ته راشو. اؤ کهٔ دغه حرام د یو چا د پارلماني، اؤ اساسي قوانینو پرمټ هم بند ؤي؛ اؤ کهٔ انسانان یې د خپل وجدان اؤ د ضمیر پرمټ نکوي؛ کهٔ د چا کولتور یې بد ګني؛ اؤ کهٔ نورې ؤجې ؤي. خو دغه ځانساتنه د څښتن تعالیۚ لهٔ اړخه د انسانانو پهٔ فطرت کې لهٔ وړاندې پري (انسټال) یا (پري بیلټإن) ؤه اؤ پهٔ انسانانو کې لهٔ دغو محرماتو څخه ځانساتنه یؤه فطري کړنه ؤي، یانې [فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا: ترجمه]. اؤ دغه قرآني حرام کړی شؤي شیان بیا یوازې د کوم خاص عصر یا زمان پورې منحصر نهٔ ؤي. بلکې دغه الهي حرام کړی شؤي شیان "شمولي" هم ؤي اؤ "ابدي" هم ؤي. "شمولي" یانې د نړۍ ټول انسانان پهٔ دغه محرماتو کې شامل دي اؤ هر یؤ انسان پهٔ دغه الهي قانون کې خپل ځان شامل ګڼي اؤ پهٔ یؤه نهٔ یؤه ؤجه یا ډؤل سره ترېنه ځان ساتي. "ابدي" یانې د نړۍ د اولني بشر یا انسان څخه (چې بشر اؤ انسان پهٔ قرآنکريم دوه جلا ټکي دي، اؤ دوه جلا ماناوې لري) به دغه محرمات تر اخریني انسانه اؤ آخرني عصره یا زمان پورې دغه حرام، همدغسې الهي حرام کړی شؤي شیان پاتې ؤي.
د دغه محرماتو پهٔ اړه مثالونه خورا ډېر دي خو اوس به دا مثالونه کافي ؤي چې:
پهٔ ټوله نړۍ کې هیڅوک هم نهٔ غواړي اؤ هیڅ ډول قانون هم نشته دی چې — د (يتیم مال خوړل) روا وګڼي؛ یا د محرمو سره (لور، خور، وغیرو) سره واده، نکاح یا کوروالې یؤ قانوني کار وګرځوي. انسانان کهٔ پهٔ هر دین، مذهب، فکر، یا باور ؤي؛ خو تر قیامته به هر انسان خپلې خور ته د خور اؤ لور ته د لور پهٔ سترګه ګوري، اؤ پهٔ بل هر نظر به ؤرته کتل منعه، بد، اؤ حرام ګڼلی کېږي.
یا د (د خوګ د غوښې خوړل) جبري عمل وګرځوي. اؤ داسې هیڅ قانون به جوړ نهٔ شي چې د خوګ د غوښې خوړل دې پهٔ انسانانو جبري کړي اؤ یا دې ورله نهٔ خوړل جبري کړي. ځکه د خوراک دغه ؤاک د هر انسان خپل دی.
وو دا هم پهٔ یاد لرئ چې د دغه محرماتو څخه د ځان ساتنې لاره د حق اؤ د څښتن تعالیۚ لاره ده، خو هر انسان پهٔ دغه حق اؤ دغه لاره کې یؤ آزاد اؤ یؤ خودمختاره انسان دی [وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ...: (ته پهٔ ډاګه دوئ ته ووایه ای پیغمبره!) چې دغه حق دى ستاسې د رب لهٔ لوري، اوس که د چا زړه غواړي ودې مني (ايمان دې پرې راؤړي) اؤ که د چا زړه غواړي منكر دې شي ترینه (یانې پهٔ خپل زړه اؤ خپلې فیصلې سره دې پرې کفر وکړي)]. [الكهف:۲۹]. پهٔ همدغه یؤ څو مثالونو کې ذکر شؤي فطرتي منعه یا پهٔ دغه لېست کې یؤ څۀ ته بد کتل پهٔ حقیقت کې قرآني محرمات دي اؤ دا ډؤل محرمات پهٔ قرآنکريم کې ډېر کم اؤ ډېر محدود دي.
هغه کوم څوارلس شیان چې څښتن تعالیۚ پهٔ قرآنکريم کې حرام کړي دي، همدغې ته پهٔ قرآنکريم کې [صراط مستقیم] وایې؛ اؤ مونږ یې پهٔ هر لمانځه کې څو څو ځله یادوو چې [اهدنا الصراط المستقيم]. اؤ ځکه یې یادوو چې څښتن تعالیۚ د همدغه محرماتو څخه ځانساتنې ته پهٔ خپل کتاب کې د سمې لارې یا د [صراط مستقیم] خطاب کړی دی. خو خواهش یا نفسي شیطان د یؤه غله پهٔ څېر پهٔ همدغه مستقيمه یا سېده لاره کې ناست ؤي، اؤ وګړي ترینه بې لارې کوي، هغهٔ هم کله کله د شیطاني خبرو، فتوو، اؤ روآیتونو پهٔ نوم سره [شَيَاطِينَ الْإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا]. لکه نن چې پهٔ ټولنو کې د ځېنو انسانانو خبرې د نؤرو انسانانو د مرګ، د مالونو اؤ د روزۍ د سرچینو د لوټلو لپاره د جواز فتوې ورکوي، اؤ یا پهٔ خپلو مذهبي خبرو سره د انسانانو زورول غواړي، وغیره وغیره…
جمعه دوه — (۱) [وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ ٱلْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًۭا: اؤ پر تاسو باندې د وچې (ځمکې) ښكار تر هغه وخته حرام دى تر څو پورې چې تاسو پهٔ احرام (په حرامو میاشتو) كې یاست]. [المائدة:۹۶]. خو دا حرام یوازې د حرم شریف، یا د مکې مکرمې د ساحي پورې مربوط نهٔ دي. بلکې پهٔ دغه حرامو میاشتو کې کوم چې پهٔ اصل کې د حیواناتو د تکاثر، یا د زیږون، اؤ یا د ډېروالي وخت دی، پهٔ همدغه میاشتو اؤ وخت کې ښکار کؤل یو ډؤل حرام کار ځکه دی چې د محیط زیست مسئله ده، اؤ د حیواناتو نسلونه پهٔ دغه خاص وخت کې د ښکار پهٔ وجه یا لمنځه ځي، اؤ یا د جدي ګواښ سره مخ کیږي. اؤ یؤه محسن انسان ته څښتن تعالیۚ دا امر کړی چې پهٔ دغه حساس وخت کې لهٔ ښکار څخه ډډه وکړي (مسلم، مؤمن اؤ محسن بیا وروسته واضحه کوو). خو متاسفانه چې د ځينې انسانانو انساني فتوې، اؤ روآیتونه د حیواناتو د تکاثر دا خبره سمه نهٔ ګڼي، اؤ نهٔ پهٔ دغه وخت کې ښکار کؤل هېڅ منعه نهٔ بولي. اؤ همدغه ؤجه ده چې د نړۍ پهٔ نؤرو سیمو کې رنګارنګ حیوانات لا تراوسه پورې هم پاتې دي؛ خو زمونږ پهٔ سیمه کې د مختلفو حیواناتو نسلونه یا پهٔ مکمله توګه ختم شؤي دي، یا د نړۍ نؤرو سیمو ته کوچ شؤي دي، اؤ یا د خپل ژوند د بقا پهٔ سلګیو اخته دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جمعه دوه — (۲) [ٱلزَّانِي لَا يَنكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوۡ مُشۡرِكَةٗ وَٱلزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَآ إِلَّا زَانٍ أَوۡ مُشۡرِكٞۚ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ: زناكار سړى نكاح نهٔ كوي مګر لهٔ زناكارې، یا مشركې ښځې سره؛ اؤ زنا كاره ښځه نكاح نهٔ كوي مګر لهٔ زناكار، یا مشرك سړي سره؛ اؤ پهٔ مومنانو باندې دغه کار (د مشرک، مشرکې، زانيې اؤ زاني نكاح) حرام كړى شؤي دي]. [النور:۳]. د زانيې اؤ زاني ؤجه خو ښکاره ده (اؤ هغه داده چې دوئ د خلکو د سترګو وړاندې پهٔ علني ډؤل سره جنسي اړیکه نیول غواړي یا یې نیولي ؤي اؤ د څلورو یا د څلورو څخه زیات ګواهان پرې موجود ؤي). اؤ بې لهٔ شکه چې (زنا لهٔ شروع څخه غټه بې حیايي ده اؤ یقینا دا د بدۍ هغه اخري حد دی چې د دې پهٔ وجه د انسانانو نسبونه ګډوډیږي) همدغه پهٔ ښکاره زنا ډیر ناوړه کار هم دی اؤ ډیره بده لار هم ده (او د دې لارې پهٔ ؤجه پهٔ انسان باندې د څښتن تعالیۚ عذاب هم راځي چې ژوند یې د تهمتونو څخه ډک ؤي اؤ د خپلو عملونو پهٔ ؤجه رنځیږي هم).
دا چې زنا کاران د خپلې بې حیایۍ لهٔ ؤجې د څلورو یا د څلورو څخه د زیاتو ګواهانو پهٔ شتون کې خپل دغه ناوړه عمل ترسره کوي اؤ پهٔ ټولنه کې بې حیایې خپروي اؤ انساني نسل ته زیان هم رسؤي دا خبره خو جووته ده. خو ولې مشرک؟ ځکه مشرکین تل پهٔ خپلو ټولنو کې د خلکو د غولولو لپاره لهٔ ځان څخه د الهي تقدس څآدر راچاپیروي. اؤ بیا زناکار اؤ مشرک د (الهه هواه)، یا د خپلو خواهشاتو څخه یا د خپلو خواهشاتو مطابق یؤ جلا خدای ځانته جوړؤي. دوئ بیا یوزاې د خپلو هغه خواهشاتو خبره مني چې دوئ د خپلو دغو خواهشاتو لپاره یؤ بل جلا خدای ځانته جوړ کړی ؤي چې هم ؤرته پهٔ شرک اؤ هم ؤرته پهٔ بدو کړنو د دوئ همدغه خود ساخته خدای امر کوي اؤ کړنو ته یې یؤه نهٔ یؤه لاره اؤ یا دلیل تراشي. (د خود ساخته اله یا خدای خبره هم ؤروسته پهٔ درې مثالونو سره واضحه شؤی ده).
