د تراویحو د لمونځ په هر اړخیزه څیړنې سره تازه مذهبي لانجو ته د پای ټکی!


د حقیقي او د الهي إسلام  د ټولو مسائلو د حل منبع یوازې قرآنکريم دی. د ټول عالم إسلام علماء په دې خبره سره متفق دي چې د قرآنکريم بهترين تفسير؛ یوازې هغه تفسیر دی چې بېرته په قرآنکريم سره وشي. {وَأَحۡسَنَ تَفۡسِیرًا}. 

خو زمونږ په ټولنه کې اکثره وګړي ددغې دوو خبرو څخه چې؛ (۱) کلام الله د ټولو هغه دیني مسائلو چې د څښتن تعالیﷻ له اړخه وي پخپله واحد حل دی؛ (۲) او دا چې د قرآنکريم بهترین تفسیر بېرته په قرآنکريم پروت دی؛ ترېنه ناخبره دي.

نو ځکه خلک انساني تفسيرونو ته ډیره رجوع کوي. خو ایا د یو قام یا د پښتنو مسلمانانو په توګه مونږ مکلف یو چې د مفتي ګوهر علي شاه صېب ؒ. یا د ښاغلي حماسي صېب ؒ. یا د ښاغلي او قدرمن مولوي صېب دین محمد ؒ. یا د دغسې نورو پښتنو مولویانو او اخندانو چې څوک وهابیان دي، څوک سلفیان دي، څوک اهل حدیث دي، څوک پنجپیریان دي، څوک دیوبندیان او او تشریح او تفسیر ته رجوع وکړو؟

او بیا چې روژه شي؛ په هر جومات کې د یووالي او د روژې د برکتونو پر ځای د همدغه خلکو د خبرو او د مسئلو په وجه زمونږ روژې په ګناهونو او غیبتونو بدلې شي؛ په هر جومات او ممبر دا سنجونه وي؛ چې دا شل رکعته تروایح ولې کوي؛ دا خو سنت نه دي. هاغه خو اته رکعته کوي؛ دا خو سم ثابت نه دي؛ هغه بل خو څلور کوي؛ دا څۀ کوپر دی؛ هغه بل خو درېو ته خبره یوړه؛ او هغه بل خو یې نه کوي؛ ګندې چې مرتد شو. 

په یاد ولرئ؛ هغه څۀ چې د کلام الله برخه وي په هغه کې اختلاف نه وي؛ بلکې کله کله یوې خبرې ته له دوو زاویو څخه کتل وي؛ نو کله چې یو نادان په زاویه نه پوهیږي؛ د خپل جهالت له وجې دې بیا په مسلمانه ټولنه کې اختلاف او بې اتفاقي جوړوي. {وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّه لَوَجَدُوا۟ فِيه ٱخْتِلَـٰفًۭا كَثِيرًۭا}.

که ستاسو عمر زر کاله هم شي؛ او تمرکز مو یوازې د آخوندآنو په اختلافي مسائلو وي؛ نو ستاسو زر کاله عمر به تمام شي؛ خو د آخوندآنو په لاس جوړ اختلافي مسائیل به حل نه کړل شي. په مذهبي خبرو کې یانې د قرآنکريم څخه لاندې په مذهبي حدیثونو، روایتونو، فتوو، او حتیٰ په اجماع کې هم اختلاف شتون لري. په دغه مسائلو کې اختلاف یو طبيعي کار دی او هېڅوک په کې په حقه نه دی. إمام شافعي ؒ په خپل کتاب "الرسالة" کې وايې چې: (زما وینا ماته سمه ښکاري، کیدای شي چې ناسمه هم وي؛ او زما د مخالف وینا ماته ناسمه ښکاري، خو کیدای شي چې سمه هم وي). او د مذهبي مسائیلو د اختلافونو په اړه إمام "الحجاوي" په خپل کتاب "زاد المستقنع في اختصار المقنع" کې ویلي دي چې زمونږ په مذهبونو کې شپږ زره (۶۰۰۰) اختلافي مسائل شتون لري.

له دغه شپږزرو څخه یې یوه مسئله د تراویح د لمانځه ده. ایا ستاسو په ژوند حل شوه؟ نه! نه ده حل شوې. ځکه که حل شوه؛ بیا د یو چا مذهبي دکانداري بنده شوه؛ او څوک دومره ساده نه دی؛ چې خپل تجارت او هټۍ ستاسو د ګټې او د راحت لپاره وتړي. 

زه اکثره لیکل د خپل ملت د یووالی لپاره کووم. دا هم د خپلې هرې لیکنې په آخر کې لیکم؛ چې کوم آخوند یا ملا نه یم؛ د څښتن تعالیﷻ د کتاب سره مې مینه ده او یوازې خپله مطالعه شریکووم. که د کلام الله په تله برابره وه؛ ، نو خپل ژوند اسان کړه؛ او که په تله یې برابره نه وه؛ بل داسې عالم پیدا کړه چې د څښتن تعالیﷻ دین درته د هماغه ﷻ د کتاب څخه واضحه کړي؛ نه د هغه کتابونو څخه چې شپږ زره (۶۰۰۰) اختلافي مسائیل لري. 

کله چې تاسو د اختلافي مسائلو سره مخ شئ؛ نو دوه خبرې په یاد ولرئ. یو دا چې ستاسو نظر یوازې یو نظر دی، کیدای شي چې سم هم وي؛ او ناسم هم وي؛ کټمټ لکه څرنګه چې إمام شافعي ؒ په "الرسالة" کې ویلي دي. دویم ستاسو نظر هغه نظر کیدای شي چې ډېر پښتانه مسلمانان ورته شاید سم یا ناسم ووایې؛ خو په دغسې مسائلو د چا خفه کول، چا ته سپکاوی کول؛ څوک کاپر یا ملحد یې ګرځول، یا وغیره ټاپې کارول یو جاهلانه او د اهل علم کار نه؛ بلکې یو شیطاني کار دی، او د دې لپاره دی چې ملت سره تقسیم؛ او د روژې په سپېڅلې میاشت کې خلک له عبادته محروم او په نور څۀ سر شي. 

دا پوښتنه تل له ځانه سره په یاد ساتئ چې ایا هغه څه چې د څښتن تعالیﷻ د سپيڅلي کتاب برخه (حکم، او امر) نه وي. نو هغه څۀ به بیا د څښتن تعالیﷻ د سپيڅلي دين برخه هم وي؛ او که نه؟ ما د خپل ځان لپاره دا ځواب کافي او شافي ګڼلې دی چې؛ هغه که هر څۀ وي، هغه بیا د څښتن تعالیﷻ د سپېڅلي حکم برخه نه وي! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي: {وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیࣰّا} او ستا رب هیڅكله (هم په خپل حکم کې د یو څه په اړه) هېروونكى نه دى.

که مونږ د یوه قام په حیث وغواړو چې په روژه کې مذهبي لانجو ته د پای ټکی کیږدو؛ او د تراویحو لمونځ د هر اړخیز لورې وڅیړو؛ نو که د خپلو علماوو دې لاندې خبرو ته متوجه شو، ‌ډیر څۀ په کې دي؛ چې دلته به تاسو د روآیت، او د مذهب په فرق هم پوهه شئ: 

— د احنافو، او بیا د دیوبندیانو له ډلې څخه؛ لکه مفتي محمد ندیم دیوبندي (حفظه الله) وایې:

د حنفي فقه مطابق تراویح شل رکعته ثابتې دي. باید په روژه کې شل رکعته تراویح وشي. او په دې باندې د ټول حنفي مذهب د تاکید اجماع ده، چې باید تراویح پرېنښودل شي، او د تراویحو دغه مبارک نبوي سنت بايد صرف په روژه کې وشي.

د نبوي سنت ټکي ته مو پاملرنه غواړم!

— د وهابیانو، سلفیانو له ډلې څخه؛ لکه د وهابیانو مشهور ملا شیخ صېب ابو حسان سواتې (حفظه الله) وایې:

زمونږ د اسلافو په فکري کتابونو کې تروایح د ثابتو صحیحو روآیتونو په رڼا کې اته رکعته دي، او اته سنت نبوي دي، او بايد د نبي کريم (ﷺ) په طريقه (سنت) همدغه اته رکعته وشي.

د نبوي سنت ټکي ته مو بیا پاملرنه غواړم!

— په ښکاره بې طرفه، د پښتنو د ملي خوځښت حامیان؛ او مډرنه اخوندان؛ لکه مفتي صېب منیر شاکر (حفظه الله) وایې:

د تروایح په نوم کوم لمونځ په إسلام کې نشته، څښتن تعالیﷻ په قرآنکريم کې د نفل یا د نوافلو په نوم عبادت یاد کړی دی؛ چې باید؛ یو مومن یې د روژې په هره شپه کې وکړي، دا د هر مومن خوښه ده چې دوه رکعته کوي، څلور کوي، اته کوی، که شل سنت یې کوي، او آن په إسلامي تاریخ کې تر څلویښتو، او پنځه څلویښتو پورې هم ثابته ده چې صالحینو کړي دي.

د سنتو ټکي ته مو بیا ځلې پاملرنه غواړم!

سنت یا سنتونه! نبوي سنت او الهي سنت څۀ فرق سره لري؟ الهي قوانینو ته په قرآنکريم کې د څښتن تعالیﷻ سنت ویلی کیږي؛ او دغه سنت بیا د چا لپاره نه بدلیږي؛ هغه که مسلمان وي او که کاپر؛ هغه که مومن وي او که مشرک. د الهي سنتونو په اړه دې آیتونو ته ورسره متوجه شئ. (وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّه تَبۡدِيلٗا: او ته به اونه ویني چې د الله سنت (قانون؛ كړنلاره؛ طریقه؛ تګلاره) بدلون ومومي). (الأحزاب ۶۲ او الفتح ۲۳). یا دا ایت شریف (وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحۡوِيلًا: او -ای پیغمبره- زمونږ په سنت (قانون؛ كړنلاره؛ طریقه؛ تګلاره) کې به ته هیڅ تبدیلېدل ونه مومې). (الإسراء ۷۷). یا دا ایت شریف (فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّه تَبۡدِيلٗاۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱللَّه تَحۡوِيلًا: نو ته به د الله سنت (قانون؛ كړنلارې؛ طریقې؛ تګلارې) لره له سره هېڅ تبدیلي ونه مومې او ته به د الله سنت (قانون؛ كړنلارې؛ طریقې؛ تګلارې) لره له سره څه ګرځول ونه مومې). (فاطر ۴۳). یانې دا یوه کره خبره شوه که تبدیلي په کې وې لکه د تراویحو لمونځ چې پنځه څلوېښت، څلوېښت؛ شل؛ اته؛ یا څلور، نو دا بیا الهي سنت نه دی. یانې تراويح د څښتن تعالیﷻ له اړخه پر مونږ داسې فرض نه دي لکه ګومان چې کیږي.

ولې فرض نه دي؟ په قرآنکريم کې ټول فرائض ۳۲ دي؛ چې ۱۸ یې په سورت النور کې او پاتې یې په نورو ځایونو کې ذکر شوي دي؛ پخپله یې ولټوئ چې تراویح به په کې نه وي. د هر فرضیت په لومړي؛ مېنځ یا آخر کې به داسې توري وي؛ وَفَرَضْنَاها؛ مَّفْرُوضًا؛ فَرَضَ؛ فَرِيضَةً؛ فَرَضْتُمْ او یا به د ایت شریف له حکم څخه فرضیت مالومیږي لکه د نارینوو لپاره دا فرض (وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهمۡۚ) او د میرمنو لپاره هم همدغه فرض (وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهنَّ). دا چې نارینه تراویح په جومات کې؛ او ښځېنه یې په کور کې ترسره؛ د الهي سنتو ترڅنګ تروايح د الهي فرایضو په لیست کې هم نشته دی، او نبي کریم (ﷺ) خو له خپل ځان څخه په دین کې څه شی فرض کولی نه شي. او تراويح په جمعه سره سنت هم نه دي، ځکه صحيح سنت نه دي؛ چې رسول اکرم (ﷺ) یې په مسجد کې د جمعې کولو طریقه، او ډول له دې ویرې لمنځه یوړ چې په کوم جنجال کې چې نن پښتانه نښتي دي؛ چې وروسته بل څوک په کې وننښلي، یانې خپل جوړ سنت یې د خپل امت د ازادئ او د یووالی لپاره بیرته ړنګ کړل؛ چې څوک يې فرض يا کوم دايمي سنت ونګڼي.

— د یوېشتمې پیړۍ ګناهګار #پیر‌بنده‌فقیر وایې:

کتابونه لیکي چې پیغمبر (ﷺ) یوه شپه په جمعه باندې تراویح وکړې، نو په دویمه شپه خلک ډير شو، په درېمه شپه خلک لا د تراویحو په جمعه کې ډیر شوو، نو نبي کریم (ﷺ) خلکو ته يانې خپلو ملګرو (صحابه کرامو) ته وویل (خَشِيتُ أن تُفرَضَ عليكم) په دې ویریږم چې پخپله یې پر ځان فرض نه کړئ. تردې وروسته د هغه (ﷺ) ترمرګه چا په إسلامي تاریخ کې بیا په جمعه د تراویحو لمونځ نه دي کړي. تاریخي کتابونه دا هم وایې چې دا احسن (ښه) بدعت (یانې په دین کې نوې ښه کار) حضرت عمر ؓ مینځ ته راوړو، او وروسره یې دا هم وویل (نِعْمَ البِدْعَةُ هذِه) ښه یا احسن بدعت دی دا د تروایحو لمونځ.

حقیقت: تراویح په اصل کې د قیام اللیل یا د نوافلو هغه لمونځونه دي؛ چې څښتن تعالیﷻ ورته په مختلفو ایتونو کې اشاره کړی ده. د بېلګې په توګه: (وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهجَّدْ بِه نَافِلَةً لَّكَ...)، یا دا ایت (قُمِ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا...). نوافل په نیمه شپه کې د یوه بنده د خپل څښتن تعالیﷻ سره پټه اړیکه ده، یو سکون دی، او په اوښکو سره هماغه لوي ذات ته د زړه سپکول؛ او د ګناهونو د بښنې یوه ذریعه ده (او یوازې هغه ګناهونه چې د بنده او د څښتن تعالیﷻ ترمینځ وي؛ نه هغه ګناهونه چې د بل په حق تیری شوی وي؛ ځکه د بنده حق بېرته پوره کول یا ورکول غواړي).

نو فلهذا د روژې مبارکه میاشت را روانه ده، تاسو ټول د خپلو آخوندآنو څخه دا خواهش وکړئ؛ چې د څښتن تعالیﷻ خاطر وکړي، او په دین کې نوافلو ته د نوافلو هغه مرتبه ورکړي؛ کومه چې څښتن تعالیﷻ ټاکلې ده. یانې که چا په جمعه وکړل (چې د مومنانو جمعه په دین کې یو ښه کار دی)؛ که چا بیا شل وکړل، او که چا اته وکړل، د هغو اجر د څښتن تعالیﷻ سره دی. خو که چا ونه کړل، په ده باندې هم کوم حرج نشته دی. خو ورسره دا کوښښ پکار دي چې مونږ هر یو خپل دین له اخوندانو څخه یا زما په څېر د ناپوهانو څخه وانخلو؛ ځکه دا ټول انساني فکرونه دي، او انسان تل نیمګړی وي، بلکې هر څوک خپل دین یوازې له قرآنکريم کریم څخه واخلئ. د قرآنکريم په دین کې د ټولنې هر فرد، او هر یو انسان ازاد دی. دی به هغه کوي چې دده زړه یې د خپل خالق لپاره کول وغواړي، خو د آخوندي فکر منونکی شخص به هغه څه کوې چې کوم یوه مړ شخص کړي وي، او د یوه مړ انسان وینا پرې موجوده وي؛ او دده آخوند پرې ټیګار کوي. او هېڅ لازمه نه ده چې ددغه مړي خبره دې حق وي، مګر څښتن تعالیﷻ تل تر تله حق دی، کتاب یې حق دی. باید کوښښ وکړو چې له دې وروسته په پښتنه ټولنه کې د مړو شوو خلکو په اختلافي خبرو؛ چې په فکري توګه مړه شوي یې ژونديو ته بیانوي؛ نور د پښتنو ټولنه د تراویحو په نوم سره او په نورو نومونو سره تقسیم نه کړي.

 په إسلام کې د فردي ازادۍ ډیره ستره مانا ده! دا مانا يې هم ده که یو څوک شل رکعته کوي، او ته ورته وایې؛ چې نه اته رکعته به کوې؛ نو دا له خپل حد څخه تیری هم دی، او د یوه بل مسلمان په عبادت کې مداخله کول هم دي، او د تیري کولو دا حق څښتن تعالیﷻ هېڅ بنده ته نه دی ورکړي، حتیٰ خپل جناب پیغمبر ؐ ته یې هم د تېري کولو حق نه دی ورکړي. ایتونه خو ډیر دي، خو دې ایتونو ته ورسره متوجه شئ، کیدای چې په نیمه د چا سر خلاص شي؛ او د چا په عبادت او تروایحو کې نوره لاسوهنه ونکړي؛ او ټولنه د یووالی لوري ته سوق کړي:

— (كَلَّآ إِنَّها تَذْكِرَةٌۭ: بېشكه دا (دین) یو پند (او نصیحت) دى). او پند په زوره نه بلکې په رضا اخېستل کیږي.

— (لَّسْتَ عَلَيْهم بِمُصَيْطِرٍ: ته په دوى باندې (ای پیغمبره څارندوې) مسلط كړى شوى نه يې). ځکه د تسلط سره زور ملګری وي. 

— (قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره: زه پر تاسو باندې نګهبان (څارندوې) نه یم). ځکه چې څارندوې لخته او زور کاروي.

— (وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ: او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم). ځکه چې نګران د جبر قانون کاروي.

— (إِنَّكَ لَا تَهدِى مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّه يَهدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهتَدِينَ: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې). ځکه چې کله په یو څۀ کې خپله خوښه له اوله شتون ولري؛ بیا انسان یو اړخ ته مایل وي. 

همداسې که د شلو رکعتو کوونکي د اته رکعته کوونکو په چارو کې مداخله کوي؛ دوئ هم له خپله حده تېری کوي، بل طرف ته که دا شل، او اته رکعته کوونکي که په شريکه سره یو څوک په دې رټي، بد پرې وايې چې ولې ته تراویح په مسجد کې نه کوی، نو دوئ هم له خپل حد څخه تېری کوي.

په اصل کې خبره داده چې دا زمونږ د هرې شپې درې رکعته د وترو لمونځ همدغه تراویح یا هغه نفل دي چې څښتن تعالیﷻ ویلي دي، او رسول اکرم (ﷺ) کړي دي، دا د نوافلو، قيام الليل، یا تراویحو لمونځ د ماخستن د لمانځه پسې هم کیږي، په نیمه شپه کې هم کیږي، د شپې په اخر کې هم کیږی؛ په جمعه هم کیږي؛ او یوازې هم کیږي. او دغه لمونځ یو، وو يو رکعت وتر هم کیږي، درې هم، پنځه هم، دوه دوه هم چې آن دغه دوه دوه عابدین تر څلویښتو هم اوړي.

مګر متاسفانه چې کله هم روژه راشي، نو د روژی د فضایلو، او د قرآنکريم د پوهې پرځای؛ شیطانان مونږ دغسې جاهلانه مذهبي بحثونو، او خبرو ته ورټیل وهي، او ټوله مبارکه میاشت مو هر کال په دغسې مذهبي لانجو تیره شي. نو اوس شاید پوهه شوي یو چې ددې بحثونو مطلب څه وي، او ګټه یې چاته رسیږي، او د چا قام ، او ټولنه پرې پر ډلو، مذهبونو، او ټپلو سره تقسیمیږي؟ او له مهمو موضوګانو یې پام اړول کیږي.

منئ یې، او که نه! خو د پښتنو په ټولنه کې همدغه بې اتفاقۍ، اختلاف، او جنګ جوړونې ته هغه لاره وایې چې پیروان یې د دین اصلي ماهیت پریښودی وي، او د مړو شوو خلکو له خبرو يې د څښتن تعالیﷻ خبرې جوړې کړي وي، او د ټولنې د یوه انسان فردي ازادي پرې صلب کوي؛ چې دوئ بیا دغه تشدد خپل مذهب یا لاره ګڼي.

که ستاسو پر ځای زه په کلي کې وای، نو هره ورځ به مې د روژه ماتې وروسته د ښايسته روژه ماتې د کولو او ټوله ورځ د روژه ماتې د تيارولو په خاطر د خپلې مور، خور، ورېندار او یا د میرمنې څخه ډیره مننه کوله، هسې نه چې دغه کلیوالې مېرمنې فکر وکړي؛ چې کوم غوايي یا سنډا ته يې کونژاړه او بوس تیار کړي وو؛ چې وېخوړل خو مننه یا قدرداني ترېنه هېره وه. ورسره به مې یوه ورځ د شنو لنګوټو په جومات کې د حقاحق او هاهو سره تروایح کولی، بله ورځ به مې د وهابیانو سره اته رکعته تروایح کولې، بله ورځ به مې د احنافو سره شل رکعته تروایح کولی، یوه ورځ به مې په کور د ټول فامیل سره د تراویح لمونځ په جمه په کور کې کړی وو، کله به مې ځانته د تراویحو لمونځ کولو؛ چې ددغې مبارکې میاشتې څخه مې پوره ګټه پورته کړې وای، او هر چېرې به مې د یوالي لپاره خپل پیغام رسولای واي، او د څښتن تعالیﷻ هغه امر به مې تطبیق کړی وای چې فرمايي: — قُلْ كُلٌّۭ يَعْمَلُ عَلَىٰ شَاكِلَتِه فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هوَ أَهدَىٰ سَبِيلًۭا: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره: هر كس پر خپلې مناسبحالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى پر هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى.

خلاصه! له خپل حد اوړیدل نه دي پکار، د چا په شخصي حریم او عبادتونو تېری نه دی پکار، هسې نه چې (خدای مه کړه) په فاسقانو کې حساب شو. (....وَرَهبَانِيَّةً ٱبْتَدَعُوها مَا كَتَبْنَـٰها عَلَيْهمْ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ رِضْوَٰنِ ٱللَّه فَمَا رَعَوْها حَقَّ رِعَايَتِها ۖ فَـَٔاتَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنْهمْ أَجْرَهمْ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهمْ فَـٰسِقُونَ). ... او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى (فرض کړی یا سنت کړی) نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) ښه رعایت او حق رعایت ونه كړ، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو.

د چا په تراویحو کې بې ځایه او بې دلیله لاسوهنه د فسق یو ډول دی. 

                

وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څه چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یوه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نه). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر