څوک به د ږیري د واجب والي په اړه ذکر شوي إلهي ایتونه سم او ښه روښانه کړي؟


د فیسبوک په یوه پوسټ کې ما لیکلي وو چې: د ږیرې په حکم هم بايد یو څوک د قرآنکريم له مخې رڼا واچوي. څوک شته دی چې د ږیري د واجب والي په اړه ذکر شوي إلهي ایتونه دې شډلو بډلو کليوالو ته سم او ښه روښانه کړي؟ 

یو ښاغلی ورور چې "محمد جمال الله علمیار" نومیږي راته لیکلي وو: موسی (؏) چې هارون (؏) په څپيړه واهه د کوم ځای نه یې نيولی و؟

مال که اوس ورته د مذهبي کتابونو څخه لکه 'تاريخ الرسل والملوك' او 'کتابُ الأصنام لابن الكلبي' او او… ووايم چې د إسلام  له راتګ څخه وړاندې به د ابوجهل نیکونو، پلرونو، غټو غټو مشـ^ـرکینو لکه عتبه، شیبه، ولید بن مغيره، امیه بن خلف او.. او حتیٰ ابوجهل پخپله هم د قریشو تر ټولو غوره دودیزې لنګۍ پر سر کولې، اوږدې ږیرې به یې لرلې، مسواک یې کارولو، په مشکو به یې ځانونه خوشبو کول، په خرو، اوښانو یا حیواناتو سره سپرلۍ کول یې محلي سنتونه وو، د ماشومانو نجونو سره ودونه یې کلیوال قریشي قبیلوي دود وو، په سیاه دانې، خرماوو، شېدو او حتیٰ د اوښانو په متیازو سره د اسهالاتو علاجونه کول یې بدوي طب وو او... او ددې ټولو محلي سنتونو ترڅنګ هر یو یې خو بالخصوص ابوجهل په خپل عربي بدوي هویت هم یو ډېر میین سړی و چې د خپلو قبیلوي جګړو لپاره یې خپل تور او سپین سنتي بیرغونه لرل چې هماغه به یې د هجوم په وخت کې کارول او له بدوي فتحو وروسته به یې پردي مالونه ناروا غنيمتونه ګڼل او پردي ناموسونه به یې د وینځو او د کنیزو په نوم له ځانه سره وړل، دا هر څه د محمدي شـ^ـریعت له راتلو څخه وړاندې کېدل او د همدغه قریشي بدوي باور او عقیدې چې پورته ذکر شوه بهر به د مکې مشـ^ـرکینو نورو انسانانو ته توهین هم کولو چې ولې همدغه هر یو ذکر شوی باور ورسره نه مني. بیا مې فکر وکړ چې شاید په دې خبره به یې سر خلاص نه شي ځکه دلته اکثره خلک د قریشو بدوي کولتور د مذهب په بڼه لولي هم او د مذهب په نوم سره یې پیژني هم.

نو ما ورته ولیکل چې راځه دا ایتونه له سره ولولو: [وَأَلۡقَى ٱلۡأَلۡوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأۡسِ أَخِیه یَجُرُّه إِلَیۡه: او [موسی (؏)] تختې يې وغورځولې او د خپل ورور [هارون (؏)] 👈سر👉 يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه. بل ایت وایې چې [قَالَ یَبۡنَومَّ لَا تَأۡخُذۡ بِلِحۡیَتِی وَلَا بِرَأۡسِیۤۖ: ده [هارون (؏)] وویل: اى زما د مور زویه! ته مه زما ږېره نیسه او مه زما 👈سر👉]. اوس نو جناب علمیار صېب! که ستاسو دغه دلیل ته وګورو، نو بیا خو سر دوه ځلې او ږیره یو ځلې یاده شوې ده. بیا خو بايد د سر پر وېښتانو له ږيري ډير ټېنګار وکړو. که څنګه؟ بله دا چې که ږیره د څښتن تعالیٰۚ د سپېڅلي دين برخه وي ایا څښتن تعالیٰۚ یې لېرې کوونکی ته کومه سزا ټاکلې ده؟ یا د جناب نبي کریم (؏) داسې کوم مرفوع صحيح حديث شته دی چې د ږیرې لېرې کوونکي ته يې کومه سزا په دنیا ټاکلې وي؟ په دې هیله چې په نبوي احادیثو کې تاسو د مرفوع حدیث په مانا پوهه یاست. مونږ ته هم د خپل علم او پوهې څخه لږ څه د قرآنکريم او د سمو احادیثو مطابق راکړئ د انساني فتوو، روایتونو او نظرونو څخه نه. ښاد او اباد اوسئ، ژوند مو د خوشحالیو او خوښیو څخه ډک شه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جناب علمیار صېب راته بېرته ولیکل: همدا ږيره ده چې ټولو پيغمبرانو ساتلې او تاسو يې د قرآن څخه دلالة النص غوښتلی. اوس تاسو خو به جنت الفردوس منۍ حتماً خو په دی جنت کی به مؤمنان خوراک څښاک کوي نو ددی خوراک تقاضا خو د دنيا په اعتبار سره داده چه مدفوع او په فاضله موادو بدليږي او د قضاء حاجت په صورت کې رفع کيږي. نو په جنت الفردوس کې چه مؤمنان خوراک څښاک کوي نو دا فضله به يې کوم طرف ته ځي که د قرآن عظيم الشان څخه يی تثبيت کړۍ مهرباني به مو وي.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ما ورته ولیکل: ګر چې تاسو زما پوښتنه ځواب نه کړه. او دین ضرور د إلهي مستقیمې وحیې په دلالةالنص ولاړ دی او د پیغمبرانو په شخصي خبرو، کولتور، یا ورته په منسوبو شوو روایتونو نه دی ولاړ، که دغسې نه وای نو څښتن تعالیٰۚ فرمايي چې په هېڅ پیغمبر کې فرق نه کوو، نو نن به موږ مجبوره وو چې د موسیٰ (؏) د عیسیٰ (؏) او داوود (؏) ټول روایتونه مو عملي کولی مګر دغسې نه ده. خو بیا هم. د یوه سم مؤمن لپاره د قرآنکريم په غیبي خبرو کې د فتوو، د ناسمو حدیثونو او د رایتونو پر مټ اجتهاد او لاسوهنه نه وي پکار. نه دا چې یو مؤمن له ایمانه خلاصوي، بلکې هر ډول بې ایمانه غیبي خبرې د یوه مؤمن انسان د قرآني عقېدې برخه نه وي؛ بلکې یو ډول ناسم اضافي مالومات وي. 

د  یوه سم مؤمن انسان په حیث چې څوک هر کله په قرآنکريم کې دننه د کومې غبیي خبرې ځواب وایي. نو باید ځواب یې بیرته له قرآنکريم څخه وي. د انساني کتابونو څخه نه. او هغه ځکه چې په غیبو انسانان او پیغمبران نه پوهیږي، بلکې یوازې او یوازې څښتن تعالیٰۚ پر غیبو پوهیږي لکه دا ایت شریف [وَعِندَه مَفَاتِحُ ٱلْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهآ إِلَّا هوَ: یانې د غیبو کیلیانې یوازې او یوازې د څښتن تعالیٰۚ سره دي او دده ﷻ پرته پر غیبو نور هیڅوک نه پوهیږي]. او د غیبو په اړه چې خبرې او تفصیل د قرآنکريم پرته له بل هر ځای څخه راځي په قراني دین کې یوه باطله رویه او یو مردود روش دی. که تاسو د سورت البقرې د دې ایت شریف برخې ته لږ متوجه شئ ډېر څه په کې دي [قُلۡ ‌ءَأَنتُمۡ أَعۡلَمُ أَمِ ٱللَّه]. او هغه چې د غیبو خبرې په خپلو فتوو یا په خپلو روآیتونو سره تشریح یا واضحه کوي. دغسې انسان په یوه نه یوه شکل یا طریقې سره یا بل څوک او یا خپل ځان د څښتن تعالیٰۚ په منزلت کې ږدي او قصداً یا سهوا بل ته یا ځانته د خدايي مرتبه ورکوي. په دغسې انسانانو باندې په قراني غیبیاتو کې اجتهاد کول حرام دي. ځکه خو د څښتن تعالیٰۚ په ګواهۍ سره جناب نبي کریم (؏) پخپله ټولو صحابوو ته ویلي دي چې [قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى نَفْعًۭا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّه ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ لَٱسْتَكْثَرْتُ مِنَ ٱلْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِىَ ٱلسُّوٓءُ ۚ إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌۭ وَبَشِيرٌۭ لِّقَوْمٍۢ يُومِنُونَ: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره! چې: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان. مګر هغه چې څښتن تعالیٰۚ يې وغواړي. او كه چېرې زه پر غیبو عالِم (پوهه) وَى (نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و. او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى. زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي]. یانې هغه انسانان چې په قرآنکريم یې ایمان راوړی وي دوئ د قرآنکريم څخه دباندې په نورو غیبیاتو هېڅ ایمان نلري، ځکه دوئ د خپل نبي دغه خبره ریښتني ګڼي. خو په دې شرط چې په قرآنکريم یې کلک ایمان وي نو هله.

اوس ستاسو پوښتنې ته راګرځم: په جنت کې خو شراب (مشروبات) هم شته دی. ایا دغه شراب د دې دنیا د شرابو په څېر بدبویه، بدذوقه او بد کیفیته دي؟ ستاسو ځواب به همدا وي چې: نه! ایا هلته چې انسان دغه شراب وڅښي؛ له څښلو وروسته به یې ادرار د دې دنیا د ادرارو په څېر بدبویه، بې کاره او له کرکې ډک وي؟ دا اوس غیب شو. وي به که نه. په دې خبرې کول زمونږ حق نه جوړیږي. 

دا چې مونږ به خوراک کوو او فاضله توکي به یې چېرته ځي، د دې دنیا څخه به څرنګه مختلف وي، وي به که نه. دا ټول غیب شو. که په روآیتونو کې دې خبرې ته وګورو چې له فاضله توکو به خوشبو یا به لندې خولې ترینه جوړیږي؛ دا خبره د عقل او د ساینس سره په ټکر کې ده. ځکه لومړی باید د خوشبو او د خولې مقدار مالوم شي دا هم غیب شو. که چیرې مونږ د خپل ۲۴ ساعته ژوند خوراک او څښاک په خوشبوداره خولو سره بدل کړو. نو ټول جنتي انسانان به لانده قشته ګرځي او هر انسان به د ابو یوه لنده کتله وي (البته زمونږ په فکر). بله دا په جنت کې چې څوک څه وغواړي هماغسې به کيږي. لکه دلته چې ځينې انسان یا خوشبو نه خوښوي او یا ورسره حساسيت لري. که د بدن انرژي په خولو او خولې په خوشبو بدليږي او څوک چې خوشبو نه غواړي بیا خو دغه قانون بدلول ناممکنه شو. (که ستاسو ځواب دا وي چې هلته به انسان هر څه چې وغواړي هماغسې به کیږي، نو امکان یې شته دی. دا خبره بیا ټوله دامکاناتو شوه. د بېلګې په توګه که یو څوک خداي مه کړه په دې دنیا د کوم پیغمبر یا د کوم صحابي یا د کوم انسان په مېرمن مېین وي، ایا د یوه څخه به دغه ښځه اخېستل کیږي او بل ته به ورکول کیږي؟ ځکه دې یې خواهش کوي او په هغه جنت کې یې غواړي چې هر خواهش په کې پوره کېدوونکی دی. یا که یوه ښځه د بلې ښځې خاوند هلته وغواړي ایا هلته به ورته ورکول کیږي؟ نو مطلب دا چې ځينې خبرې غیب وي، سنجونه کول په کې انسان ګمراه کوي). فلهذا دا ټول غیب دي بايد انساني روايتونه په کې ښکېل نه کړو او په دین کې دلیل باید له قرآنکريم څخه وي.

مګر که وغواړو چې د خپل زړه د اطمنان لپار یو څه په عقل ولاړې خبرې وکړو. نو داسې هم ویلی شو چې د انسانانو، یا د حیواناتو لکه سپي، خنزیر، خر وغیره په خیټو کې چې کوم بچي د خپلې مور څخه کومه انرژي اخلي او پرې تغذيه کيږي او بیا دومره غټ شي چې کله د مور د مړیني سبب هم شي. اوس نو ددغې انرژي اضافه توکي د ماشوم له خیټې چېرته ځي. ایا دغه بچي په رحم کې عطرونه او خوشبوګانې، یا فاضله توکي تولیدوي؟ هن؟ انرژي یو لویې بحث دی لکه ډېر مخلوقات چې په لمریزه انرژۍ باندې ژوند کوي. هغو بیا دغه انرژي بیرته څرنګه اوباسي. که تاسو همدغه څیړنه په روآیتونو سره نه بلکې په خپل فکر او علم سره مکمله کړئ، د څښتن تعالیٰۚ په کتاب کې مو بیا په ډېرو خبرو سر خلاصیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جناب علمیار صېب نه دا چې زما د پوښتنو ځواب یې ووایو چې ورڅخه څه زده کړم. بلکې راته یې بیا ولیکل چې: نو دا ایاتونه چه تاسو وایې خو دا ایت هم مطالعه کړئ و ما ینطق عن الهوی إن هي إلا وحيٌ يوحی. او بيا هم تاسو د قرآن څخه وروسته بهتر کتاب د رياضۍ بولئ نه صحيح بخاری او صحيح مسلم. نو تاسو سره بحث فايده نه لري ځکه چه تاسو زيات هوښيارخپل ځان بولئ او پخواني علماء مفسرين هېڅ.

ما ورته ولیکل چې جزباتي کیږئ مه! د مذهـ^ـبي جزباتو پسې دؤیم پړاو د کوپر او الحـ^ـاد ټاپې وي او دریم پړاو دا وي چې مذهـ^ـبیان انسان لنځه وړي یوازې په دې خاېر چې ځواب نلري. خو زه د یوه متعلم په حیث غواړم چې ستاسو څخه زده وکړم. که ناسم ووم. تاسو مې پوهه کړئ او په خپل علم مې ونازوئ اجرونه به یې خامخا وي. راځم ستاسو پوښتنې ته او یو څو خبرې دي چې یادول یې مهم دي:

هغه څه چې د څښتن تعالیٰۚ د سپيڅلي کتاب برخه (حکم او امر) نه وي. هغه بیا د څښتن تعالیٰۚ د سپيڅلي دين برخه هم نه وي. ځکه چې  هغه ﷻ فرمايي [وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیࣰّا: او ستا رب هیڅكله (هم په خپل حکم کې د یو څه په اړه) هېروونكى نه دى]. یانې چې هیر یې نه دي او تاسو ږیره یا لنګوټه د څښتن تعالیٰۚ د دین برخه ګڼئ، نو یا خو ظلم کوئ او یا ما نه شئ پوهولی. کله چې له قرآنکريم څخه بهر انساني خبرې د څښتن تعالیٰۚ د سپېڅلي دین برخه  نه وي.

نو آیا دغه دین په پوره توګې سره د قرآنکريم په چوکاټ کې د نبي کریم (؏) په ژوند کې مکمل شوی دی؟ وو! ځکه چې  هغه ﷻ فرمايي [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ: نن ورځ ما (ستاسو رب ﷻ) ستاسو لپاره ستاسو دین (په پوره توګې سره) مكمل كړو. او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل (په شمول د قرآني نعمت). او ما (ستاسو رب ﷻ) ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو (کوم چې په مکمله توګه په قرآنکريم کې پروت دی)].

ایا هغه ﷻ خو به په خپل دین کې کوم څه له قرآنکريم څخه بهر بندګانو ته د لیکلو لپاره نه وي پرېښودي چې بندګان یې دده ﷻ په سپېڅلي دین کې وراضافه کړي؟ نه! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي [مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍ: ما په دې كتاب (قرآنکريم کې د دین متعلق) هېڅ شى (بې ليكلو) نه دي پریښي].

ایا په دغه سپېڅلي کتاب کې خو به د دین یا په دغه کتاب باندې د یوه مؤمن د ايمان او د عقېدې اړوند کوم څه ګنګس نه وي پاتې چې له قرآنکريم څخه بهر بیا نور انسانان د دغه إلهي دین کومې نیمګړتیاوې پوره کړي؟ نه! ځکه چې هغه ﷻ فرمايي [وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ: دا کتاب (په دین کې) د هر شي لپاره واضحه بیان دى].

په ننۍ نړۍ کې څه باندې څلور زره دینونه یا عقېدې یا مذهبونه یا باورونه شتون لري. چې د دغه باورونو یا عقېدو اکثره برخه یې بیرته انسانان یا انساني خبرې تشکیلوي هم او تکمیلوي یې هم. چې وروسته بیا دغه باورونه د همدغه انساني تکمیل له وجې په انساني مذهبونو سره هم یادیږي. که اسلام انساني نه بلکې یو إلهي دین وي، نو ایا د دغه إلهي دین خبرې به بېرته په ډېر ښه تفصیل سره د څښتن تعالیٰۚ له اړخه په دغه سپېڅلي کتاب کې په ښه توګه او په مفصل تفصیل سره بیان شوې وي؟ وو! ځکه چې هغه ﷻ ۱۹ ځله په ۱۹ ایتونو کې فرمايي چې دغه کتاب ده ﷻ پخپله ښه تفصیل کړی دی لکه [وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍۢ]. یا [وَهوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًۭا]. د اسلام په دین کې د یوه واقعي مؤمن ایمان باید دا وي چې څښتن تعالیٰۚ کومه خبره کړې ده، نو هغه ﷻ بېرته خپله خبره په بندګانو نه بلکې صرف پخپله یې تفصیل کړې ده. دا چې ځینې تفصیلونه یې څوک نه شي پېدا کولی یو خو دا د انساني ذهن تقصیر دی او د څښتن تعالیٰۚ د کتاب تقصیر هرګز نه دی. او بل دا چې دا کتاب د هر زمان او مکان لپاره دی، د څښتن تعالیٰۚ ایتونه د معجزو په څېر سوکه سوکه ځان راښکاره کوي.

که یو څوک په قرآنکريم کې د إلهي دین متعلق د کومې خبرې تفسیر پیدا کول غواړي. نو ایا د یو قام یا د پښتنو مسلمانانو په توګه مونږ مکلف یو چې د مفتي ګوهر علي شاه صېب. یا د جناب حماسي صېب. یا د ښاغلي او قدرمن مولوي صېب دین محمد. یا د دغسې نورو مولویانو، مفتیانو او اخوندانو تشریح او تفسیر ته به وروګرځو او د دغه ډول انسانانو خبرې به د څښتن تعالیٰۚ د سپېڅلي دین برخه ګڼو؟ او که نه مونږ به پخپله لاس په کار شو او دننه په قرآنکريم کې د قرآنکريم په تفسیر به اکتفا وکړو؟ باید د قرآنکريم لپاره په قرآنکريم کې دننه په تفسیر اکتفا وکړو. ولې؟ ځکه چې هغه ﷻ فرمايي [وَلَا یَأۡتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئۡنَـٰكَ بِٱلۡحَقِّ وَأَحۡسَنَ تَفۡسِیرًا: او دوى تا ته كوم مثال (عجیب سوال او اعتراض) نه راوړي مګر مونږ تا ته راوړو (د هغه) حق (جواب) او تر ټولو (بهترینه او تر ټولو) ښه تفسیر].

چې دغسې ده. نو انسان خو ناقصه دی. نو اوس که کوم شډل بډل یا هغه چې ځان هوښیار ګڼي د خپلې علمي کمبودۍ له وجې په دغه سپېڅلي کتاب کې د یو څه تفسير، یا وضاحت، یا بيان نه شي پيدا کولاي، نو څه باید وکړي؟ دغسې حق پېدا کوونکی انسان دې خبر وي چې د څښتن تعالیٰۚ د کتاب مطابق هر انسان آزاد دی. تر هغې ازاد دی تر څو حقیقت ته ورسیږي. چون دی د حق په لټه کې دی. نو د حق پلټنې په دغه سفر کې دې باید خپل مذهبي فکر، مذهبي تفسير، مذهبي تشريح، مذهبي بیان یا فتوا یا روایت هرګز د څښتن تعالیٰۚ کتاب ته په کلکو سترګو سره منسوب نه کړي. ځکه یو خو دغسې کار او دغسې کړنه انسان شرک ته نیږدې کوي. بله دا چې ولو که هر مخلوق (پیغمبر، صحابي، تابعي، إمام او هر انسان) یا هر څوک وي خو څښتن تعالیٰۚ په خپل (دیني) حكم (او قضا) كې هیڅوك او هيڅ بنده له ځانه سره نه شریكوي [وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِه أَحَدًۭا].

په دغه پورتني اساس سره که چیرې دا ایت [وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهوَى* إِنْ هوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى: او دى ﷺ له خپل خواهش څخه خبرې نه كوي - نه دى دا (قرآن) مګر وحي ده چې (ده ته) وحي كول شي]. د څښتن تعالیٰۚ د کتاب برخه وي، نو خامخا به چېرې تشریح او اوضحه شوی وي کنه؟ راځه چې د وضاحت ایتونو یې ولټوو. 

۱ [...قُلِ ٱللَّه ۖ شَهيدٌۢ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِىَ إِلَىَّ هـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ لِأُنذِرَكُم بِه وَمَنۢ بَلَغَ…: … ته ووایه دوئ ته ای زما پیغمبره! : څښتن تعالیٰۚ زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې ګواه دى او ما ته دا قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې دا ورته رسي]. دلته خو په إلهي ثبوت سره جناب نبي کریم (؏) د فتوو، روایتونو، تفسیرونو او حديثونو کتابونه نه یادوي. هغه خو وایې چې ماته همدا قرآنکريم وحيې شوی دی.

۲ [...أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ هـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ…: (اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قیصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته همدا قران وحي كړى دى او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې]. دلته خو هم په إلهي ثبوت سره جناب نبي کریم (؏) د فتوو، روایتونو، تفسیرونو او حديثونو کتابونه نه یادوي. هغه خو وایې چې ماته همدا قرآنکريم وحيې شوی دی.

۳ [وَقَالَ ٱلرَّسُولُ يَـٰرَبِّ إِنَّ قَوْمِى ٱتَّخَذُوا۟ هـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ مَهجُورًۭا: او رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم همدا قرآن متروك ګرځولى دى]. دلته خو هم په إلهي ثبوت سره جناب نبي کریم (؏) د سنیانو، شیعیه ګانو، اباضیانو، معتزليانو، صوفیانو او او… د فتوو، روایتونو، تفسیرونو او حديثونو کتابونه نه یادوي. هغه خو وایې چې همدا قرآنکريم یې متروک کړی دی.

۴ [إِنَّ هـٰذَا ٱلْقُرْءَانَ يَهدِى لِلَّتِى هىَ أَقْوَمُ…: بېشكه همدا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده]. دلته خو هم په إلهي ثبوت سره جناب نبي کریم (؏) د سنیانو، شیعیه ګانو، اباضیانو، معتزليانو، صوفیانو او او… د فتوو، روایتونو، تفسیرونو او حديثونو کتابونه نه یادوي چې نېغه او سمه لارې ته رهنمایي کوي. هغه خو وایې چې همدا قرآنکريم نیغه لاره ده.

تاسو ماته د ریاضي خبره کړې ده. نو د ریاضي په کومه محاسبه کې چیرې تاسو د انسانانو اختلاف لیدلی دی؟ یا مو داسې ریاضي دان لیدلی چې نظریه او فرمول یې څوک نه مني او دغه ریاضي دان کاپـ^ـر کړی وی، یا وژلی وي، یا رټلی وي او یا یې پرې ټاپې لګولي وي؟ هن؟ مګر د اهل سنتو د صحاحو ستوو او د اهل تشیعو د صحاحو اربعو او د او… څخه نیولې تر بل هر روآیتي کتابه پورې ټول له اختلافاتو څخه ډک دي. او د هر ممبر آخوند پرې جلا جلا استدلال کوي. همدا نن په افغانستان او په سوریه کې هماغه یو د تعليم او پوهې په اړه حديث جلا جلا تطبیقیږي او عربان چې دین د دوئ په ژبه دی یو څېر برداشت ترېنه لري او ټول مکتبونه، پوهنتونونه او دفترونه نر او ښځې ته خلاص دي او زمونږ بڼدنګان چې عربي سمه ویلای او لیکلای لا نه شي او زما په څېر په دین بېسواده دي بل ډول برداشت ترینه لري. دا ځکه خو څښتن تعالیٰۚ څومره رېښتیا فرمايلي دي چې [أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّه لَوَجَدُوا۟ فِيه ٱخْتِلَـٰفًۭا كَثِيرًۭا: ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا (قرآن د انسانانو د کتابونو په څېر) د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و].

ما د خپلې ناپوهۍ له مخې دا ګومان کوو چې علمیار صېب به اوس د وهابـ^ـیانو او سلـ^ـفیانو په څېر خامخا په کلکو سترګو د څښتن تعالیٰۚ کتاب ناقص ګڼي او د لمونځ، تروایحو، استسقاء، زکات، د اوښانو، متیازې، سیاه‌دانې، د المسیار د وهابـ^ـي نکاح او د ورته نورو خبرو پوښتنه به کوي او په خپلو دغه پوښتنو سره به قرآنکريم خامخا ناقص او نیمګړی ثابتوي. خو علمیار صېب په دې پوهه وو چې د څښتن تعالیٰۚ کتاب نه ناقص دی او نه نیمګړی دی، نور لاړ او په قرآنکريم کې دننه د ږیری د ثبوت د شتون په اړه بحث نیمګړی پاتې شو. او زما په دې خبره ایمان نور هم پیاوړی شو چې (هغه څه چې د څښتن تعالیٰۚ د سپيڅلي کتاب برخه (حکم او امر) نه وي. هغه بیا د څښتن تعالیٰۚ د سپيڅلي دين برخه هم نه وي. ځکه چې  هغه ﷻ فرمايي [وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیࣰّا: او ستا رب هیڅكله (هم په خپل حکم کې د یو څه په اړه) هېروونكى نه دى]. څښتن تعالیٰۚ دې لومړی ماته د سمې لارې د پېدا کولو توفیق راکړي او بیا علمیار صېب ته او که په بحث کې علمیار صېب خفه شوی وي، د زړه له تله ورڅخه بښخنه غواړم ځکه قرآنکريم په نرمه خبره امر کوي، شاید زما به نرمه نه وه زده نو ځکه به په کومه خبره خفه شوی وو چې زهٔ پرې نه یم خبر او هغه ولاړ.

ادامه لري…. بله برخه د ناسمو حديثونو او د هغه نبوي حديثونو په اړه ده چې کلام پاک یې د "قل" په کلمې سره تاییدوي او منکر یې ګناهګار دی خو ږيره او لنګوټه د "قل" په برخه کې نه ده شامله ځکه دا یوه عربي کولتوري کړنه ده لکه څرنګه چې د لیکنې په لومړي سر کې په کره مصادرو سره ذکر شو او په دغه اړه هېڅ قراني حکم شتون نلري. نو دا باید د هر مؤمن په یاد وي چې د نبي کریم (؏) د یوه سم او صحيح حديث څخه چې په قرآنکريم باندې په "قل" سره ثابت وي؛ انکار ورڅخه که کوفر نه وي؛ نو کوفر ته نېږدې عمل خو به خامخا وي. وي به؛ که نه به وي؟ هن؟ نو بیا دا هم په یاد ولري چې؛ که یو څوک خپله ناسمه مذهبي خبره، ناسم مذهبي روايت، یا ناسم ضعیف مذهبي قول او ناسمې مذهبي فتوې ته د نبي کریم (؏) یو سم او صحيح حدیث او د څښتن تعالیٰۚ مبارک دین ؤؤایې؛ نو داسې کړنه هم که کوفر نه وي، نو کوفر او شرک ته نېږدې عمل خو به خامخا وي. وي به؛ که نه به وي؟ هن؟ د قرآنکريم پهٔ تله کې خو به خامخا ؤي. ځکه ټول مؤمنان خبر دي چې انسان ته په قرآنکريم کې کابؤ (۱۶۳۸) ځله د مؤمن د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا او … په کارونې سره امر شوی دی. خو زموږ لهٔ بده مرغه چې دلته ویلی کیږي چې عقل… ادامه لري…


وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زه د دینونو، مذهبونو او د فرقو د پرتلې (Comparative Religions) د علم زده‌کړيال او څېړونکی یم او مسؤولیت مې یوازې هغه انسان ته مثبت پیغام رسؤل وي چې په خپلې پلټنې او څېړنې سره حق ته رسېدل غواړي. ستاسو خپل: #پیر‌بنده‌فقیر