د یؤه سم اؤ صحيح حديث څخه چې پهٔ قرآنکريم سره ثابت ؤي؛ انکار ورڅخه کهٔ کوفر نهٔ ؤي؛ نؤ کوفر ته نېږدې عمل خو به خامخا ؤي؟ که نه؟

👈دا باید د هر مؤمن پهٔ یاد ؤي چې د رسول اکرم ﷺ د یؤه سم اؤ صحيح حديث څخه چې پهٔ قرآنکريم باندې یا پهٔ قرآنکريم سره ثابت ؤي؛ انکار ورڅخه کهٔ کوفر نهٔ ؤي؛ نؤ کوفر ته نېږدې عمل خو به خامخا ؤي. ؤي به؛ کهٔ نهٔ به ؤي؟ هن؟👉. وو! ډېر څۀ به پهٔ هغه ﷺ باندې د تاریخ پهٔ اوږدو کې، پهٔ انسان جوړه تاریخي کتابونو کې؛ د دین د ښمنانو پهٔ لاس قصدا؛ یا د دین سره د میني کوونکو پهٔ لاس سهوا؛ یؤ "ظني" تړلی شؤی ګومان ؤي؛ اؤ دغه تړلی شؤی ګومان به یې بیا د کلام پاک سره سخت پهٔ ټکر کې هم ؤي؛ اؤ د رسول اکرمؐ پهٔ شان کې به یؤ ډؤل ګستاخي هم ؤي؛ خو بیا هم به پرې یؤ مذهبي پهٔ دې موخه قصدا سترګې پټوي؛ چې یا دده پهٔ کوم مذهبي کتاب کې دغه د ګومان خبره شؤې ده؛ اؤ یا دده کوم آخوند ویلي دي چې د دغه ګومان خبره پهٔ مذهبي چوکاټ کې سمه ده. نؤ آیا پهٔ دغه اساس سره اوس د چا دغه د ګومان خبره څۀ سمه شوه؟ هن؟ آیا پهٔ دین کې اوس د دین د مربوطه خبرو لپاره تله اؤ ترازو د څښتن تعالیۚ سپېڅلی کتاب نهٔ شؤ؛ اؤ اوس نؤر نؤر څۀ شو؟ هن؟ 👈نؤ دا هم پهٔ یاد ولرئ چې؛ کهٔ یؤ څوک خپله ناسمه مذهبي خبره، ناسم مذهبي روايت، یا ناسم ضعیف مذهبي قول، اؤ ناسمې مذهبي فتوې ته د رسول اکرمؐ یؤ سم اؤ صحيح حدیث ؤؤایې؛ نؤ داسې کړنه هم کهٔ کوفر نهٔ ؤي، نؤ کوفر اؤ شرک ته نېږدې عمل خو به خامخا ؤي. ؤي به؛ کهٔ نهٔ به ؤي؟ هن؟ د قرآنکريم پهٔ تله کې خو به خامخا ؤي.👉 خو څوک پهٔ جبر سره بل څوک مجبورلې نهٔ شي؛ چې ته ولې لهٔ یؤه لوري د مؤمن دعوه کوې، اؤ لهٔ بل لوري بیا د پیریانو، د باباګانو، د زیارتونو، د تعویذونو، د سقاط، د پیرانو، د اولیاوو، د قبرونو، اؤ د دغسې پهٔ زرهاوو ؤرته کړنو ناسم ګوماني روآیتونه پهٔ قصدي توګه جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) ته منسوبوې. ځکه جبر پخپل ذات کې ګناه ده. دغه پرېکړه د هرچا خپله خپله ده؛ اؤ هر څوک به د خپل ګومان ځواب پخپله د قیامت پهٔ ورځ وایې!
[وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهْجُورًۭا: اؤ رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم همدا قرآنکريم متروك ګرځولى دى] [الفرقان:۳۰]. متروك ګرځولى دی یانې دغه سپېڅلي کتاب يې شاته پرېښودی دی، یانې لهٔ دې سپېڅلي کتاب څخه یې هجرت کړی دی؛ اؤ د مذهبونو پهٔ کتابونو کې یې پهٔ ګوماني خبرو سره ځانته نؤر نؤر څۀ د موازي دین اؤ د موازي کتاب پهٔ نوم سره جوړ کړي دي. پهٔ یاد مو ؤي چې دلته جناب پیغمبرؐ د سنیانو، شیعیه ګانو، اباضیانو، معتزلوو، صوفیانو، اؤ اؤ … د فتوو، اؤ د روآیتونو کتابونه نه یادوي. بلکې هغه ﷺ پهٔ همدې ټینګار کؤي چې همدا قرآنکريم یې متروک کړی دی؛ اؤ د ژوند د کولو د طرز لپاره یې نؤر نؤر څۀ خپل کړي دي؛ اؤ د الهي دین مرتبې ته یې رسولي دي.
د یؤه مومن لپاره لومړی د یؤ صحيح حديث معیار دا دی چې دغه ستر پیغمبرؐ لهٔ ځانه اؤ لهٔ هوا یا د خپل خواهش څخه پهٔ دین کې هېڅ نطق اؤ خبرې نهٔ کؤي. نؤ باید دده ﷺ د هرې خبرې د تایید لپاره د قرآنکريم د ایت تایید خامخا موجود ؤي. مګر د هغو لپاره چې کاروبار یې پهٔ زیارتونو، تعویذونو، اولياوو، باباګانو، اؤ پهٔ پېريانو، اؤ پهٔ عوام غولونه روان ؤي؛ د هغو لپاره د سم اؤ صحیح حدیث معیار بیا نؤر څۀ دي. اؤ هغه دا دي چې دده آخوند اؤ مفتي یې تایېد کړي؛ بیا هر څۀ کهٔ ناسم هم ؤي، دده لپاره سم دي. اؤ دی بيا د قرآنکريم تایید ته هېڅ اړتيا نلري. مګر دوئ پهٔ دې ښه پوهیږي چې د څښتن تعالیۚ سپېڅلی دین د انسانانو تایید ته اړتیا نلري. خو بیا هم دوئ دغه کار د خپل کاروبار د مجبوريت لهٔ ؤجې کؤي. نؤ فلهذا د دغه د خلکو سره لهٔ بحثونو تېریدل پکار دي اؤ دغه لانجه پهٔ دې دنیا هم نهٔ حل کېږي. دا خبره به د قیامت پهٔ ورځ حل کیږي چې د کلام پاک خبره اؤ هغه خبره چې کلام پاک تایید کړې ؤه بهتره ؤه؛ اؤ کهٔ هغه خبره چې چا د فتوې، اؤ روآیت پهٔ نوم سره لهٔ ځانه جوړه کړې ؤه اؤ د قرآنکريم اؤ د انساني عقل سره پهٔ ټکر کې ؤه بهتره ؤه.
ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر