پهٔ مختلفو دینونو، مذهبونو، اؤ باورونو کې د اسراء اؤ د معراج آسماني سفرونو ته یؤه کتنه!

د اسراء اؤ د معراج (یانې آسمانونو ته پهٔ جسمي ډؤل سره؛ یا پهٔ روحي ډؤل سره؛ یا پهٔ خوبونو کې؛ پهٔ ماشومتوب کې؛ پهٔ ځوانۍ کې؛ پهٔ نیمه عمر کې؛ د عمر پهٔ آخري کلونو کې؛ پهٔ ژوندوني، اؤ لهٔ ژوند کولو یا مړیني څخه ؤروسته؛ اؤ دغسې پهٔ نؤرو ډولونو سره فضاء ته د پورته کېدلو، یا آسمان ته د بره ختلو) باور؛ یا فکر؛ یا عقېده د نړۍ پهٔ ډېرو پخوانیو، اؤ اوسنیو باورونو (مذهبونو، عقېدو، اؤ دینونو) کې شتون لري. اؤ بیا پهٔ ټولو باورونو کې هر باور خپل خپل مذهبي اشخاص (لکه: انبیاء، رسولان، پیغمبران، صالحین، روحاني مشران، ښوونکي، اتلان، نیکان، اؤ …) لري چې د دوئ د مقدسو روآیتونو د متنونو پهٔ رڼا کې آسمانونو ته پورته شؤي دي. خو پهٔ حقیقت کې د اسراء اؤ د معراج یا آسمان ته د بره کېدو دغه ځانګړی باور پهٔ اکثره باورونو کې؛ یا د مذهبیانو د مذهبي روآیتونو څخه سرچینه اخلي؛ یا د مذهبیانو پهٔ مقدسو کتابونو کې د یؤه ځانګړی ټکي (کلمې، یا توري) د وضاحت لپاره د بهرنيو انساني تشریحاتو، انساني ترجمو، انساني روایتونو، اؤ انساني تفسیرونو څخه سرچینه اخلي؛ اؤ یا یې پهٔ مقدسو کتابونو کې د یؤه ټکي د تشریح اؤ وضاحت لپاره لهٔ اصلي کتاب څخه بهر لهٔ نؤرو انساني قیصو، اسطورو، اؤ افسانو څخه ۹۹ سلنه تفصیلات اخېستلی شؤي ؤي.
یانې کهٔ چېرې داسې وویلی شي چې د هېڅ یؤه مذهب یا باور خالق یا خدای د اسراء یا د معراج خبره پهٔ خپل مقدس کتاب کې هرګز پهٔ دغسې وضاحت سره نهٔ ده کړې لکه څرنګه چې یې د مذهبیانو مذهبي راهبان خلکو ته پهٔ خپلو روآیتونو اؤ قیصو کې وړاندې کؤي؛ نؤ دا خبره به ډېره سمه اؤ کره ؤي. اؤ کله چې د اسراء اؤ د معراج دغه خبره پهٔ هر مذهب یا هر باور کې هغه کتاب ته؛ چې مذهبیان یې الهي یا آسماني کتاب ګڼي ؤرته راستنه کړی شي؛ نؤ بیا یې پهٔ آسماني کتاب کې هغسې پهٔ وضاحت، پهٔ هماغسې شکل، اؤ پهٔ ورکړل شؤي تفصیل سره څۀ نهٔ ؤي پراته؛ اؤ نهٔ ورسره هغه قیصې، عذابونه، فرایض، اؤ حکمونه سر اؤ سمون خوري کوم چې مذهبیان د خپل مقدس کتاب څخه باهر خپلو خپلو پیروانو ته د دین یا د مذهب پهٔ نوم سره بیانوي. اؤ نهٔ لهٔ هغه مقدسو نصوصو څخه چې د مذهبیانو پهٔ مقدسو کتابونو کې پراته دي همدغه فکر، برداشت اؤ تاثر اخېستل کیدای شي؛ کوم چې د مذهبیانو د مقدسو کتابونو څخه بهر د اسراء اؤ د معراج پهٔ نوم سره پهٔ قیصو، اسطورو، اؤ فکرونو کې راجوړ شؤی اؤ تراشل شؤی ؤي. پهٔ همدې موخه راځئ چې پهٔ شریکه د نړۍ د ځینې دینونو، باورونو، عقېدو، اؤ د مذهبونو څخه یؤ څو مثالونه ذکر کړو، اؤ بیا خپلې همدې (د اسراء اؤ د معراج) اصلي خبرې ته پهٔ عقل، شواهدو، اؤ دلیل سره راستانه شؤ چې حقیقت څرنګه وو:
(۱) — پهٔ هندویزم کې د اسراء اؤ د معراج پهٔ اړه د "مها بهارتا" د مقدس کتاب د متنونو اؤ لهٔ نؤرو روآیتونو څخه هندوان پهٔ غیر مستقیم ډؤل سره دا عقېده اخلي چې "یودیشتیرا" ژوندی آسمان ته پورته شؤی دی. هندوان دا باور هم لري چې د "ریګ ویدا" د کتاب پهٔ مقدسو متنونو کې آسمان ته د پورته ختلو د مفکورې شتون ته ښې اشارې شؤې دي، اؤ د همدغه نصوصو ؤجه ده چې د دوئ پهٔ مذهبي فکر کې د اسراء اؤ د معراج حادثې لرغوني ریښې ښیې.
(۲) — پهٔ بودیزم کې د "دیواس" (یا د خدای یا د آسماني مخلوقاتو) پهٔ اړه قیصې شته دی چې پهٔ پورته آسماني نړۍ کې ژوند کؤي اؤ یوازې د بودیزم صوفیان ؤرته لاسرسی لري. پهٔ بودایي عقېدې یا باور کې چې ښکاره هدف یې نیروانا (یانې روښانتیا) ده؛ نؤ لازمي نه ده چې څوک پهٔ فزیکي توګه آسمان ته پورته شي. خو بیا هم پهٔ ځینې بودایي دودونو کې (لکه: تبتي یا مهایانایې بودیزم) کې د اسراء اؤ د معراج مفکورې اؤ افسانې شتون لري چې د دوئ لؤیې ښوونکي یې د مرګ پر مهال د انرژۍ یا د رڼا پهٔ شکل کې ترلاسه کؤي.
(۳) — پهٔ "تبت" کې د "بون" مذهب؛ مخکې لهٔ دې چې بودیزم تبت ته ورسیږي، هلته د "بون" مذهب ډېر پیاوړی وو. "بون" یا "بونایان" ډیری روآیتونه لري چې د دوئ د "شاماني" شخصیتونو اؤ روحاني ښوونکو پهٔ اړه دي؛ پهٔ آسمان کې یې د اسراء اؤ د معراج سفرونه کړي دي، یا آسمان ته پورته شؤي دي. د دوئ د مذهب بنسټ ایښودوونکی، "تونپا شینراب میوچه" هم لهٔ آسماني نړۍ څخه راښکته شؤی وو؛ اؤ بیا بیرته آسمان ته ستون شؤ.
(۴) — پهٔ شمالي امریکایي هندي دودونو کې د اسراء اؤ د معراج عقیده د قبیلو ترمنځ توپیر لري. خو ډیری یې د خپلو کولتوري اتلانو، روحاني مشرانو، یا حتیٰ د عادي شخصیتونو پهٔ اړه قیصې لري چې "پورته نړۍ" یا (Sky World) ته یې پهٔ دې موخه سفرونه کړي دي؛ ترڅو د خپلو پلرونو د روحونو سره خبرې وکړي، اؤ یا پهٔ آسمان کې د پورته ناستو روحاني قدرتونو څخه خپلې مرستې وغواړي. د دوئ پهٔ مذهب کې دا ډؤل سفرونه اکثرا د سپیڅلو غرونو څوکو ته د پورته کیدو لهٔ مخې، اؤ یا د خوبونو د لېدولو لهٔ لارې ترسره شؤي دي.
(۵) — د امریکا اصلي اوسیدوونکو چې کوم پخواني ادیان لري؛ لکه پهٔ شمالي اؤ جنوبي امریکا کې چې د اصلي قبیلو کوم باور دی؛ دوئ هم د خپلو کولتوري اتلانو یا سپیڅلو شخصیتونو پهٔ اړه قیصې لري چې آسمانونو ته پورته شؤي دي؛ ترڅو یا ستوري شي، یا لهٔ خالق څخه حکمت زده کړي، اؤ یا لهٔ آسمان څخه انسانانو ته فرایض اؤ پوهه راوړي.
(۶) — پهٔ لرغوني امریکایي "میسو" باورونو کې لکه "مایا" اؤ "آزتیک" د خپلو واکمنانو اؤ پاچاهانو پهٔ اړه افسانې اؤ روآیتونه لري چې د "نړۍ د ونې" لهٔ لارې لهٔ آسماني نړۍ سره اړیکه نیسي چې دغه ونه لهٔ کښته نړۍ څخه آسمان ته غځیږي. ځینې هنري متنونه یې هغه شخصیتونه هم انځوروي چې د دې ونې لهٔ لارې پورته یا ښکته کیږي. د دوئ پهٔ "آزتیک" باورونو کې خدای لهٔ آسمان څخه راښکته کیږي، اؤ روحاني کاهنان یا شمنان یې آسماني نړۍ ته د دې لپاره سفرونه کؤي ترڅو لهٔ خپل خدای سره اړیکه ونیسي.
(۷) — لرغوني سومريان آسمان ته د پورته کیدو پهٔ اړه د "اډاپا" مشهوره قېصه لري چې د "آنو" پهٔ نوم د خدای سره د لیدو لپاره آسمان ته خیژي.
(۸) — پهٔ میترایزم کې "میترا دیوي" پهٔ یؤه غار کې راڅرګنده شوه اؤ لهٔ څو کلونو وروسته آسمان ته پورته شوه، خو خپل حکمت اؤ روح یې پهٔ ځمکه کې د خپلو پلویانو د مرستې لپاره پهٔ چمتو حالت کې پرېښود.
(۹) — پهٔ مندایاني صابئینو کې دا باور دی چې د دوئ پیغمبر "دنانوخت" آسمان ته سفر کړی دی؛ خو پهٔ دوئ کې یوازې د پاکو پیروانو روحونه یې هم د مرګ څخه ؤروسته د رڼو آسمانونو پهٔ لور سفر کولی شي.
(۱۰) — پهٔ دودیزو افریقایي مذهبونو کې چې افسانې اؤ روآیتونه یې اکثرا د قبیلو د دودیز اصل سره تړاو لري؛ پهٔ کې بنسټ ایښودوونکي شخصیتونه یا روحاني مشران یې آسمان ته پورته شؤي دي؛ اؤ مشران یې د آسمانونو سره د مستقیمو اړیکو وړتیا لري. خو یوازې د روحاني یا الهي نړۍ سره د تړل کیدو لهٔ لارې.
(۱۱) — پهٔ شامانیزم باور کې "شمن" (چې د دوئ یؤ روحاني معالج ګڼل کیږي) اکثرا پورته آسماني نړۍ ته اؤ لاندې ځمکنۍ نړۍ ته خپل سفرونه ترسره کړي دي؛ تر څو د روحونو سره اړیکه ونیسي، نړۍ ته شفاء راوړي، اؤ پوهه ترلاسه کړي.
(۱۲) — پهٔ مانیزم کې د دغه بنسټ ایښودوونکی "مانی" پخپله یو آسماني پیغمبر ګڼلی کیږي. مانیزم پهٔ روحاني نجات اؤ لهٔ فزیکي بدن څخه د روح جلاوالې یا خلاصون، اؤ بیا د روح د رڼا نړۍ ته پهٔ پورته کیدو باندې خورا ډېر تمرکز کړی دی؛ ترڅو روحونه خپل اصلي خدای ته ورستانه شي.
— (۱۳) د جاپان پهٔ شینتو دین یا مذهب کې د جاپان "الپس" غرونه لکه د "فووجي" غر سپیڅلي ځایونه ګڼل کیږي. شینتویان پهٔ دې باور لري چې "کامي" روحونه پهٔ کې اوسیږي اؤ دغه غرونه د انساني اؤ آسماني نړۍ ترمنځ د اسراء اؤ د معراج د یؤه پُل پهٔ توګه کار کؤي.
— (۱۴) چینایي ادیان (پهٔ تاویزم اؤ پهٔ عامو باورونو) کې یؤ فکر شتون لري چې وګړي پهٔ کې د روحاني یا روحي ابدیت حالت ته رسیږي، اؤ آسمانونو ته پورته کیږي؛ اؤ یا دا وړتیا پېدا کؤي چې پهٔ سپیڅلو غرونو کې ژوند وکړی شي. پهٔ دوئ کې د حکیمانو اؤ امپراتورانو قیصې هم شته دی چې د روښانتیا یا روحاني ابدیت د ترلاسه کولو ؤروسته آسمان ته پورته کېدل یې یؤ معمول دی. پهٔ چینایې مذهبي روآیتونو کې دا باور دی چې روحاني مشران یې عام انسانان وو؛ اؤ بیا آسمان ته پورته شول ترڅو یؤ ډؤل ارباب (چې د رب لهٔ کلمې څخه یې مانا اخېستل کیږي) شي، لکه "جیډ امپراتور" چې پهٔ ځینو دودونو کې اوس د آسمان حاکم دی. د چینایې مذهب پهٔ دې خبره هغه څوک ښه پوهېدلی شي چې پهٔ خپل دین کې د رب یا د ارباب پهٔ ټولو ماناو اؤ توپېرونو خبر ؤي.
(۱۵) — پهٔ یوناني اؤ رومي ادیانو کې هغه مختلف شخصیتونه چې پهٔ یوناني افسانو اؤ روآیتونو کې راغلي دي (لکه: "هرکولس" چې لهٔ مړینې ؤروسته د "اولمپوس" غره ته پورته شؤ ترڅو د خپل سفر ؤروسته د خدای پهٔ امر یؤ ساتوونکی شي). همدغسې د دوئ پهٔ باور کې رومي امپراتور "اګسټس" اؤ یؤ شمیر نور امپراتوران یې هم لهٔ مړینې وروسته ساتوونکي شول اؤ باور یې درلوده چې د دوئ روحونه آسمان ته پورته شؤي دي؛ ترڅو د دغه پورته کېدو لهٔ امله د خپل خدای سره یوځای شي.
(۱۶) — پهٔ "هرمسیزم" کې "هرمسهرامیتیس" پخپله یو الهي ښوونکی یا پیغمبر ګڼلی کیږي؛ چې آسماني نړۍ ته یې د اسراء اؤ د معراج سفر کړی دی. "هرمسیزم"چې پهٔ هلنیسټي دورو کې رامنځته شؤی باور دی؛ لرغوني هرمسي متنونه لري چې روح پهٔ کې هم کائناتو ته پورته کیږي. پهٔ هرمسیزم کې د روح دغه پورته کیدل د شعور د یؤ سفر پهٔ توګه لیدل کیږي؛ چې د یؤه آسماني وجود د طریقو لهٔ لارې یؤه ځانګړي خدای ته د رسیدو لپاره ؤي.
(۱۷) — پهٔ "فینیشین" اؤ "کنعاني" عقیدو کې د "بعل" پهٔ نوم یؤ کرکټر هم شته دی؛ چې آسمان ته پورته شؤی دی، اؤ ځانګړی ژور تړاو یې د ورېځو اؤ طوفانونو سره دی. د دوئ سره پهٔ خپلو عقېدو کې نورې افسانې اؤ روآیتونه هم شته دی؛ چې د دوئ د اتلانو پهٔ اړه قیصې لري چې څرنګه آسمان ته پورته شؤي دي؛ اؤ اوس څرنګه پهٔ آسماني نړۍ کې د دوئ د اسراء اؤ د معراج د تیورۍ پهٔ اصولو سره هلته بره اوسیږي.
(۱۸) — د استرالیا د اصلي اوسیدوونکو مذهبونه د (Dreamtime) یا د "خوب وخت" پهٔ اړه روآیتونه لري؛ چې پهٔ کې د دوئ پلرونه یا روحونه د ځمکې اؤ آسمان ترمنځ خپل سفرونه کؤي، اؤ پلرونه یې لهٔ آسمان څخه د دې لپاره راغلي؛ ترڅو د دوئ همدغه نړۍ رامنځته کړي.
(۱۹) — د آرام سمندر د ټاپوګانو مذاهب لکه "پولینیشین" اؤ "میکرونیشین" مذهبونه د خلقت ډیری افسانې اؤ روآیتونه د خپلو اتلانو، اؤ د پلرونو پورې تړي؛ چې آسمان ته پورته شؤي دي، اؤ یا لهٔ آسمان څخه کښته راغلي. لکه د "هاوایي" پهٔ ځینو دودونو کې چې د "واکا" (د لرګي د ګاډۍ یا د کښتۍ) پهٔ اړه دي؛ چې خلک به یې د اسراء اؤ د معراج د سفر پهٔ موخه آسمان ته وړل اؤ یا به یې لهٔ آسمانه، ځمکې ته راوړل.
(۲۰) — پهٔ ګنوسیزم کې چې د لرغونو ګنوسي سیسټمونو (عیسویت، یوناني فلسفې، اؤ د ختیځو ادیانو ترکیب و) پهٔ ګنوسیز (یانې پټې پوهې، یا روحاني پورته کیدو) باندې ډیر ټینګار کوو؛ چې ګنوسیز روح ته اجازه ورکوي چې لهٔ فزیکي بدن څخه خلاص شي اؤ د سیارو یا د روحاني نړۍ د طبقو لهٔ لارې پورته شي؛ ترڅو د اسراء اؤ د معراج لهٔ لارې خپل ریښتیني خدای ته ورسیږي. د دوئ عقېدې دا لازمي نه ګڼله چې یؤ څوک دې لازما فزیکي پورته شي، بلکې آسمانونو ته پهٔ کې د شعور، اؤ د روح پورته کیدل مهم وو.
(۲۱) — پهٔ زردشتیزم کې زردشتیان پهٔ دې باور دي چې د دوئ پیغمبر "زردشت یا زرتشت" آسمان ته پورته شؤی دی. د دوئ مقدس زردشتي یا زرتشتي روايتونه وایې چې "زردشت" پهٔ یؤه غره ولاړه روښانه رڼا ولیدله؛ اؤ "واهومانا" (چې پهٔ زردشتي دین کې یؤه لهٔ لویو ملایکو څخه ده) راغلی ؤه ترڅو "زردشت" لهٔ ځانه سره آسمان ته پورته بوځي. پهٔ آسمان کې د "اهوارامزدا" سره (چې "اهوارا-مزدا" پهٔ زردشتي دین کې د کایناتو خالق دی اؤ د حکمت، د رڼا (نور)، اؤ د نیکمرغي مالک دی) ورسره وویني اؤ لهٔ "اهوارا-مزدا" څخه "زردشت" د خپلې پیغمبرۍ امر، اؤ تصدیق ترلاسه کړي. د زردشتیانو پهٔ روآیتونو کې ویلی کیږي؛ چې "زردشت" پهٔ وزر لروونکي یا پهٔ الوتوونکي اس ډوله (براق) باندې سپور آسمان ته وخوت. د زردشتیانو د "اردا ویراذ ناماک" پهٔ مقدسو روآیتونو اؤ متنونو کې د "ویراذ" آسمان ته د پورته کیدو سفر اؤ د جنت د زړه خوشحالوونکو، اؤ د دوزخ د زړه بوګنوونکو صحنو د لیدلو پهٔ اړه ژورې خبرې کؤي. پهٔ زردشتي دین کې د اسراء اؤ د معراج دغه متنونه اؤ روآیتونه د یؤه زردشتي مذهبي مؤمن د عقایدو د تایید پهٔ اړه مهم رول لوبوي؛ اؤ تر ټولو یې مهمه داده چې پهٔ زردشتی عقېده کې د اسراء اؤ د معراج د واقعې څخه منکرین پهٔ زردشتي باور کې د سمې لارې زردشتي پیروان، یا سم زردشتیان نهٔ بللی کیږي.
