د یو ښه مسلمان یا د یو ښه مؤمن پړاو ته داخلېدل!

مخکې له دې چې یو شخص د یو ښه مسلمان یا د یو ښه مؤمن پړاو ته داخل شي، پکار ده چې تر هر څه وړاندې د یوه رښتیني او د یوه کامل انسان صفات په ځان کې پیدا کړي او لومړی د انسانیت عظيم پړاو ته داخل شي. د قرآنکریم له نزول څخه زرهاو کلونه پخوا هم، څښتن تعالیٰۚ د ټولو پیغمبرانو په ژبه پر انسانیت، پر اخلاقو او د ځمکې پر ابادۍ ټینګار کړی دی.
کلام پاک بیا موږ ته دا حقیقت روښانه کوي چې انسان باید نه یوازې د خپلو همنوعو سره، بلکې د کائیناتو د نورو ټولو ژونديو موجوداتو حقوقو ته هم درناوی ولري؛ ځکه د طبیعت ټول مخلوقات د إلهي خلقت په دایره کې ځانګړی ځای او ځانګړي رولونه لري. [وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم]. ټول حيوانات (خر، سپی، خنزير، پېشو، …)، مرغان (کارغه، ټپوس، کوتره، ..) او حشرات (چرمخکۍ، کربوړي، …) همدا زموږ په څېر امتونه دي. [الأنعام:۳۸]. د بېژبو مخلوقاتو (سپیو، د چرمخکیو یا د ځمکې د نورو خزندو او حیواناتو) خپلسرې وژنه کوم د ثواب کار نه، بلکې په إلهي طبیعت کې یو ډول تجاوز او ګناه ګڼل کېږي او د کاېناتو د بیلانس د خرابوالي سبب ګرځي. او هغه روایتونه چې چاته ته دا ورښیې او د دغو بېګناه حیواناتو په بېرحمانه وژلو باندې د ثواب ژمنې ورسره کوي، د قرآنکریم د متن او د رحمت او د نبي کریم (؏) د عالي اخلاقو (رحمت للعالمین) له روحیې سره هېڅ سمون نه خوري او بیا قصداً د روایتونو په نوم سره د نبوي شخصیت سره د داسې بېرحمۍ تړل یوه ډول لویه تېروتنه هم، یوه ستره ګناه هم او په إلهي قرآني دین باندې یو بهتان هم دی. #پیربندهفقیر