ترڅو چې پرې سم پوهه نه شئ، نو لا نور به هم تباه کړي!
ترڅو چې پرې سم پوهه نه شئ، نو د سنتو په نوم دغه شته انساني مذهـ^ـبي فتوې او روايتونه به مو لا نور هم تباه کړي!
د بېلګې پهٔ توګه دا چې ږيره، مسواک، لونګۍ، لنډې پاینڅې، خوشبو یا عطر او او … په مذهـ^ـبي کتابونو کې د نبي کریم (؏) مبارک سنت هم یاد کړل شوي دي، او د یوه عقېدتمند ښې مذهـ^ـبي نښې هم کیدای شي، خو په یاد مو وي، دا مونږ چې يې مبارک دیني یا نبوي سنت ګڼو، دا کارونه د إسلام له راتګ څخه وړاندې هم، او له إسلامه وروسته هم د مکېمکرمې د ډیرو کوپارو او مشرکینو د دود، رواج او دستور برخې وې. چون نبي کریم (ﷺ) د همدغه قبيلې وو، نو ده ﷺ د خپلې سیمې، او قبیلې د خلکو دود او دستور کوم چې ده (ﷺ) ته د پلرونو، او نیکونو څخه ورپاتې وو، د خپل ژوند ترآخره يې د یوه انسان د پاکوالي په موخه خپل قبيلوي عرف او دود ژوندی وساتلو، او دا چې زمونږ کلیوالو ته د بېلګې پهٔ توګه ولې لونګۍ او ږیره إلهي دین او قرآني نبوي سنت ښکاري، مګر په عین وخت کې ولې عربانو ته د خپلو قبیلو د ماقبل إسلام خپله عربي کولتوري برخه، دوود او رواج ښکاري نه إلهي قرآني دین همدا يو جلا بحث دی، داسې بحث او سنجؤنه چې مذهـ^ـبیان پرې هرګز بېطرفه خبرې کول نه غواړي. خو که خبره لنډه کړم نو د ابوجهلي عربي قریشي کولتور په اړه په سلهاوو سلهاوو کتابونه شته دی لکه د 'تاريخ الرسل والملوك' - د 'کتابُ الأصنام لابن الكلبي' او او او... په ټولو مذهـ^ـبي کتابونو کې راغلي دي چې ابوجهل او پلرونو به یې د قریشو تر ټولو غوره دودیزه لنګۍ پر سر کوله، اوږده ږیره یې لرله، مسواک یې کارولو، په مشکو به یې ځان خوشبو کاوه، په خرو، اوښانو یا حیواناتو سره سپرلۍ کول یې محلي سنتونه وو، د ماشومانو نجونو سره ودونه یې د کلیوال قریشي قبیلوي دود وو، په سیاه دانې، خرماوو، شېدو او حتیٰ د اوښانو په متیازو سره د اسهالاتو علاجونه کول یې بدوي طب وو. او او … دغسې ټولې هغه کړنې چې په فتوو او روايتونو کې شتون لري خو په کلام کې یې ذکر شوي دي او نه ورته اشاره شوې ده ټولې پخوانۍ عربي بدوي قريشي مشرکي کړنې دي چې یو چا قصداً د الهي دین په نوم سره نالوستو ته ورمعرفي کړي دي او هغه هم په دې موخه چې د دین په بهانې سره د خپلې ژبې د ویو او د رواجونو څخه حمایت وکړي او تلپاتې یې وګرځوي.
وو "کله چې په یوه کار باندې نبي کریم (؏) امر کړی وي، او يا يې پخپله هم عملي کړی وي، هغه په سنتو کې راځي خو سنت یو ستر بحث دی او هر سنت خپله مانا لري. لکه:".
ډېر زیات شیان، یا وسيلې یا وسایل وو چې یا په بشپړه توګه د قریشو د کوپـ^ـارو او د مشـ^ـرکینو سیمیزه او یا د هماغه وخت خپله محيطي پدیده وه. مګر نن په تود مذهـ^ـبي بازار کې مونږ ته داسې ویلی کیږي او داسې ترسره کیږي لکه د قریشو د مشـ^ـرکینو پخوانۍ سیمیزه پدیده چې د الهي دین برخه وي یا وه. د بېلګې پهٔ توګه:
— رانجه (اثمد) چې د مشـ^ـرکانو سړیو او ښځو به د سترګو د ناروغیو او د دښتې د تودوخې څخه د ساتنې لپاره کارول. مګر نن رانجه یو مذهـ^ـبي سنت ګڼلی کیږي چې کوونکی یې ثواب ګڼي خو ساينس او طبي څېړنې رانجه د Lead یا سرپو په ماده ککړ بولي چې په مغزو اغیزه کوي او په ماشومانو کې دماغي وده او ايکیو هم ودروي او هم کموي.
— پخوانۍ نښې لرونکې ګوتمۍ (خاتم الفص) چې د رسمي مکتوبونو او اداري اړتیا لپاره وه، مګر بیا یو مذهـ^ـبي سنت وګرځېد چې مذهـ^ـبي خلکو یې د هویت د نښې په توګه په کارولو ټینګار وکړ.
— نکریزې لکه د ږیرې او ویښتانو رنګول پری له إسلام څخه وړاندې په جګړو کې د سپین ږیرو د پیژندلو لپاره و، مګر نن نکریزې د صوفیانو او صوفیزم د پلويانو لپاره یوه مذهـ^ـبي نښه او مذهـ^ـبي سنت ګرځېدلي دي.
— نا خبره لدې هېڅ خبر نه دي چې دا یو بشري واقعیت و چې د وخت د مسلمانانو سره سره به مشـ^ـرکینو هم لکه امیه بن خلف، ابولهب او ابوجهل ټولو به په لرګینو کاسو کې اوبه څښلې او څرمني څپلۍ یې په پښو کولې. خو ورڅخه مذهـ^ـبي تمذهب هغه چا راجوړ کړ چې راغلل او ویې ویل چې په لرګینه کاسه کې څښل برکت دی او په ځانګړې طریقه د څپلیو اغوستل مذهـ^ـبي سنت دي، پداسې حال کې چې دا یوازې محیطي وسیلې وې چې د إلهي پیغام له جوهر سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده. او دغسې ډېر او او… چې لیکنه اوږدوي.
خو که همدا خبره یو څوک په دې شکل سره هم وکړي چې:
— هغه (ﷺ) ټول عمرپه لُوټه اودس وچ کړی وو، مګر خلک يې اوس په کاغذ سره کوي یا وچوي!
— هغه (ﷺ) ټول عمر په حيواناتو سفر کړی وو، خو خلک نن خپل سفرونه د موټرو یا نقلیه وسایطو په واسطه کوي!
— هغه (ﷺ) ته په مذهـ^ـبي کتابونو کې د یوې ماشومې نجلۍ سره واده کول منسوب شوي دي، او دا کار ځینې خلک تر ننه هم په پښتنه سیمه کې نبوي سنت ګڼي (کوم چې په اصل کې سنت نه بلکې په هغه (ﷺ) باندې يو تړلی شوی بهتان او یو تهمت دی) خو بیا هماغه د روايتونو کتابونه صرف اهل سنت مسلمانان په اجماع سره د قرآنکريم وروسته د نبوي سنتو تر ټولو صحیح کتابونه ګڼي، مګر همدغه سنت منونکي خلک، او هغه خلک هم چې وایې دا کتابونه په ریښتیا سره تر قرآنکريم وروسته صحیح کتابونه دي بیا د خپل همدغه سم او صحیح کتاب د واده همدغه سنت، سنت نه بلکې د ماشومانو سره واده کول ظلم، تشدد او ګناه ګڼي، جبر یې ګڼي، د ټولو انساني قوانينو خلاف یې ګڼي او او… ولې ځکه چې د ماشومانو ودونه نه دیني، نه مذهـ^ـبي نه إلهي، نه قرآني او نه بشري سنت دي، بلکې یو ناوړه عربي بدوي قريشي جهالت دی چې جاهلان ترېنه حمايت کوي. ځکه جاهلان خبر نه دي چې عبدالمطلب بن هاشم👉 چې د قریشو مشر او د نبي کریم (؏) نیکه وو او د مکې تر ټولو دبدبه لرونکی مشر و. ده له إسلام څخه وړاندې څو مېرمنې لرلې، چې مشهورې یې صفية بنت جندب👉 نتيلة بنت جناب👉 فاطمة بنت عمرو المخزومية👉 چې د بني مخزوم له قوي قبیلې څخه وه، او همدا د عبدالله، ابوطالب او زبیر مور وه، او هالة بنت وهب👉 چې همدا مثال وړاندې کول غواړم چې هاله یې په کم عمرۍ یا په ماشومتوب کې واده وکړې وه. یانې دا ویل غواړم د ماشومو نجونو سره ؤادۀ نبوي سنت نه دي، بلکې قريشي مشرکي سنت وو.
نو تر څو چې خلکو ته د "سنت" او "د عربو د دود، يا د رواج" فرق ونه شي، ترڅو چې خلک د "حديث الله"، او "حديث الرسول" په فرق پوهه نه شي، تر څو چې خلک په "سنت رسول" او "سنت الله" کې توپير ونکړی شي، تر څو چې خلک د "قال قال رسول الله" او د "قال سمعت رسول الله" په تفاوت پوهه نه شي، دا مذهـ^ـبي جاښه او دا لانجه به د مذهب په نوم سره د ساده ګانو او ناپوهانو په مېنځ کې همدغسې روانه وی.
کليوالو! اوس که يو څوک د هغه (ﷺ) دغه پورته ذکر شوي مبارک سنت (په کاڼي یا لوټه اودس ماتې، په خره سفر، د ماشومې سره ؤادۀ او او…) عملي نکړي، ايا ګناهګار دی او که نه دی؟ او که انکار ترينه وکړي، او يا يې په خپله ټولنه کې ددغه سنتو نور عملي کول ونه غواړي، او مخه يې ونيسي نو بيا يې په اساسي قوانينو کې حکم، او سزا څه شی شوه؟
کليوالو! هر سنت، سنت نه وي، يا بهتان وي لکه د محدثينو دغه پورته يو څو ذکر شوي روايتونه، او دغسې روايتونه په زرهاوو دي چې د قرآنکريم، او د انساني ارزښتونو سره سخت په ټکر کې دي، يا د بل د کلتور برخه وي چې مونږ ترینه د څښتن تعالیٰۚ سنت او دین جوړ کړي وي لکه مسواک، ږیره، لونګۍ، وغيره چې د الهي دين سره هيڅ تړاو نلري. که غلط مې ويلي وي قرآني ایت راته ولیکئ او لارښوونه راته وکړئ، اجرونه به مو نصیب شي.
وو که: "په سنتو باندې عمل کول د (استحباب) په درجه کې وي. او داسې کوم حدیث چې ددې اجازه ورکوي چې د ماشومې نجلۍ سره دې سړي یا د ماشوم هلک سره دې کومه مېرمن نکاح وکړي، نو باید وڅیړل شي چې ایا دغه خبره حقیقت لري، او که نه. وو مسواک، عطر، او داسې ډير شیان دي چې اوس هم فایده لري نو ولې یې مخالفت وشي". خو: په ډېرې بښنې سره په استحباب کې بيا د يو څه لازمول، او وجوب نه وي، بلکې ترخيص يا خوښه پکې وي. مګر زمونږ په ټولنه کې مذهـ^ـبي طبقې ته د فتوو، او روايتونو پر مټ د استحباب تر نامه لاندې تشدد او جبر ښودل کيږي. مثلآ زه پخپله د آخوند حاکم په تېره دوره کې د امر بالمـ ـعروف د ډلې د آخوندانو څخه په دې وجه څو ځل پټ شوې يم چې د ږيري د نه لرولو په وجه چېرې ونه وهل شم.
بیا هم وايم تر څو چې په پښتنې ټولنه کې د "إلهي سنتو" او د "عربي دودونو" ترمينځ توپير ونه شي، دا د جبر، د جهالت، او د ناپوهۍ لړۍ به همدغسې روانه وي، لکه څرنګه چې نن د سنتو، او مذهب په نوم سره ستاسو د ځوانانو تعليم مباح، د ميرمنو تحصيل ګناه، د هغو کار، او فردي ازادي د شريعت خلاف کار ګڼل کېږي.
د سنتو په نوم سره د ږيرو او د لنګیو زیاتوالی د ایمان د زیاتوالي دلیل هرګز نه دی، بلکې کله ناکله د نفاق د زیاتوالي نښه او دلیل کېدای شي؛ او هغه ځکه چې قرآني ایمان د ږیري او د لنګوټو سره هېڅ تړاو نلري، بلکې د یوه مؤمن ایمان په رحم، اخلاقو، ویښ ضمیر، ویښ وجدان، په غوره چلند او ښو کړنو سره اندازه کېږي. داسې چلند او کړنې چې ټولو انسانانو ته یې ګټه وي، فردي ازادي یې په کې خوندي وي او فکرونو ته یې په کې تالې نه وي اچول شوي.
باور وکړئ که په کلام پاک کې به د إلهي ایتونو داسې کوم مستقيم یا غیر مستقیم امر وي چې ګندې ږیره پریږدئ او لنګوټه پر سر کړئ او یا به په کلام پاک کې چېرته داسې وي چې دا لباسي کار یا د څښتن تعالیﷻ او یا د هغه ﷻ د نبي کريم ﷺ قرآني سنت دي. دغه د جبر امرونه إلهي نه بلکې فرقیې او مذهـ^ـبي دي چې اکثراً د ځواک، د کنټرول او د سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره کارول کیږي. او که خبره په ږیره او لنګوټه کې واي نو بیا خو ابوجهل یا ابولهب یا دغسې د مکې نورو مشهورو قريشي مشـ^ـرکینو تر ټولو غوره لنګۍ پر سر کولې، اوږدې ږیرې یې لرلې، د لرګي په مسواکونو یې غاښونه پاکول، په مشکو یې ځانونه خوشبو کول او او … خو خبره بل ځای ده چې څوک ورته نه متوجه کیږي. بیا یې تأکیدا وایم چې د ږیرو او لنګوټو په اړه هېڅ قرآني حکم شتون نلري، خو دا چې د یوه مؤمن ایمان په رحم، اخلاقو، ویښ ضمیر، ویښ وجدان، په غوره چلند او ښو کړنو سره ولاړ وي او پرې اندازه کیږي په اړه یې په سلهاوو ایتونه شتون لري.
په خپل ځان، په راتلونکي نسلونو او پر مونږ ظالمانو! لږ خو کلام پاک ته هم کله سر ورښکاره کړئ. ستاسو خپل: #پیربندهفقیر