نؤ تر څو د حیواناتو د نسلونو پهٔ څېر د انسانانو اصیل نسل هم لمنځه لاړ نهٔ شي؛ د روایتي مشرک، اؤ پهٔ خپلې سیمي کې د زناکار څخه هم ځانساتنه پکار ده. چې د دې دوو پهٔ جمعې سره دغه الهي محرمات څوارلس + ۲ کیږي. خو اکثره خلک پهٔ دې نهٔ پوهیږي چې دغه [صراط مستقیم] یا د څښتن تعالیۚ دغه نیغه لاره، یا د هغه ﷻ دغه سمه لاره کومه یؤه ده. اؤ بیا عجیبه داده چې څښتن تعالیۚ لهٔ دغو څوارلسو + ۲ شيانو څخه پرته پهٔ خپل مقدس کتاب کې بل هيڅ يو شي ته حرام نهٔ دي ويلي؛ یانې بل څۀ ته یې د حرام ټکی يا توری نهٔ دی کارولی. کهٔ د حیواناتو اؤ د انساني نسل د بقا لپاره یې شپاړس ګڼئ بهتره ده، اؤ کهٔ یې څوارلس ګڼئ، نؤ بیا دغه پاتې ۱۴ حرام شیان پهٔ دې ډول دي:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته ووایه دوئي ته اي زما پیغمبره: چې تاسو راشئ چې زه ولولم (تاسو ته) هغه څۀ چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، (اؤ هغه دا) چې تاسو به:
۱ - [أَلَّا تُشۡرِكُواْ بِهِ شَيۡـٔٗا: د څښتن تعالیۚ سره به هېڅ یؤ شى شریک نهٔ ګڼئ]. هېڅ یؤ شی، مطلب هېڅ یؤ شی. مطلب پهٔ ټولو مواردو، کړنو، عبادتونو، دین، صفات، وغیرو کې به ورسره هېڅ یؤ شی شریک نهٔ ګڼئ. کهٔ دغه شراکت د څښتن تعالیۚ اؤ د هغه ﷻ د هر ډؤل ؤاک پورې اړه ولري، کهٔ د دین، د دین د تفصیل، د غیبو ویلو، د قیامت پهٔ اړه یا د قیامت د ورځې اړوند مالومات ؤي. یا د یؤ شخص د زړه عمل باندې لهٔ ځانه فیصله کؤل، اؤ یا د خپل انساني ؤاک څخه پورته تلل حرام هم دي اؤ د شرک ناوړه ډولونه هم دي.
۲ - [وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنٗا: اؤ د والدینو (مور اؤ پلار) سره به ښه اؤ احسان كوئ]. احسان نېکۍ کولو ته، غوره چلند ته، ښه سلوک ته، مینې ته، شفقت ته، پاملرنې ته، پالنې ته، د مقام درناوي ته، اطاعت ته، پهٔ نرمۍ خبرې کولو ته، د نفقي اؤ اړتیاوو پوره کولو ته، اؤ ښېګڼې ته هم وایې. پهٔ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ ټکي کې د وَ توری (واو) د عطف لپاره دی اؤ پهٔ والدینو باندې یا د والدینو سره احسان کؤل یؤ لهٔ سترو اؤ مهمو قرآني دیني فرایضو څخه شمیرل کیږي. د والدینو سره ډېره نیکي پکار ده، د قدر اؤ د احترام ترڅنګ یې د ژوند د ټولو ضرورتونو خیال وساتل پکار دي، اؤ تر وسه پورې د هغوئ هر ډؤل سمې اړتیاوې یې ورپوره کؤل پکار دي. کهٔ دغسې اونه شؤ اؤ لهٔ دغه احسان څخه چې څښتن تعالیۚ پرې امر کړی دی ترېنه سرغړونه وشوه، نؤ سمدستي پهٔ هغه حرامو کې انسان واقع کیږي چې څښتن تعالیۚ ترېنه منعه کړې ده.
مهمه یادونه! پهٔ قرآنکريم کې یؤ ځل نهٔ بلکې څلور ځله کټمټ همدغه خبره څښتن تعالیۚ یاده کړې ده چې د خپلو والدینو سره احسان وکړئ. عجیبه پهٔ کې داده چې کله یې ویلي دي چې زما پرته د بل چا عبادت مه کؤئ، نؤ سمدستي یې ورپسې د والدینو د احسان یادونه هم کړې ده. اؤ کهٔ یې ویلي دي چې زما سره شریک مه نیسئ یا زما سره شرک مه کؤئ، نؤ سمدستي یې ورپسې د والدینو د احسان یادونه هم کړې ده. د بېلګې پهٔ توګه [لا تعبدون إلا الله وبالوالدين إحسانا — البقرة:۸۳]. [وقضى ربك ألا تعبدوا إلا إياه وبالوالدين إحسانا — الإسراء:۲۳]. [واعبدوا الله ولا تشركوا به شيئا وبالوالدين إحسانا — النساء:۳۶]. [ألا تشركوا به شيئا وبالوالدين إحسانا — الأنعام:۱۵۱].
۳ - [وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُم مِّنۡ إِمۡلَٰق: اؤ تاسو خپل اولاد د نیستۍ لهٔ وجې مه وژنئ]. وژنه خو پهٔ قرآنکريم کې حرامه ده، خو کهٔ یؤ څوک د خپل اولاد سره پهٔ دې خاطر چې روزي ورته نهٔ شې رسولاې اؤ یؤ څوک د خپل اولاد سره پهٔ همدغه خاطر بد چلند وکړي، نؤ دا هم پهٔ حرامو کړنو کې راځي.
۴ - [وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ: اؤ تاسې د بې حیایۍ (د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره) كارونو ته مه نیږدې كېږئ]. پهٔ کلام پاک کې چې کوم څه ته فواحش ویلي دي دغه ډؤل فحاشۍ پهٔ شپږ ډوله سره ذکر شؤي دي چې لهٔ دغو شپږو څخه یې یؤه زنا هم ده، چې ؤروسته به یې پهٔ شپږو واړو پهٔ هر یؤې جلا جلا رڼا واچوو.
۵ - [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ: هغه نفس مه وژنئ چې څښتن تعالیۚ حرام كړى دى مرګ د هغه مګر پهٔ حقه سره]. پهٔ مرګ کې د انسان ؤاک ډېر محدود دی، حتیٰ پهٔ قصاص کې به هم څوک زیاتې نهٔ کوې، کهٔ د قـتل پهٔ بدل کې د قـاتل پرځای بل څوک ووژل شؤ دا اعتدا ده. اؤ دغه کړنه پهٔ صحرایې محکمه کې هم باید ترسره نهٔ شي؛ اؤ باید ده چې د یؤه سم پارلماني قانون یا د شرعي نظام پهٔ رڼا داسې نظام د یؤه هیؤاد ټولو وګړو ته د منلو وړ ؤي باید پهٔ رڼا کې یې ترسره شي، اؤ هغه ځکه چې نفس د څښتن تعالیۚ ملکیت دی، د هېڅ بنده ملکیت نهٔ دی؛ نؤ ځکه یې پهٔ انسان باندې د هر نفس اؤ هر انسان وژل قطعا حرام کړي دي.
۶ - [وَلَا تَقۡرَبُواْ مَالَ ٱلۡيَتِيمِ: اؤ د یتیم مال ته مه ورنژدې کيږئ]. یتیمانو ته د هغوئ مالونه وركول پکار دي. اؤ د یتیم حق پهٔ هېڅ ډول سره مه خوړل نهٔ دي پکار، هغه حق کهٔ د یتیم هر ډؤل حق ؤي؛ خو کهٔ د یتیم هر ډؤل حق وخوړل شؤ، نؤ خوړونکی بیا پهٔ حرامو کې واقع شؤ.
۷ - [وَأَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَٱلۡمِيزَانَ: اؤ تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (د هر څۀ شي) پېمانه كوئ]. قرارداد، خرید و فروش، اؤ پهٔ نؤرو مالي تعاملاتو کې پوره حق ؤرکول پکار دي، د مخلوق هېڅ ډول حق خوړل نهٔ دي پکار؛ کهٔ د چا هر ډؤل حق وخوړل شي، نؤ خوړونکی پهٔ حرامو کې واقع شؤ.
۸ - [وَإِذَا قُلۡتُمۡ فَٱعۡدِلُواْ: اؤ كله چې تاسو خبره كوئ، نؤ عدل كوئ، اګر چې هغه یؤ اړخ مو د خپلولۍ والا هم ؤي]. یانې کهٔ ستاسو د خپل، آشنا، یا د دوست اؤ د پردي لانجه ؤه، تاسو به د خپل پهٔ طرف خبره نهٔ کوئ، خبره به د حق اؤ د انصاف کؤئ. کهٔ مو خبره یؤه لوري ته کږه وکړه پهٔ حرامو کې واقع شؤئ.
۹ - [وَبِعَهۡدِ ٱللَّهِ أَوۡفُواْ: اؤ تاسو د څښتن تعالیۚ وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ]. هغه وعدې چې خاص څښتن تعالیۚ پهٔ کې یادوئ، وفا پرې اړینه ده، کهٔ نهٔ نؤ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ.
۱۰ - [حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمۡ أُمَّهَٰتُكُمۡ وَبَنَاتُكُمۡ وَأَخَوَٰتُكُمۡ: حرامې كړى شؤي دي پر تاسو باندې؛ ستاسو میندې (فروع اؤ اصول دواړه)؛ اؤ ستاسو لوڼه؛ اؤ خویندې؛ اؤ تروریانې؛ اؤ خاله ګانې؛ اؤ ورېرې اؤ خورځې؛ اؤ رضاعي مېندې؛ اؤ رضاعي خویندې؛ اؤ د ښځو میندې؛ اؤ پركټیانې؛ اؤ اینګوریانې؛ اؤ دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ]. اؤ کهٔ تاسو د دغه رېښتو خیال اونه ساتلو بیا پهٔ حرامو کې هم اؤ پهٔ فحشاء کې هم واقع شؤئ ځکه دا د فحشاو د شپږو ډولونو څخه یؤ ډؤل دی.
۱۱ - [حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحۡمُ ٱلۡخِنزِيرِ: پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، اؤ وینه، اؤ (خوسا شؤي خنزیره یا د) خنزیر غوښه، اؤ هغه چې پهٔ هغه د غیر څښتن تعالیۚ لپاره اواز شوى ؤي، اؤ چې یې مرۍ خپه كړى شوی ؤي (یانې زندۍ شوى څاروى)، اؤ پهٔ كوتك وهل شوى ؤي، اؤ لهٔ بره راغورځېدلى ؤي، اؤ پهٔ ښكر وهل شوى ؤي، اؤ هغه چې نور داړونکي (حیوانات پرې حمله وکړي اؤ) وېوژني، اؤ (حرام دى) هغه (څاروى) چې پهٔ استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي، اؤ دا چې تاسو پهٔ غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق اؤ نافرماني ده]. اؤ کهٔ ځان ترېنه اونه ساتئ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ.
۱۲ - [وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلۡبَيۡعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاْ: څښتن تعالیۚ اخیستل اؤ خرڅول (بیع اؤ تجارت) حلال كړي دي اؤ سود يې حرام كړى دى]. په اخیستلو اؤ خرڅولو کې خو هر یو خپل حق تر لاسه کوي، خو کهٔ د یوه طرف (راس المال) د ودې پهٔ حالت کې روان ؤي، اؤ دغه بل طرف پهٔ ګټه نهٔ بلکې پهٔ تاوان اؤ نقص کې روان ؤي، نؤ دا سود دی، سود ځکه دی چې یو بل انسان یې پهٔ تاوان کې واچوو، سود همیشه بې انصافه معامله ؤي، هوښیار انسان پهٔ سود کې نهٔ پریوځي، همیشه یو اړمن انسان سود ته زړه ښه کوي، اؤ بل طرف ته یې یو فرصت طلبه شخص ؤي چې دده لهٔ مجبورتیا څخه استفاده کوي، یانې یو انسان کهٔ پهٔ داسې حالت کې ځان واچوي چې د ګټې پرځای ورته نقصان ورسوي ښه نهٔ دي، دا هم د یادولو وړ ده چې پهٔ قرآنکريم کې د سود ګناه پهٔ اضطراري حالت کې پهٔ مجبور شخص نهٔ بلکې به هغه شخص ده چې ددغه مجبور شخص د مجبورتیا څخه ګټه اخلي، ځکه اضطراري مجبور خو لهٔ حده ډېر مجبور ؤي [فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ] [فَمَنِ ٱضْطُرَّ فِى مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍۢ لِّإِثْمٍۢ]. اؤ کهٔ لهٔ دغه نقصان څخه چا ځان اونه ساتلو پهٔ حرامو کې واقع شؤ.
۱۳ - [وَٱلۡإِثۡمَ وَٱلۡبَغۡيَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ: اؤ (حرامه كړې يې ده) ګناه، اؤ (حرام کړی یې دی برناحقه) پهٔ چا باندې لاس جګول]. هغه څۀ چې د چا حق نهٔ ؤي اؤ د تر لاسه کولو هڅه یې کوي، دا برناحقه ظلم دی، اؤ بر ناحقه لاس پورته کؤل دي، اؤ نا حقه د حد څخه اوښتل، اؤ نا حقه اعتداء پهٔ حرامو کې راځي.
۱۴ - [وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ: اؤ دا چې تاسو پهٔ څښتن تعالیۚ باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نهٔ پوهېږئ]. داسې څۀ ته حرام ویل یا داسې څۀ پهٔ هغه ﷻ پورې تړل چې د هغه پهٔ کتاب کې نهٔ ؤي، اؤ نهٔ هغه پهٔ خپل کتاب کې یاد کړي ؤي، اؤ یو څوک ووايې چې همداسې څښتن تعالیۚ وایې خو دغه خبره پهٔ قرآنکريم کې نهٔ ؤي، دا تړل کهٔ د حدیث پرمټ ؤي، کهٔ د روآیت پرمټ ؤي، کهٔ د فقهې پرمټ ؤي، کهٔ د فتوې پرمټ ؤي اؤ کهٔ پهٔ بل هر نوم اؤ کتاب سره ؤي، دا پهٔ حرامو کې راځي. اؤ کهٔ زما څخه هم پهٔ دې ليکنه کې کوم ټکې سهوا زيات شوې ؤي څښتن تعالیۚ دې راته معافي وکړي.
[وَأَنَّ هَٰذَا صِرَٰطِي مُسۡتَقِيمٗا فَٱتَّبِعُوهُۖ وَلَا تَتَّبِعُواْ ٱلسُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمۡ عَن سَبِيلِهِۦۚ ذَٰلِكُمۡ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ: اؤ دا چې ده بېشكه دا زما نېغه اؤ مستقیمه لاره ده، (یانې د صراط مستقیم لاره پهٔ اصل کې د همدې ۱۴ شیانو لاره نیول دي) نؤ تاسو د دې لارې پیروي وكړئ اؤ د (نؤرو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نؤ تاسو به (بیا د نورو لارو پیروي) د هغهٔ ﷻ لهٔ اصلي اؤ مستقيمې لارې څخه [د صراط مستقیم څخه] تار پهٔ تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه ﷻ تاسو ته د دې مستقيمې لارې كلك حكم (اؤ کلک وصیت) كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ]. [الأنعام:۱۵۱، ۱۵۲ اؤ ۱۵۳].
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا وو هغه باقي څوارلس حرام شیان چې څښتن تعالیۚ پهٔ خپل مقدس کتاب کې حرام کړي دي، اؤ یوازې دغه محرماتو ته یې پهٔ خپل کتاب کې د حرام ټکې اؤ تورې کارولی دی. ددې ترڅنګ نور ګناهونه هم شته دی چې پهٔ قرآنکريم کې ترینه منعه راغلې ده اؤ ښه کار ورته نهٔ دی ویل شوې اؤ پهٔ ګناهونو کې راځي. لکه دروغ، غیبت، د درواغو ګواهي اؤ شاهدي، د چا عیب لټول، دوه پهٔ جنګ اچول، اؤ دغسې نور … ګناهونه پهٔ کې شامل دي. خو باید ګناه ته د ګناه پهٔ سترګه اؤ حرامو ته د حرامو پهٔ سترګه وکتل شي.
وو خو متاسفانه، بدبختانه اؤ پهٔ صد افسوس سره چې د سیمې د مسلمانانو پهٔ ډلو کې ځینې مذهبي ډلې شته دی چې (زه یې نومونه نهٔ یادوم) خو هر هغه څۀ چې څښتن تعالیۚ پهٔ خپل مقدس کتاب کې ګناه یا حرام ګرځولي دي، دغه خلکو بیا دغه ګناه اؤ حرام شیان بیرته یا پهٔ غلطه تشریح، یا د خپل ډلې پهٔ یوه ناسم حدیث سره، یا د خپل مذهب پهٔ یوه روآیت سره اؤ یا د خپل کوم مفتي پهٔ فتوې سره همدغه حرام شیان بېرته د خپل ځان، د خپل ګوند، یا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بېرته روا اؤ حلال ګرځولي دي. اؤ یا ورله دوئ ګناه بیښې دومره کمه ګرځولي ده چې خلک پرې شرم نهٔ بلکې فخر وکړي اؤ پهٔ دغه ډؤل سره دوئ د قرآنکريم ترڅنګ یو بل موازي دین جوړ کړی دی چې دوئ خپل دغه موازي دین هم اسلام نومولی دی اؤ کړنې یې لهٔ قرآنکريم باهر پهٔ کمو اؤ ډېرو ثوابونو یا پهٔ غټې اؤ وړې ګناه سره تقسیم کړي دي. خو زما پهٔ څیر ساده انسان بیا پهٔ دې نهٔ پوهیږي چې دغه خلکو د کم یا زیات ثواب، یا د کمې اؤ ډیرې ګناه دغه تله اؤ ترازو لهٔ کومه کړو؟ د کم یا ډېر ثواب اؤ ګناه پهٔ دغه اړه اوس هیڅ بحث کؤل نهٔ غواړم، ځکه بیا پرځای ددې چې دا یوه علمي لکینه شي، د تنقید اؤ کرکې لیکنه ترینه جوړیږي، خو مثال مو پرما حق دی چې لاندې به یؤ څو مثالونه ورکړم.
تاسو ته اولنې اؤ مهم مثال پهٔ قرآنکريم کې د هغه حرام شؤي شي یا کړنې راوړم چې زمونږ پهٔ سیمه کې د آخوندآنو پټو لاسونو همدغه حرام بېرته حلال ګرځولی دی. اؤ هغه د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ... هغه نفس مه وژنئ چې څښتن تعالیۚ حرام كړى دى مرګ د هغه نفس] مثال دی. مثال به یې ورکړم خو څوک چې دغه لوبه کوي د هغو خلکو اؤ ګوندونو نومونه اخیستل نهٔ غواړم چې دوئ ولې اؤ څرنګه د انسان وژل سپېڅلي جهاد ګرځوي. سگمنډ فروئېډ وایې "انسان چې پهٔ څومره محرومیتونو کې ژوند کړی ؤي، د غریزو د اشباع (رضا يا مړښت) بڼه یې همغومره خطرناکه ؤي].
دا نقل قول مې ځکه راوړ چې زمونږ پهٔ سیمه کې یؤه ډله خلک دي چې د انسانانو د وینو د تویلو سخت تګي اؤ وګي دي چې دوئ هر یؤه به د خپل ماموریت پهٔ دور کې لهٔ قرآنکريم څخه باهر خلکو ته ویل چې پهٔ روژه کې پهٔ افغانستان کې جګړې سخت ثوابونه لري. اؤ پهٔ دغه غیر قرآني خبرو سره یې هلته پښتانه سترۍ وترۍ اؤ تباه کړل. خو کله چې پر دوئ هماغه جګړه چې دوئ ؤرته روآیتونه اؤ فتوې تراشلې؛ پر دوئ بیرته هماغسې راوګرځېده، نؤ دوئ بیا بېرته ویل چې پهٔ روژه کې د مسلمان وژل ستره ګناه ده.
دوئ به خلکو ته لهٔ قرآنکريم څخه باهر د خپلو فتوو اؤ روآیتونو پرمټ ویل چې پهٔ افغانستان کې د پښتنو مسلمانانو خلاف پهٔ دغه مقدسه خاوره کې د افغانانو د هر نظام اؤ هر طاقت اؤ هر غاصب اؤ هر ظالم اؤ د هر هغه فرد چې د ولسواکه نظام د لاندې ژوند کوي؛ اؤ د هاغه اؤ د دغه؛ د دوئ ټولو پر وړاندې هر ډول اؤ پهٔ هر شکل جګړه کؤل د یؤه مسلمان دیني فریضه ده اؤ یؤ اسلامي جهاد دی. اؤ دوئ پهٔ دغه شکل سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـتل یې یؤ روا کار وګرځو] خو کله چې پر دوئ کټمټ هماغسې جګړه چې دوئ ؤرته کوم فکر تراشلې وو پهٔ هماغه فکر، فتوو، روآیتونو اؤ بڼې سره بېرته پر دوئ راوګرځېده ، نؤ دوئ بیا ویل چې دا جهاد نهٔ بلکې د ین خلاف کار دی.
هماغه بدرنګه استخباراتي جهادي مفکورې چې دوئ پر نؤرو عملي کولې اؤ دوئ پهٔ دغه استخباراتي مفکورې سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـتل یې یؤ روا کار وګرځو] خو کله چې پر دوئ باندې بېرته د هماغه روايتونو پهٔ چوکاټ کې؛ کوم چې همدوئ پخپله د نؤرو خلاف کارولې اؤ عملي کولې؛ کټمټ هماغسې پر دوئ راستنې شؤی. نؤ دوئ بېرته وویل چې دا "جهاد" نه، بلکې دا ترهګري اؤ وحشت دی اؤ د مسلمانانو پر وړاندې وسله پورته کؤل کېدای شي د کينې، تنگ نظرۍ يا د کوم بل سازش لهٔ امله وي، خو دا نهٔ "جهاد" دی اؤ نهٔ د اسلام امر دی. خو دوئ دومره کلک سترګي اؤ دومره بې حیا انسانان ول اؤ دومره فکر یې هم نهٔ کوو چې تر پرونه چې دوئ پخپله اؤ د دوئ د مدرسو شاګردانو کومې وسلې د پښتنو خلاف پورته کړې ؤي هغه کینه، تنګ نظري، یا کوم بل سازش یې د چا لپاره وو؟ کهٔ د څښتن تعالیۚ لپاره اؤ د هغه ﷻ د کتاب لپاره نهٔ وو (چې سل پهٔ سلو کې نهٔ د څښتن تعالیۚ لپاره وو اؤ نهٔ د هغه ﷻ د کتاب لپاره وو) خو دوئ بیا هم دا پهٔ ډاګه اونه ویل چې آخر د چا لپاره وو اؤ دغه ډالرې، ریالونه، تومنې اؤ کالدارې به چا ورکولې؟ انګریز؟ کهٔ عرب؟ کهٔ پاکستاني پنجابي؟ کهٔ غرب؟ کهٔ؟ کهٔ؟ دوئ تر اخره دا اونه ویل چې دغه سازش د چا لپاره وو اؤ نهٔ به یې ووایې چې دغه بې وزله پښتانه یې د چا لپاره اؤ ولې تباه کړل؟
د دوئ مذهبي دکانداران وایې چې "هر ټوپک چې پهٔ مُلا راوګرځید، هغه ترهګري ده". خو دا به هیڅکله هم اونه وایې چې د مُلا ټوپک چې د پښتنو د کلي پهٔ معلم، پهٔ ډاکټر، پهٔ انجنير، پهٔ مامور، پهٔ محصل، اؤ اؤ اؤ د کلي پهٔ بل هر عام فرد اؤ د پښتنو پهٔ هره عام المنفع پروژه راوګرځېد اؤ دوئ پهٔ دغه کړنو سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـتل یې یؤ روا کار وګرځو] دغه نؤ بیا څۀ شی وو؟ ځکه دا خو د دوئ خپل مذهبی کتابونه وو چې همدغه بدرنګه کړنه اؤ ناوړه عمل یې سادګانو ته مقدس جهاد ګرځولی وو.
دا د انسانانو د بې ځایه وینو تویولو اؤ د بې ځایه قـتل و قتـال یؤ څو محدود هغه مثالونه وو چې څښتن تعالیۚ پهٔ [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ] سره ترېنه منعه کړې ده اؤ حرام یې ؤرته ویلي دی خو زمونږ آخوندآنو ؤرته لهٔ قرآنکريم څخه باهر د خپلو فتوو، روآیتونو اؤ حدیثونو پرمټ نؤر دلایل تراشل تر څو یؤ حرام اؤ ناوړه کار د نؤرو اؤ د خپلو موخو لپاره حلال اؤ روا وګرځوي.
د بل مثال پهٔ توګه به د [وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ یا د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره كارونو ته مه نیږدې كېږئ] څخه د فحشاء، د زنا اؤ زنا بالجبر مثال یاد کړم. پهٔ قرآنکريم کې هر ډؤل زنا حرامه ده، ځکه د فحشا د شپږو ډولونه څخه یو ډول دی. اوس نؤ کهٔ تاسو د خپل هغه آخوند صیب څخه پوښتنه وکړئ څوک چې پهٔ قرآنکريم کې حرام کړی شؤي شیان د قرآنکريم څخه باهر پهٔ خپلو نؤرو انساني کتابونو سره ناپوهانو ته د انسانانو د قـتل پهٔ څېر حلال ګرځوي. چې واده خو پهٔ معین عمر (فکري اؤ فزیکي) رشد اؤ د دوو طرفینو پهٔ رضا سره کیږي. نؤ دا د وینځو اؤ د کنیځو قیصه څۀ ده، (دلته خو هماغه یؤ ټکي د نر اؤ ښځې لپاره راغلی دی چې د نر لپاره داسې دی "أو ما ملكت أيمانكم " اؤ د ښځو لپاره داسې دی "أو ما ملكت أيمانهن") اؤ دا هم ورته ووایئ چې دلته خو یې یؤ تاسو پهٔ لؤیې لاس مانا غلطه کوئ، اؤ بل دا چې د یؤ انسان ناموس ته سپک وکتل شؤ. دلته خو جنسي اړیکه پرته لهٔ رضا ونیول شوه، دلته خو رېپ اؤ جبر وشو، دلته خو یؤه مېرمن د فقهو پهٔ "سوق النخاسه" ازاد بازار کې د زنا لپاره پهٔ ښکاره وپلورل شوه. دا نؤ څۀ قیصه شوه؟ هغه به لومړی د قرآنکريم هغه ایتونه چې وینځې پهٔ کې د (نر اؤ ښځې لپاره یوڅیر یادې شؤي دي د قرآنکريم څخه باهر بل طرف ته اؤ بل کتاب ته راکاږي تر څو یؤه حرامه کړنه درته روا کړي). پهٔ قرآنکريم کې حورې د نر اؤ ښځو لپاره یؤ څېر یادې شؤي دي. دوئ دغه لوبه د حورو پهٔ اړه هم کوي؛ تر څو جنګیالي پیدا کړي اؤ پهٔ دې دنیا یې پهٔ وینځو اؤ کنیزو خوشحاله کړي اؤ پهٔ هاغه بله دنیا یې پهٔ حورو خوشحاله کړي؛ هغه هم پهٔ هغه خبرو چې نهٔ یې قرآنکريم وایې اؤ نهٔ د قرآنکريم پهٔ چوکاټ، اصولو، اؤ اخلاقو کې برابرې دي.
د بل مثال پهٔ توګه به د ماشومو نجونو د ؤادۀ مثال راوړم. ځکه د ؤادۀ شؤي فرد لهٔ اجازې پرته کوروالې ورسره هم د زنا یؤ ډؤل دی. اؤ پهٔ قرآنکريم کې هر ډؤل زنا حرامه ده، ځکه د فحشا د شپږو ډولونه څخه یو ډول دی [وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ یا د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره كارونو ته مه نیږدې كېږئ]. اوس نؤ کهٔ تاسو د خپل هغه آخوند صیب څخه پوښتنه وکړئ څوک چې پهٔ قرآنکريم کې حرام کړی شؤي شیان د قرآنکريم څخه باهر پهٔ خپلو نؤرو انساني کتابونو سره ناپوهانو ته حلال ګرځوي. چې آخوند صیب د واده عمر چې هغه پهٔ قرآنکريم کې رشد دی [فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْداً]. اؤ رشد بیا (عقلي، جسمي، فکري اؤ فزیکي) ځکه دی چې یؤ رشید یا بالغ شخص کولی شي چې یؤ عقد یا یؤ قرارداد لاسليک کړي؛ نابالغه یا نا رشده شخص هېڅ قانوني اجازه نلري چې قراردادونه لاسليک کړي. اؤ د ؤادۀ د قرارداد پهٔ هکله ښکاره پهٔ قرآنکريم کې راغلي دي چې [مِّيثَٰقًا غَلِيظٗا یانې یؤ پوخ، کلک، لوز یا قرارداد] چې ماشومان هرګز پاخه، کلک، لوزونه یا قراردادونه نهٔ شي کولی. اؤ د نړۍ پهٔ ټولو هیؤادونو کې مېرمنې د خپل نکاح خط یا د ؤادۀ د قرارداد امضاء پخپله خوښه اؤ پهٔ خپل لاس کوي. مګر د پښتنو پهٔ سیمه کې دا د شپږ کلنو، نهه کلنو، اؤ لس کلنو نجونو د ؤادۀ خبره لهٔ کومه شوه؟ هغه به لومړی د قرآنکريم هغه ایتونه چې ؤادۀ پهٔ کې د (رشد یؤه مرحله ده) به د قرآنکريم څخه باهر بل طرف ته اؤ بل کتاب ته راکاږي تر څو یؤه حرامه کړنه پهٔ خپلو خود ساخته کتابونو سره ناپوهانو ته روا کړي.
همدغسې کهٔ پهٔ قرآنکريم کې دغه هر یؤ حرام کړی شؤی شی ولټوئ؛ زمونږ د آخوندآنو سره به خامخا داسې یؤ منتر، جادو، فتوا، روآیت اؤ یا ناسم حدیث خامخا ؤي چې دوئ به پرې دغه الهي حرام کړی شؤي شیان درته پرې حلالول ګرځوي. لکه د څښتن تعالیۚ لهٔ اړخه چې [ٱلۡبَغۡيَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ] حرام کړي یې دي برناحقه پهٔ چا باندې لاس جګول اؤ هغه څۀ چې د چا حق نهٔ ؤي اؤ د تر لاسه کولو هڅه یې کوي پهٔ اعتداء سرا دا هم پهٔ حرامو کې هم راځي. اؤ اوس پخپله لږ فکر وکړئ چې د افغانستان هره ولسوالۍ اؤ د هر ولایت بیت المال چې څو څو ځله د همدغه خلکو پهٔ فتوو سره لوټ کړل شو، پلونه، سرکونه، مکتبونه، اؤ اؤ اؤ ړنګ کړل شؤ. دا چیرې څښتن تعالیۚ ویلي وو؟
کهٔ ددغه هر یؤه قرآني حرام چې آخوندآنو بیرته پهٔ خپلو فتوو، روآیتونو اؤ ناسمؤ حدیثونو سره روا کړي دي کهٔ یې مثالونه ولیکم قیصه لدې څخه هم اوږدیږي. پهٔ دې هیله چې خبره نؤره واضحه شؤي ؤي.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څه چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یؤه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نهٔ). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیربندهفقیر