‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏عصر القصاصین‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎


څوک څرنګه کولای شي چې پهٔ ښه اؤ پهٔ داسې شکل سره درواغ ووایې چې ویل شؤي درواغ ناپوهان درواغ نهٔ بلکې د خپلې عقېدې اؤ باور څخه یؤ نهٔ بېلېدوونکي حقیقت وګڼي؟

ناسمې قیصې اؤ خبرې خپرول د نړۍ پهٔ هره عقېده اؤ هر باور کې د آخوندانو د زرق د ګټلو تر ټولو مهمه ذریعه ده. کهٔ دغه ؤاک اؤ ذریعه لهٔ آخوندانو څخه واخیستلی شي، د آخوندانو سره بیا پهٔ لاس کې هېڅ هم نهٔ پاتې کیږي. نؤ دوئ مجبوره دي چې لومړی د عوام فریبۍ لپاره ښې د درواغو قیصې جوړې کړي، بیا یې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو وکولای شي چې ځانته ښې پیسې اؤ ښه مزد راټول کړي. همدغه ؤجه ده چې د خپلو قیصو پرمټ د احمقانو پهٔ تېرایستلو سره دوئ د ښه شهرت اؤ ښه ژوند مالکان دي.

دغه خلک د خپلو درواغو د خپرولو لپاره پنځه پنسټونه لري چې درې مهمې پښې یا بنسټونه یې دا دي:

۱ — [د ښو مذهبي درواغ ویلو لپاره لومړی بنسټ دا دی چې درواغ پهٔ ډېر ښه او ډېرې ماهرانه توګې سره وویل شي]. ماهرانه یانې یؤ څوک خپلو درواغو ته داسې یؤ روايت چې د عصر القصاصینو څخه پهٔ میراث کې پهٔ ورپاتې کتابونو کې پروت ؤي پېدا کړي چې یا یؤه دروغجن رواي پخپله لیکلی ؤي اؤ یا یې پهٔ خپله نفعه د کوم بل درواغجن څخه رانقل کړی ؤي. یا د یؤه داسې درواغجن مفتي فتوا پېدا کړي چې د پهٔ کې د څښتن‌تعالیﷻ پر ځای پر انسانانو یؤ حلال څۀ حرام کړي ؤي اؤ یا یې یؤ الهي حلال کړی شؤی شی بېرته پهٔ انسانانو حرام کړی ؤي. یا یؤ داسې کتاب پېدا کړي چې د یوې داسې اجماع پهٔ اړه خبرې کوي چې حتیٰ نهٔ يې څوک دغه اجماع وپیژني اؤ نهٔ پرې څوک خبر ؤي چې پهٔ دغه اجماع کې د کوم کلي خلک وو اؤ دغه اجماع چېرته ترسره شؤی ؤه. اؤ نهٔ پهٔ کوم کتاب د دغې اجماع اؤ د جرګې پهٔ اړه پهٔ تاریخ کې څۀ موجود ؤي چې څومره زره یا څومره سوه انسانان ددغې اجماع لپاره راټول شؤي وو. یا یؤ داسې درواغجن خوب راجوړ کړي چې کوم پیغمبر ؐ یا د پیغمبر کوم ملګری اؤ یا یې پهٔ کې د پیغمبر د ملګري کوم ملګری لیدلی ؤي. خو دا نقطه پهٔ یاد ولرئ چې دا د خوبونو نسخه د هوښيارانو لپاره نهٔ بلکې یوازې د ناپوهانو پهٔ ټولنو کې کار ورکوي. د آخوندانو لپاره مهمه دا ده چې د خپلو درواغو لپاره د ټولو لارو چارو څخه کار واخلي خو کهٔ بیا هم خپل ضمير اؤ وجدان اجازه نهٔ ورکوي اؤ پهٔ دغه پورته ډؤل درواغو کې یې یؤ هم نهٔ شي کولی. نؤ بیا آخوندانو مجبوره دي چې ځانته کوم یؤ مـ ـړ کرامتي بابا پهٔ ښه مهارت سره پېدا کړي [لکه مفتي صېب قاسم بجلیګر صېب چې ځانته د غرغشتو بابا پېدا کړی دی] اؤ چې کوم دروغ ويل غواړي پهٔ همدغه بابا یې بیا وروتپي اؤ خپل هر ډؤل درواغ د هغه ګمنام بابا پهٔ کراماتو کې وراضافه کړي.

۲ — د ښو مذهبي درواغ ویلو لپاره دویمه پښه یا بنسټ دا دی چې کله آخوندانو پهٔ اولنۍ مرحله کې پهٔ دې بريالی شي اؤ پهٔ دې ښه مطمئن شي چې د آخوندانو راټول کړی شؤي درواغ د نؤرو دروغ ویوونکو څخه پاخه مصادر اؤ ماخذونه لري. [بیا ورپسې پهٔ خپله ټولنه کې داسې بې عقله اؤ د فکر څخه خلاص کسان راپیدا کړي څوک چې د آخوندانو پهٔ ټولنه کې موجود ؤي اؤ د آخوندانو پهٔ ټولو درواغو باور وکړي]. آخوندانو پهٔ دې مرحلې کې ډېر احتیاط کوي چې پوهه نهٔ بلکې هاغه نالوستي اؤ لهٔ عقل څخه خلاص خره راپېدا کړي چې په ناپوهۍ سره د آخوندانو هر ډؤل دروغ پهٔ یؤه عادي قسم یا سر خوزونې سره نؤرو ته د آخوندانو څخه ښه تکرار کړي اؤ د آخوندانو هر یؤ دروغ د خپل باور اؤ د خپلې عقيدې څخه یؤه نهٔ جدا کېدوونکي برخه وګڼي. دغه ډؤل خلک ډېر اغېزمن هم ؤي اؤ اکثریت هم ؤي. دا هماغه کټګوري ده چې بیا پهٔ خپله ټولنه کې پهٔ ناخبرو لوستو خلکو هم ښه اغېزه لري.

۳ — د ښو مذهبي درواغ ویلو لپاره دریمه پښه یا بنسټ دا دی؛ اؤ دا ډېر مهم بنسټ دی. دا بنسټ د آخوندانو د درواغو لپاره دومره مهم دی لکه د کمپیوټري سرور لپاره چې فایروال دی؛ د لپټاپ لپاره چې یؤ اینټي‌وایرس دی اؤ د انسان لپاره چې واکسین دی. [ورپسې بیا آخوندانو پهٔ خپله ټولنه کې هغه کسان چې د دغو درواغو پهٔ حقیقت ښه سم پوهېږي، اؤ ښه ډېره مطالعه لري. هغوئ پهٔ خپلو کښنځلو اؤ ټاپو سره دومره بزدله، ذلیله، تحقير، توهین اؤ سپک کړي؛ تر هاغه چې هوښیاران د هغه څه په اړه چې ښه پرې پوهېږي چې ښکرور دروغ دي، د آخوندانو د ټاپو لهٔ ؤجې یا پهٔ ټاپو سره مجبوره کړل شؤي ؤي چې هم غلي پاتې شي اؤ هم د خپلې ټولنې د ویښتیا لپاره خپله سپېڅلې دنده نوره سپېڅلې اونه ګڼي].

اوس د درواغو دغه درې پښې یا بنسټونه یؤ ځلې بیا ولولئ. اؤ لږ ښه فکر ؤرته وکړئ چې تاسو یې پهٔ کوم یؤ بنسټ یا پهٔ کومه کټګورۍ یا پښې کې قرار لرئ.

د لاندې څخه — دریمه خو اساسې مرحله: د اسلام په لومړنيو پیړیو کې ځېنې داسې خلک راپېدا شؤ؛ کټمټ لکه زمونږ د پښتنې سيمې دا اوسني مبلغین اؤ تبلیغیان. لکه څرنګه چې زمونږ د دې تبليغيانو سره د خپلو تبلیغاتو لپاره د دوئ پهٔ کتابونو کې ناسم نصوص پراته دي. هغو پخوانیو هم همدغسې خبرې کولې. خو پهٔ کتابي شکل نهٔ بلکې پهٔ شفاهي توګې سره. چې بیا پهٔ مرور د زمان د هغوئ دغه ناسمؤ شفاهي خبرو یؤ کتابي شکل غوره کړو. د بېلګې پهٔ توګه — د‌ علم اؤ د ټیکنالوژۍ پهٔ دې زرینه دوره کې اوس هم د ډیرو تبليغيانو عقېده دا ده چې دا ځمکه پهٔ یؤه غوايې ولاړه ده. تبلیغیان ملامت ځکه نهٔ دي؛ ځکه چې دوئ ته دا خبره د "فضایل اعمال" پهٔ نوم کتاب کې د کوم درواغجن څخه ويلی شؤی ده. کهٔ د چا سره د "فضایل اعمال" د کتاب کومه زړه نسخه ؤي دغه خبره پهٔ کې شته دی. تر څو لیکنه اوږده نهٔ شي؛ نؤ دا ددغو پخوانیو خرافاتو اؤ درواغو د سلهاو سلهاو نومونو څخه یوازې یؤه نمونه ده چې تر مونږ رارسېدلي دي اؤ کلي پهٔ کلي اؤ جومات پهٔ جومات به پهٔ خپل وخت کې ویل کېده. چې سر د عصر القصاصینو ناسمؤ روآیتونو ته رسیږي.

پخواني قصاصین به د اوسنیو تبلیغیانو پهٔ څېر کلي پهٔ کلي یا کور پهٔ کور نهٔ ګرځېدل. بلکې د جوماتونو پورې به منحصره وو. هغوئ به یا د وعظ کولو پهٔ وخت کې اؤ یا به یې د بل فکر د خلکو د ماتولو لپاره د خبرو اترو پهٔ وخت کې خپلې دغه ناسمې قیصې د شطرنج د دانو یا ناپوهانو ته د ملغلرو پهٔ شکل کې یؤه یؤه اؤ پهٔ ترتیب سره وړاندې کولې. پهٔ دوئ کې د ځینو قیصه کوونکو یا قیصه خوانانو لهٔ خوا [لکه دا اوس چې نعت خوانان دي] اؤ د ځینې واعظانو لخوا [لکه دا اوس چې یې پهٔ پښتنه ټولنه کې پهٔ زرهاوو بلګې دي]؛ به هم پهٔ جناب رسول اکرم ؐ اؤ هم به یې پهٔ الهي دین باندې لهٔ ځانه دروغ اؤ بهتانونه تړل. کله چې به پهٔ دوئ کې څوک پهٔ دغه درواغو ونیل شؤ. نؤ د دغه پخوانیو قصاصینو اؤ واعظینو سره یؤه مشهوره خبره یا مقوله ؤه چې ویل به یې: "نحن نكذب لرسول الله لا على رسول الله" یانې مونږ خو د رسول الله لپاره د هغه پهٔ نفعه دروغ وایو؛ نه دا چې په رسول الله باندې د نقصان رسولو یا د کوم بهتان لپاره پرې دروغ وایو". دوئ خپل ځانته دا اجازه ورکوله چې د دین اؤ د جناب رسول اکرم ؐ پهٔ نفعه اؤ لپاره چې څومره دوراغ ویلی شي باید ؤې وایې. خو دې ته یې هېڅ فکر نهٔ وو چې د مفتي قاسم بجلیګر یا د مولوي دین مامد یا د دوئ پهٔ څېر نؤر راتوونکي خلک به د ساینس پهٔ زرینه دوره کې هم یؤ حقیقت وګڼي.

د هغه وخت قیصه خوانانو دا فکر اؤ عقیده درلوده چې دا یؤ ښه کار دی تر څو د خلکو لپاره ډېرې ښې اغیزمنې قیصې اؤ ښه نصیحتونه راجوړ کړل شي. اؤ همدغه ؤجه ؤه چې مودې ؤروسته بیا خلک پهٔ دې پوهه شؤ چې د قصاصینو څخه پهٔ قیصو کې ډېرې زیاتې ناسمې مبالغې اؤ نادقیق جزئیات د دین پهٔ نوم سره وړاندې شؤي دي. خو اؤبهٔ لهٔ ورخه تېرې شؤې ؤې اؤ شفاهي خرافاتو کتابي شکل غوره کړی وو. بله دا! نن کهٔ څوک د هغه دور قصاصین ګرم ګڼي، حق یې دی. خو هغو خپل ځانونه ګرم ځکه نهٔ ګڼل ځکه د هغو فکر دا وو چې هر څۀ پهٔ نیت پورې تړاو لري اؤ د هغو نیت دا وو چې خلک نیکو کارونو ته وهڅوي اؤ لهٔ بدو کارونو څخه یې وویروي. او په دې توګه هغوئ دا ښه اؤ داسې یې بهتره ګڼله چې دوئ دا کار د رسول ﷺ اؤ د هغه ﷻ د دین په "ګټه" کوي، نه د دې لپاره چې په هغه ﷺ باندې کوم دروغ ووایي یا د هغه ﷺ پهٔ الهي پیغام کې کوم تحریف کوي. کټمټ لکه دلته چې لهٔ پنځوسو کلونو څخه د دین د دفاع لپاره د پښتنو پهٔ سیمه کې تباهي روانه ده اؤ هر تباه کوونکي د خپل ظلم لپاره یؤ مذهبي دلیل خامخا لري چې مونږ تباهي نهٔ بلکې دین ژغورو.

دغه سلسله همدغسې روانه ؤه آن تر دې چې کله د خپلې زمانې د خلکو څخه إمام البخاري ؒ حاشیې، روآیتونه اؤ احادیث راټولول شروع کړل. د إمام بخاري ؒ پهٔ اړه پهٔ تاريخ بغداد کې خطيب بغدادي لیکلي دي چې ده رح ته د خپلې زمانې خلکو شپږ لکه (۶۰۰۰۰۰) ناسم، ضعیف، مکذوب او دروغجن روايتونه ورکړي وو. اؤ بیا یې دده رح څخه خورا زیات وخت ؤنیؤ چې د دغه ټولو لکونو لکونو ناسمؤ قیصو اؤ روآیتونو څخه یې یوازې ۲۷۶۱ عدده غیر مکررې برخې، حدیثونه، روایتونه، حاشیې اؤ خبرې راټولې کړي دی [خرجته من ست مائة ألف حديث، وجعلته حجة فيما بيني وبين الله تعالى]. دا دوراغ إمام بخاري رح ته هغه خلکو ورکړي وو چې هغه خلک مونږ ته لهٔ یوې مخې د آخوندانو لهٔ خوا د نیکانو اؤ د صالحینو پهٔ نوم سره پهٔ ګوته کیږي. نور پرې پخپله سوچ وکړئ چې هغه به څرنګه بدبخته خلک وو چې حتیٰ پهٔ جناب رسول اکرم ؐ باندې به یې دروغ تړل اؤ هغه هم د ثوابونو پهٔ نیت سره اؤ هغه هم داسې دروغ چې مسلمه امت یې تر ننه ټوټې ټوټې کړی دی اؤ لهٔ غمه یې خلاص نهٔ دی.

وخت تیر شؤ پیړۍ بدلې شؤې اؤ د پخوانیو خلکو شفاهي خبرو اؤ د درواغو قیصو نؤر هم زؤر واخېسته اؤ د شفاهي څخه پهٔ کتابي اؤ بیا یې د کتابي بڼې څخه د ډیجټیلي کتابونو شکلونه اختیار کړل. هغه کتابونه چې پخوا به چا پهٔ سلو کلونو کې یوازې راټولی نهٔ شؤ؛ لوستل خو یې لا لېرې خبره ؤه. نن یې یؤ اتلس کلن کلیؤال ځوان پهٔ یؤ څو دقېقو اؤ پهٔ څو کلېکونو سره پیدا کولی هم شي، اؤ کومه برخه چې یې واغوړي هماغه برخه پهٔ کې پهٔ دقت سره پېدا کولی هم شي. د دغه خرافاتو اؤ قیصو څخه کوم چې د بد اخلاقۍ کړکۍ اؤ دروازې خلاصوي یؤ دوه بېلګې يې دلته د ثبوت لپاره راوړم:

تفسير قرطبي د عباد بن العوام څخه روآیت کوي چې: د عباد د يوې ګاونډۍ څلورو کلونه ماشوم پهٔ ګېډه وو. کله چې یې ماشوم څلور کاله ؤروسته وزېږو نؤ وېښتان يې تر اوږو پورې رسېدلي وو. اؤ چې سترګې یې وغړولې نؤ پهٔ هوا کې یؤ مرغه تېر شؤ. نؤ ماشوم مرغه ته ورغږ کړې چې: کشې. [ولدت جارة لنا لأربع سنين غلاما شعره إلى منكبيه، فمر به طير فقال: كش]. همدغسې پهٔ پهٔ تفسير ابن القيم کې هم اؤ دده پهٔ بل کتاب "بدائع الفوائد" کتاب کې هم د سورت المؤمنون پهٔ ۵-۶-۷ ایت کې إمام ابن القيم الجوزي چې پوره نوم یې "محمد بن أبي بكر أيوب الزرعي أبو عبد الله" دی. ده پهٔ خپلو دغه دوو کتابونو کې د شهوت پارېدوونکې مېرمن لپاره مستقیما د بادرنګ اؤ د نارېنو لپاره پهٔ هندوانه [تربوز، بطیخ، واټرمېلن] کې د سوري لهٔ لارې د شهوت د سړونې لارې چارې پهٔ ګوته کړي دي. خبره تر دغه ځایه نهٔ ده. لیکوال تر څو د شهوت پارونې د نؤرو ډولونو [چې ليکل به یې شاید پهٔ ټولنېزو رسنېو کې جرم ؤي] پهٔ اړه خپله خبره کره کړي، نؤ پهٔ صحابوو تهمت تړي اؤ وایې چې (وروي أن الصحابة كانوا يفعلونه في غزواتهم وأسفارهم) اؤ پهٔ دغه ډؤل سره د شهوت سړونې ډولونه د قصاصینو د دور قیصو اؤ ناسمؤ روآیتونو ته ګرځوي اؤ پهٔ خطا کې د جناب رسول اکرم ؐ پاک ملګري پهٔ دغه شهوت پرانۍ کې شریکوي. لیکوال پهٔ دغه ځای نهٔ ودریږي بیا وایې (يجوز لها اتخاذ الاكرنبج وهو شيء يعمل من جلود على صورة الذكر فتستدخله المرأة أو ما أشبه ذلك من قثاء وقرع صغار) اؤ مېرمنو ته د شهوت سړونې نؤر وسايل هم ورمعرفي کوي لکه [الاكرنبج] د پوستکي څخه د مېرمنو لپاره هغه جوړ ذکر یا جنسي آلې ته وایې چې صدۍ صدۍ پخوا به مستو ښځو د شهوت د سړونې لپاره کارول. لیکوال پهٔ خپلو مذهبي کتابونو کې وایې چې میرمنې ته د شهوت سړونې لپاره جواز لري [یجوز لها]. بیا نؤر مخکې ځي اؤ وایې چې [قثاء] یانې هېوادنۍ اوږده تره یا ترۍ هم کارولې شي اؤ [قرع] یانې نري غاړي کدوان یا غړانګي کدوان هم مېرمنې د شهوت سړونې لپاره کارولی شي. لیکوال نؤر ډېر څۀ لهٔ ځانه سره لري چې هم یې د حیا لهٔ ؤجې اؤ هم یې پهٔ پښتنه ټولنې د حساسیت لهٔ ؤجې نهٔ شو لیکلی. خو پهٔ دې ټوله کې عجیبه داده چې د دغه کتاب خپرندويه ټولنه یا مؤسسه یا ناشر "مكتبة نزار مصطفى الباز" نومیږي چې دوئ د دغسې خبرو لومړی ډیجټیلي ټوک ؤرته پهٔ کال ۱۹۹۶ کې پهٔ څلور جزئه یا برخو کې خپور کړ.

یادونه! کهٔ څوک پهٔ دې باور ؤي چې دا خبرې دغو اؤ دغسو نؤرو پاکو مفسرینو نهٔ دي کړي اؤ امکان یې شته چې پهٔ مرور د زمان پهٔ کتابونو کې د نؤرو خلکو لهٔ خوا یا د نؤرو قصاصینو لهٔ خوا وراضافه شؤي ؤي؛ د دې خبرې امکان هم شته دی.

اؤ پهٔ دغه ډؤل د پخوانیو قصاصینو ناسمؤ قیصو د شافهي څخه کتابي اؤ بیا د کتابي څخه ډیجیټیلي شکل خپل کړو. اوس کهٔ لږ فکر وکړئ چې آیا دا مفتي قاسم بجليګر صېبؒ، دا مولوي دین مامد صېبؒ، دا حماسي صېبؒ، یا پهٔ دغه قطار کې دا نؤر تور 🏴 سواتیان صېبؒ، اؤ سپين پټه‌دار 🦓 ګوهریان صېبؒ، چې د کومو کتابونو حوالې ورکوي. آیا دا خلک څۀ لیوني دي اؤ که لهٔ ځانه اؤ لهٔ خيټې لګیا دي؟ آیا دوئ د دغه ټولو چټياتو اؤ خرافاتو لپاره څۀ خپل خپل مذهبي کتابونه نه لري؟ مګر پهٔ دې خبره د دوئ سر نهٔ دی خلاص چې زمانه د اي‌آي ده اؤ دوئ چې پهٔ هر ممبر دا ببولالې غږوي چې — کهٔ سر یې د سپي وو اؤ تنه یې د وزې ؤه غوښه یې حلاله ده. اؤ کهٔ میرمن د میرمنې سره کوروالې وکړ بچی یې پیدا کیږي خو هډوکي به نلري. اؤ د مفتي قاسم سره خو تر ننه د رسول اکرم ؐ د بدن خولې د عطرو پر ځای پرتې دي. دا خرافات چې دوئ یې رانقولي د یؤه ثبوت پهٔ ډؤل پهٔ یوېشتمه صدۍ پهٔ غږیز اؤ تصویري ډؤل سره ثبت کیږي اؤ راتلوونکو نسلونو ته پهٔ لؤیې لاس د کوپر اؤ د الحاد یؤه کړکۍ خلاصوي هغه هم پهٔ هغو قیصو سره چې د بیالوژی د علم څخه ناخبره انسانانو پهٔ ناخبرۍ کې د ثوابونو پهٔ موخه یا جوړې کړې ؤې اؤ یا ورپورې تړلی شؤی ؤې.

اوس کهٔ مونږ لهٔ خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړو چې: — ولې دا زمونږ آخوندان د خپلې هرې خبرې پهٔ آخر کې وایې چې د فلاني إمام پهٔ فلاني کتاب کې داسې راغلي دي؟ څۀ دروغ خو نهٔ وایې. اؤ دوئ پهٔ کې بیا یؤ دوه قده وړاندې هم ځي اؤ د إمام خبره بیا دومره معتبره ګني چې د اعتبار حد لیکل یې هم ګناه کبیره ده. د دوئ دغه اکثره کتابونه یا د هماغه عصر القصاصینو خبرې دي چې کتابې شکل یې اختیار کړی دی، اؤ یا ؤروسته نؤر راغلي دي چې لهٔ همغو څخه یې د خپلې ناسمې خبرې د ثبوت پهٔ موخه نقل قول کړی دی. مګر نن دوئ پهٔ دې خبره هېڅ قناعت نهٔ کؤئ چې ګندې دغه پخوانۍ خبرې دې غلطې ؤي. ځکه دوئ ته یؤ چا دغه خرافات د دین اؤ د عقېدې برخه ګرځولې ده اؤ دوئ کټمټ هماغسې فکر کوي چې د دین برخه ده اؤ ټولنې ته یې باید د ثواب پهٔ موخه ورسؤي. دا ټول هغه څۀ دي چې د عصر القصاصینو لهٔ دورې څخه پاتې دي. اؤ کهٔ څوک پرې نقد وکړي، نؤ یا کاپر ګڼل کیږي اؤ یا لهٔ سره د دوئ پهٔ ناسم فکر بیخي ایمان نلري اؤ یا پرې د پورته ذکر شؤې دریمې پښې یا بنسټ قانون عملي کوي.

دویمه مرحله: د قصاصینو د دورې څخه لږ څۀ مخکې هم دغه ډؤل فکر موجود وو خو دومره پهٔ شدت کې نهٔ وو. هغه وخت به هم چې چا پهٔ کومه خبره شک کولو د کوپر یا د الحاد ټاپه به پرې وهل کېده. کهٔ تاسو هغه روښانفکره علماء ولټوئ د چا کتابونه چې نن د نړۍ پهٔ پوهنتونو کې ویلی کیږي اؤ د خپل وخت د آخوندانو سره یې د هغوئ خرافات نهٔ منل. هغوئ ټول یا مرتد، یا ملحد ګرځولی شؤي دي. یا ژوبل شؤي اؤ وژل شؤي دي اؤ یا لهٔ سیمي څخه شړل شؤي دي. لکه [رازي، خوارزمي، كندي، فارابي، البيروني، ابن سيناء، ابن الهيثم، غزالي، ابن رشد، عسقلاني، سهروردي، ابن حيان، نووي، ابن المقفع، طبري، كواكبي، متنبي، بشار بن برد، لسان الدين خطيب، ابن فارض، رابعة عدويه، جاحظ ، مجريطي، المعري، ابن طفيل، طوسي، ابن بطوطه، ابن ماجد، ابن خلدون، ثابت بن قره، توحيدي اؤ اؤ اؤ] … دوئ د پخوانيو ډیرې خبرې نهٔ منلې چې لهٔ صحنې لېرې کړل شؤ.

د ځینو خرافاتو نمونې دادي:

کهٔ چا به د دجال پهٔ اړه پهٔ جوړو روآیتونو کې شک وکړو. ؤرته ویل به یې چې ته څوک یې. دجال خو پهٔ لومړي ځل د (تميم بن أوس الداري اللخمي) پهٔ نوم صحابي لیدلی دی نؤ ته یې هم باید هماغسې ومنې. مګر دا منل به بیا پهٔ هغه شکل سره وو چې دوئ به ورته ویل. کهٔ څوک به د دوئ لهٔ فکر څخه لږ کښته یا پورته لاړل بیا پرې هماغه دریمه شمېره پښه یا بنسټ عملي کېده. دوئ چې به د څښتن‌تعالیﷻ پهٔ اړه کوم خوبونه بیانول. باید ؤه چې خلکو ورسره هماغسې منلی ؤی. ځکه دوئ پهٔ دې ګومان وو چې خوب لیدل خو عادي خبره ده. حتیٰ د (عبد الله بن عمرو بن حرام الخزرجى الأنصاري السلمي) پهٔ نوم صحابي سره خو څښتن تعالیﷻ مستقیما خبرې کړي ؤې اؤ د قصاصینو پهٔ روآیت کې خو دا هم راځي چې (ليس بينهما واسطة). همدغسې پهٔ اسلامي تاریخ کې چې پهٔ لومړی ځل چا خپل سیاسي مخالف مـ ـړ کړلو. د دغه مـ ـړ شؤي صحابي نوم (سعد بن عبادة ؓ ) وو. د حل لاره چاره نهٔ ؤه چې څرنګه دده مـ ـرګ سیاسي نهٔ بلکې طبیعي ښکاره کړل شي. وژوونکي یې د ؤاک خلک وو نؤ وژونکو یې دا اوازه ګډه کړله چې دا خو انسانانو نهٔ بلکې پیریانو وژلی دی. اؤ بیا ؤروسته د پیریانو قیصو پهٔ عصر القصاصین کې کش واخېست. چا چې به د پیریانو خرافات نهٔ منل سزا اؤ تهمت یې مالوم وو. اؤ دا د هغه قیصو زؤر دی چې تر ننه د پښتنو پهٔ ټولنه کې کورونه د هماغسې پیاوړو پټو لاسونو پهٔ مرسته د پېريانو پهٔ نوم سره سوزیږي. چې تازه بیلګه یې پهٔ بدخشان کې د پیریانو پهٔ لاس په کلیو کې د کورونو سوزول وو.

لومړۍ مرحله: د دروغو روآیت جوړوونکي پهٔ دریمې مرحلې یا پهٔ عصر القصاصین کې دومره ډېر وو چې حتیٰ د احادیثو لیکوالانو ته به یې پهٔ لکهاوو تخیلي، خرافاتي اؤ ناسم حدیثونه ؤرکول لکه د ۲۲ مشهورو د حدیثونو د لیکوالانو د کتابونو څخه چې پورته یوازې د إمام بخاري مثال ورکړل شؤ. پهٔ دویمه مرحله کې د ؤاک خلک وو اؤ خپلې خبرې یې پهٔ ناسمؤ روآیتونو اؤ فکرونو سره ډکولې لکه پېريان اؤ چا دا جرئت نهٔ شؤ کولاي چې خپله خوله خلاصه کړي. اؤ کهٔ چا به خوله خلاصه کړه پهٔ دویمه مرحله کې د سلهاوو څخه د یؤ څو مشهورو علماوو نومونه ذکر شؤ چې پایله یې څۀ ؤه.

مګر لومړۍ مرحله اؤ سلسله یې د خلفاء راشدینو پهٔ وخت تازه تازه د درې څلورو کسانو پهٔ لاس راټوکېدلې ؤه. باور مو نهٔ راځي؟ زهٔ هم پرې بحث نهٔ شم کولای. خو یؤ ځلې د کوم سم عالم یا لیکوال اؤ تاریخ پوه څخه دا پوښتنه وکړئ چې آیا دا رېښتیا ده چې د تاریخ پهٔ کتابونو کې راغلي دي چې حضرت عمر فاروق ؓ ځینې صحابه په دې وجه بندیان کړي وو چې د نبي کريم ﷺ څخه به یې یا لهٔ حده ډېر اؤ یا ناسم حدیثونه روایت کؤل اؤ بیا پهٔ خپله پوښتنه کې دا وراضله کړئ چې — آیا حضرت عمر فاروق ؓ رېښتيا ځینو صحابوو ته پهٔ دې وجه هم کوم اختار ورکړی وو چې نؤر دې هېڅ حديثونه د رسول اکرم ؐ څخه روايت نه کړي؟ ستاسو دا پوښتنه ډیره مهمه ده. اؤ همدا ځای دی چې دا ټوله لانجه یې جوړه کړې ده. کهٔ تاسو دغه بنديان یا ممنوع الروایت کسان وپیژنئ، نؤ دوه ګټې به وکړئ. یؤ دا چې د قرآنکريم پهٔ دې ایت شریف به مو سر سم خلاص شي چې وایې (وَمِمَّنۡ حَوۡلَكُم مِّنَ ٱلۡأَعۡرَابِ مُنَـٰفِقُونَۖ وَمِنۡ أَهۡلِ ٱلۡمَدِینَةِ مَرَدُوا۟ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعۡلَمُهُمۡۖ نَحۡنُ نَعۡلَمُهُمۡۚ). [توبة:١٠١]. بله دا چې بیا د دغسې وګړؤ څخه روآیت شؤي خبرې به یوازې یؤ روآیت وګڼئ. اؤ د جناب رسول اکرم ﷺ خبره نهٔ بلکې پهٔ هغه ﷺ باندې به یې د تاریخ پهٔ اوږدو کې یؤ تړل شؤی بهتان وګڼئ.

لکه دا نن چې د انتخاباتو پهٔ وخت کې کمپاینونه کیږي. اؤ یا شرکتونه د خپلو تولیداتو لپاره رنګارنګ وسایل کاروي تر څو عام خلک خبر کړي. د "عصر القصاصين" پهٔ دوره کې د مارکیټینګ همدغه کار قصاصینو پهٔ مخ وړلو. چا به چې کدوان خرڅول هغو کدو ته د سنتو درجې ورکړې وې. د خرما سوداګرو خرما خوړل بيخي فرض کړې وو. د چا چې د سپيو سره دښمني وه هغو سپي د مسلمانانو دښمنان کړه. د چا چې تور سپي بدي شول هغو بیا تور سپیان د شیطانانو درجې ته ورسول اؤ وژل یې ورله د جناب رسول اکرم ؐ امر وګرځو. د چا په کور او کلي کې چې به چرمخکۍ او کربوړي وو هغو د چرمخکیو اؤ کربوړو مرګ سنت نبوي وګرځوو. څوک چې د ماشومو نجونو سره د ؤادۀ شوقیان ول هغو د شپږو کلنو او نهوو کلنو نجونې سره د کوروالی روآیتونه جوړ کړل. اؤ اؤ اؤ اؤ اؤ دا ټول هر څۀ د اموي اؤ عثماني خلفاوو دورې ته ورګرځي اؤ بالخصوص د (132 هـ - 232 هـ یا 750 م - 847 م) دورې ته.

مفتي منیر شاکر ؒ منکر حدیث نهٔ وو. هغه رح منکر چټيات وو. خو دده رح پهٔ دغه خبره څوک سم نهٔ پوهېده! زما دا لیکنه مفتي منیر شاکر رح ته ډالۍ ده. ځکه هغه چې کوم خوځښت پهٔ پښتنه ټولنه کې د پښتنو پهٔ نفعه پیل کړی وو باید اونه دریږي اؤ پهٔ دغه تسلسل سره ما مخکې هم یؤه لیکنه کړې ؤه چې لېنک یې دا دی: https://www.facebook.com/asadhasankbl/posts/1719397352790833

ستاسو پهٔ ټولنه کې د شاخداره دروغ ويوونکو پهٔ درد هم دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر، #پیر‌بنده‌فقیر