د شهـ ـیدانو په نوم سره د انسانانو د قـ ـتل روآیتونه

له آدمه تر دې دمه! په انساني نړۍ کې؛ او بالخصوص د نړۍ په مذهـ^ـبي باورونو کې فتوآپرسته روآیتپرسته خـ^ـونخواره غـ^ـازیان، د پرديو د مال، او د بیتالمال لوټمـ^ـاران، او په ارزانه بیه کرایه شؤي، خو په عین وخت کې سپېڅلي ګڼل کېدوونکي استخـ^ـباراتي غـ^ـازیان، او شهـ^ـیدان له کومه کیږي؟ دا سل په سلو کې کره ده چې ددغه بدبختیو سرچېنې صحیفې، تورات، انجیل، زبور، او قرآنکريم هرګز نه دی، نه دي، او نه به ؤي[تفصیل یې پهٔ لومړي کمینټ کې پروت دی]!
مطبوعاتي راپورونو وایې د افغانستان ګاونډیو هیؤادونو یؤ ځلې بیا خپله ملا تړلې ده؛ چې د نويو جـ^ـهادي ډلو څخه ملاتړ وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې په یؤه بل جـ^ـهاد باندې شروع وکړي [تفصیل یې پهٔ دؤیم کمینټ کې پروت دی]. دا ټولو ته ښکاره ده چې د ګاونډیو حمایت دا ځل د فتوآپرستې روآیتپرستې ملېشې داعـ^ـش څخه دی، او داعـ^ـش هغهٔ خـ^ـونخواره ډله ده چې د کلي عام ناپوهه ځوانان د شهـ^ـادت، شهـ^ـید بودن، غـ^ـازي بودن، او د فتوو او روآیتونو څخه په ؤرته نؤرو بدرنګه مذهـ^ـبي استخـ^ـباراتي تشریحاتو سره لومړی غولوي، بیا يې دې ته هڅوي ترڅو د همدوئ په لاس دغه جوړه کرایه شؤې د مجـ^ـاهدینو یا اجیره استخـ^ـباراتي مذهـ^ـبي ملېشه خپل کلی، او خپلې ولسوالۍ پخپله پخپل لاس ړنګې کړي. لکه ددغې ډلې په لاس چې د نړۍ په نؤرو ځاینو کې وشول (یمن، سوریه، عراق، لیبیا وغیره يې ژوندۍ نمونه او ژوندی تاریخ دی چې هلته داعـ^ـش بهرنۍ لاسوهنې ته د تل لپاره لاره خلاصه کړه). د توربـ^ـیرغ د مذهـ^ـبي ملېشې د ضعیفو، ناسمؤ، او د مردودو فتوو او روآیتونو تر شا د استخـ^ـباراتو خلاصه داده؛ چې دوئ د خپلو استخـ^ـباراتي روآیتونو پرمټ وکولای شي د یؤه افغان خپل ؤرور بیرته د یؤې فتوې یا روآیت په سند سره پخپله د یؤه افغان په لاس مـ^ـړ کړي.
د انبیاوو له وفات ؤروسته؛ انبیاوو ته د وخت منسوبو پیروانو؛ د خپلو خپلو انبیاوو؛ د اصلي راوړل شوو الهي کتابونو تر څنګ؛ یا یې پر ځای؛ انساني لیکنې، انساني روآیتونه، انساني فتوې، انساني تفسیرونه او د انسان جوړه مذهب انساني مذهـ^ـبي کتابونه راجوړ کړل؛ بیا یې همدغه روآیتونو او نظرونو ته هم د الهي وحیې یا د لازمي دیني لارښوونې خفي وحیې حیثیت ورکړ، او د همدې کار پر مټ سره د خپل وخت حاکمانو، آخوندانو، راهبانو، او مفتیانو وکولای شؤ چې د انبیاوو د حقیقي دین په لټه کې پلټوونکو ته د انبیاوو اصلي پیغام ګډوډ کړي. د روآیتونو او د پیغام د ګډوډولو قیصه یوازې په یؤه دین یا یؤه مذهب یا یؤه باور پورې منحصره نه ده، بلکې د هر نبي او رسول له وفات ؤروسته د انبیاوو ځینو پیروانو داسې کتابونه او روآیتونه راجوړ کړي چې پخپله نه کوم نبي لیکلي وو او نه یې ؤرته په لیکلو باندې کوم امر کړی وو؛ البته د روآیتونو د لیکلو د منعې یا د نهیې په باره کې به تاسو د لیکلو تر هغې د نه لیکلو روآیتونه ډېر پېدا کړئ. کله چې راهبان پوهه شؤ چې دغه د فتوو او روآیتونو جادو او کوډې یې تاثیر لري؛ نؤ خلکو ته وویل یې چې د اصلي الهي کتاب د سم فهم لپاره باید لومړی په دغو انساني روآیتونو عمل وشي. همدغه وو چې همدې کار د مذهبونو د وېش، اختلاف او ډلو جوړېدو لؤیې سبب وګرځېد. په مسلمانانو بحث نه کوم ځکه دوئ له نؤرو ټولو ډېر په ډلو، ټپلو، مذهبونو، فرقو، فتوو، روایتونو، حدیثونو، داعـ^ـشيفکرونو، او او … سره تقسیم دي خو د بېلګې په توګه: د موسیؑ له وفات ؤروسته، د تورات تر څنګ نؤر سفرونه او روآیتي کتابونه جوړ شول، او یهودان په بېلابېلو فرقو ووېشل شول. د عیسیؑ له وفات (پورته ختو) ؤروسته، د انجیل اصلي پیغام پرېښودل شؤ او ګڼ انجیلونه او روآیتونه پیدا شول، چې ؤروسته راهبانو او کلیسا یوازې ځینې ومنل او نؤر یې رد کړل. او دا پدیده یوازې د یهودو او نصاراو پورې محدوده نه ده، بلکې دا حالت د نورو دینونو او باورونو په تاریخ کې هم لیدل کېږي. د آدمؑ د صحیفې د پیروانو مثال هم شته دی چې د وخت په تېرېدو، ژباړو، شفاهي نقل او انساني اغېزو یې اصلي پیغامونه بدل کړي دي. د ټولو انبیاوو بنسټیز پیغام یؤ و، یانې د یؤ خدای عبادت؛ نیک عمل، او مخلوق ته ضرر نه رسؤل، خو ؤروسته انساني روآیتونو، فتوو، تفسیرونو او کلتوري اغېزو دا پیغامونه تحریف، مغشوش او ټوټه ټوټه کړل. اصلي پیغام یې ړنګ کړ، او دا لوبه او دا قیصه یؤازې په ابراهیمي باورونو کې نه ؤه بلکې که بېطرفه پلټنه یې وکړئ؛ نؤ دغه د فتوو او روآیتونو لوبه د نړۍ په هر باور کې شته دی چې هندوان، زردشتیان او او او … هم ترېنه پاتې نه دي او د اصلي او د بنسټګرو، انبیاوو، رسولانو، لارښوونکو، مخترعینو، او او تر وفات یا فنا ؤروسته د انسانانو له خوا جوړ شؤي روآیتونه او مذهـ^ـبي کتابونه د اصلي الهي وحیې تر څنګ ودرول شول، او همدا کار د نړۍ د څلور زهٔ درې سوه او درویشت باورونو او عقایدو په تحریف، اختلاف او فرقه بندۍ بدل شو. لکه څرنګه چې پخوانیو امویانو، او عباسیانو خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د شهـ^ـید روآیت راجوړ کړ، نن هماغسې سوونه کاله ؤروسته استخـ^ـباراتي ډلې هم د شهـ^ـید له دغې ټکي څخه د قرآنکريم خلاف او له قرآنکريم څخه بهر د انساني تفسیر، فتوې او روآیت په نوم سره د خپلو بدرنګو موخو د حصول، او د خپل شوم دلیل لپاره یې د داعـ^ـشي آخوند په خوله پښتنې ټولنې ته وړاندې کؤي. دوئ په دغه شوم فکر سره په پښتنو کې داسې داعـ^ـشي نسلونه روزلي دي چې نن حتیٰ دغه روزل شؤي داعـ^ـشي نسلونه خپلو روآیتونو ته د قرآنکريم په مقدسو ایتونو باندې ترجیح ورکؤي [تفصیل یې پهٔ دریم کمینټ کې پروت دی].
خو ولې؟ د حاکم د ښه ساتلو لپاره د پیاوړو استخـ^ـباراتو اړتیا وه. او د استخـ^ـباراتو د پیاوړي کولو لپاره د پیاوړی عسکري قوې اړتیا ؤه، او په ټولنه کې د حاکم، د استخـ^ـباراتو او د عسکرو د پټو موخو څخه سرښندوونکو او ځان قربانوونکو ته اړتیا ؤه او همدغه ځای وو چې هر باور او هر مذهب دا درک کړه چې باید له هر څۀ مخکې یا په آخوند کنټرول حاصل کړی شي او یا آخوند واخیستلی شي تر څو حاکم وکولای شي چې دین، مذهب او باور د خپل انحصار لاندې راولي. ځکه هغه جګړه چې به ټولؤاک په ډېر لؤړ لګښت سره کوله؛ آخوند وکولای شؤ چې رعایت په دې قانع کړی چې د ټولؤاک جګړه د څښتن تعالیۚ جګړه وګرځوي؛ د ټولؤاک د مال پرځای یې وکولای شؤ چې عوام یا د باور، یا د عقېدې او یا د مذهب په نوم د خلکو مال، بچي او خپل وخت د حاکم او د استخـ^ـباراتو په پښو کې د باور په نوم سره کیږدي. په دغه ځای کې ځینې مذهـ^ـبي کلمې دي چې تر نؤرو کلمو ښه رول لوبوي. د مثال په ډؤل د شهـ^ـید او شهـ^ـادت کلمه په مثال کې درواخلئ چی دا اصطلاح یوازې د یوې ټولنې، یوې ژبې، یا د یوه مذهب خبره نه ده. بلکې دا اصطلاح د نړۍ په هر روآیت کې پیدا کیږي هم او هم یې پیدا کولی شئ. یانې دا کومه خبره چې مونږ ته د یؤه مقدس، یا د یؤه سپېڅلي مـ^ـړي په نوم چې شهـ^ـید ؤرته ویلی کیږي او پرې راڅرخي، دا خبره باید په روښانه ډؤل نوره درک کړل شي چې د دغسې "سپېڅلي مـ^ـړي" لپاره د شهـ^ـید کلمه نه یوازې زموږ د سیمې ځانګړې اصطلاح ده، او نه یوازې د یوه مذهب دننه راګرځي؛ بلکې د نړۍ په بېلابېلو ژبو، تمدنونو، او باورونو کې د ؤرته معنا لپاره ؤرته لقبونه، ؤرته روایتونه، او ؤرته انساني تعبیرونه شتون لري. همدا ټکی پخپله ښيي چې موږ له یوې پراخې انساني-روایتي پدیدې سره مخ یو، نه له داسې یوې منحصرې اصطلاح سره چې یوازې دې د یوې ځانګړې مذهـ^ـبي ټولنې خپلواک، ځانګړی، او بېسارې میراث وي. تر څو دا جوته شي چې په الهي دین کې په فتوو او روآیتونو سم استدلال امکان نلري. او دا بیا ؤروسته واضحه کوم چې د نړۍ ټول باورونه کټمټ د شهـ^ـید بودن، او شهـ^ـادت لپاره هم خپل خپل روآیتونه او فتوې لري. نؤ راځئ چې اوس خپل بحث ته ادامه ورکړو.
دا یؤه کره، پښه، او په حقیقت ولاړه خبره ده چې د څښتن تعالیۚ په سپېڅلي کتاب قرآنکریم کې نه د شهـ^ـادت مـ^ـرګ شته دی، او نه په کې کوم انسان شهـ^ـید یاد کړی شؤی دی! په قرآنکریم کې د (شهداء) ټکې اتلس ځله راغلې دی. او هر یؤ ځلې د (شهداء) د ټکي مانا هماغه یؤه مانا ده لکه څرنګه چې یې مانا په نؤرو اولسو ځاینو کې راغلې ده (یانې ګواهي، او شاهدي ؤرکول). ددې ټکې مانا مذهـ^ـبیان د خپلو فتوو، روآیتونو او د ناسمؤ حدیثونو پرمټ صرف په یؤه ځآی کې بدلوي، او هغه په دي آیت شریف کې ده [... مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ 👈وَالشُّهَدَاءِ👉 وَالصَّالِحِينَ]. خو ایا دا ډیره عجیبه نه ده؟ که آیت شریف ته ځیر شي، نؤ نبي، صادق، شاهد، یا شهـ^ـید، او ورسره صالح هغهٔ القاب، نومونه، تخلصونه، یا هغه صفتونه دي چې یؤه ژوندي انسان ته په ژوندوني ؤرکول کیږي. یانې یؤ ژوندی انسان نبي، صادق، شاهد یا ګواه، او د صالح صفتونه خپلولی شي، او دا صفت د هغهٔ وخت ژوند خلک هغهٔ ته ورکوي، او یا ؤرته په دغه ورکړل شؤي صفت قایل شي او تصدیق یې کؤي. کله چې ماته همدلته دا پوښتنه پیدا شوه چې دلته نؤ ولې هر څوک بیله بیله یا جلا جلا، یا د حاکم د جنګ په نفعه، او یا د سیمې د هیؤادونو په ګټه استخـ^ـباراتي ماناوې کؤي. او ولې یې په دغو استخـ^ـباراتي ماناوو سره د افغانانو بیخ، او بنیاد وویست؟ نؤ ما خپله مطالعه پیل کړه، او پیدا مې کړل چې ددې ټکې مانا کاملا همغسې ده لکه څرنګه چې يې مانا د قرآنکریم په نؤرو ټولو ځاینو کې ده (یانې مانا یې کوم مقدس مـ^ـړی، یا مـ^ـړه کیدل نه دي او نه وو، بلکې مانا یې یؤازې او یؤازې؛ یا صرف، او صرف ګواهي، او شاهدي ؤرکول دي) خو ځینې خلک يې د خپلو شخصي ګټو، د ؤاک، یا قدرت ته رسېدلو لپاره؛ او يا یې د استخـ^ـباراتي موښو د لاسته راوړلو لپاره مانا په لوي لاس ګډوډوي، تحریفوي، او غلطوي.
چون زهٔ پخپله د یؤه شهـ^ـید ځوي ووم، نؤ بیا هم زما ذهن دا خبره نه منله، او مودې حیران پاتې ووم چې ولې زمونږ مذهـ^ـبي جـ^ـهادي رهبران، یا خرڅ شؤي جنګپلوه آخوندان د شهـ^ـادت بودن په دغه ټکو ډېر تینګار کؤي. تر څو په خبره پوره سر خلاص کړم، نؤ د یؤه سعودي عالم (غریب)، د یؤه مصري عالم (ماهر)، او د یؤه سوريې عالم (محمد) څخه مې پوښتنه وکړه؛ چې د هغو ځواب کټمټ داسې وو لکه څرنګه چې زهٔ پوهه شؤی ووم (یانې مانا یې کوم مقدس مـ^ـړی، یا مـ^ـړه کیدل نه دي او نه وو، بلکې مانا یې یؤازې او یؤازې او صرف، او صرف ګواهي، او شاهدي ؤرکول دي). لا نؤر هم حیران پاتې شوم. بیا مې له ځانه سره وویل چې عربي خو ستا مورنۍ ژبه نه ده، ته راځه چې هغهٔ افغانان پیدا کړم چې پښتانه دي خو په عربي هیؤادونو کې یې زده کړې کړي دي. بیا مې د الازهر څخه یؤ څو فارغ التحصیله افغانان (کلیم، قاضي باران، او نؤر) پیدا کړل، هغو ته مې وویل چې که انساني فتوې، روایتونه، فقهې، حدیثونه، او تفسیرونه یؤه اړخ ته کیږدو، ددغه ایت شریف [... مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ 👈وَالشُّهَدَاءِ👉 وَالصَّالِحِينَ] مانا به څرنګه وي؟ هغو هم زما د مطالعې، او د عربي علماوو په څېر خبره وکړه (یانې مانا یې کوم مقدس مـ^ـړی، یا مـ^ـړه کیدل نه دي او نه وو، بلکې مانا یې یؤازې او یؤازې، یا صرف، او صرف ګواهي، او شاهدي ؤرکول دي). په هغهٔ وخت کې مې په همدې موضوع بیا یؤه کوچنۍ لیکنه هم وکړه، ډېر وګړو هغهٔ لیکنه خوښه کړه، او ډیرو راباندې بد هم وویل چې نه ؤروره! که په قرآنکريم کې له سره دغسې د تباهۍ د جـ^ـهادونو، د افغان او د پښتون وژنې، او د پښتون مـ^ـرګ نه وي راغلی، نؤ ډېر روآیتونه شتون لري چې په ګران هیؤاد کې مذهـ^ـبي جګړې ته اجازه ورکوي، او مـ^ـړه شؤي خلک په کې شهـ^ـیدان دي، او ورسره د روآیتونو مطابق د ولسوالیو لوټمـ^ـار په غنیمت کې شمیرل کیږي. ټولنه فتوآپرسته روآیتپرسته ؤه او د چا سر په کلام پاک باندې نه خلاصېدو، نؤ بیا مې خپله هغهٔ زړه لیکنه ړنګه کړله.
اوس مې بیا فکر وکړ چې دا هیؤاد، او دا ملت نؤر د مذهـ^ـبي جګړو توان نلري، چا چې پخوا وژ^ـل هغو نن په قدرت کې دي، له دو مخکې چې نؤرو وژ^ـل د هغو قدرت پای ته ورسېد، له هغو مخکې چې نؤرو مذهـ^ـبي پتنګانو په خپلمنځي جنګونو کې وژ^ـل د هغو دور هم پای ته ورسېد. یانې که مجـ^ـاهد و، که اشـ^ـرار و، که اخـ^ـواني و، که حـ^ـزبي و، یا بله هره یؤه مذهـ^ـبي ډله ؤه، دلته یې د دې وګړو په سرونو باندې د مذهب په نوم سره ؤاک وکړ. خو دا ځل د توربـ^ـیرغ خامار سوکه سوکه سر راپورته کؤي، نؤ زهٔ دا لیکنه د دې لپاره نه کوم چې د څښتن تعالیۚ څخه پرې اجرونه وغواړم، بلکې د دې لپآره يې کوم چې هماغه ﷻ ماته په خپل مقدس کتاب کې فرمایلي که چا د یؤه انسان ژوند وژغورو لکه ټول انسانان یا ټول انسانیت چې وژغوري. دا لیکنه ډېر اوږده ده، شاید پنځلس یا شل کسان یې ولولي، دا چې د شلو کسانو یا د شلو فامیلونو ژوند وژغورل شؤ، زما به همدومره وس، او توان ؤي.
څښتن تعالیۚ په خپل مقدس کتاب قرآنکریم کې هېچېرې د یؤه عام انسان، اهلکتاب، پیغمبرانو، یا مؤمنانو، او یا د کوم مسلمان د (مـ^ـرګ، قتـ^ـل، او مـ^ـړینې) لپاره د شهـ^ـید ټکې نه دی کارولې. په دغه پورتني آیت شریف [... مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ 👈وَالشُّهَدَاءِ👉 وَالصَّالِحِينَ] کې څښتن تعالیۚ فرمایي چې پیغمبران، ريښتوني خلک، او هغه خلک چې 👈ددې پیغمبرانو په نبوت، او یا د څښتن تعالیۚ په کایناتو کې د یؤه نوي شي په کشف (شهداء، یا شهـ^ـید، یا ګواهان) دي یانې په ژوندوني ګواهي ورکوي (لکه نن چې مونږ، او تاسې د جناب پیغمبر ﷺ په نبوت ريښتیني ګواهان یاستو، او یا ساینسدانان په خپل ایجاد سره د پیغمرانو په آسماني کتابونو ګواهي ورکوي چې د انسان د بدن ذره ذره خپل مسیر لري) او هغه څوک چې نیک عمله یا صالحه خلک دي نؤ دغه ډؤل په ژوندوني ګواهان خلک څښتن تعالیۚ دلته یاد کړي دي، او دلته څښتن تعالیۚ کوم شهـ^ـید، غـ^ـازي ، قهرمان، او یا کوم مقدس مـ^ـړی نه دی یاد کړی👉. او ريښتيا خو ده! ځکه داسې هیڅ امکان نلري چې څښتن تعالیۚ دې د یوې خاصې ډلې کوم خاص مـ^ـړي ته د شهـ^ـید خطاب وکړي. که دغسې وکړي، دا بیا انصاف نه بلکې ظلم شؤ، او هغهٔ ﷻ په هېڅ چا ظلم نه کؤي [إِنَّ الله لَا يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا]، او [وَمَا الله يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ] او او ... هغهٔ ﷻ ولې په خپلو بندګانو ظلم نه کؤي؟ ځکه چې ټول د هغه ﷻ بندګان دي، او هغه ﷻ په خپل کتاب کې نه په خپلو پیغمبرانو کې فرق کؤي چې یؤ به برتر ؤي، او بل به کمتر وي [لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ له مُسْلِمُونَ] او نه يې په خپلو بندګانو کې کؤي، ځکه چې هغهٔ ﷻ یوازې د مسلمانانو رب نه بلکې د ځمکې، د اسمانونو، او د ټولو عالمینو یؤ څېر، او یؤ شان رب دی [فَلِله الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ].
څنګه سر مو سره خلاص نه شو؟ نؤ راځئ چې یؤ څو مثالونه درکړم (خو د افغانستان د غرب سره د جګړې مثال نه ورکوم، ځکه له یؤ طرفه خبره د مذهـ^ـبي بحث څخه سیاسي بحث ته وځي، او بل لوري ته که ځیر شؤ، نؤ په تېرو څو لسيزو کې زمونږ د سيمې هر یؤ مذهـ^ـبي مجـ^ـاهد رهبر بېرته د غرب تابعداره غلام، او یؤه پټه استخـ^ـباراتي کړۍ راختلې ده، ددغه مذهـ^ـبي جـ^ـهادي رهبرانو ډالرې، تجارتونه، او بلډنګونه په سیمه، په عربي هیؤادونو، په ترکیه، په بنجاب، او په نوره نړۍ کې له تاسو ټولو څخه پټ نه دي، دا هم له تاسو څخه پټه نه ده چې ددغه مذهـ^ـبي رهبرانو نيمې کورنۍ یا په غرب کې میشتې دي، او یا يې کورنۍ په عربي یا په ګاونډي هيوادونو کې ميشتې دي چې د هغو په پاسپورټونو سفرونه کؤي، او د هغو د هیؤاد د تابعیت کارتونه په جیبونو کې لري. دا هم له تاسو ټولو څخه پټه نه ده او کره راپور وو چې په (استخـ^ـباراتي جـ^ـهاد) کې د وسله والو ډلو د تقویه کولو لپاره ۲,۱ ميليارد ډالر بودجه ځانګړې کړې شؤې ؤه. او دغه پيسې بیا د افغانانو د تباهۍ لپاره د یؤه دريم هېواد له لوري مصرف کړی شؤي دي.
بيرته د نړۍ په نؤرو باورونو کې د انساني یا د انسان جوړه روآیتونو مثالونو ته ځکه راګرځم؛ هسې نه چې بیا یؤ څوک د کلام پاک پر ځای د خپل مذهـ^ـبي روآیت څخه دلیل رانوړي: نؤ فرض کړئ چې روسانو په اوکراین، او په افغانستان باندې په یؤه ورځ حمله وکړه. اوس د اوکراین په خلکو هم، او د افغانستان په خلکو هم دا لازمه شوه چې د روسي یرغل پر وړاندې ودریږي، او د خپل ځمکني ټاټوبي څخه دفاع وکړي. که د خپل وطن څخه په دفاع کې زمونږ د ځوان مـ^ـړی شهـ^ـید دی، نؤ د اوکرایني ځوان مـ^ـړی بیا څۀ شی شو؟ هغه ولې شهـ^ـید نه دی؟ که چېرې د روس په مقابل کې د افغانانو جنګ جـ^ـهاد شؤ، نؤ د روس سره د اوکرانیانو جنګ بیا څۀ شی شو؟ هغهٔ بيا ولې جـ^ـهاد نه شو؟ مونږ دواړه (هم افغانان، او هم اوکراینیان) خو به د یؤه څښتن تعالیۚ بندګان یو، دواړه ځمکي به د څښتن تعالیۚ ؤي، دواړه هیؤادونه به د یؤه هدف لپاره چې د خپلو ځمکو د آزادۍ جنګ ؤي به کوو، نؤ بیا دا د نومونو تفاوت ولې؟ بیا ولې زمونږ جنګ جـ^ـهاد شؤ، او د اوکراین جنګ جـ^ـهاد نه شو؟ ولې زمونږ مـ^ـړي شهـ^ـیدان شؤ، او د اوکرانیانو هغه شهـ^ـیدان نه دي؟ ولې زمونږ جدوجهد مقدس شؤ، او د اوکراین جدوجهد مقدس نه شو؟ ايا داسې خو به نه ؤي چې دلته خبره الهي کتابونو، او د قرآنکريم نه بلکې د سیمې د خلکو د خپل کوم انساني مذهـ^ـبي روآیت او فتوې ده؟ که داسې ؤي، نؤ بيا خو اوکراینیان هم په خپلو روآیتونو کې خپل مقدس مـ^ـړي ته "موچنک" وایې (Мученик) او همدغسې سربیان ؤرته هم بیا (Mučenik) وایې چې مانا یې کټمټ او سل په سلو کې شهـ^ـید ده. اوس به د اوکرانیانو او د سربیانو د روآیت سره څۀ کوو؟ آیا خپل روآیت به سم ګڼو، او د بل به ناسم؟
یا که مو هندي فلمونه ليدلي ؤي، هندوان هم د هندویزم د روآیتونو مطابق خپل مقدس مـ^ـړي ته کټمټ د (शहीद) شهـ^ـید کلمه کاروي؛ لکه "شهـ^ـید بګت سنګھ" یا د هندوستان په هریانا کې د "شهـ^ـید بګت سنګھ مشهور چوک" یې یؤه بله نمونه ده. اوس به د هندوانو د روآیت سره څۀ کوو؟ آیا بیا به هم خپل روآیت سم ګڼو، او د بل به ناسم؟ که انګرېزي کتابونه يا ناولونه لولئ؛ نؤ انګريزان هم خپل مـ^ـړي ته د شهـ^ـید کلمه کاروي. که باور مو نه راځي؟ نؤ د "شهـ^ـید الوطن" ټکی په ګوګل، مايکروسافټ، بېنګ يا په ایآي کې بل چېرې وژباړئ، پیدا بهٔ کړئ چې اهلکتاب، او غربیان هم خپلو مقدسو مـ^ـړو ته د شهـ^ـیدانو یانې د "Martyrs" کلمه کاروي. يانې کتاب، سافټوېر یا انټرنېټ به د پورته جملې ژباړه په داسې ډؤل درته وکړي "Martyr of the nation". اوس به د غربیانو د روآیت سره څۀ کوو؟ آیا بیا به هم خپل روآیت سم ګڼو، او د بل به ناسم؟ همدغسې ګريک يا اغريق هم خپلو مـ^ـړو ته دشهـ^ـیدانو خطاب کړی وو چې د شهـ^ـید ټکې یې داسې دی "Μάρτυς". اوس به د ګريک يا اغريق د روآیت سره څۀ کوو؟ آیا بیا به هم خپل روآیت سم ګڼو، او د بل به ناسم؟ او په دغه تسلسل سره که تاسو د نړۍ د هر یؤه دين، مذهب، باور، قام يا د چا د عقيدې پلټنه وکړئ، د شهـ^ـید کلمه بهٔ هلته پيدا کړئ چې ریښه بهٔ يې د انسانانو د ژباړې يا د فتوو، او یا د روايتونو څخه ؤي، خو هرګز به د چا د آسماني مقدس کتاب څخه نه ؤي. اوس به د ټولې نړې د روآیتونو سره څۀ کوو؟ آیا بیا به هم خپل روآیتونو سم ګڼو، او د بل به ناسم؟
لکه څرنګه چې په دې سیمه کې اکثره داعـ^ـشفکره خپل دین له قرآنکريم څخه نه اخلي؛ بلکې د انسان په لاس د جوړو مذهبونو د فتوو، روآیتونو، او د روآیتونو څخه یې اخلي، او دا همدغه ځای دی چې دا یوازې استخـ^ـباراتي مـ^ـړي نه دي چې پر مونږ یې د شهـ^ـید په نوم سره راتپلي دي؛ بلکې ډېر څۀ شتون لري چې قرآنکريم ؤرته یؤ څۀ یا یؤ ډؤل امر کړی دی خو په روآیتونو کې ؤرته بل ډؤل امر او یا ترېنه بل ډؤل منحرف برداشت شؤی دی. دغه ډؤل مثالونه په زرهاوو دي. [دوه تفصیلي مثالونه پهٔ دریم کمینټ کې پراته دي] چې د شهـ^ـید ټکي ته ښه متوجه شئ.
چې قرآنکريم یؤ څۀ وایې، او روآیتونه بل څۀ.
اوس راځئ چې د شهـ^ـید لپاره یؤ بل مثال درکړم! فرض کړئ خدای ناخواسته د یؤه پښتون مؤمن د خور په عزت یؤه د توربـ^ـیرغ لرونکي دا داعـ^ـشفکره تروریست د وينځې، او کنيزې په نیت سره حمله وکړله، خو پښتون د خپلې خور د عزت په دفاع کې ومـ^ـړ. نؤ ایا اوس دا د خپلې خور د عزت مدافع انسان شهـ^ـید شؤ، او که نه؟ نؤ که چیرې د یؤه اوکرایني د خور په عزت یؤه روسي حمله وکړه، او دغه اوکراینی د دغه پښتون مؤمن په څېر د خپلې خور دعزت په د دفاع کې ومـ^ـړ، نؤ ایا هغه اوکراینی هم شهـ^ـید شؤ، او که نه؟ اوس که تاسو خبره بیا روآیت ته وړۍ نؤ اوکرایني خو هم خپل روآیت لري، او که چېرې تاسو په دې فکر یاست چې د شهـ^ـادت برانډ، او ټیکه صرف د انسانانو د یوې خاصې ډلې، او په خاصي ډلې کې بیا د یؤه خاص مذهب، او په خاص مذهب کې بیا د یؤه خاص هیؤاد، او په خاص هیؤاد کې بیا د یوې خاصې ژبې د ویونکو سره ثبت ده. نؤ ایا اوس هغهٔ وخت نه دی چې په خپل فکر یؤ ځلې بیا مرورو وکړو؟ ځکه که دغسې مـ^ـړي شهـ^ـیدان وي، نؤ بیا به په هر دین او هر مذهب کې ؤي او دا به د څښتن تعالیۚ نه بدلیدوونکي سنت ؤي چې وایې [فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱلله تَبۡدِیلࣰاۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱلله تَحۡوِیلًا: ترجمه: نؤ ته به د الله سنتو (طریقو، او کړنلارو) لره له سره هېڅ تبدیلي ونه مومې او ته به د الله سنت (طریقې، او کړنلاری) لره له سره څۀ ګرځول ونه مومې]. [فَاطِرٍ:٤٣]. وو! که چیرې (افغان، او اوکراینی) دواړه د یؤه څښتن تعالیۚ بندګان ؤي، او دواړو د خپل ناموس د ساتنې لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکوي، او دواړه د الهي نه بدلېدونکو سنتو او قوانیو په چوکاټ کې ژوند کؤي. نؤ بیا ولې یؤ يي شهـ^ـید شؤ، او د لوړو مرتبو خاوند دی، او هغه بل يې نه دی؟ که مو په فکر کې کوم ځواب راځي، نؤ په خپل ځواب کې بهٔ خبره د مذهـ^ـبي فتوې او د روآیت طرف ته نه وړئ، خبره به قرآني اسلام، ایمان، او احسان ته وړئ.
مسلمان په قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور خلک او مخلوقات دده د ژبې، او د لاس د ضرر څخه په امن کې ؤي. مؤمن په قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور خلک په ده باند د خپل عزت، ناموس، او د خپل مال د امن باور وکړی شي. اؤ محسن چې دا ډېره سخته مرتبه چې یؤ انسان ؤرته ورسیږي؛ خو محسن په قرآنکريم کې هغهٔ وګړؤ ته ویلی کیږي؛ چې څوک د خپل چاپیریال (انسانانو، حيواناتو، مرغانو او د نباتاتو) په ساتنه کې نوښت ګر، او ساتونکی ؤي او د دغه ټولو مخلوقاتو حقونه ښه خوندي وساتي. او هغهٔ چې د مذهب، د ژبې، او د لاس څخه یې بل انسان په امن نه ؤي، او د استخـ^ـباراتي جګړې لپاره خپل ځانته د شهـ^ـید خطاب کؤي، دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم مسلمان لا ندې. هغهٔ چې د بل ناموس، او عزت ترینه خوندي نه ؤي دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم مؤمن لا نه دی. هغهٔ چې چاپیریال ړنګوي، پل، پلچک، سرک، باغ، ځنګل، او هر څۀ لمنځه وړي، دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم محسن لا کیدلی نه شي [تفصیل یې پهٔ پنځم کمینټ کې پروت دی]. په قرآنکريم پوهه انسانان په دې خبر دي چې په قرآنکريم کې د (۱۶۳۸) ځله څخه ډېر انسان ته دده د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا او … په کارونې سره امر شؤی دی. او قرآنکريم صرف د هغه خلکو لپاره د هدایت کتاب دی چې همدغه ځانګړتياوې یا ولري، او یا کوښښ وکړي چې په خپل ځان کې یې پیدا کړي [تفصیل یې پهٔ شپږم کمینټ کې پروت دی].
راځئ چې خپل بحث بیرته د شهـ^ـید په لور بوځو! همدغسې د (شهداء) د ټکي څخه علاوه په قرآنکریم کې ۳۲ ځلې د شهـ^ـید تورې چې د دال څخه ؤروسته يې الف دی یانې شهـ^ـیدا هم پیدا کېږي چې مانا يې کوم مـ^ـرګ یا په کومه مقدسه لاره کې وژ^ـل هدف نه وو، او نه دي. بلکې دلته يې هم ګواهي ورکول مانا ده. د بېلګې په توګه تاسو په دې ايت شریف کې د شهـ^ـید ټکي ته متوجه شئ [وَالله عَلَىٰ کلِّ شَيْءٍ شهـ^ـید] یانې همدغه څښتن تعالیۚ په هرڅه ګواه یا شاهد دی. اوس که تاسو د شهـ^ـید مانا مـ^ـړی کوئ، نؤ (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) بیا خو څښتن تعالیۚ هم شهـ^ـید شؤ. نؤ ښکاره خبره ده چې د شهـ^ـید مانا، او خطاب یؤه ګواه ته دی؛ نه د کوم چا مقدس مـ^ـړي ته کوم ځانګړی خطاب. نؤ که چېرې همداسې ؤي لکه څرنګه چې پورته لیکلې شؤي و، او په قرآنکریم کې د شهـ^ـید ټکي د یؤ چا د مـ^ـرګ، او مـ^ـړینی په مانا نه دي کاریدلې، او خبره بیا ټوله قرآنکريم ته نه بلکې د سیمېز روآیت، ترجمو، د افرادو شخصي فتوو، فردي تفسیرونو، او د انسانانو په لاسونو جوړو استخـ^ـباراتي روایتونو ته ځي، نؤ بیا خو مونږ ټولو په شریکه سره یؤه ډېره غټه اشتباه وکړه، او مونږه ټولو په لؤیې لاس د افغانستان میلیونونه میلیونونه خلک د شهـ^ـادت په استخـ^ـباراتي نومونو سره غولولی شؤي هم یو، او د یؤه استخـ^ـباراتي، ناولي او مردار مـ^ـرګ کومي ته ورغورځیدلي هم یو. چې پآی یې لا نشته، او داعـ^ـش یې نوی سیریز دی چې پیل یې کړی.
پوهیږم چې په تاسو کې بهٔ ځینې نیمه مذهـ^ـبي چڼي دا وایې چې دا څۀ ګډوډې دي، نؤ په [تفصیل سره یې مثال پهٔ اووم کمینټ کې پروت دی]. نؤ اوس که چیرې د شهـ^ـادت خبره او امر د څښتن تعالیۚ کوم ځانګړی امر، سنت، طریقه، یا کړنلاره ؤي، یا شهـ^ـادت د دین متعلق کومه برخه ؤي، یا یؤ ځانګړی الهي حکم ؤي، او هغهٔ ﷻ په خپل کتاب کې کوم چېرې د یؤه انسان په شهـ^ـادت باندې امر کړی ؤي، او د هغهٔ مـ^ـړي ته هم څښتن تعالیۚ د شهـ^ـید خطاب کړی ؤي، بیا خو به ضرور هغهٔ ﷻ خپله دغه د شهـ^ـید خبره په کوم بل ایت کې واضحه کړي ؤي، یا تفصیل کړي وي؛ که نهٔ. ولې؟ ځکه چې هغهٔ ﷻ خو فرمايي چې:
[مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍ: ما په دې كتاب (قرآنکريم کې د دین متعلق او مربوط) هېڅ شى (بې ليكلو) نه دي پریښي]. [انعام:۳۸]. یانې انسان ته یې د لیکلو لپاره په کې څۀ نه دي پرېښودي؛ چې انسانان دده ﷻ په سپېڅلي دین کې د خپلو موخو د حصول لپاره خپلې فتوې او روآیتونه وراضافه کړي او بیا یې قصدا د الهي دین برخه وګرځوي. او وایې [وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ: دا کتاب (په خپل ذات کې د دین) د هر شي لپاره (یؤ) واضحه بیان دى]. [نحل:۸۹]. یانې د الهي دین اړؤند کوم څۀ په کې ګنګس یا نیمګړي پاتې نه دي چې انسانان یې د خپلو موخو د حصول لپاره په خپلو انساني خبرو او قیصو سره یا پرمټ نیمګړتیاوې ورپوره کړي. او وایې چې [وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًۭا]. [انعام:۱۱۴]. یانې بې تفصیله پکې ترېنه څۀ نه دي پاتې او په ۱۹ ایتونو کې څښتن تعالیۚ فرمايي چې دغه کتاب، او په دغه کتاب کې د قرآني دین یا د قرآنکريم متعلق ټول شیان ده ﷻ پخپله ښه تفصیل کړي دي او ټینګار کؤي چې د هر څۀ تفصیل په کې شته دی [وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍۢ]. [یونس:۱۱۱]. او وایې چې [وَلَا یَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَـٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِیرًا: او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (ځواب) او تر ټولو (بهترینه او تر ټولو) ښه تفسیر]. [فرقان:۳۳]. یانې که د قرآنکريم تفسیر بېرته په قرآنکريم سره وشي، نؤ بیا بېتفسیره پکې ترېنه هم څۀ نه دي پاتې چې انسانان یې د خپلو موخو د حصول لپاره د خپلو انساني تفسیرونو پرمټ تفسیر ورپوره کړي. دا ځکه خو احناف او ورسره د نړۍ ټول علماء په یؤه خوله وایې چې د قرآنکريم بهترین تفسیر هماغه دی چې بېرته په قرآنکريم سره وشي. او وایې چې [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ: نن ورځ ما (یانې ستاسو رب ﷻ) ستاسو لپاره ستاسو دین (په پوره توګې، یا په مکملې بڼې، یا په بشپړ ډؤل سره) مكمل كړو]. [مائده:۳]. یانې په قرآنکريم کې یې د دین د کمال آخري حد ته رسېدلی دی، او ناقص شی د کمال دعوه نه شي کولی، مګر قرآنکريم پخپله د کمال، او کامل بودن، او بشپړتوب دوه کؤي تر څو انسانان یې د خپلو موخو د حصول لپاره په خپلو انساني خبرو سره دا کتاب ناقص اونه ګڼي او د بشپړتوب صفت یې کښته نه کړي. دا ځکه خو ټول احناف او ټول مسلمانان دا باور لري چې الهي دین په پوره توګې سره د قرآنکريم په چوکاټ کې د نبي کرم (ﷺ) په ژوند کې مکمل شؤی دی. او وایې چې دغسې آیتونه په کلام پاک کې ډېر زیات دي چې د دې نړۍ خالق د خپل ځان سره په په خپل حکم، قضا، دین، بادشاهۍ او ؤاک کې هېڅ بنده او هېڅ انسان نه شریک ګڼي او نه په کې شریکېدلی شي لکه [وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِهِۦٓ أَحَدًۭا: څښتن تعالیۚ په خپل (دیني) حكم (او قضا) كې هیڅوك، او هيڅ بنده له ځانه سره نه شریكوي]. نؤ کله چې څوک شریک نشته دی کوښښ دې نه کؤي چې په خپلې فتوې یا روآیت سره یؤ څۀ له ځانه په الهي دین کې ورداخل کړي، ځکه دا د دې مانا وروکوي چې د څښتن تعالیۚ څخه هیر شؤي وو؛ او هغه ﷻ فرمايي چې [...وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیࣰّا: او ستا رب -ای پېغمبره- هیڅكله (هم په خپل حکم، قضا، دین، ؤاک، بادشاهۍ کې د یؤ څۀ، یا د کوم څیز په اړه) هېروونكى نه دى]. [مریم:۶۴]. اوس راځئ چې مخکې لاړ شؤ، ځکه، چې په قرآنکريم باندې د یؤه ښه پوره ایمان لرونکي، او د سالم عقل لرونکي مؤمن لپاره شاید، چې همدومره کافي ؤي او دا خلاصه به یې درک کړي ؤي چې د فتوې او روآیت په نوم سره په الهي دین کې د ددغه ډلو د ناسمو خبرو نه ځای شته، او نه د مؤمن د ایمان کوم اشد ضرورت دی. وو ځینې شته دی چې الهي دین او کتاب قصدا د دې لپاره ناقص ګڼي چې خپلو روآیتونو لاره خلاصه کړي او بیا په روآیتونو سره د حاکمانو په نفعه پردي د جګړې خوراک کړي، دوئ بیا تل یؤ دلیل لري چې نه ځینې شیان په روآیتونو کې ؤي، څښتن تعالیۚ به نه وي ذکر کړي خو په روآیتونو کې شته. خو د دې خبرې مانا په اصل کې داده چې (نعوذ بالله؛ ثم نعوذ بالله؛ سبحانه وتعالى) د څښتن تعالیۚ څخه یؤ څۀ هېر شؤي وو ، نؤ ځکه په روآیت کې بیا راغلل. خو پام مو وي چې د الهي دین په چوکاټ کې د هغهٔ ﷻ څخه څۀ هېر نه دي پاتې [تفصیل یې پهٔ اتم کمینټ کې پروت دی].
په دې ټولنه کې اکثره خلک د قرآنکريم د اصلي مفهوم څخه لېرې ناخبره پښتنو ځوانانو تل هغه څۀ وایې چې یؤه فتوآپرسته روآیتپرسته ؤرته ویلي ؤي، ځکه مونږ نه خپل فکر کوو، او نه یې لرو، او د یؤه شي په اړه لومړی دا نه پوښتو چې ګټه یې څۀ ده، او تاوان یې څۀ دی. په تاسف سره چې وار له مخه مو اوله پوښتنه دا وي چې زمونږ په فتوو او روآیتونو کې بهٔ سم ؤي، او که ناسم، جایز به ؤي، که نا جایزه، حلال بهٔ ؤي، او که حرام. او کله چې یې اخوندان حرام کړي لکه (راډیو، لوډسپیکر، تلویزیون، موبایل، انټرنیټ، د نجونو تعلیم، د میرمنو کار او…) داسی نؤر ډېر بلها شیان چې مونږ پرې د حرام، مکروه، او د ناسمو فتوې ورکړي دي، خو مونږ هغه بدبخته وو یا هغه خوشخبته وو چې په آخره کې بیا له ټولو څخه زیات همدا مونږ کارول. هسې وایم! څومره خلک، او څومره د فامیل غړي مو په دغه استخـ^ـباراتي جګړو کې برناحقه شهـ^ـیدان وبلل، خو شاید چې نن بهٔ مو قرآنکریم ته سر ورښکاره کړی ؤي، او فکر بهٔ مو په دی خلاص شوی ؤي، چې د شهـ^ـید ټکې هیڅ په داسې شکل په قرآنکريم کې نشته چې د یؤه انسان د مـ^ـړینی لپاره کارولې شؤې ؤي، بلکې هر ځای یې مطلب، او مانا ګواهي او شاهدي ؤرکول ده. او دا ټولې استخـ^ـباراتي کړۍ ؤې چې د جـ^ـهاد او شهـ^ـادت لغوي، او اصطلاحي ماناوې یې د نؤرو هیؤادونو د منافعو لپاره راڅرخولې، او زمونږ آخوندانو هم دغه ټکې د مذهب په نوم سره د ګاونډیانو، او د سترو قدرتونو په ملي ګټو، او د هغو په ملي منافعو راڅرخول، هرګز یې دغه کار د پښتنو د هوسا ژوند لپاره ونکړ. که یؤه طرف ته د توربـ^ـیرغ داعـ^ـشي لښکر لګیا دی د شهـ^ـادت په نوم سره پښتانه ځوانان تیرباسي، او د خراسان په نوم سره یؤه پروژه مخکې وړل غواړي، نؤ بل طرف ته نؤرو بدبختو هم خپله سروی کړی ده چې د داعـ^ـش سره یؤ ځای شي، او د خراسان په تخیلي تکل روان شي. خو دا هیؤاد به تل ځلیږي، او څو چې پاتې یؤ افغان ؤي، څو چې دا جهان ودان ؤي، تل به دا افغانستان ؤي، خو د تل په څېر د هرې بدې بلا د ردولو لپاره به مونږ یا د خراسانخیلو لپاره، یا د داعـ^ـشخیلو د روآیتونو لپاره بلا ناخبره ځوانان قرباني کړي ؤي. نؤ تر څو کومه بله مور، او خور بوره، او کونډه نه شي، تر څو کوم بل ځوان د روآیت په نوم سره اونه غولول شي، تر څو بیا یؤ بله ولسوالي ړنګه نه شي، تر څو بیا یؤ بل پل وانولوزي، او یؤه بله پرمختللې پروژه وندریږي، اړینه ؤه چې دا دومره اوږده لیکنه د خپلو هیؤادوالو په چوپږ کې کیږدم.
پوهیږم! دا خبره چې ما وکړه دا دومره وړه خبره نه ده، شاید چې ډېر شهـ^ـیدپرسته مذهـ^ـبيان یې غصه کړي هم ؤي، او پرته له سالم او منطقي دليل څخه او پرته له دې چي قرآنکریم خلاص کړي په ځواب کې بهٔ د خپلې غوصې اظهار هم وکړي، او د قرآنکريم پرځای بهٔ د انسانانو په لاس د جوړو کتابونو، روایتونو، فتوو، او د نؤر څۀ څخه خپلې خبرې شروع کړي، او هغه څۀ بهٔ لیکي چې د قرآنکريم سره به ښکاره په ټکر کې ؤي، او هغه څۀ بهٔ لیکي چې د یؤه افغان، او د یؤه انسان د مـ^ـرګ لپاره دلیلونه جوړؤي، خو بل طرف ته بهٔ دې لیکنې شاید چي ډېر ځوانان راویښ کړی هم ؤي، او مطالعې ته بهٔ یې هڅولي هم وي. نؤ که چېرې خبره د خپل فکر ؤي، نؤ خبره دي له راغله چې یؤ څوک بهٔ خامخا درته وایي چې فلانی تفسیر، فلانی آخوند، او فلانی إمام همداسې تفسیر کؤي چې مانا یې شهـ^ـید ده، دا خو د هغه د اخوند او د هغه دلیل شؤ. زهٔ چې نه ملا یمه، نه مفتی یمه، او نه کوم دیني عالم، بس یؤ عام انسان یم، چې د پښتنو د هوسا ژوند سره مینه لرم، خو زهٔ ؤرته وایمه چې زمونږ د څښتن تعالیۚ کتاب چې مونږ پخپله ولوستو هغه خو وایي چې مانا یې د چا مـ^ـرګ، قتـ^ـل، شهـ^ـید بودن، او شهـ^ـادت بودن نه ده. ظاهره خبره ده چې مونږ بهٔ د څښتن تعالیۚ، او د قرآنکریم خبره کوو، د داسې کتاب چې د بل هیڅ کتاب تشریح ته احتیاج نلري، او مذهـ^ـبي او توربـ^ـیرغی داعـ^ـشي بهٔ د کوم بل روایت، حدیث، مفتي او مفسر خبره کؤي، او خبره بهٔ د انسانانو هغه کتابونو ته وړي چې په سلهاو تشریحاتو ته بهٔ ضرورت لري، هغه ته بهٔ خپله د شرک، او د انسانانو د وژ^ـلو خبره سمه ښکاري، خو مونږ ته زمونږ خپله په قرآنکريم ولاړه د امن، او د انسانانو د هوسا ژوند کولو خبره سمه ښکاري. هغو بهٔ د کوم استخـ^ـباراتي اخوند صیب څخه اوریدلي ؤي، او مونږ دا پوهه په ډېر ریسرچ، او پلټنې سره لاسته راوړې ده. مونږ یوازې د قرآنکریم خبره منو، خو هغه نؤر بهٔ د کوم بل انساني فرد، او د کوم انساني کتاب روآیت پیدا کړی ؤي چې اخري سر بهٔ يي د حقانیه مدرسې، د کراچۍ دارالعلوم، او یا د دوئ د کوم یؤ مـ^ـړي استخـ^ـباراتي مجـ^ـاهد إمام ته ووځي.
وو یؤه ډله خلک شته دی چې په قرآنکریم کې بهٔ د قتـ^ـل ترجمه هر ځآی قتـ^ـل کؤي، خو کله چې دې ایت شریف ته راورسیږي (لمن يُقتـ^ـل في سبيل الله أمواتٌ بل أحياء) نؤ دلته بیا د یقتـ^ـل معنی هم یشهد یا شهـ^ـید کؤي، د احیاء مانا بهٔ ژوندی کؤي، او د يرزق مانا خو بهٔ بیخي داسې کؤي ته بهٔ وایي چې په جلال اباد ښار کې د آدم خان کبابي ترش، او تریخ کباب یادوي. هغه قتـ^ـل او قاتـ^ـل چې څښتن تعالیۚ ؤرته په خپل کتاب کې په ښکاره او جوؤته هم قتـ^ـل ویلې دی دا ظالمان به بیا د قتـ^ـل مانا شهـ^ـید کؤي. خو که ؤرته ووایی چي سمه ده نؤ آیا اوس په ټول قرآنکریم کې د قتـ^ـل مانا شهـ^ـید شوه، نؤ درته وایي بهٔ چې څۀ ګډېوډې وایي او څۀ په ګډوډو سر یې، خو که ته ؤرته ووایې چې نؤ دا ته اوس څۀ ګډېوډې وایي، نؤ سمدستی بهٔ درته بیا دا ایت شریف په دلیل کې راوړي (یقاتـ^ـلون فی سبیل الله فیقتـ^ـلون و یقتـ^ـلون) او که ته ؤرته ووایې چې دلته خو هم څښتن تعالی مسلمان، او کاپر دواړو ته یؤ څیر د قتـ^ـل ټکې کارولې دی، دلته خو ترینه کوم مقدس مـ^ـړي مراد نه دی، نؤ ته یې ولې په لوي لاس ترجمه کاپر ته د مردار، او مسلمان ته د شهـ^ـید کوې، د څښتن تعالیۚ خو ټول یؤ شان بندګان دي، څښتن تعالیۚ خو خبر وو چې د هغه ﷻ بندګان بهٔ د هیؤادنو د ملي منافعو استخـ^ـباراتي جنګونه د درواغجن جـ^ـهاد په نامه په خلکو مني، نؤ ځکه یې چاته د شهـ^ـید کلیمې نه دي کارولي. زمونږ د وطن دا شهـ^ـید پروره خلک په بحث کې تل قرآنکریم شاته پریږدي، جزباتي کیږي، او خبره د انسانانو په لاس د لیکلې شوو روآیتونو کتابونو ته وړي. پښتنو! په څښتن تعالیۚ باور وکړئ چې دا د روآیتونو تر شا پټ شهـ^ـید پروره داعـ^ـشفکره، او ترویستفکره خلک مو هیڅکله هم نه پریږدي، په څښتن تعالیۚ که مو پریږدي، پرون مو هم ولیدل، او ؤروسته یې بیا خبرې وګورئ، دا خلک بهٔ مو تل وژني، او هر څوک چې ستاسو، او د نؤرو انسانانو د ژوند څخه دفاع کؤي، هغه خلک تل ددويي په نظر کې کاپر، مرتد، زندیق، ملحدین، او فاسقان دي.
نو زما د ایمان، او کلیمې کلیوالو! زما د شډل او نادان سره ستاسو نتیجه دا شوه چې: په قرآنکریم کې "اتلس" ځلې شهداء، او "دوه دیرش" ځلې د شهـ^ـیدا ټکې راغلې دی چې په هیڅ یؤ ځای کې ترینه د مـ^ـرګ، قتـ^ـل، مـ^ـړیني او وژ^ـلو مانا نه اخیستل کېږي، بلکې په عربي ژبه کې شهـ^ـید، او شاهد ګواه ته وایي. که چېرې یې مانا د هغه مـ^ـړي په نفعه کېږي چې په افغانستان کې یې انسانان وژ^ـلي ؤي، او ځانته شهـ^ـید وایي نؤ دا بیا د څښتن تعالیۚ نه بلکې د انسانانو، او بالخصوص د استخـ^ـباراتي آخوندانو د لاس تشریح، او تفسیر دی. او شاید چې همدا ځای ؤي چې اوس فکر وکړو چې ددې ټکې مانا څۀ ده، پخپله یې ولټوئ، او سرونه پرې خلاص کړئ، خو خبره د انسانانو د فتوو، او د روایتونو کتابونو ته مه وړئ، صرف څښتن تعالیۚ د خپل بنده په باره کې سمه فیصله کولی شي، انسانان نهٔ، او ځکه که د بنده خبره د څښتن تعالیۚ خبره وګڼئ، نؤ بیا په شرک کې غورځیږئ. پر ما مو دومره حق وو چې دا خبره درته لا ښه واضحه وکړمه. نؤر نؤ ځانونه هم مه وژنئ، مه بل وژنئ، خپلو بچو، او وطن ته خدمت وکړئ، او دا د شهـ^ـادت درسته مطالعه له سره یؤ ځلې بيا وکړئ. ځکه چې دغه استخـ^ـباراتي مجـ^ـاهدین مو هیڅکله هم خبرول نه غواړي چې څښتن تعالیۚ فرمایي: […مَن قتـ^ـل نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ او فَسَادٍ فِى ٱلْأَرْضِ فَکأَنَّمَا قتـ^ـل ٱلنَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَکأَنَّمَآ أَحْيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعًا…: … چې چا یؤ نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمکه کې له ورانکارۍ نه بغیر وواژه، نؤ ګویا چې هغه ټول انسانان ووژ^ـل، او چا چې د دغه نفس ژوند وساته، نؤ ګویا کې هغه د ټولو انسانانو ژوند وساته…]. او وایې [... وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ الله لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ: ...خو تېرى مه کوئ چې الله تيرى کوونکى نه خوښوي]. — آیا دغه استخـ^ـباراتي مجـ^ـاهدین خبر نه دی چې څښتن تعالیۚ وایې [لَئِنۢ بَسَطتَ إِلَىَّ يَدَک لِتَقـتــلنِى مَآ أَنَا۠ بِبَاسِطٍ يَدِىَ إِلَيْک لِأَقــتــلک إِنِّىٓ أَخَافُ ٱلله رَبَّ ٱلْعَـٰلَمِينَ: که چېرې ته زمونږ د وژ^ـلو لپاره خپل لاس را اوږد کړې ( نو) زهٔ خپل لاس ستا د وژ^ـلو لپاره تاته نه در اوږدوم، بېشکه زهٔ له الله رب العلمین څخه وېرېږم]. او وایې [لَّيْسَ عَلَيْک هُدَاهُمْ وَلَٰکنَّ الله يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۗ: خلکو ته د هدايت نصيب کولو مسئوليت پر تا ای پیغمره نشته يوازې الله دى چې چاته يې خوښه شي هدايت ور په برخه کؤي، او تاسې…]. او وایې [فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَکفُرْ: ـ په ډاګه ووايه چې دغه حق دى ستاسې درب له لوري، اوس که د چازړه غواړي ودې مني (ایمان دې رواړي) او که د چا زړه غواړي منکر دې شي (کفر دې وکړي) …]. او وایې [لَا إِکرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ..: د دين په چارو کې څۀ زور، او مجبورول نشته، سمه خبره له غلطو مفکورو څخه جلا کړاى شوېده....]. او وایې [إِنْ عَلَيْک إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ: اوس که دوى مخ اړوي نؤ اى پېغمبره، مونږخو ته پردوى دساتندوى په توګه نه يې ليږلى. پرتا خو صرف دخبرې رسولو مسئوليت....]. او څښتن تعالیۚ هر ځای وایي چې ای انسانه ته له عقل څخه کار واخله، له تدبر څخه کار واخله، له فهم څخه کار واخله. او وایې چې [زهٔ د ټولو مخلوقاتو "رب العالمین" یم، همدا پیغمبر (ﷺ) مې "رحمت للعالمین" لږلی دی، او ورسره دغه مقدس کتاب قرآنکريم مې ستاسو د ټولو لپاره "هدا للناس" دی]. یانې د رنګ، ژبې، شکل، منطقې، روایت، فتوې او مذهب پرته یوازې همدا کتاب ددې نړۍ د ټول انسانیت، او انسانانو لپاره یؤ ستر هدایت دی. بل هېڅ د فتوو، او روآیتونو کتاب د "رب العالمین" د "رحمت للعالمین"، او د "هدا للناس" کتاب نه شي کیدای، او که څوک په دې باور وي چې کیدای شي، نؤ دې بیا یؤ ناخبره مشرک دی؛ ځکه ده د یؤه انسان کتاب د څښتن تعالیۚ کتاب وګرځوو.
چې لږ مو نؤر هم سر خلاص شي، نؤ په قرآنکريم کې یقاتـ^ـلون د قتـ^ـل څخه دی، او یجاهدون د جهد څخه. د جهد میدان عام دی چې هر ډؤل مجـ^ـاهده په کی کیدلی شي، د بېلګې په توګه په خوب سره جـ^ـهاد یا مجـ^ـاهده هم کیږي، یانې په وخت سره خوب کول هم یؤ ډؤل مجـ^ـاهده ده، ځان له بدو کړنو څخه ساتل هم د خپل نفس سره جـ^ـهاد یا مجـ^ـاهده ده. خو د قتـ^ـال ساحه بیا مالومه ؤي، او که په قتـ^ـال کې دې زیاتی وکړ، پل دې وران کړ، پلچک دې وران کړ، د مکتب یا پوهنتون ماشومان درڅخه مـ^ـړه شؤ، په جنازه کې یا واده کې چا ځان پټاوو کړ، د سورلیو په موټرو کې چا چسپکې کیښود، عام انسان یې مـ^ـړه کړل؛ دا بیا اعتدا ده. د بېلګې په توګه [وقاتـ^ـلوا في سبيل الله الذين يُقاتـ^ـلونکم وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ الله لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ]. او دلته خو نن سبا د جـ^ـهاد په نوم ټول قتـ^ـل و قتـ^ـال روان دی، او هغه هم د اعتدا قتـ^ـال چې یؤه طرف ته یې د فتوو والا ولاړ دي یؤ ډؤل بیرغ ورسره دی، او بل لوري ته یې د توربـ^ـیرغ والا ولاړ دي چې د روآیتونه ورسره دي، او دا د توربـ^ـیرغ ولا خو حتیٰ په جوماتونو هم صرفه نه کؤي، ژوندي مثالونه یې تاسو په خبرونو کې ګورئ. خو قتـ^ـال عموما د انساني منافعو لپآره ؤي د دین لپاره یا د دین بقا لپاره نه ؤي، لکه د ځمکې جنګ، د قدرت او ؤاک لپاره جنګ، د هیؤاد جنګ، قومي جنګ وغیره نؤر ډولونه چې نا خبره یا ناپوهه خلک ؤرته یا د جـ^ـهاد نوم ورکوي، یا يې جـ^ـهاد بولي، خو اصلا دغسې کړنې جـ^ـهاد نه وي. او دا خو به درته جوته ؤي چې د دین ساتوونکی انسان نه دی بلکې د ساتنې لپاره یې بل څوک شته دی.
که مو خوښه وه په کمینټ کې یې ولیکئ چې د جـ^ـهاد، او د قتـ^ـال په توپیر هم دغسې اوږده نه؛ بلکې یؤه لنډکۍ غوندې لیکنه درته بیا په مناسب وخت کې وکړم؟؟ وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې مثبت پیغام رسؤل وو؛ ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یؤازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ(د یؤه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نهٔ). د دین (دینونو)، د مذهبونو، او د فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، او پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۱ 👈 لومړی کمینټ: له آدمه تر دې دمه! په انساني نړۍ کې؛ او بالخصوص د نړۍ په مذهـ^ـبي باورونو کې فتوآپرسته روآیتپرسته خـ^ـونخواره غـ^ـازیان، د پرديو د مال، او د بیتالمال لوټمـ^ـاران، او په ارزانه بیه کرایه شؤي، خو په عین وخت کې سپېڅلي ګڼل کېدوونکي استخـ^ـباراتي غـ^ـازیان، او شهـ^ـیدان له کومه کیږي؟ دا سل په سلو کې کره ده چې ددغه بدبختیو سرچېنې صحیفې، تورات، انجیل، زبور، او قرآنکريم هرګز نه دی، نه دي، او نه به ؤي[تفصیل یې پهٔ لومړي کمینټ کې پروت دی]! نؤ آخر د نړۍ په هره سیمه کې؛ او بالخصوص په افغانه او بیا په ځانګړې توګه په پښتنه سیمه کې؛ د انسانانو د قتـ^ـل لپاره د فتوآپرستو روآیتپرستو دا دومره د شهـ^ـیدانو، او د غـ^ـازیانو فتوې او روآیتونه له کومه راځي؟ هغه چې ځانته پیاوړی او بېاحتاجه ووایې؛ او بیا له بېسوادو وغواړي چې په لاره کې یې غـ^ـازیان، او شهـ^ـیدان شي، دا نؤ بیا نه پیاوړی شؤ او نه بې احتیاجه. خو آیا خبر یاست چې په قرآنکريم کې په هېڅ ډؤل سره هیچېرې نه د شهـ^ـادت مـ^ـرګ شته، نه په کې له چا څخه د شهـ^ـید کېدلو غوښتنه شؤې ده، او نه په کې کوم انسان ته شهـ^ـید ویلی شؤی دی؟ په کلام پاک کې که خبره د قتـ^ـل، د قتـ^ـال، او د مـ^ـوت ده نؤ روآیتپرسته ظالمان یې قصدا د خپلو خوبونو، فتوو، او روآیتونو پرمټ د شهـ^ـید او د شهـ^ـادت په ټکو سره راژباړي، راوڅرخوي او پرې راګرځوي یې. او که په سپېڅلي نص کې خبره د "في سبيل الله" ده نؤ روآیتپرسته یې په پردي، شخصي، ځمکنې، استخـ^ـباراتي، د بل د منافعو او او … جګړو سره د یؤ څو پېسو او د دنیا د څۀ متاع د حصول په بدل کې یې روآیتپرسته د خدای، د رسول، د دین، د مذهب، او د مقدسو او سپېڅلو جګړو په نوم راژباړي، راوڅرخوي او پرې راګرځوي یې هم. خو آخر ولې؟ څرنګه؟ د څۀ لپاره؟ او بیا د چا لپاره؟ نؤ راځئ چې همدې بحث ته ادامه ورکړو.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۲ 👈 دؤیم کمینټ: که له یؤه اړخه په مطبوعاتي راپورونو کې "امیر خان متقي" درې ګاونډي هیؤادونه د داعـ^ـش په ملاتړ تورن کړي (طلوع)، نؤ بل لوري ته د فارنپاليسي مجلې هم یؤ څۀ ليکلي چې مفهوم یې داسې وو: د افغانستان ګاونډیو هیؤادونو یؤ ځلې بیا خپله ملا تړلې ده؛ چې د نويو جـ^ـهادي ډلو څخه ملاتړ وکړي؛ ترڅو په افغانستان کې د اوسني مذهـ^ـبي نظـ^ـام خلاف په یؤه بل جـ^ـهاد باندې شروع وکړي. خو د خبر مطلب یا لنډیز دا وو چې؛ زمونږ مسلمانان ګاونډي هیؤادونه بیا غواړي چې د پخوانیو، یا د تېر سور، شین، سپین، وغیره بیرغونو په څېر دا ځلې خپل ملاتړ د توربـ^ـیرغ څخه چې یؤ بل ډؤل خطرناکه فتوآپرسته روآیتپرسته استخـ^ـباراتي مذهـ^ـبي روآیتي نظـ^ـام غوښتونکې ملېشه ده؛ چې د فتوو، او د روآیتونو پرمټ لومړی انسانان وژ^ـل غواړي، او بیا د ؤاک تر ګدۍ ځانونه رسول غواړي؛ او افغانانو ته دا لږ څۀ جوړ ورپاتې هیلې او هیؤاد یؤ ځلې بیا د مذهـ^ـبي روآیتونو د خـ^ـلافت او د امـ^ـارت په نوم سره کنډوالې، لوټي لوټي، او ړنګول غواړي.
دا ټولو ته ښکاره ده چې د ګاونډیو حمایت د فتوآپرستې روآیتپرستې ملېشې داعـ^ـش څخه دی، او داعـ^ـش هغهٔ خـ^ـونخواره ډله ده چې د کلي عام ناپوهه ځوانان د شهـ^ـادت، شهـ^ـید بودن، غـ^ـازي بودن، او د فتوو او روآیتونو څخه په ؤرته نؤرو بدرنګه مذهـ^ـبي استخـ^ـباراتي تشریحاتو سره لومړی غولوي، بیا يې دې ته هڅوي ترڅو د همدوئ په لاس دغه جوړه کرایه شؤې د مجـ^ـاهدینو یا اجیره استخـ^ـباراتي مذهـ^ـبي ملېشه خپل کلی، او خپلې ولسوالۍ پخپله پخپل لاس ړنګې کړي. لکه ددغې ډلې په لاس چې د نړۍ په نؤرو ځاینو کې وشول (یمن، سوریه، عراق، لیبیا وغیره يې ژوندۍ نمونه او ژوندی تاریخ دی چې هلته داعـ^ـش بهرنۍ لاسوهنې ته د تل لپاره لاره خلاصه کړه). د توربـ^ـیرغ د مذهـ^ـبي ملېشې د ضعیفو، ناسمؤ، او د مردودو فتوو او روآیتونو تر شا د استخـ^ـباراتو خلاصه داده؛ چې دوئ د خپلو استخـ^ـباراتي روآیتونو پرمټ وکولای شي د یؤه افغان خپل ؤرور بیرته د یؤې فتوې یا روآیت په سند سره پخپله د یؤه افغان په لاس مـ^ـړ کړي. که ناپوهه خپل ؤرور مـ^ـړ کړو، نؤ د دوئ په روآیت کې دغه اجیر ترهګر غـ^ـازي دی، که دغه ترهګر مـ^ـړ شؤ، نؤ حتما د توربـ^ـیرغ د فتوو، او روآیتونو مطابق دغه اجیر شخص یؤ شهـ^ـید دی. د افغانانو، او بالخصوص د پښتنو لپاره د سیمې او نړیوالو استخـ^ـباراتي کړیو او ورسره ملګرو تورفکرو شیخانو او تورفکرو آخوندانو یې دغه مسئله په یؤه داسې شکل سره جوړه، ډیزاین، او طرحه کړې ده چې په دغه دواړه سناریو یا په دواړه حالاتو کې یې جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) ته د قرآنکريم خلاف په منسوبو حدیثونو، فتاوو، او روآیتونو سره بایلونکی هر یؤ افغان دی، او ګټونکي يې سمیېز استخـ^ـبارات دي. خو آخر انبیاوو ته دغه ناسم منسوب روآیتونه او خوبونه له کومه کیږي؟ د همدغې پوښتنې د سم ځواب موندلو لپاره زمونږ ننۍ لیکنه د شهـ^ـید په ټکي او روآیت دواړو راڅرخي، نؤ راځئ چې بحث ته ادامه ورکړو.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۳ 👈 دریم کمینټ: (یادونه — د توربـ^ـیرغ تر شا پټ ناست شیخان او ماهرین د ناسخ، او منسوخ په نوم یؤه مذهـ^ـبي نظریه یا تیوري لري چې داعـ^ـشیان په خپلې دغې نظریې سره انساني یا انسان جوړه روآیتونه په قرآنکريم باندې مقدم، او پورته بولي، دوئ کلام الله په خپلو انساني روآیتونو سره منسوخ ګڼي، او پرې لمنځه یې ځکه وړي چې خپلو روآیتونو ته لاره خلاصه کړي. مثالونه يې خورا ډېر دي خو د دغه فکر داعـ^ـشیان نه احناف دي او نه شافعیان دي اؤ په دوئ کې اکثره ځانته احناف یا شافعیان ځکه وایې چې د ټولنې د حساسیت له وجې د خپل داعـ^ـشتوب اظهار نه شي کولی، خو د داعـ^ـشیانو د نؤرو نښو څخه یې یؤه ښکاره نښه داده چې داعـ^ـشفکره به تل قرآنکريم په انساني روآیتونو سره او یا به قرآنکريم بېرته په قرآنکريم سره منسوخ بولي. په دغه اړه ما پخوا یؤه لیکنه هم کړې ده چې لېنک یې دا دی (https://www.facebook.com/share/v/1DpuUGuqfa/)). په لوستلو ځکه ارزي؛ چې یؤه اړخ ته بهٔ مو سترګې د شهـ^ـادت په استخـ^ـباراتي لوبه، او جعلي فتوو، او روآیتونو خلاصې شي، خو بل طرف ته بهٔ په دې هم پوهه شئ چې ولې ځینې مذهـ^ـبي ډلې قصدا یا سهوا، یا په پوهه یا په ناپوهۍ کې د ګاونډیانو ددغو شومو اهدافو سره کلک ولاړ دي. او په آخر کې به په دې هم پوهه شئ چې څرنګه به تاسو وکولای شئ چې خپل ځان، وروڼه، خؤاږهٔ ملګري، او کورنۍ مو د داعـ^ـش په لاس کې د توربـ^ـیرغ د راتلونکې مذهـ^ـبي جنګ، او استخـ^ـباراتي شهـ^ـادتونو څخه وژغورئ.
د انساني روآیتونو په همدغه اړه ما پخوا یؤه تفصیلي لیکنه هم کړې ده چې لېنک یې دا دی (https://www.facebook.com/share/p/18XHj8wvHY/).
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۴ 👈 څلورم کمینټ: د بېلګې په توګه: د لوستلو په اړه څښتن تعالیۚ نر، او ښځې ته یؤ ډؤل امر کړی دی لکه [👈اقْرَأْ👉 بِاسْمِ رَبِّک الَّذِي خَلَقَ ـ ولوله د خپل هغه رب په نوم سره چې ټول مخلوقات يې پیدا کړي دي]. یا لکه [👈ٱقْرَأْ👉 وَرَبُّک ٱلْأَکرَمُ ـ ته ولوله، ستا رب تر ټولو لوي کریم دى]. (اقْرَأْ) ولوله: یانې په ننې دور کې تاته د لوستلو لپآره ښونځې پکار دی، قلم پکار دی، کتابچه پکار ده، ورسره په مډرنو علومو کې ډیره پلټنه پکار ده تر څو مونږ د سم عبادت کولو جوګه شؤ، او د عبادت کولو په سم لوري روان شؤ. یانې ؤروسته د ډېر هڅو، کړانو، پوهو، او تکلیفونو څخه د (وَأَنِ ٱعْبُدُونِى) په طرف. سم یا ناسم ګڼل یې ستاسو خپل کار دی خو مثلا په مذهـ^ـبي روآیتونو کې عبدالله بن عمرؓ ته یؤ روآیت منسوب دی (منسوب دی یانې هغه پخپله نه دي ویلي، مګر یؤ چا پرې د تاریخ په اوږدو کې ظني یا د ګومان بهتان تړلی دی چې ویلي یې دي) چې یؤه برخه يي داسې وايي: (إنّا أمَّةٌ أمِّيَّةٌ لا نکتُبُ ولا نحسِبُ: ژباړه 👈مونږ یؤ بې سواده او بې تعلیمه امت یو👉 (یانې د سواد او تحصیل څخه خالي امت يو)، 👈مونږ نه ليکل کوو، او نه حساب (ریاضي) زده کوو👉 (نه شمارو میاشتې په عددونو باندې، یانې فلکې حسابونه نه کوو). بیا هم وایم چې سم یا ناسم ګڼل یې ستاسو خپل کار دی چې په خپله مېرمن، او لورانو تعلیم کؤل د پورته ایت مطابق د هغو انساني، او الهي ورکړل شوی حق ګڼئ، او که نه، د شهـ^ـید د ټکي په څېر یې الهي ورکړل شؤی حق په مذهـ^ـبي روآیتونو سره غصب کوئ. دغسې یؤ بل ناسم روآیت چې حضرت بېبې عايشېؓ ته په (طبراني، مستدرک الحاکم، او د روآیتونو په نؤرو ډیرو کتابونو کې منسوب دی چې وایې: … لا تُنزلوهنَّ الغُرَفَ 👈ولا تُعلمُوهنَّ الکتابةَ👉 وعلِّموهنَّ المِغْزَلَ…: د روايت د یؤه بخش ژباړه: … 👈او ميرمنو ته لیک لوست مه ورزده کوئ👉… او د قرآن څخه ؤرته سورت النور ورزده کړئ). د دې روآیت مطلب یانې څه؟ یانې میرمنې پورته پوړ یا پورته منزل ته مه پریږدئ چې د چا سره له کړکۍ څخه دوستانه جوړه نه کړي، چا سره د یارانې تار اونه غزوي، بهر اونه ووځي، ميرمنو ته غزلې وروښایې چې په غزلو سره نرانو ته د مینې سندرې ووایې، او ميرمنو ته لیک لوست مه ورزده کوئ چې د خپلو عاشقانو سره د لیک لوست له لارې کومه اړیکه ټینګه نه کړي. د زرهاوو مثالونه څخه به دا دوه مثالونه ستاسو لپاره کافي وو چې قرآنکريم یؤ څۀ وایې، او روآیتونه بل څۀ. خو بیا هم وایم چې سم یا ناسم ګڼل یې ستاسو خپل کار دی چې په خپله مېرمن، او لورانو تعلیم کؤل د پورته ایت مطابق د هغو انساني، او الهي ورکړل شوی حق ګڼئ، او که نه، د شهـ^ـید د ټکي په څېر یې الهي ورکړل شؤی حق په مذهـ^ـبي روآیتونو سره غصب کوئ. وو د نړۍ نؤر خلک هر څۀ ته د مذهب له زاویې او له رویه نه ګوري، هغو سره هم د شهـ^ـید، او هم د قهرمان یا د اتل ملي کلمه شته دی، خو د خپلو هیؤادولو د وژونکو یا د هیؤاد د ورانوونکو لپاره یې نه کاروي بلکې خاینین یې بولي، ددغسې کلمو د کارولو کار یا کړنه صرف زمونږ په سیمه کې ترسره کیږي، او هغهٔ هم د مذهـ^ـبي فتوو، او د انساني روآیتونو پرمټ.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۵ 👈 پنځم کمینټ: ځکه په قرآنکريم کې به تاسو ډیر د مسلمان، د مؤمن، او د محسن په اړه اوریدلي، او لوستلي به مو هم ؤي. زه پخپله نه کوم دیني، او نه کوم مذهـ^ـبي شخص یم؛ بلکې د یوه مسلمان په حیث کوښښ کومه چې د څښتن تعالی ﷻ کتاب هره ورځ د پند اخیستلو لپاره څۀ نا څۀ، یا پکې یو آیت، یا یو یوټکی د عبرت لپاره ولولم. ما ولوستل چې آخر ولې د یوه مؤمن لپاره چې په دغه سپېڅلي کتاب ایمان ولري؛ د هغه په خپل ژوند کې د قرآنکريم په عملي کولو کې ورته شفاء، رحمت، سکون، او آرام پروت دی، او د انساني فتوو او د روآیتونو په عملي کولو کې ؤرته تباهی، ویجاړتیا او ناپوهي پرته ده. آخر ولې؟ ځکه چې تاسو به پخپله ددغه سپېڅلي کتاب په پلټنه کې خامخا دا پیدا کړي ؤي او همدا به تاسو هم پېدا کړئ چې خلاصه یې داسې ده: — مسلمان په قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور خلک او مخلوقات دده د ژبې، او د لاس د ضرر څخه په امن کې ؤي. او — مؤمن په قرآنکريم کې هغهٔ چاته ویل کیږي؛ چې نور خلک په ده باند د خپل عزت، ناموس، او د خپل مال د امن باور وکړی شي. او — محسن چې دا ډېره سخته مرتبه چې یؤ انسان ؤرته ورسیږي؛ خو محسن په قرآنکريم کې هغهٔ وګړؤ ته ویلی کیږي؛ چې څوک د خپل چاپیریال (انسانانو، حيواناتو، مرغانو او د نباتاتو) په ساتنه کې نوښت ګر، او ساتونکی ؤي او د دغه ټولو مخلوقاتو حقونه ښه خوندي وساتي. دا ځکه خو په قرآنکريم کې اسلام یؤ جلا شی دی، ایمان یؤ بل جلا شی دی، او احسان یؤ بل جلا شی دی، او یؤه جلا مرحله ده، کله چې يې څوک په سمو ماناوو پوهه شي، نؤ بیا هیڅکله هم دوئ خپله خبره د مذهـ^ـبي فتوې او روآیت اړخ ته نه وړئ، خو که د اسلام، ایمان، او احسان په سمو قرآني ماناوو پوهه نه شي، نؤ دا بیا يا د یؤه کلیوال آخوند سره، يا د کوم ناپوهه کليوال سره بحث شؤ، دده سره بیا په قرآنکريم ولاړ اکاډمیک بحث، او په عقل ولاړ بحث بیا کیدای نه شي. او هغهٔ چې د مذهب، د ژبې، او د لاس څخه یې بل انسان په امن نه ؤي، او د استخـ^ـباراتي جګړې لپاره خپل ځانته د شهـ^ـید خطاب کؤي، دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم مسلمان لا ندې. هغهٔ چې د بل ناموس، او عزت ترینه خوندي نه ؤي دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم مؤمن لا نه دی. هغهٔ چې چاپیریال ړنګوي، پل، پلچک، سرک، باغ، ځنګل، او هر څۀ لمنځه وړي، دغه سړی د قرآنکريم په چوکاټ کې سم محسن لا کیدلی نه شي.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۶ 👈 شپږم کمینټ: په قرآنکريم پوهه انسانان په دې خبر دي چې په قرآنکريم کې د (۱۶۳۸) ځله څخه ډېر انسان ته دده د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا او … په کارونې سره امر شؤی دی. او قرآنکريم صرف د هغه خلکو لپاره د هدایت کتاب دی چې همدغه ځانګړتياوې یا ولري، او یا کوښښ وکړي چې په خپل ځان کې یې پیدا کړي. د بېلګې په توګه: 👈 — يعقلون: يوازې او يوازې 👈د خپل عقل څخه کار اخیستنه👉. په قرآنکريم کې د بل په عقل تلل ظلم دی، او خپل عقل نه کارول ګناه ده. 👈 — يتفكرون: د خپل ځان، کورنۍ، ټولنې، او قام لپآره 👈په ښه توګه ژور فکر کول👉. په قرآنکريم کې د بل په ناسم فکر پسې تلل ظلم دی، او خپل فکر نه کارول ګناه ده. 👈 — يتدبرون: د دین، د اسلام، او د قرآنکريم په نوم سره په خپره شوې خبره کې 👈پوره غور کول👉. په قرآنکريم کې په آخوندي روآیتي تدبر سره تلل ظلم دی، او پخپله د هغه ﷻ په سپېڅلي کتاب کې تدبر نه کول ګناه ده. 👈 — يفقهون: د قرآني نصوصو د لوستلو ؤروسته 👈پوهه، او ځيرکتيا حاصلول👉 او مخلوق ته شر او ضرر نه رسؤل دي. د قرآني نصوصو څخه پوهه او ځیرکتیا نه اخېستل د وخت ضیاع ده او په خپل ځان او وخت ظلم کؤل دي. 👈 — يتذکرون: د آیت، او په آيت کې د ذکر شوو قیصو، يا حالاتو څخه په 👈پوره توګه پند، او عبرت اخیستل دي👉. یؤه قرآني قېصه هسې بې عبرته لوستل، او پند ترېنه نه اخیستل که د وخت ضیاع هم ده، نؤ د کوم ثواب یا نیکۍ کار هم نه دی. او دا ځکه خو په قرآني اسلام کې هر بحث باید تل په عقل، منطق، او تدبر باندې ولاړ ؤي.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۷ 👈 اووم کمینټ: یؤه بل لنډ مثال کې درته خبره لا نؤره واضحه، او لا نؤره ښه ووایم. که چېرې یؤ څوک تاسو ته یوځای (اتلس ؋) افغانۍ درکړي، یانې د (شهداء) ټکی مې مطلب دی، او بیا ورسره نورې (دوه دیرش ؋) هم درکړي یانې د ( شهـ^ـیدا) ټکی مې مطلب دی، او ورسره یؤ مکمل، مفصل، واضحه، او ښه بیان کړې شؤی خط هم درکړي (یانې قرآنکریم مې مطلب دی او لاندې پرې رڼا اچوم چې ولې) او چې ښه ښکاره یې د خط په کرښو کې لیکلی ؤي، چې دا ؋ (ګواهي) دي. خو ؤروسته بیا یؤ څوک یا یؤ شخص (ملا، آخوند، مفسر، إمام، محدث، فقیه) په کې د ټولو پیسو څخه یؤه ؋ راپورته کړي، او درته ووایي چې نه دا خو ؋ نه ده بلکې دا خو کالداره ده، او بیا دا هم درته ووایي چې سمه ده په دې پیسو خو یې په ښکاره ؋ لیکلې ده، او په دې خط کې یې هم ورسره ؋ لیکلي دي، خو يواځې ددې یوې ؋ مانا، ترجمه، او تفسیر کالداره ده. نؤ انسان دغسې ترجمې، او تفسیر ته هک حیران پاتې شي. ولې؟ ځکه چې د څښتن تعالیۚ د کلام سره په ټکر کې خبره به ؤي. او هغه خلک چې یې ورسره مني د هغو فکر، منطق، او استدلال ته به هم حیران پاتې ؤي، او هغه خلک چې دا د شهـ^ـادت لوبه کؤي (یانې استخـ^ـباراتي مذهـ^ـبي ټیکداران) هغو ته به هم حیران پاتې شي، ځکه چې دغه ټول مذهـ^ـبي ټیکداران ځانته، او خپلو بچو ته شهـ^ـادت نه غواړي، بلکې د خپلو بچو لپاره لوړ لوړ بلډنګونه، په خارج کې درسونه، او ؤرته ښه تجارتونه جوړؤي، خو بس د غریب افغان اولاده ده چې مـ^ـړه کېږي هم، او ورسره ددې غریبو خلکو وطن، او کلي دي چې ړنګیږي هم.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۸ 👈 اتم کمینټ: اوس چې د شهـ^ـید په اړه خبره دغسې ده، او په قرآنکريم کې نه دغسې شهـ^ـید، او نه دغسې د شهـ^ـادت مـ^ـرګ، او خبره شتون لري، او هر څۀ یا ټول په انساني ظني روآیتونو راګرځي. نؤ آیا د هغه ﷻ سره نؤر څوک یا نؤر انساني کتابونه د هغه ﷻ په حکم، شریعت، دین یا ؤاک کې څۀ شریکېدلی شي؟ ځکه د شهـ^ـید ټکی که په قرآنکريم کې نه ؤي، او په روآیتونو کې ؤي، نؤ جناب رسول اکرم ته دشهـ^ـیدانو منسوب رایتونه د څښتن تعالیۚ حکم شو؟ حکم د هر چا خپل کار دی، څوک یې د آخوند څخه اخلي، او څوک يې د مفتي څخه؛ څوک یې له فتوې څخه، څوک یې له روآیت څخه آن دلته خو پیران، باباګان او د مـ^ـړو زیارتونه هم خپل حکمونه لري. خو هغه ﷻ وایې چې [قُلْ هُوَ ٱلله أَحَدٌ: ته ووایه دوئ ته ای زما پیغمبره چې څښتن تعالیۚ یؤ دى]. [اخلاص:۱]. یانې دی ﷻ یؤ دی، دده ﷻ څخه لاندې نؤر ټول مخلوقات دوه دي، درې دي، زر دي، میلیون دي، بیلیون دي، تریلیون دي؛ خو دې ﷻ یؤ دي. خو دی ﷻ یؤ دی، ځکه چې دی ﷻ په هېڅ څۀ کې شریک نلري [لَا شَرِيک له وَبِذَٰلِک أُمِرْتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُسْلِمِينَ: د هغه ﷻ سره په هېڅ ډؤل هېڅ شریک نشته دی او ما (محمد) ته د همدې (خبرې؛ چې څښتن تعالیۚ یؤ دی او شریک نلري) حکم شوى دى او زهٔ (په دې خبره) تر ټولو مسلمانانو لومړی یم (چې دغه ﷻ په هېڅ یؤ شي کې شریک نلري]. [انعام:١٦٣]. دی ﷻ د ټولو کایناتو بادشاه دی، چې دغه ﷻ نه په ذات کې، نه په صفاتو کې، نه په نظـ^ـام کې، نه په دین، نه په شرعه، نه په منهج، او نه په بل هېڅ کوم یؤ خپل الهي حکم کې کوم څوک شریک لري هغهٔ که د حدیث، یا روایت، یا فقهې، یا اجماع، یا د فتوې په نوم سره هم ؤي، دده ﷻ سره نه دی شریک. دغه ټول انساني نظرونه دي چې بحث وړ دي. [هغهٔ ﷻ په خپل حکم (دیني او قضا) کې هیڅوک، او هيڅ بنده له ځانه سره نه شریکوي: ...وَلَا يُشْرِک فِى حُکمِهِۦٓ أَحَدًۭا]. [کهف:۲۶].
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر
-----------------------------------------
۹ 👈 نهم کمینټ: شاهد او شهید: جملې ته په کتو سره هم اسم کېدای شي او هم فعل لکه: "واستشهدوا شاهدين من رجالكم" (البقرة: 282) دلته اسم دی."والله على كل شيء شهيد" (المائدة: 117) دلته فعل دی.