آيا د قبر دغسې عذاب لکه دا زمونږ آخوندان چې یې لهٔ قرآنکريم څخه بهر وایې دغه عذاب هم شته اؤ یؤ حقیقت دی، کهٔ نهٔ، هسې یؤ بهتان دی؟

ومـرګ شته اؤ یؤ حقیقت دی! خو آيا د قبر دغسې عذاب لکه دا زمونږ آخوندان چې یې لهٔ قرآنکريم څخه بهر وایې دغه عذاب ورسره هم شته اؤ یؤ حقیقت دی، کهٔ نهٔ، هسې یؤ بهتان دی؟
کهٔ د حقیقت پهٔ لټه کې چیرې د "ناسا" د یؤه پوهه ساینسپوه څخه؛ یا پهٔ بیالوژی کې د "نوبل" د جایزې د یؤه ګټوونکي څخه همدغه پوښتنه (چې د قبر عذاب شته) وکړئ؛ دوئ به مـرګ مني؛ خو د قبر د عذاب پهٔ اړه به درته وایې چې؛ ژوندي شواهد نشته دی؛ فلهذا پهٔ دې موضوع نهٔ یو خبر؛ اؤ سنجؤنه پرې بې ځایه اؤ د وخت ضیاع ده. خو کهٔ بېرته همدغسې، یا کهٔ چیرې د څښتن تعالیﷻ پهٔ سپېڅلي کتاب باندې د پوهانو څخه پوښتنې وکړئ (چې د قبر عذاب شته). دوئ به هم پهٔ مرګ سترګې پټول د څښتن تعالیﷻ پهٔ وحدانیت اؤ پهٔ دین سترګې پټول بولي. خو د قبر د عذاب پهٔ اړه به درته دومره ووایې چې پهٔ حقیقت یې نهٔ دي خبر؛ اؤ بحث پرې بې ځایه ځکه دی؛ چې پهٔ غیبو کې یؤ ډؤل لاسوهنه ده. اؤ پهٔ غیبو لاس وهل جاهلانه کار دی.
کهٔ قرآنکريم پوهانو ته څوک ووایې چې مونږ خو د مړو پهٔ هدیرو سلامونه اچوو، خلک ورسره خبرې کوي؛ مرستې ترېنه غواړي؛ اؤ اؤ؛ دا څۀ خبره ده؟ دوئ به درته ووایې چې پهٔ دې نړۍ کې د هرچا خپل دود، دستور، رواج اؤ باور ؤي. مونږ مکلف یؤ چې د هر چا نظر اؤ باور ته درناؤی وکړو. ځکه دودونه لهٔ یؤه ځایه څخه تر بل ځایه مختلف ؤي. د بېلګې پهٔ توګه؛ پهٔ میکسیکو کې هم وګړي هر کال د مړو ورځ لمانځي، جسدونو سره یې خبرې کؤي، اؤ تحفې قبرونو ته وړي. حتیٰ د یونیسکو (United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) سازمان هم د مکسیکو د مړو ورځ "د انسانیت د غیر محسوس کلتوري میراث" په ډؤل پهٔ خپل لیست کې شامله کړې ده. یانې موخه به یې دا ؤي چې باید مونږ د ټولو انسانانو دودونو، باورونو، عقېدو، اؤ کلتورونو ته درناؤی وکړو. خو کهٔ بیا د الهي دین پهٔ چوکاټ کې قرآنکريم پوهانو ته څوک ووایې (چې د قبر عذاب شته) پهٔ قرآنکريم کې یې حقیقت څۀ دی؟ دوئ به بیا درته اضافه کړي چې د ټولو ساکښو نفسونه/ارواح لهٔ بدنه (جسده/وجوده) فورا جلا کیږي، بیرته جسد ته نهٔ راګرځي چې څوک ورسره خبرې یا مکالمې وکړي؛ د څښتن تعالیﷻ لوري ته ورګرځي، هلته څوک پهٔ مستقیمه توګه پهٔ خیر کې ؤي، څوک مستقما پهٔ شر کې ؤي؛ اؤ څوک هلته پهٔ برزخ کې منتظر ؤي چې څۀ به ورسره کیږي. لدې هاخوا پهٔ کې خبرې کؤل غیب دي، اؤ ګناه ده.
کهٔ بیا هم ترینه وضاحت وغواړئ (چې د قبر عذاب شته). دوئ به درته وایې چې کله نفسونه/روحونه د بدن سره اړيکه وشلوي، بدن همدلته پاتي کیږي چې خاروې شي، ځکه خاورې کیدل نړۍ ته بیرته انرجي ورکوي؛ اؤ د دې خاورو لهٔ ذرو څخه چې څنګه دا ټول مخلوقات جوړ وو؛ هماغسې بیرته ذره ذره کیږي. اؤ نفس/روح سمهاله د څښتن تعالیﷻ لوري ته ورځي اؤ بېرته یې راتلل ناممکن دي. یانې نفس داسې دی لکه د موبایل یا کمپیوټر چارج؛ کله چې پهٔ وجود کې نفس/روح نهٔ ؤي؛ هسې تش کالبوت دی؛ هېڅ هم نهٔ شي کولی، اؤ نهٔ څۀ اوریدلی شي؛ خو برېښنايي شیان بیا چارج کیږي، مګر مخلوقات نهٔ. اؤ دا چې پهٔ مونږ کې څوک قبرونو ته ځي یا ورسره خبرې کؤي یا ورڅخه مرسته اؤ مدد غواړي؛ یا یې پهٔ قبر کې پهٔ عذاب خبرې کؤي. دا شاید د هغوئ د کولتور اؤ دود برخه ؤي؛ چې پهٔ مرور د زمان به ترینه کوم مذهب جوړ شؤی ؤي لکه پهٔ میکسیکو کې. خو د څښتن تعالیﷻ پهٔ کلام کې دغسې څۀ وجود نلري؛ اؤ نهٔ د مړي سره د چا کومه اړیکه نیولی کیږي؛ چې د کوم چا خبرې یا سوالونه واوري. پهٔ دې خبره خو د قرآنکريم ډېر ایتونه استدلال کوي لکه (فَإِنَّكَ لَا تُسۡمِعُ ٱلۡمَوۡتَىٰ... نو بېشكه (ای پیغمبره) ته مړو ته نشې اورولى…) یا لکه (...وَمَاۤ أَنتَ بِمُسۡمِعࣲ مَّن فِی ٱلۡقُبُورِ. ...او ته (ای پیغمبره) نشې اورولى هغه چا ته چې په قبرونو كې دي). اؤ پهٔ قرآنکريم پوهه به نؤر بحث درسره ځکه نهٔ کوي؛ چې د موضوع عمق ته کوزیدل لږه پوهه غواړي؛ چې دا پوهه د عامو وګړؤ سره نهٔ ؤي یا یې خبره غیبو ته ځي؛ چې انسان پهٔ شرک کې داخلیږي.
خو کهٔ چیری همدغه پوښتنه د دود، یا د دستور پهٔ چوکاټ کې نه؛ بلکې د الهي دین پهٔ چوکاټ کې د روشخور اؤ لمخور فتواپرسته اؤ روایتپرسته اخوند څخه وشي (چې د قبر عذاب شته؟). دغه ګوشتخور اؤ روشتخور به درته خبرې داسې پهٔ یقین سره وکړي؛ چې ته به ګومان وکړې چې دغه صېب پخپله لس دولس ځله مړ شؤی اؤ بېرته راژوندی شؤی دی. دې به د خپلو انساني فتوو اؤ روآیتونو پرمټ یؤ وتلی نفس/روح د قرآني ایت پر مټ نهٔ؛ بلکې د خپل کولتوري روآیت پرمټ چې د قرآنکريم د چوکاټ څخه بهر خبره به وي؛ دې به وتلی روح بېرته د مړ مخلوق جسد ته داخلوي. چې دغه خبره اؤ روایت به يې نهٔ د عقل، نهٔ د ساينس، اؤ نهٔ د قرآنکريم د چوکاټ سره سمون خوري. کهٔ څوک ؤرته ؤؤایې چې ستاسو روآیت ته پهٔ ډېر زیات احترام؛ خو دا خبره منطقا اؤ عقلا سمه نهٔ ښکاري؛ چې په قبر کې دې سل سل ګزه ماران، اؤ زر زر ګزه لړمان، اؤ دا غټ غټ څټکي شتون ولري. ايا خپله خبره لږه واضحه کولی شئ؟ خدای پاک مو بیا د دوئ ټاپو اؤ کښنځلو اؤ بدوردو ته ټینګ کړه.
کهٔ دغه آخوند ته ووایې چې وا وروره! پهٔ قبرونو کې د مړو د خښولو دود پهٔ نړۍ کې پهٔ کمېدو دی. یوازې تېر کال پهٔ امریکا کې د دوه میلیونو اؤ دوه لکو انسانانو جسدونه لهٔ مړیني څخه ؤروسته سوځول شؤي دي. دې کړنې ته کريمیشن (Cremation) وایې. اؤ دا وړاندییونه هم شته چې پهٔ دغه کړنه کې به د ۲۰۴۰ کاله پورې ۸۱ سلنه اضافه وشي. د نړۍ ډیری مذهبونه، باورونه اؤ تګلارې چې یؤ وخت یې د مړو د جسدونو د سوځولو څخه ډډه کوله؛ اوس پهٔ کې ډیرې کړۍ د کريمیشن دغه عمل یا کړنه پهٔ یؤه نهٔ یؤ ډؤل یا یؤ دلیل سره قبلوي. پخوا به دغه ډؤل سوځونه هغه وخت ډیره ترسره کېده، چې کله به وباګانې ؤي اؤ مرضونه به ساري وو. پهٔ هغو هیؤادونو کې به هم ډېره ترسره کېده چې د سیلاب اؤ د اوبو پهٔ راتلو سره به پهٔ کې د هدیرو د ویجاړتیا امکان ډېر وو؛ دوئ به فکر کولو چې خُلیه یا سېل لوند شي، امکان لري چې زاړه مرضونه بیرته سراییت وکړي. نؤ ښه به دا ؤي چې جسد وسوځول شي؛ تر څو راتلوونکو نسلونو ته خطر پېښ نهٔ شي. کهٔ پهٔ نړۍ کهٔ ځینې ادیان، مذهبونه اؤ مذهبي فکرونه د یؤه مـ ـړ انسان د جسد د سوځولو خلاف دي؛ لکه ارتودوکس یهودان، مسلمانان، او د ختیځې کلیسا ارتودوکس عیسایان. مګر بل خواته پهٔ نړۍ کې ډیری مذهبونه یا ادیان هم شته چې د مـ ـړ انسان د جسد سوځول مني؛ لکه بودیزم، هندویزم، ځینې یهودي اؤ ځینې عیسایې مذهبونه اؤ فکرونه. د بېلګې پهٔ توګه؛ هندوان هره ورځ تقریبا د خپلو ۷ زره مړو شويو انسانانو جسدونه سیځي. جاپانيان هم همدغسې درواخله؛ چې د دوئ د مړو د سوځولو فیصدي پهٔ ټوله نړۍ کې پورته ده. یانې د ۹۹ څخه یې فيصدي هم پورته ده اؤ سلو فيصدو ته يې يو څو اعشاريې پاتې دي. بوتان، کمبوډیا، هانګکانګ، میانمار، نیپال، تبت، سریلانکا، سویلي کوریا، تایلینډ اؤ پهٔ هندوستان کې؛ یانې پهٔ دې ټولو هېوادونو کې د مړو د جسدونو د سوځېدو فیصدي د اتیا اؤ نوي سلنه پورې ده. (اؤ د نړۍ د نورو هېوادونو شمېره تاسو ته له ما څخه ښه معلومه ده چې څوک، څومره، او ولې د خپلو خپلوانو د مړو جسدونه سیځي او ايرې یې په هوا، غرونو، اؤ سیندونو کې خوشې کوي). کهٔ کولتوري روایتپرسته ته ووایې چې ښه نؤ کهٔ همدغسې ؤي اؤ همدغسې کیږي لکه ستا فتوا اؤ روآیت چې وایې — نؤ بیا پهٔ کال کې د دغه میلیونونو سیځل شوو انسانانو د قبر عذاب اوس څنګه شؤ؛ یا څه شو؟ خدای پاک مو بیا د دوئ ټاپو اؤ کښنځلو ته ټینګ کړه.
کهٔ ؤرته ووایې چې ایا دغه سترې سزاګانې؛ ددغه سل سل ګزه مارانو شتون؛ ددغه زر زر ګزه لړمانو حملې؛ یوازې د هغه انسانانو لپاره دي چې پهٔ دې ځمکه کې د څښتن تعالیﷻ وحدانیت ته قایل وو. ايا د دوئ د ایمان همدغه سزا شوه چې پهٔ غټو غټو څټکو به وهل کیږي. خدای پاک مو بیا د دوئ ټاپو اؤ کښنځلو ته ټینګ کړه. څوک به وایې منکر حدیث دی، څوک به وايې منکر روايت دی، څوک به وايې دی خو دین د عقل پهٔ تله کې تلي؛ مګر دین خو د عقل پهٔ تله کې نهٔ تلل کيږي. بس درته وایې به چې څنګه دده د کولتوري روايت پهٔ کتاب کې دي؛ اؤ پهٔ مرور د زمان یې د مذهب شکل اختیار کړی دی. نؤ دې چې يې درته څرنګه وایې؛ ته به يې هم هماغسې ومني؛ ګندې سوچ غټ کافر، مرتد، اؤ ملحد يې. ځکه دده پهٔ هغه روآیت دې کوپر وکړو چې د جناب رسول اکرم ﷺ د مـ ـرګ څخه ۲۰۰ کاله رورسته وجود ته راغلی دی؛ اؤ تر ننه پورې پهٔ کې د دوئ د خپلو غټو غټو علماوو اختلاف دی.
کهٔ تاسو ؤرته ووایې چې د اسلام مقدس دین په کولتوري روايتي نقل سره نه بلکې په عقل ولاړ دین دی اؤ دغه دین خو د عقل په کارولو خورا ډېر ټېنګار کوي لکه (اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ. بې شكه د الله پر وړاندې په ټولو ژوو (ساکښو کې) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې خپل عقل نه كاروي (له عقل نه كار نه اخلي). اؤ کهٔ ؤرته وايې چې دا دین اؤ دا سپېڅلی کتاب قرآنکريم د هغه خلکو لپاره د هدایت کتاب دی؛ چې د يعقلون — يتفكرون — يتدبرون — يفقهون — يتذکرون — اؤ اؤ اؤ… ځانګړتياوې یا ولري، اؤ یا یې په خپل ځان کې پیدا کؤل ؤغؤاړي. اؤ کهٔ ؤرته ووایې چې داسې خبره وکړئ چې د عاقل د عقل یا د پوهې سره برابره ؤي. نؤ بيا آخوند سمدستي د موزو د مسحو خبره پیل کړي؛ مخاطب عاقل ته د توهین رسالت پهٔ بهانه پهٔ خوله کې تېږې تخته کړي؛ اؤ وژل یې خپله مذهبي وجيبه وګڼي؛ چې ده ولې پهٔ دین کې د عقل خبره وکړه. اؤ پهٔ یاد مو ؤي دا همدغه ځای دی چې د دغسې ټولنې څخه هوښیار ماغزه تل پهٔ تېښته کې ؤي. چې د تېښتې دې عمل یا دې کړنې ته پهٔ انګریزي ژبه کې (Brain Drain) وایې. د برېن ډرېن کلمه د نبراسکا د پوهنتون تحقیق اؤ تیوري ده چې لهٔ یوې سیمي څخه بلې سیمي ته د مغزو (د تعلیم یافته یا ماهرو خلکو له لاسه ورکولو) پهٔ وخت کاریږي؛ چې دغه تېښته هیؤادونه اؤ اقتصادي سکټورونه د ستر زیان سره مخامخ کوي.
خبره به رالنډه کړم! ایا د قبر د عذاب پهٔ اړه خبره بل څۀ ده چې اکثره د ښوروا، روش، چرګانو، اؤ د وریجو آخوندان پرې نهٔ پوهیږي؛ اؤ ددوئ کلیؤال فکر یې پهٔ قرآنکريم کې دننه نهٔ شي حس کولی؟ مطمئن یم چې ډېرو ښو ښو پوهانو لیکوالانو فالو کړې يم چې څوک دکتورا لري، څوک ماسټري لري، څوک بېچلر لري، څوک اسوسېټس ډیګري لري، اؤ څوک دولسم پاس دي اؤ د غربت اؤ د جګړو لهٔ امله يې خپل نؤر تحصيلات پوره نهٔ کړی شؤ؛ خو سخته ډېره مطالعه لري. ستاسو څخه هېله کووم؛ اؤ تاسو یې ووایاست؛ چې (چې د قبر د عذاب) دغه خبره پهٔ اصل کې څۀ ده؟ لږه رڼا پرې تاسو هم واچوئ؛ چې ټول پهٔ شریکه سره یؤ څۀ زده کړو. ایا دا خبره پهٔ رېښتيا کلیؤالو ته هم همدومره کنفیوز ده چې پهٔ هر کلي کې یې بار بار پوښتنه کيږي. کهٔ تاسو څۀ نهٔ لیکئ اؤ د ټاپو څخه ډاریږئ، یا درته دا موضوع د ټېټې سویې سنجؤنه ښکاري اؤ اهميت درته نلري. نؤ ایا پهٔ دې ارزي چې یؤ څوک پرې لږ وخت مصرف کړي اؤ یؤه مقاله یا تیسېز پرې د کلتوري روايتونو څخه نهٔ؛ بلکې د قرآنکريم، د عقل اؤ د ژوندي ساینسي شواهدو پهٔ رڼا کې وليکي؟
ستاسو د مړو شؤ څخه ؤروسته پاتو ته پهٔ کړاوونو هم درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر، #پیربندهفقیر