(۲۲) — پهٔ عیسویت کې د اسراء اؤ د معراج پهٔ اړه داسې باورونه شتون لري چې "عیسی" (؏) لهٔ خپلې مړینې څخه ؤروسته پهٔ دریمه ورځ (چې د "ایسټر" د ورځې پهٔ نوم یادیږي) راپورته شؤ اؤ آسمان ته وختو. خو نهٔ یؤازې عیسی (؏) بلکې د دوئ پهٔ زړې عهدنامې کې دا هم راځي چې "اخنوخ" اؤ "الیاس" (؏) هم لهٔ مرګه پرته پهٔ ژوندونې آسمان ته پورته شؤي دي. اؤ به کې کاتولیک مذهب یې پهٔ دې باور هم دی چې "بيبي مریم" (؏) پاکه اؤ سپېڅلې همدغسې آسمان ته ختلې ده.
(۲۳) — همدغسې پهٔ یهودیت کې هم د یهودي روآیتونو مطابق د اسراء اؤ د معراج پهٔ اړه دا باور شتون لري چې "حنوك" اؤ "إيليا" دواړه پهٔ ژوندونې آسمان ته پورته شؤي دي. د یهودانو اؤ د عيسائيانؤ باورنه پهٔ دې اړه سره یؤ بل ته لږ څۀ نیږدې دي، اؤ پهٔ ظاهري ماناو، اؤ نومونو کې مشابهت هم لري. کهٔ دا هم چېرته ولیکو چې پورته شوو انسانانو هلته څۀ ولیدل؛ څۀ ورسره وشو، اؤ پهٔ څۀ ؤرته امر وشو، پهٔ دې به لوستوونکي خامخا پوهیږي، ځکه دغه خبر پهٔ ټولو باورونو کې یؤ بل ته ډېره ؤرته ده. نؤ پهٔ لیکلو یې خبره اوږدیږي؛ خو آسمانونو ته د تللو یا د اسراء اؤ د معراج خبره پهٔ یهودي اؤ مسیحي روآیتونو کې کره ده.
کهٔ د اسراء اؤ د معراج پهٔ اړه د دغه بېلګو لیکلو ته همدغسې ادامه ورکړو، نؤ شاید هفتې ونیسي ځکه پهٔ دې کې چې څومره ژور زو هومره خبرې پېدا کولی شؤ. خو پهٔ ټوله کې د باورونو مثالونه یا بېلګې دا څرګندوي چې پهٔ انساني تاریخ کې د هر ټاپو اؤ براعظم اؤ پهٔ کې مېشت هر ډؤل باور کوونکي دې حقیقت ته رسېدلي دي چې یؤه بله نړۍ هم شته دی چې آسماني نړۍ ؤرته ویلی کیږي. اؤ انسانان لهٔ مختلفو لارو څخه (لکه: پهٔ جسمي ډؤل، پهٔ روحي ډؤل، پهٔ خوب کې؛ پهٔ ژوندوني؛ پهٔ ماشومتوب، ځوانۍ، نیمه عمر، د عمر پهٔ آخري کلونو کې، لهٔ ژوند کولو یا مړیني څخه ؤروسته، اؤ پهٔ نؤرو ډولونو سره هم آسمان ته د پورته کېدلو یا پورته آسمان ته د ختلو اؤ بیا بېرته ورڅخه د کښته کېدلو وړتیا خامخا لري). د دوئ د عقېدو څخه دا هم څرګندیږي چې دغه کار یوازې د مذهب پورې تړلي مهم اشخاص کولای شي (لکه: انبیاء، رسولان، پیغمبران، صالحین، روحاني مشران، ښوونکي، نیکان، اتلان، اؤ …). ګر چې د اسراء اؤ د معراج د پورته کیدو توضیحات اؤ ماهیت یې د عقایدو ترمنځ توپیر لري خو پهٔ ټوله کې دا ښیې چې "د اسراء اؤ د معراج" مفکوره د نړۍ کې پهٔ ډیری باورونو (مذهبونو، عقېدو، اؤ دینونو) کې یؤه ژوره اؤ ریښه لروونکې مفکوره ده چې د الهي یا د غیبي یا د روحاني نړۍ سره د انسان د اړیکو ستره هیله منعکسه کؤي.
پهٔ مسلمانانو کې هم ځینې باورونه شته دی چې د جناب نبي کریم ﷺ آسمان ته ختل پهٔ روح اؤ جسد دواړو سره تایېدوي. مګر ځینې یې سفر یوازې یؤ روحي سفر بولي. داسې مسلمانان هم شته دی چې د جناب نبي کریم ﷺ سفر د خوب پهٔ حالت کې بیانوي. اؤ داسې هم شته دی چې پوره انکار ترېنه کؤي اؤ وایې چې دا خبرې د الهي کلام د ټکو سره لؤبې دي. ځینې پهٔ کې پهٔ دی باور هم دي چې قرآنکريم د دغه خبرې څخه انکار کؤي اؤ دا قیصه اؤ تفصیلات یې پهٔ قرآنکريم کې نهٔ بلکې د نؤرو دینونو اؤ باورونو پهٔ څېر پهٔ اسلامي مذهبي روآیتونو کې رغلی دي؛ اؤ کهٔ کومه خبره یې د کلام څخه بهر ؤي، هغه بیا د خپلې عقېدې اؤ د ایمان برخه نهٔ ګڼي. خو پهٔ مسلمانانو کې بیا ځینې داسې هم شته دی چې د قرآنکريم ایتونه پهٔ ترتیل سره لکه څرنګه چې ؤرته د دوئ خدای امر کړی دی یؤ ایت لهٔ بل سره تړي اؤ یؤ جلا مانا ترېنه راوباسي، خو د مانا اؤ مفهوم چوکاټ یې باید لهٔ قرآنکريم څخه بهر ونه ووځي، اؤ هر یؤ ټکی باید بېرته پهٔ قرآنکريم سره واضحه اؤ تفصیل شي لکه دا: وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ 👈أَسۡرِ بِعِبَادِيٓ👉 إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ. 👈فَأَسۡرِ بِعِبَادِي👉 لَيۡلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ. 👈لِنُرِيَكَ مِنۡ ءَايَٰتِنَا👉 ٱلۡكُبۡرَى. اؤ بیا دغه ټوله خبره پهٔ دی ایت شریف کې رانغاړي چې وایې: سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِيٓ 👈أَسۡرَىٰ بِعَبۡدِهِۦ👉 لَيۡلٗا مِّنَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِ إِلَى ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡأَقۡصَا ٱلَّذِي بَٰرَكۡنَا حَوۡلَهُۥ 👈لِنُرِيَهُۥ مِنۡ ءَايَٰتِنَآۚ👉 إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡبَصِيرُ.
دا ددې لیکنې لومړۍ برخه ؤه اؤ تردې ځایه ؤه. کهٔ لیکنه مو خوښه شؤي ؤي اؤ نورې برخې یې هم لوستل غواړئ چې یؤه حقیقت ته ورسیږئ، نؤ پهٔ کمنیټ کې یې خامخا ولیکئ.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسئولیت یوازې مثبت پیغام رسؤل وو؛ ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي، لیدلي، اؤ زده کړي، داسې وو؛ خو تاسو هم د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې اؤ یؤازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسئولیت د خپل ځان، کورنۍ، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ (د یؤه بل چا پهٔ پلټنې اؤ څېړنې سره نهٔ). د دین (دینونو)، د مذهبونو، اؤ د فرقو د پرتلې د علم (comparative religions) زده کړيال اؤ څېړوونکی 👈 ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر