زمونږ د ګاونډي تور اؤ سپین چرګان‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎‏‎


زمونږ ګاونډي "غرني‌" به کلونه پخوا پهٔ هیواد کې د جګړو مثالونه ويل! هغه به ويل چې دا (تور اؤ سپین) دواړه زما چرګان دي، دواړه د یوې مور (هيواد) زېږولي وروڼه دي.

   

خو ما (يانې ستاسو ګاونډي) دا دواړه پهٔ بیلو بیلو (فکري) پنجرو کې ساتلي دي (چې يوه ته يې فقه اؤ فتوې اؤ بل ته يې ناسم حدیثونه اؤ روايتونه پهٔ خوارک اؤ تربيه کې ورکووم).

   

دوئ چې زه کله سره مخامخ کړم نو خامخا به جنګ کوي. زه یې يوازې شوقي نه جنګوم، بلکې د میدان د شرطونو توازن ته ګورم. که د تور چرګ په بریا کې راته ګټه ډېره وي نو سپین ورته له بیګا څخه ښه ستړی کړم اؤ کهٔ د سپین چرګ په بریا کې خپله ګټه ووینم نو د تور بیا خیر نه وي.

    

لهٔ دې سپینو يا تورو چرګانو څخه به يې یو خامخا په جنګ کې قـ ـتل شي یا به د خپل ورور قـ ـاتل شي، په دواړو حالاتو کې ددوئ تاوان دی؛ اؤ ګټه يوازې زما ده. خو دوئ به بیا هم جنګ کوي ځکه دوي نه پوهېږي چې ما څرنګه پهٔ کوم خوراک اؤ پهٔ کوم فکر تربیه کړي دي.

   

پوهيږئ ولې؟ ځکه دوئ د خپلو روايتپرستو پر مټ پهٔ ډيرو ناشنا فتوو، فقهو، اؤ روايتونو سره د خپلمنځي جګړو لپاره يو ډول ځانګړي تربیه شوي اؤ ډير خاص چرګان دي. که دوئ ژوندی وو د خپل ورور په قـ ـتل سره به ورته زه غازي ووايم، کهٔ يې کوم يو د خپل ورور پهٔ لاس مـ ـړ شو دا نور چرګان به ورته پهٔ ډير فخر سره د همدغه قـ ـتل پهٔ وجه همدې د ورور قـ ـاتل ته هم شهیـ ـد ووايې. کهٔ يې خپله ولسوالي ړنګه کړه زه به ورته فاتح او فتحه کوونکی ووايم، که د خپلې ولسوالۍ کلي يې لوټ کړل زه به ترېنه لوټل شوي مالونه اخلم او د هغه په نوم او د هغه د مـ ـذهبي عقېدې د تربيې سره سم به يې غنيمتونه نوموم، او .......

   

زهٔ دوه لویې فارمونو لرم، يو فارم يې پهٔ پښتونخوا کې دی چې تور چرګان پهٔ کې روزم اؤ پهٔ ازاده توګه هلته پهٔ فارم کې ګرځي را ګرځي. اؤ بل فارم يې پهٔ لویې افغانستان کې دی خو کهٔ هلته سپینو هر چیرې د هر ډول اؤ په هر فکر تور وويني، نؤ لهٔ يوې مخې يې لمنځه وړي.

   

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. 

  

ترتيب اؤ تقدیم؛ ستاسو د چرګانو پهٔ درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، اؤ پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر