زلزلې، طوفانونه، سیلابونه او ورته نور طبیعي ناورينونه الهي عذابونه دي؛ که د طبیعت (نېچر) یوه برخه؟

څرګند او ثابت حقیقت خو دا دی چې زلزلې، طوفانونه، سیلابونه او ورته نور طبیعي ناورينونه د څښتن تعالیٰۚ د قانون، د قرآني سنتو او د همدې جوړ طبیعت (نېچر) يوه مهمه برخه ده. او دا چې مونږ ورته د ناورين په سترګه ګورو یا یې ګڼو، دا په اصل کې په ځمکه د څښتن تعالیٰۚ هغه پراته سنت دي چې مونږ یې په ناخبرۍ کې سنت نه بولو. سنت (یانې * هغه الهي طریقې، کړنلارې، اصول او قوانین) چې څوک یې د خپلو ژبو د الفاظو څخه په منتجو ویناوو او د ژبو څخه د ثوابونو او د ګناهونو په صادرو ټکو سره نه شي بدلولی. خو د سنتو د تګلارې برخلاف مونږ تل کوښښ کوو چې هر څۀ په ژبه، په خوله یا په دعاوو بدل کړو او بیا یې په ګناهونو پورې تړو هم. څوک یې ځکه د خولې په منتجو او صادره الفاظو سره نه شي بدلولی؛ ځکه چې څښتن تعالیٰۚ فرمايي - [فَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱلله تَبۡدِیلࣰا: نو ته به د څښتن تعالیٰۚ سنتو ( یانې * طریقو، کړنلارو، اصولو او قوانینو) لره له سره هېڅ تبدیلي اونه مومې] او ورپسې وایې چې [وَلَن تَجِدَ لِسُنَّتِ ٱلله تَحۡوِیلًا: او ته به د څښتن تعالیٰۚ سنتو (*) لره له سره څۀ ګرځول اونه مومې] [د فاطر ۴۳ آیت برخه]. - او دا هم وایې چې [وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلًا: او ته به زمونږ سنتو (*) لره هېڅ تبدیلېدل اونه مومې] [د الاسراء ۷۷ آیت برخه]. - یانې د څښتن تعالیٰۚ سنت یا سنتونه، یا طریقې، یا کړنلارې، یا اصول او یا قوانین په قرآني شواهدو سره د هېڅ فرد، سیمې، ځای او په هېڅ یوې ټولنې کې نه بدلیږي او نه بدلېدوونکي دي. او په قرآنکريم کې د سنتو په اړه دغسې نور ډېر ایتونه هم شته دی او تر څو د سنتو په ټکي ښه پوهه شو، نو د ځېنو آیتونو لنډو برخو ته یوازې اشاره کوو. د بېلګې په توګه - [سُنَّةَ اللَّه فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ] یا [مِن قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا] یا [سُنَّتَ اللَّه الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِه] او او …
د شته ساینسي پوهې او د حقیقتونو او تجربو مطابق د الهي قوانینو څخه دغه منتج اړين سنتي طبیعي ناورينونه په ځمکه هم راځي، د سمندرونو په تل کې هم راځي، په مريخ کې هم راځي او د کائناتو په نورو سیارو کې دغه سنتي طوفانونه او زلزلې هم کیږي. دغه ډول ناورين د انسانانو د ژبو، خولو او د ګناهونو سره کومه اړیکه نلري. ځکه د سټلایټونو څخه لاسته راوړل شوي مالومات ښيې چې په سمندرونو او آن په مریخ کې هم ۴.۷ درجې زلزلې کیږي. د انسانانو انساني مذهـ^ـبي فتوو او روایتونو ته په احترام، خو که چېرې د زلزلو د راتللو وجه او خبره د چا د ګناه یا د فحشاء په وجه وي لکه څرنګه چې یې مذهـ^ـبي روآیتونه وایې؛ نو بیا په مریخ کې چا ګناه او فحشاء وکړله؟ او بیا د سمندر په تل کې د کوم یوه کب د ګناه تله درنه وه چې په سمندرونو کې یې په وجې زلزلې او تسونامیانې کیږي؟ د روآیتونو دا برخه یې په آخر کې واضحه کوم. اوس سنتو یا د الهي قوانینو اصلي خبرې ته راځم:
— لومړی زلزلې: د مناسبو زلزلو ګټه دا ده چې زلزلې غرونه جوړوي، د ځمکې خاوره بډایه کوي، د ځمکې د سیارې د حرارت درجه منظموي، نادره فلزیات په تمرکز راولي، په سمندرونو کې د مالګو او نورو کیمیاوي موادو توازن برابروي، په ساحلي سیمو کې د نهرونو توزیع او او او…. اوس که چېرې زلزلې اونه شي، نو دغه ټول هر څۀ نیمکړي پاتې شو. دا ځکه زلزلې د څښتن تعالیٰۚ په سنتو او قوانینو کې راځې چې توازن برابر وساتي او ځکه دا ټول په هغه قرآني او الهي سنتونه کې شمیرل کیږي چې هغه ﷻ د انسان د ګټې لپاره وجود ته راوستي دي.
— دویم هواګانې: چې انسانان له هواګانو څخه برېښناوې جوړوي، په سمندرونو کې پرې کېښتۍ او د اقلیم تنظیم او د رطوبت رغونه او ایکو سیسټم او د نباتاتو.. او … دا ټول د څښتن تعالیٰۚ په سنتو او قوانینو کې راځې چې توازن برابر وساتي. او حتیٰ په غریب کلي کې پرې ماشومان بادېوې یا ګوډي پرانونه د خپلې خوښۍ او هوساینې لپاره الوزوي. د ځمکې هواګانې خاصتا زراعت او ونو ته ګټه رسوي چې په قرآنکريم کې دغه عمل ته څښتن تعالیٰۚ د "لَوَاقِح یا القاح" توری کارولی دی چې د اورښت، د ورېځو د حرکت، د باران او او … لامل هواګانې دي، نور یې په خپله د [الحجر:۲۲] کې لوستلی شئ.
— دریم سیلابونه: که اونه شي وچکالي وي، ځمکه زرخیزه نه وي او او… خو که د اوبو په ګټو هر څومره لیکل وشي، یا وکړم؛ نه یې څوک مني او نه به عملي شي، ځکه د هیواد د ډېرو تکړه تکړه انجیرانو سرونه په شمول د شهـ^ـید ناکامورا همدغه د اوبو په اړه عامه پوهاوي وخوړل، هغه هم د هغه چا په لاس چې تاسو یې له ما ښه پیژنئ چې هېڅکله نه غواړي چې په دې سیمه کې اوبه مهار شي.
لکه څرنګه چې باران، ږلۍ او واورې خپل خپل فواید لري، که له خپل حده واوړي بیا خپل خپل زیانونه هم لري. همدغسې زلزلې، طوفانونه او سیلابونه هم خپل خپل فواید لري او که له حده واوړي خپل زیانونه هم له ځانه سره لري. دغه هر څۀ د څښتن تعالیٰۚ یو رحمت دی؛ خو کله چې سرکشه شي، يا يې قصداً سرکشۍ ته زمینه برابره شي؛ نو بیا د يو طبيعي آفت او د یو ناورين شکل غوره کوي. پر ځمکه باندې هر ډول انساني ظلم، په اصل کې دا د انسان په خپل ځان ظلم دی؛ چې د زلزلو، طوفانونو او د سېلابونو په شکل کې راڅرګندیږي او دا همادغه ځای دی د کوم په اړه چې څښتن تعالیٰۚ فرمايي - [ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتۡ أَيۡدِيكُمۡ وَأَنَّ ٱللَّه لَيۡسَ بِظَلَّامٖ لِّلۡعَبِيدِ: دا (سزا یا دا عذاب هسې نه دی، دا چې په تاسې اوس یا وروسته د قیامت په ورځ راځي، دا) په سبب د هغه (بدو عملونو، ناسمو کړنو او د انسان د خپلو جرمونو له امله) دی چې ستاسې لاسونو (په قصدي توګه، په جهالت کې) مخکې (د دنیا په ژوند کې هم او د آخرت لپاره هم) لېږلي دي او بېشکه چې څښتن تعالیٰۚ په خپلو بندګانو باندې هېڅکله (هم) ظلم کوونکی (یا ظالم) نه دی (ځکه هغه ﷻ عادل دی او د هر چا جزاء او پاداش د هغوئ د عملونو او کړنو مطابق ورکوي).] [د العمران ۱۸۲ او د الأنفال ۵۱ آیتونو برخه]. هغه ظلم یا هغه قصداً سرکشي چې انسان یې په ځمکه کې یا پر ځمکه باندې کوي څۀ نمونې یې دادي:
۱ — په قصداً سرکشۍ کې یې د بډایا انسانانو لویې لاس دی، بالخصوص هغه انسان چې فضا ته کارخانیي ګازونه خوشې کوي چې په پايله کې یې بېموسمه بارانونه، طوفانونه او سېلابونه کیږي.
۲ — په قصداً سرکشۍ کې یې د هغه انسانانو چې د خپل اقلیم یا چاپیریال سمه پاملرنه نه کوي او مجبوراً هغه توکي کاروي چې تودوخه جوړوي، ځمکه وچوي او یا یې چاپيريال ته نقصان ډير وي هم لاس دی.
۳ — په قصداً سرکشۍ کې یې هغه انسانان چې د چاپیریال اوبه په ناسمه توګه کاروي او هغه چې ځنګلونه ریبي او او… دغه ډول انسانان هم په دې ناورینونو کې شریکه برخه او شریک لاس لري.
د زلزلو ځینې هغه لاملونه چې تاسو به په خپل ښوونځي کې لوستلي وي لکه د ځمکې د سطحې لاندې مختلف حرکتونه چې ډېر نومونه او ډولونه لري، کولی شي چې فشار او چاودېدل رامنځته کړي چې په آخر کې دغه فشار او چاودېدل د زلزلې لامل شي. مګر په زلزلو کې د ډېرو عوامولو څخه انسان پخپله هم یو عامل دی چې د ناسمو انساني کړنو له وجې (لکه پورته چې ذکر شو) یې زلزلې کیږي. خو پام مو وي چې دغه ناسمې کړنې د زنا او د فحشاء کړنې نه دي، بلکې خبره بل څۀ ده. او په دغسې بل څۀ سترګې پټول او بیا هر څۀ د مذهـ^ـبي فکر له مخې په ګناهونو پورې تړل ښه کار نه بریښي او که څوک یې د ګناهونو پورې تړي؛ دوئ یا د خپلې ناپوهۍ دغسې کوي او یا یې قصداً د خپل مذهـ^ـبي بازار د تودولو لپاره کوي، چې په دواړو حالاتو کې د راتلوونکي نسلونو سره ښه نه کوي. دغه بل څۀ یانې:
۴ — د انسانانو په ځمکه کې په ناسمه توګه ناسم فعالیتونه کولی شي چې زلزلې رامنځته کړي. لکه د هر ډول معدنیاتو لپاره بېترتیبه کانونه ایستل، یا داسې کړنې ترسره کول چې د ځمکې د سطحې اوبه وچې کړي. یا فرکینګ کول یانې په ځمکه کې انسان جوړه مایعات، کثیفي اوبه تزریق کول، دا او دغسې نورې انساني کړنې هم کولی شي زلزلې رامنځته کړي.
خو په پښتنه سیمه کې د مډرن ساینسي علم او د څښتن تعالیٰۚ د سپېڅلي کتاب څخه لېرې یوه "خاصه ډله" شته چې کلیوالو ته تل په دې خبره ټینګار کوي چې - په دې سیمه کې طوفانونه، سیلابونه، زلزلې او ورته، نور طبيعي ناورينونه د ګناهګارانو د ګناهونو له وجې کيږي. ټول عاقلان پوهیږي چې دغه "خاصه ډله" هم سم نه وايي او هم يې سر د قرآنکريم په چوکاټ کې دننه د ګناه په ټکي خلاص شوی نه دی. دغه ډول "خاصه ډله" صرف د مـذهب په نوم سره د دې لپاره ویرول کوي، تر څو وکولاي شي د هر حالت څخه ښه ګټه پورته کړي، په هر حالت کې خپل ځانته واک وغواړي او د زلزلې يا د کوم بل طبیعي ناورين په نوم يا برانډ سره خپلې جوړې مذهـ^ـبي دعاګانې، دمونه، تعویذونه، فتوې او روآیتونه یو ځلې بیا په غريبانو باندې په دغه بد حالت کې باور او خرڅلاو ته وړاندې کړي. هغه "خاصه ډله" چې د څښتن تعالیٰۚ عالمي قوانین او د کایناتو لپاره ټاکل شوي الهي سنت د خپلو مذهـ^ـبي برداشتونو او روآیتونو په رڼا کې د خپل مذهب په فتوو سره راڅرخوي او په لویې لاس د څښتن تعالیٰۚ قوانین دومره کوچني کوي چې حتیٰ په کایناتو کې طبیعي ناورينونه هم د فحاشیو پسې تړي. دوئ په اصل کې خبر نه دي چې دوئ د روآیتونو په نوم سره له ډیرې ناپوهۍ یا له ډېرې بېعلمۍ دغه تېروتنه کوي. بخښنه غواړم!
بیا هم بخښنه غواړم! مونږ په نړۍ کې د هېڅ دین؛ یا د هېڅ کوم مذهب روآیتونو ته بد نه وایو، ځکه د چا باور ته بد ویل، یا په سپکه ورته کتل د اسلام لارښونې او امر نه دی. خو زمونږ خبره د سم او د منطقي استدلال لپاره ده. چون خبره ټوله په استدلال راګرځي نو مجبورا د چا نومونه نه اخلو او د "خاصې ډلې" کلمه ورته کاروو، یا له ډېرې مجبورۍ څخه د مذهـ^ـبي کتاب د روآیت اشاره یې د استدلال لپاره کاروو. په هر حال؛ اوس که د "خاصې ډلې" په فکر خبره د ګناه هم وي، ګر چې خبره د ګناه نه ده! نو باید وه چې هغه خلک د دغه طبیعي ناورينونو ښکار شوي وی؛ کوم څوک چې د قتلونو، د زنا او د فحشاء په ګناه کې متبلا وو. او بل هېڅ فرد یې ښکار شوی نه وی. او هغه ځکه چې څښتن تعالیٰۚ په خپل سپېڅلي کتاب کې وایې: چې دی ﷻ هېڅکله هم یو شخص د بل شخص د ګناه، یا په بدو کارونو او کړنو سره نه ګرموي او نه د هغه ﷻ په قانون کې یو شخص د بل شخص د شوې ګناه سزا ویني. لکه - [وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى: او هيڅ یو بوج وړونکى (باروړونکی، ګناهګار) به د بل چا د ګناه بوج (پېټی) وانخلي (پرې بار به نه شي).] [فاطر ۱۸ آیت برخه]. خو که د دې سیمې د مذهـ^ـبي فتوو او روآیتونه څخه باهر منطقي او قرآني استدلال وکړو چې په دین کې خو یو شخص د بل شخ د ګناه سزا هرګز نه ویني [فاطر ۱۸]. او بل دا چې څښتن تعالیٰۚ په هېڅ ډول سره په خپلو ټولو بندګانو ظلم کوونکی هم نه دی - [وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ: او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو باندې د هېڅ ډول ظلم كوونكو څخه نه دى] [فصّلت ۴۶ آیت برخه]. او دا هم وایې چې [وَمَآ أَنَا۠ بِظَلَّٰمٖ لِّلۡعَبِيدِ: او زه په خپلو بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم] [ق ۲۹ آیت برخه]. او دغسې ډېر نور ایتونه شته دی چې څرګند پیغام یې دا دی چې څښتن تعالیٰۚ په هېڅ بنده باندې ظلم کوونکی هم نه دی او یوه شخص د ګناه بوج، پېټی او سزا بل شخص ته هم نه ورکوي.
اوس تاسو یو ځلې بیا دې نقطې ته ښه متوجه شئ چې: څښتن تعالیٰۚ په هېڅ بنده باندې ظلم کوونکی نه دي او په بندګانو کې بیا ماشومان ګناهونه نه لري. وو! ماشومان ګناهونه نلري، ځکه چې ماشومان هم شرعا او هم قانونا معصوم وي. نو که دغسې وي، په شریعت کې هم او په انساني قانون کې هم؛ د یوه شخص په ګناه بل شخص نه نیول کیږي. نو ايا په مشرقي ولایتونو کې (کنړ، ننګرهار، لغمان) او په هرات ولایت کې او د هیواد په نورو سیمو کې چې په سلهاوو دا ښکلي ښکلي ګلالي ماشومان په زلزلو کې د ځمکې د تل ښکار شو؛ خولې او سترګې یې له خاورو ډکې شوي؛ او ژوند ته یې په ډیره بده بڼه د پاي ټکې کېښودل شو. آیا دغه ماشومان په الهي، په شریعت او په انساني قانون کې څۀ ګناهګاران وو او څۀ د بل په ګناه ونیولی شو؟ یا د هیواد هغه باعفته مېرمنې چې د خوب په حالت ویدې د زلزلو او د سیلابو د څپو ښکار شوې، د هغو بېواکه او بېڅوکه باعفته مېرمنو ګناه څۀ وه؟ آیا دغه مېرمنې په الهي، په شریعت او په انساني قانون کې څۀ ګناهګاران وو او څۀ د بل په ګناه ونیولی شو؟ تاسو به يې په ټولنيزو رسنيو کې حالت له ما ښه ليدلی وي 🥺 نو تاسو يې اوس ووایئ چې د دغه مېرمنو او د دغه کمکیانو ماشومانو داسې کومه عظيمه ګناه وه چې تر ابده يې سترګې د مذهبیانو په وينا په الهي عذابونو سره پټې شوې او د دوئ د مذهـ^ـبي برداشت مطابق څښتن تعالیٰۚ د بل د قتلونو، د زنا او د فحشاء په ګناه سره ونیول!
که چېرې د دوئ مذهـ^ـبي برداشت او روآیت سم وای او په ريښتيا سره زلزلې د فحشاو او د قتلونو لپاره الهي عذاب وای، نو په هغه هیواد به زلزلې شوې وای چې ټولو خلکو ورته د قرآنکريم د سيځلو وروسته بدې دعاوې کولې. هغه هیوادونه به سل کاله وړاندې له دې نړۍ څخه ورک وای، کوم چې زمونږ په ټاټوبي کې خپلې اسلحې د ازموینې لپاره راوړي یا کاروي. د هغه هیواد آخوندآن به پنځوس کاله پخوا په الهي عذابونو سره لمنځه تللي وو څوک چې زمونږ په کلي کې د شپون، بزګر او د ښوونکي د ارتداد او د مرګ فتوې ورکوي. ځکه د بېګناه او بېوزله انسان د وژلو څخه به بله کومه لویه ګناه نه وي! هغه هیوادونه او ځایونه چې د فحشاء کاروبار په کې رسمي دی او ترسره کوونکو ته یې رسمي جواز ورکوي د هغې ځایونو د فحشاء مثالونه به نه یادوم، ځکه بیا یوه "خاصه ډله" او د یوه ځانګړي فکر وروڼه پرې خفه کیږي. د "خاصې ډلې" د روآیتونو برخلاف چې ړنګ نه شو، "خاصه ډله" یې تل مرستو ته هم سترګې په لار وي.
کلیوالو! په دې نړۍ کې دا نور ټول مېشت هم زمونږ په څېر مخلوق دی او مونږ ټول په دغسې طبيعي پيښو چې په ګران افغانستان، چین، هندوستان، امریکا، عربو او د نړۍ په بل هر ځای کې کیږي د زړه له تله پرې خفه یو. خو کله چې هغه ډول لیکنې یا کمینټونه وګورو یا د خپلو آخوندانو او یا په ګاونډ کې د تبلیغي طارق جمیل هغه خبرې واورو چې په پښتنو باندې راغلی بد حالت یا زلزلې او سیلابونه د پښتنو د ګناهونو په وجه کيږي، نو نور هم ورپسې خفه شو. بس بیا دغسې لیکل وکړو او په دې ځمکه کې د دغسې حالاتو په تړاو دومره ووایو چې:
لکه شهـ^ـید مې چې وي ورور درپسې وژاړمه!
ویجاړ وطنه څومره نــور درپسې وژاړمه؟
د "خاصې ډلې" مذهـ^ـبي روآیتونه هرګز د څښتن تعالیٰۚ خبره نه ده چې کره او پوره به وي. دا ټولې په تاریخ کې د انسانانو څخه راټولې شوې خبرې دي چې په مرور د زمان سوکه سوکه ناکاره ثابتیږي. که تاسو یې کتابونه مطالعه کړئ، داسې روآیتونه به هم پېدا کړئ چې په کې وایي به - د باران د هر یوه څاڅکي سره یوه یوه ملایکه هم له اسمانه راکښته او د څاڅکي سره ځمکې ته راکوځیږي. دا هم وایي چې کله ملایکه په خپلې قمچینې سره په ورېځو باندې ګوزار وکړي، نو برېښنا د ملایکې د قمچینې په ګوزار سره راځي او دغه د تندر آواز بیا د ورېځو هماغه د ژړا او د فریاد اواز وي. د زلزلو، طوفانونو او د بارانونو په اړه دغسې ډیر نور بلها د خرافاتو روایتونه چې لیکل به یې هم وخت ونیسي او هم به يې شاید له قرآنکريم څخه کوم ناخبره خپلې عقېدې ته سپکاوی وګڼي (د لیکلو څۀ یې بښنه غواړم) خو
یو بل ستر حقیقت خو دا دی چې نن په ټوله نړۍ کې او حتیٰ په سعودي، دوبۍ او نورو اسلامي هیوادنو کې د ټیکنالوژۍ پر مټ (چې کلاوډسیډینګ ورته ویلی کیږي) هم مصنوعي بارانونه کیږي چې نه په کې د تندر او نه په کې د باران هغه ملایکو ته کومه اړتیا لېدلی کیږي کوم چې په مذهـ^ـبي روايتونو کې د بارانونو سره یادې شوي دي. د بېلګې پهٔ توګه په تایلنډ کې د مصنوعي بارانونو د کولو لپاره ځانګړی وزارت شتون لري چې نوم یې (Department of Royal Rainmaking and Agricultural Aviation) دی. دوبۍ د ۲۰۲۶ کال په لومړيو کې اتیا مصنوعي بارانونه کړي دي او سعودي هر کال ۷۵۰ مصنوعي بارانونه کوي. د ټولې اسلامي نړۍ د هېوادونو ارقام نور پخپله په انټرنټ کې ولټوئ. مګر په دې خبره سم پوهاوې هله ممکن دی چې د قرآنکريم سره مډرن ساینسي علوم هم ولوستل شي، انسان جوړه مذهـ^ـبي فتوې او روآیتونه نه. نو ايا اوس به هم په دې نړۍ کې داسې څوک وي چې دا فکر به کوي چې علم مباح او غیر مباح ډولونه لري؟ او د قرآنکريم خلاف به بیا دا هم وايي چې د "اقرأ" یا ولوله مانا "لاتقرأ" یا مه لوله ده؟ هن؟ دا څوک چې زلزلې، طوفانونه، سیلابونه او ورته نور طبیعي ناورينونه الهي عذابونه ګڼي؛ او د طبیعت (نېچر) یوه برخه یې نه ګڼي. کلونه وړاندې د همدغه خلکو د کتابونو په سرچېنو سره د ماشوم د جنډر (جنسیت) د مالومولو څخه هم اول انکار کیده. د بارانونو وړاندوینه هم په لومړیو کې ګناه او کفر ګڼل کیده. د هواګانو او طوفانونو خبرونه هم یو ډول شرک او ناسم بلل کیده. خو د وخت سره هر څه بدل شول، هغه د دوئ صحیح روآیتونه هم ضعیف ثابت شو او ساینسي حقایق او ټیکنالوژي د انسانانو د ژوند يوه نه بېلدوونکې برخه جوړه شوه.
د طبیعت د قوانینو په اړه باید هر انسان خپل ځانته پخپله قناعت ورکړي. ځکه څښتن تعالیٰۚ د قیامت په ورځ د سني څخه د اهل سنتو، د شعیه څخه د شیعیه ګانو، د معتزلوو، د اباضیانو او د ورته نورو لکه صوفیانو یا خوارجو څخه د صراط مستقیم په اړه په ژیړو کتابونو کې د پرتو روایتونو پوښتنه نه کوي. ځکه د طبیعي افتونو په اړه ټولې روایت شوې خبرې نه په قرآنکريم ولاړې دي، نه په عقل ولاړې دي او نه په ساينسي پوهې. دا چې یو څوک یې په خپل مذهـ^ـبي روایت سره د ګناه پورې تړي دا د هغو خپل شخصي برداشت دی (چې مونږ د هر برداشت او د هر نظر قدر کوو)، خو که د دغه ځای ژور څیړل د چا د عقېدې سپکاوی وي، ولو که د دغه طبیعي ناورینونو خبره چې د چا د عقېدې برخه ده په عقل، حقیقت او ساینس برابره هم نه وي، بيا هم ورته توهین کول د يو چا عقېدې يا باور ته یو ډول سپکاوی کول دي. نو بيا هم بښنه وکړئ که خبره مې لږه کږه وه او چا په کې خپل مذهـ^ـبي روآیت ته توهین لیدلی وي. خو هر څه وخت غواړي، نو وخت ورکړئ، انشاء الله تعالی ﷻ چې دا خوب به ستاسو په ژوند رېښتیا شي، أو د ډیرو انسانانو ژوند به د زلزلو، سیلابونو او د طوفانونو په وړاندوینو سره وژغورل شي.
ادامه لري - بله برخه بل وخت؛ او بله برخه به په مرګ، هلاک او د عذاب په ټکو کې په توپير رڼا واچوي او دا چې ولې د انبیاوو په وخت کې عذابونه راتلل نو اوس ولې نه راځي؛ ورسره د څښتن تعالیٰۚ لښکرې څۀ شی دي، ښه او بد د انسانانو خپلې کړنې دي او پايلې به یې خامخا ګوري او …. باندې ده.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې عاقلانو ته مثبت پیغام رسول وو؛ ځکه هغه څه چې ما لوستلي، لیدلي، او زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو په منظور یوازې او یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، او د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یؤه بل چا په پلټنې او څېړنې سره نهٔ). د دیني باورونو، مذهبونو، او فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال او څېړونکی 👈 ستاسو په هر درد دردمند، ستاسو خپل: #پیربندهفقیر
x