په قرآنکريم کې څوارلس حرام کړی شوي شیان!
د څښتن تعالیﷻ لهٔ اړخه پهٔ قرآنکريم کې یوازې ۱۴ څوارلس + ۲ دوه شیان حرام کړی شؤي دي!
هر هغه څۀ چې پهٔ صحیفو، تورات، انجيل، اؤ زبور کې حرام شؤي دي؛ هماغسې پهٔ قرانکریم کې هم حرام دي. یانې د ټولې نړۍ د الهي ابراهيمي دین پلويې [اهل کتاب اؤ اهل الصحف] قرآني محرمات د الهي محرماتو پهٔ توګه هم مني اؤ هم ترېنه انکار نهٔ کوي. اؤ هغه ځکه چې لهٔ آدمه (؏) تر محمده (ﷺ) پورې چې کوم دین راغلی دی، هغه یوازې، اؤ یوازې یکې یؤ الهي دین دی. چې پهٔ قرآنکريم کې همدغه دین ته اسلام ویلی شؤی دی. (إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُۗ: بېشكه د څښتن تعالیﷻ پهٔ وړاندې [معتبر، غوره، منلی شؤی] دین د اسلام دین دى). یانې د انسانانو خبرو ته یا د هغو پهٔ لاسونو جوړو کتابونو ته تسلمي نهٔ؛ بلکې یوازې یؤ الله ته؛ د الله یؤه قانون ته کوم چې زمونږ لپاره قرآنکريم دی، د بندګۍ، اؤ د تسلیمېدلو پهٔ موخه غاړه ایښودل دي. [آل عمران: ۱۹].
کهٔ د څښتن تعالیﷻ لهٔ لوري هر کتاب اؤ هر یؤه صحیفه د دین پهٔ نوم سره راغلې ده، خو پهٔ دغه صحیفې یا کتاب کې یې دین یوازې اسلام دی چې مانا یې [سلم/أسلم] امن ده. یانې [یؤازې څښتن تعالیﷻ ته تسلیمیدل، بیا یؤازې د هغه ﷻ پهٔ حکمونو، اؤ امرونو باندې پهٔ عمل کولو سره هغه ﷻ ته تسلیمیدل، اؤ بیا یؤازې د هغه څۀ څخه ځانساتنه ده چې هغه ﷻ پهٔ خپلو کتابونو کې منع کړي دي] همدا اسلام دی. اؤ د دغسې تسلیمیدلو دین کې بیا لهٔ آدمه تر ننه یې لهٔ یوې مخې ټول خپروونکي اؤ منوونکي مسلمانان بللی شؤي دي. د بېلګې پهٔ توګه د [يونس: ۸۴] دا ایت شریف (وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ: اؤ موسٰی (؏) وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو [داسې] یئ چې پر الله مو ایمان راوړى دى، نؤ خاص پهٔ هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو [ورته رښتیا غاړه ایښې ؤي اؤ] مسلمانان یاستئ).
اؤ بیا د وخت پهٔ تناسب سره څښتن تعالیﷻ د یهودو، د عیسایانو، د محمدي امت اؤ د نؤرو لپاره جلا جلا یا مختلف دینونه نهٔ دي رالیږلي. بلکې پهٔ دغه یوه دین کې يې د هر چا لپاره یؤه جلا تشریع اؤ یؤ جلا منهج جوړ کړی دی چې د خپل ژوند چارې پرې مخکې یوسي اؤ د انسانانو خبرو یا د انسانانو نؤرو کتابونو ته تسلیم نهٔ شي. (لِكُلّٖ جَعَلۡنَا مِنكُمۡ شِرۡعَةٗ وَمِنۡهَاجٗاۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمۡ أُمَّةٗ وَٰحِدَةٗ…: اؤ مونږ پهٔ تاسو كې د هر یؤه لپاره یو جلا، جلا دستور [منهج] اؤ لاره [تګلاره یا شرع یا شريعت] ټاكلې [مقرر] كړې دی، اؤ كه چېرې الله غوښتلى، نؤ تاسو به يې ټول خامخا یؤ امت ګرځولي وی). یانې اؤ بیشکه مونږ ګرځولی هر یو امت لره یؤ شریعت د عملي قواعدو اؤ تګلاره ښکاره چې هغوی پرې تللی شي، اؤ کهٔ چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې پهٔ دنیا کې ټول انسان یواځې یه یؤه شـریعت یا ټول انسان پهٔ یؤه منهج وی نؤ خامخا به یې دا کار کړی وی؛ [خو ده ﷻ دغسې اونه کړ]. [المائدة: ۴۸]. همدغه د الهي دستورونو جلاوالی یا د تګلارو تعدد د همدې نړۍ یؤ ستر ښایست دی، خو کهٔ څوک ؤرته د ښایست پهٔ سترګه وګوري نؤ هله.
د دغه شریعتونو، تګلارو اؤ منهجونو پهٔ مجموعه کې یانې پهٔ همدغه الهي دین کې بیا ځینو شیانو ته حرام ویلی شؤي دي. اؤ فطرتي منعه ورڅخه شؤې ده، اؤ ناوړه یا بد ؤرته کتل شؤي دي. دغه ډؤل بد یا ناوړه محرمات چې پهٔ قرآنکريم کې پهٔ حرامو یاد شؤي دي، اؤ پهٔ تورات اؤ انجیل کې پهٔ "ټېنکمنډمېنټ" یادیږي څوارلس دي. یانې پهٔ چین، جاپان، هندوستان، کوريآ اؤ پهٔ نوره نړۍ کې هم منعه دي. یانې پهٔ یؤه نهٔ یؤه ډؤل دغه الهي محرمات د نړۍ پهٔ هغه بې باورو هیؤادونو کې چې دین یې د اساسي قانون برخه نهٔ ده هلته هم حرام دي.
یانې د نړۍ دا نور خلک هم دغه قرآني محرمات کهٔ د الهي محرماتو پهٔ توګه نهٔ پیژني، خو دغه ډول کارونه ناوړه، یو ډول حرام، اؤ بد ګڼي، اؤ د کولو څخه يې سخته ډډه کوي. اؤ دغه ډډه کول، کهٔ د دوئ د نورو مذهبي کتابونو پرمټ ؤي لکه د هندوانو [ویداس]، د زرتشتو [اویستا]، د بودایانو [ټیپټآکا]، د کونفیوشینزم یا کونفیشیانو [شیشووجینګ]، اؤ کهٔ د چا د صحیفو پر مټ ؤي لکه د آدم (؏) [كنزا ربا] صحیفه.
[پهٔ تاسو کې به شاید ډیر کم خلک پوښتنه وکړي چې کنزا ربا یانې څۀ؟ نؤ "كنزا ربا" چې پهٔ آرامي [ماندیک، یا مندائيه] ژبه دی، اؤ مانا یې [ستره خزانه یا عظیم کنز] ده. نني صابئان یې تر ټولو پخوانې، اؤ ډیر مقدس کتاب ګڼي. نني صابئین چې پهٔ "بلاد الرافدين" یا "ما بين نهرين" چې د دجلې اؤ د فرات د سېندونو پهٔ مینځ کې ژوند کولو، کوم چې د ننې تقسیم پهٔ اساس پهٔ عراق، سوريا، اؤ تركيه کې واقع دي. ددوئ پهٔ باور د [كنزا ربا] کتاب د آدم (؏)، [د ادم (؏)، اؤ نوح (؏) د ځامنو]، شیث (؏)، اؤ سام (؏) د درېواړو د صحیفو یوه پوره مجموعه ګڼي چې پهٔ ۶۲ سورتونو، اؤ ۶۰۰ صحیفو کې يې راټوله کړې ده چې د متن یوه برخه یې داسې ده: "د ستر ژوندي پهٔ نوم، چې هغه خدای دی، د رڼا د عالمونو پاچا، غالب، بډایه، اؤ ډېر زیات بخښونکی دی...."].
بېرته به خپلې خبرې ته راشو. اؤ کهٔ دغه حرام د یو چا د پارلماني، اؤ اساسي قوانینو پرمټ بند ؤي؛ اؤ کهٔ انسان یې د خپل وجدان اؤ د ضمیر پرمټ نکوي؛ کهٔ د چا کولتور یې بد ګني؛ اؤ کهٔ نورې ؤجې ؤي. خو دغه ځانساتنه د څښتن تعالیﷻ لهٔ اړخه د انسانانو پهٔ فطرت کې لهٔ وړاندې پري [انسټال] یا [پري بیلټإن] ؤي اؤ پهٔ انسانانو کې لهٔ دغو محرماتو څخه ځانساتنه یؤه فطري کړنه ؤي، یانې (فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا). اؤ دغه قرآني حرام کړی شؤي شیان بیا یوازې د کوم خاص عصر یا زمان پورې منحصر نهٔ ؤي. بلکې دغه الهي حرام کړی شؤي شیان "شمولي" هم ؤي اؤ "ابدي" هم ؤي. "شمولي" یانې د نړۍ ټول انسانان پهٔ دغه محرماتو کې شامل دي اؤ هر یؤ انسان پهٔ دغه الهي قانون کې خپل ځان شامل ګڼي اؤ پهٔ یؤه نهٔ یؤه ؤجه یا ډؤل سره ترېنه ځان ساتي. "ابدي" یانې د نړۍ د اولني بشر یا انسان څخه [بشر اؤ انسان پهٔ قرآنکريم دوه جلا ټکي دي، اؤ دوه جلا ماناوې لري] به تر اخریني انسانه اؤ آخرني عصره یا زمان پورې دغه حرام، همدغسې الهي حرام شیان پاتې ؤي.
د دغه محرماتو پهٔ اړه مثالونه خورا ډېر دي خو اوس به دا مثالونه کافي ؤي چې پهٔ ټوله نړۍ کې هیڅوک نهٔ غواړي اؤ هیڅ ډول قانون نشته چې — د [يتیم مال خوړل] روا وګڼي؛ یا د محرمو [لور، خور، وغیرو سره] واده، نکاح یا کوروالې یؤ قانوني کار وګرځوي. یا د [د خوګ د غوښې خوړل] جبري عمل وګرځوي. انسانان کهٔ پهٔ هر دین، مذهب، فکر، یا باور ؤي؛ خو تر قیامته به هر انسان خپلې خور ته د خور اؤ لور ته د لور پهٔ سترګه ګوري، اؤ پهٔ بل هر نظر به کتل ورته منعه، بد، اؤ حرام ګڼلی کېږي. اؤ داسې هیڅ قانون به جوړ نهٔ شي چې د خوګ د غوښې خوړل دې پهٔ انسانانو جبري کړي اؤ یا دې ورله نهٔ خوړل جبري کړي. ځکه د خوراک دغه ؤاک د هر انسان خپل دی. وو دا هم پهٔ یاد لرئ چې د دغه محرماتو څخه د ځان ساتنې لاره د حق اؤ د څښتن تعالیﷻ لاره ده، خو هر انسان پهٔ دغه حق اؤ دغه لاره کې یؤ آزاد اؤ یؤ خودمختاره انسان دی (وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ...: پهٔ ډاګه [ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره!] چې دغه حق دى ستاسې د رب لهٔ لوري، اوس كه د چا زړه غواړي ودې مني [ايمان دې پرې راؤړي] اؤ كه د چا زړه غواړي منكر دې شي ترینه [یانې پهٔ خپل زړه اؤ خپلې فیصلې سره دې پرې کفر وکړي]. [الكهف:۲۹]. همدغه پهٔ مثالونو کې ذکر شؤي فطرتي منعه یا پهٔ دغه لېست کې یو څۀ ته بد کتل پهٔ حقیقت کې قرآني محرمات دي اؤ دا ډول محرمات پهٔ قرآنکريم کې ډېر محدود دي.
هغه کوم څوارلس شیان چې څښتن تعالیﷻ پهٔ قرآنکريم کې حرام کړي دي، همدغې ته پهٔ قرآنکريم کې "صراط مستقیم" وایې؛ اؤ مونږ یې پهٔ هر لمانځه کې څو څو ځله یادوو چې [اهدنا الصراط المستقيم]. اؤ ځکه یې یادوو چې څښتن تعالیﷻ د همدغه محرماتو څخه ځانساتنې ته پهٔ خپل کتاب کې د سمې لارې یا د [صراط مستقیم] خطاب کړی دی. خو خواهش یا نفسي شیطان د یوه غله پهٔ څېر پهٔ همدغه لاره کې ناست دی، اؤ وګړي ترینه بې لارې کوي، هغهٔ هم د شیطاني خبرو، فتوو، اؤ روآیتونو پهٔ نوم سره. لکه نن چې پهٔ ټولنو کې د ځېنو انسانانو خبرې د نؤرو انسانانو د مرګ، د مالونو اؤ د سرچینو د لوټلو جواز ورکوي، اؤ پهٔ خپلو مذهبي خبرو سره د انسانانو زورول غواړي، وغیره وغیره…
جمعه دوه — [۱] (وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ ٱلْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًۭا: اؤ پر تاسو باندې د وچې [ځمکې] ښكار تر هغه وخته حرام دى تر څو پورې چې تاسو پهٔ احرام [په حرامو میاشتو] كې یاست). [المائدة: ۹۶]. خو دا حرام یوازې د حرم شریف، یا د مکې مکرمې د ساحي پورې مربوط نهٔ دي. بلکې پهٔ دغه حرامو میاشتو کې کوم چې پهٔ اصل کې د حیواناتو د تکاثر یا زیږون وخت دی، پهٔ همدغه میاشتو اؤ وخت کې ښکار کول یو ډول حرام کار ځکه دی چې د محیط زیست مسئله ده، اؤ د حیواناتو نسلونه پهٔ دغه خاص وخت کې د ښکار پهٔ وجه لمنځه ځي. خو متاسفانه چې زمونږ مـ ـذهبي فتوې، روآیتونه د تکاثر دا خبره سمه نهٔ ګڼي، اؤ نهٔ پهٔ دغه وخت کې ښکار کول منعه نهٔ بولي. اؤ همدغه ؤجه ده چې د نړۍ پهٔ نؤرو سیمو کې رنګارنګ حیوانات لا تراوسه پورې هم پاتې دي؛ خو زمونږ پهٔ سیمه کې د مختلفو حیواناتو نسلونه یا ختم شؤي دي اؤ یا د خپل ژوند د بقا پهٔ سلګو اخته دي.
جمعه دوه — [۲] (ٱلزَّانِي لَا يَنكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوۡ مُشۡرِكَةٗ وَٱلزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَآ إِلَّا زَانٍ أَوۡ مُشۡرِكٞۚ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ: زناكار سړى نكاح نهٔ كوي مګر لهٔ زناكارې، یا مشركې ښځې سره؛ اؤ زنا كاره ښځه نكاح نهٔ كوي مګر لهٔ زناكار، یا مشرك سړي سره؛ اؤ پهٔ مومنانو باندې دغه کار [د مشرک، مشرکې، زانيې اؤ زاني نكاح] حرام كړى شؤي دي). [النور: ۳]. د زانيې اؤ زاني ؤجه خو ښکاره ده [اؤ هغه داده چې دوئ د خلکو د سترګو وړاندې پهٔ علني ډؤل سره جنسي اړیکه نیول غواړي یا یې نیولي ؤي اؤ د څلورو یا د څلورو څخه زیات ګواهان پرې موجود ؤي ]. اؤ بې لهٔ شکه چې [زنا لهٔ شروع څخه غټه بې حیايي ده اؤ یقینا دا د بدۍ هغه اخري حد دی چې د دې پهٔ وجه د انسانانو نسبونه ګډوډیږي] همدغه پهٔ ښکاره زنا ډیر ناوړه کار هم دی اؤ ډیره بده لار هم ده [او د دې لارې پهٔ ؤجه پهٔ انسان باندې د څښتن تعالیﷻ عذاب هم راځي چې ژوند یې د تهمتونو څخه ډک ؤي اؤ د خپلو عملونو پهٔ ؤجه رنځیږي هم].
دا چې زنا کاران د خپلې بې حیایۍ لهٔ ؤجې د څلورو یا د څلورو څخه د زیاتو ګواهانو پهٔ شتون کې خپل دغه ناوړه عمل ترسره کوي اؤ پهٔ ټولنه کې بې حیایې خپروي اؤ انساني نسل ته زیان هم رسؤي دا خبره خو جووته ده. خو ولې مشرک؟ ځکه مشرکین تل پهٔ خپلو ټولنو کې د خلکو د غولولو لپاره لهٔ ځان څخه د الهي تقدس څآدر راچاپیروي. اؤ بیا زناکار اؤ مشرک د [الهه هواه]، یا د خپلو خواهشاتو څخه یا د خپلو خواهشاتو مطابق یؤ جلا خدای ځانته جوړؤي. دوئ بیا یوزاې د خپلو هغه خواهشاتو خبره مني چې دوئ د خپلو دغو خواهشاتو لپاره یؤ بل جلا خدای ځانته جوړ کړی ؤي چې هم پهٔ شرک اؤ هم پهٔ بدو کړنو ؤرته د دوئ همدغه خود ساخته خدای امر کوي اؤ کړنو ته یې یؤه نهٔ یؤه لاره اؤ یا دلیل تراشي. [د خود ساخته اله یا خدای خبره د مقالې پهٔ اخر کې پهٔ درې مثالونو کې واضحه شؤی ده].
نؤ تر څو د حیواناتو د نسلونو پهٔ څېر د انسانانو اصیل نسل هم لمنځه لاړ نهٔ شي؛ د روایتي مشرک، اؤ پهٔ خپلې سیمي کې د زناکار څخه هم ځانساتنه پکار ده. چې د دې دوو پهٔ جمعې سره دغه الهي محرمات څوارلس + ۲ کیږي. خو اکثره خلک پهٔ دې نهٔ پوهیږي چې دغه [صراط مستقیم] یا د څښتن تعالیﷻ دغه نیغه لاره، یا د هغه ﷻ دغه سمه لاره کومه یؤه ده. اؤ بیا عجیبه داده چې څښتن تعالیﷻ لهٔ دغو څوارلسو + ۲ شيانو څخه پرته پهٔ خپل مقدس کتاب کې بل هيڅ يو شي ته حرام نهٔ دي ويلي؛ یانې بل څۀ ته یې د حرام ټکی يا توری نهٔ دی کارولی. کهٔ د حیواناتو اؤ د انساني نسل د بقا لپاره یې شپاړس ګڼئ بهتره ده، اؤ کهٔ یې څوارلس ګڼئ، نؤ بیا دغه پاتې ۱۴ حرام شیان پهٔ دې ډول دي:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته ووایه دوئي ته اي زما پیغمبره: چې تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څۀ چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو به:
۱ - أَلَّا تُشۡرِكُواْ بِهِ شَيۡـٔٗا… د څښتن تعالیﷻ سره به هېڅ يو شى شریک نهٔ ګڼئ. [هيڅ یو شی، مطلب هيڅ يو شی. یانې پهٔ ټولو مواردو کې کهٔ د څښتن تعالیﷻ اؤ د هغه د ؤاک پورې اړه لري، لکه دین، د دین تشریح، غیب، د قیامت ورځ، د یو شخص د زړه عمل باندې فیصله کول، اؤ یا د خپل انساني ؤاک څخه پورته تلل حرام هم دي اؤ د شرک ډولونه هم دي].
۲ - وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَٰنٗا... اؤ د مور اؤ پلار سره به ښه اؤ احسان كوئ. [د والدینو سره ډیره نیکي وکړئ، د قدر اؤ د احترام ترڅنګ یې د ژوند د ټولو ضرورتونو خیال وساتئ اؤ اړتیاوې یې پوره کؤئ. کهٔ مو اونه کړل پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۳ - وَلَا تَقۡتُلُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُم مِّنۡ إِمۡلَٰق... اؤ تاسو خپل اولاد د نیستۍ لهٔ وجې مه وژنئ [که د خپل اولاد سره پهٔ دې خاطر چې روزي ورته نهٔ شې رسولاې یؤ څوک بد چلند وکړي دا حرام دي].
۴ - وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ [د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره] كارونو ته مه نیږدې كېږئ. [په قرآنکريم کې فحاشۍ شپږ دي چې لهٔ دغو شپږو څخه یې یوه زنا ده، چې پهٔ مناسب وخت کې به پهٔ شپږو واړو پهٔ هر یؤ جلا جلا لیکل وکړم].
۵ - وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ... هغه نفس مه وژنئ چې څښتن تعالیﷻ حرام كړى دى مرګ د هغه مګر پهٔ حقه سره. [په مرګ کې د انسان ؤاک ډیر محدود دی، ځکه حتیٰ پهٔ قصاص کې به هم څوک زیاتې نهٔ کوې، کهٔ د قـ ـتل پهٔ بدل کې د قـ ـاتل پرځای بل څوک ووژل شو دا اعتدا ده، دغه کړنه پهٔ صحرایې محکمه کې نه؛ باید د يوه سم پارلماني قانون یا د شرعي نظام پهٔ رڼا کې ترسره شي، اؤ هغه ځکه چې نفس د څښتن تعالیﷻ ملکیت دی، د بنده نه؛ نؤ ځکه یې پهٔ تا باندې د هر نفس اؤ هر انسان وژل حرام کړي دي].
۶ - وَلَا تَقۡرَبُواْ مَالَ ٱلۡيَتِيمِ. د یتیم مال ته مه ورنژدې کيږئ. یتیمانو ته د هغوئ مالونه وركړئ. [د یتیم حق پهٔ هیڅ ډول سره مه خورئ، هغه کهٔ د یتیم هر ډؤل حق ؤي؛ کهٔ د یتیم هر ډؤل حق مو وخوړ نؤ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۷ - وَأَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَٱلۡمِيزَانَ. اؤ تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو [څه شى] پېمانه كوئ. [قرارداد، خرید و فروش، اؤ پهٔ نورو مالي تعاملاتو کې پوره حق ورکوئ، د خلکو هیڅ ډول حق مه خورئ؛ کهٔ د چا هر ډؤل حق مو وخوړ نؤ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۸ - وَإِذَا قُلۡتُمۡ فَٱعۡدِلُواْ. اؤ كله چې تاسو خبره كوئ، نؤ عدل كوئ، اګر چې هغه یؤ اړخ مو د خپلولۍ والا هم وي. [یانې کهٔ ستاسو د خپل، آشنا، یا د دوست اؤ د پردي لانجه ؤه، تاسو به د خپل پهٔ طرف خبره نهٔ کوئ، خبره به د حق اؤ د انصاف کؤئ. کهٔ مو خبره یؤه لوري ته کږه وکړه پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۹ - وَبِعَهۡدِ ٱللَّهِ أَوۡفُواْ. اؤ تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ. [هغه وعدې چې خاص څښتن تعالیﷻ پهٔ کې یادوئ، وفا پرې اړینه ده، کهٔ نهٔ نؤ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۱۰ - حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمۡ أُمَّهَٰتُكُمۡ وَبَنَاتُكُمۡ وَأَخَوَٰتُكُمۡ… حرامې كړى شؤي دي پر تاسو باندې؛ ستاسو میندې [فروع اؤ اصول دواړه]؛ اؤ ستاسو لوڼه؛ اؤ خویندې؛ اؤ تروریانې؛ اؤ خاله ګانې؛ اؤ ورېرې اؤ خورځې؛ اؤ رضاعي مېندې؛ اؤ رضاعي خویندې؛ اؤ د ښځو میندې؛ اؤ پركټیانې؛ اؤ اینګوریانې؛ اؤ دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ. [اؤ کهٔ تاسو د دغه رېښتو خیال اونه ساتلو بیا پهٔ حرامو کې هم اؤ پهٔ فحشاء کې هم واقع شؤئ ځکه دا د فحشاو د شپږو ډولونو څخه یؤ ډؤل دی].
۱۱ - حُرِّمَتۡ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحۡمُ ٱلۡخِنزِيرِ…. پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، اؤ وینه، اؤ [خوسا شؤي خنزیره یا د] خنزیر غوښه، اؤ هغه چې پهٔ هغه د غیر الله لپاره اواز شوى ؤي، اؤ چې یې مرۍ خپه كړى شوی ؤي (یانې زندۍ شوى څاروى)، اؤ پهٔ كوتك وهل شوى ؤي، اؤ لهٔ بره راغورځېدلى ؤي، اؤ پهٔ ښكر وهل شوى ؤي، اؤ هغه چې نور داړونکي [حیوانات پرې حمله وکړي اؤ] وېوژني، اؤ [حرام دى] هغه [څاروى] چې پهٔ استانو [درګاګانو] باندې ذبح كړى شي، اؤ دا چې تاسو پهٔ غشو سره قسمت معلوموئ، دغه [ټول] كارونه فسق اؤ نافرماني ده. [اؤ کهٔ ځان ترېنه اونه ساتئ پهٔ حرامو کې واقع شؤئ].
۱۲ - وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلۡبَيۡعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاْ. الله اخيستل اؤ خرڅول [بیع اؤ تجارت] حلال كړي دي اؤ سود يې حرام كړى دى. [په اخیستلو اؤ خرڅولو کې خو هر یو خپل حق تر لاسه کوي، خو کهٔ د یوه طرف [راس المال] د ودې پهٔ حالت کې روان ؤي، اؤ دغه بل طرف پهٔ ګټه نهٔ بلکې پهٔ تاوان اؤ نقص کې روان ؤي، نؤ دا سود دی، سود ځکه دی چې یو بل انسان یې پهٔ تاوان کې واچوو، سود همیشه بې انصافه معامله ؤي، هوښیار انسان پهٔ سود کې نهٔ پریوځي، همیشه یو اړمن انسان سود ته زړه ښه کوي، اؤ بل طرف ته یې یو فرصت طلبه شخص ؤي چې دده لهٔ مجبورتیا څخه استفاده کوي، یانې یو انسان کهٔ پهٔ داسې حالت کې ځان واچوي چې د ګټې پرځای ورته نقصان ورسوي ښه نهٔ دي، دا هم د یادولو وړ ده چې پهٔ قرآنکريم کې د سود ګناه پهٔ اضطراري حالت کې پهٔ مجبور شخص نهٔ بلکې به هغه شخص ده چې ددغه مجبور شخص د مجبورتیا څخه ګټه اخلي، ځکه اضطراري مجبور خو لهٔ حده ډېر مجبور ؤي (فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍۢ وَلَا عَادٍۢ) (فَمَنِ ٱضْطُرَّ فِى مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍۢ لِّإِثْمٍۢ)]. [اؤ کهٔ لهٔ دغه نقصان څخه چا ځان اونه ساتلو پهٔ حرامو کې واقع شو].
۱۳ - وَٱلۡإِثۡمَ وَٱلۡبَغۡيَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ. اؤ [حرامه كړې يې ده] ګناه، اؤ [حرام کړی یې دی برناحقه] پهٔ چا باندې لاس جګول. [هغه څۀ چې د چا حق نهٔ ؤي اؤ د تر لاسه کولو هڅه یې کوي، دا برناحقه ظلم دی، اؤ بر ناحقه لاس پورته کول دي، اؤ نا حقه د حد څخه اوښتل، اؤ نا حقه اعتداء پهٔ حرامو کې راځي].
۱۴ - وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ. اؤ دا چې تاسو پهٔ الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نهٔ پوهېږئ. [داسې څۀ ته حرام ویل یا داسې څۀ پهٔ هغه ﷻ پورې تړل چې د هغه پهٔ کتاب کې نهٔ ؤي، اؤ نهٔ هغه پهٔ خپل کتاب کې یاد کړي ؤي، اؤ یو څوک ووايې چې همداسې څښتن تعالیﷻ وایې خو دغه خبره پهٔ قرآنکريم کې نهٔ ؤي، دا تړل کهٔ د حدیث پرمټ ؤي، کهٔ د روآیت پرمټ ؤي، کهٔ د فقهې پرمټ ؤي، کهٔ د فتوې پرمټ ؤي اؤ کهٔ پهٔ بل هر نوم اؤ کتاب سره ؤي، دا پهٔ حرامو کې راځي]. اؤ کهٔ زما څخه هم پهٔ دې ليکنه کې کوم ټکې سهوا زيات شوې ؤي څښتن تعالیﷻ دې راته معافي وکړي].
وَأَنَّ هَٰذَا صِرَٰطِي مُسۡتَقِيمٗا فَٱتَّبِعُوهُۖ وَلَا تَتَّبِعُواْ ٱلسُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمۡ عَن سَبِيلِهِۦۚ ذَٰلِكُمۡ وَصَّىٰكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ: اؤ دا چې ده بېشكه دا زما نېغه اؤ مستقیمه لاره ده، [یانې د صراط مستقیم لاره پهٔ اصل کې د همدې ۱۴ شیانو لاره نیول دي] نؤ تاسو د دې لارې پیروي وكړئ اؤ د [نؤرو] لارو پیروي مه كوئ، ګنې نؤ تاسو به [بیا د نورو لارو پیروي] د هغهٔ ﷻ لهٔ اصلي اؤ مستقيمې لارې څخه [د صراط مستقیم څخه] تار پهٔ تار كړي، دا [حكم] دى چې هغه ﷻ تاسو ته د دې مستقيمې لارې كلك حكم [اؤ کلک وصیت] كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ. [الأنعام: ۱۵۱، ۱۵۲ اؤ ۱۵۳].
_________________
دا وو هغه باقي څوارلس حرام شیان چې څښتن تعالیﷻ پهٔ خپل مقدس کتاب کې حرام کړي دي، اؤ یوازې دغه محرماتو ته یې پهٔ خپل کتاب کې د حرام ټکې اؤ تورې کارولی دی. ددې ترڅنګ نور ګناهونه هم شته دی چې پهٔ قرآنکريم کې ترینه منعه راغلې ده اؤ ښه کار ورته نهٔ دی ویل شوې اؤ پهٔ ګناهونو کې راځي. لکه دروغ، غیبت، د درواغو ګواهي اؤ شاهدي، د چا عیب لټول، دوه پهٔ جنګ اچول، اؤ دغسې نور … ګناهونه پهٔ کې شامل دي. خو باید ګناه ته د ګناه پهٔ سترګه اؤ حرامو ته د حرامو پهٔ سترګه وکتل شي.
وو خو متاسفانه، بدبختانه اؤ پهٔ صد افسوس سره چې د سیمې د مسلمانانو پهٔ ډلو کې ځینې مذهبي ډلې شته دی چې [زه یې نومونه نهٔ یادوم] خو هر هغه څۀ چې څښتن تعالیﷻ پهٔ خپل مقدس کتاب کې ګناه یا حرام ګرځولي دي، دغه خلکو بیا دغه ګناه اؤ حرام شیان بیرته یا پهٔ غلطه تشریح، یا د خپل ډلې پهٔ یوه ناسم حدیث سره، یا د خپل مذهب پهٔ یوه روآیت سره اؤ یا د خپل کوم مفتي پهٔ فتوې سره همدغه حرام شیان بېرته د خپل ځان، د خپل ګوند، یا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بېرته روا اؤ حلال ګرځولي دي. اؤ یا ورله دوئ ګناه بیښې دومره کمه ګرځولي ده چې خلک پرې شرم نهٔ بلکې فخر وکړي اؤ پهٔ دغه ډؤل سره دوئ د قرآنکريم ترڅنګ یو بل موازي دین جوړ کړی دی چې دوئ خپل دغه موازي دین هم اسلام نومولی دی اؤ کړنې یې لهٔ قرآنکريم باهر پهٔ کمو اؤ ډېرو ثوابونو یا پهٔ غټې اؤ وړې ګناه سره تقسیم کړي دي. خو زما پهٔ څیر ساده انسان بیا پهٔ دې نهٔ پوهیږي چې دغه خلکو د کم یا زیات ثواب، یا د کمې اؤ ډیرې ګناه دغه تله اؤ ترازو لهٔ کومه کړو؟ د کم یا ډېر ثواب اؤ ګناه پهٔ دغه اړه اوس هیڅ بحث کول نهٔ غواړم، ځکه بیا پرځای ددې چې دا یوه علمي لکینه شي، د تنقید اؤ کرکې لیکنه ترینه جوړیږي، خو مثال مو پرما حق دی چې لاندې به یؤ څو مثالونه ورکړم.
تاسو ته اولنې اؤ مهم مثال پهٔ قرآنکريم کې د هغه حرام شؤي شي یا کړنې راوړم چې زمونږ پهٔ سیمه کې د آخوندآنو پټو لاسونو همدغه حرام بېرته حلال ګرځولی دی. اؤ هغه د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ... هغه نفس مه وژنئ چې الله تعالی ﷻ حرام كړى دى مرګ د هغه نفس] مثال دی. مثال به یې ورکړم خو څوک چې دغه لوبه کوي د هغو خلکو اؤ ګوندونو نومونه اخیستل نهٔ غواړم چې دوئ ولې اؤ څرنګه د انسان وژل سپېڅلي جـ هاد ګرځوي. سگمنډ فروئېډ وایې "انسان چې پهٔ څومره محرومیتونو کې ژوند کړی ؤي، د غریزو د اشباع [رضا يا مړښت] بڼه یې همغومره خطرناکه ؤي].
دا نقل قول مې ځکه راوړ چې زمونږ پهٔ سیمه کې یؤه ډله خلک دي چې د انسانانو د وینو د تویلو سخت تګي اؤ وګي دي چې دوئ هر یؤه به د خپل ماموریت پهٔ دور کې لهٔ قرآنکريم څخه باهر خلکو ته ویل چې پهٔ روژه کې پهٔ افغانستان کې جګړې سخت ثوابونه لري. اؤ پهٔ دغه غیر قرآني خبرو سره یې هلته پښتانه سترۍ وترۍ اؤ تباه کړل. خو کله چې پر دوئ هماغه جګړه چې دوئ ؤرته روآیتونه اؤ فتوې تراشلې؛ پر دوئ بیرته هماغسې راوګرځېده، نؤ دوئ بیا بېرته ویل چې پهٔ روژه کې د مسلمان وژل ستره ګناه ده.
دوئ به خلکو ته لهٔ قرآنکريم څخه باهر د خپلو فتوو اؤ روآیتونو پرمټ ویل چې پهٔ افغانستان کې د پښتنو مسلمانانو خلاف پهٔ دغه مقدسه خاوره کې د افغانانو د هر نظام اؤ هر طاقت اؤ هر غاصب اؤ هر ظالم اؤ د هر هغه فرد چې د ولسواکه نظام د لاندې ژوند کوي؛ اؤ د هاغه اؤ د دغه؛ د دوئ ټولو پر وړاندې هر ډول اؤ پهٔ هر شکل جګړه کؤل د یؤه مسلمان دیني فریضه ده اؤ یؤ اسلامي جـ هاد دی. اؤ دوئ پهٔ دغه شکل سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـ ـتل یې یؤ روا کار وګرځو] خو کله چې پر دوئ کټمټ هماغسې جګړه چې دوئ ؤرته کوم فکر تراشلې وو پهٔ هماغه فکر، فتوو، روآیتونو اؤ بڼې سره بېرته پر دوئ راوګرځېده ، نؤ دوئ بیا ویل چې دا جـ هاد نهٔ بلکې د ین خلاف کار دی.
هماغه بدرنګه استخباراتي جـ هادي مفکورې چې دوئ پر نؤرو عملي کولې اؤ دوئ پهٔ دغه استخباراتي مفکورې سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـ ـتل یې یؤ روا کار وګرځو] خو کله چې پر دوئ باندې بېرته د هماغه روايتونو پهٔ چوکاټ کې؛ کوم چې همدوئ پخپله د نؤرو خلاف کارولې اؤ عملي کولې؛ کټمټ هماغسې پر دوئ راستنې شؤی. نؤ دوئ بېرته وویل چې دا "جـ هاد" نه، بلکې دا ترهګري اؤ وحشت دی اؤ د مسلمانانو پر وړاندې وسله پورته کول کېدای شي د کينې، تنگ نظرۍ يا د کوم بل سازش لهٔ امله وي، خو دا نهٔ "جـ هاد" دی اؤ نهٔ د اسلام امر دی. خو دوئ دومره کلک سترګي اؤ دومره بې حیا انسانان ول اؤ دومره فکر یې هم نهٔ کوو چې تر پرونه چې دوئ پخپله اؤ د دوئ د مدرسو شاګردانو کومې وسلې د پښتنو خلاف پورته کړې ؤي هغه کینه، تنګ نظري، یا کوم بل سازش یې د چا لپاره وو؟ کهٔ د څښتن تعالیﷻ لپاره اؤ د هغه ﷻ د کتاب لپاره نهٔ وو [چې سل پهٔ سلو کې نهٔ د څښتن تعالیﷻ لپاره وو اؤ نهٔ د هغه ﷻ د کتاب لپاره وو] خو دوئ بیا هم دا پهٔ ډاګه اونه ویل چې آخر د چا لپاره وو اؤ دغه ډالرې، ریالونه، تومنې اؤ کالدارې به چا ورکولې؟ انګریز؟ کهٔ عرب؟ کهٔ پاکستاني پنجابي؟ کهٔ غرب؟ کهٔ؟ کهٔ؟ دوئ تر اخره دا اونه ویل چې دغه سازش د چا لپاره وو اؤ نهٔ به یې ووایې چې دغه بې وزله پښتانه یې د چا لپاره اؤ ولې تباه کړل؟
د دوئ مذهبي دکانداران وایې چې "هر ټوپک چې پهٔ مُلا راوګرځید، هغه ترهګري ده". خو دا به هیڅکله هم اونه وایې چې د مُلا ټوپک چې د پښتنو د کلي پهٔ معلم، پهٔ ډاکټر، پهٔ انجنير، پهٔ مامور، پهٔ محصل، اؤ اؤ اؤ د کلي پهٔ بل هر عام فرد اؤ د پښتنو پهٔ هره عام المنفع پروژه راوګرځېد اؤ دوئ پهٔ دغه کړنو سره د [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ پهٔ حرام سترګې پټې کړې اؤ د انسان قـ ـتل یې یؤ روا کار وګرځو] دغه نؤ بیا څه شی وو؟ ځکه دا خو د دوئ خپل مذهبی کتابونه وو چې همدغه بدرنګه کړنه اؤ ناوړه عمل یې سادګانو ته مقدس جـ هاد ګرځولی وو.
دا د انسانانو د بې ځایه وینو تویولو اؤ د بې ځایه قـ ـتل و قتـ ـال یؤ څو محدود هغه مثالونه وو چې څښتن تعالیﷻ پهٔ [وَلَا تَقۡتُلُواْ ٱلنَّفۡسَ] سره ترېنه منعه کړې ده اؤ حرام یې ؤرته ویلي دی خو زمونږ آخوندآنو ؤرته لهٔ قرآنکريم څخه باهر د خپلو فتوو، روآیتونو اؤ حدیثونو پرمټ نؤر دلایل تراشل تر څو یؤ حرام اؤ ناوړه کار د نؤرو اؤ د خپلو موخو لپاره حلال اؤ روا وګرځوي.
د بل مثال پهٔ توګه به د [وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ یا د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره كارونو ته مه نیږدې كېږئ] څخه د فحشاء، د زنا اؤ زنا بالجبر مثال یاد کړم. پهٔ قرآنکريم کې هر ډؤل زنا حرامه ده، ځکه د فحشا د شپږو ډولونه څخه یو ډول دی. اوس نؤ کهٔ تاسو د خپل هغه آخوند صیب څخه پوښتنه وکړئ څوک چې پهٔ قرآنکريم کې حرام کړی شؤي شیان د قرآنکريم څخه باهر پهٔ خپلو نؤرو انساني کتابونو سره ناپوهانو ته د انسانانو د قـ ـتل پهٔ څېر حلال ګرځوي. چې واده خو پهٔ معین عمر [فکري اؤ فزیکي] رشد اؤ د دوو طرفینو پهٔ رضا سره کیږي. نؤ دا د وینځو اؤ د کنیځو قیصه څۀ ده، [دلته خو هماغه یؤ ټکي د نر اؤ ښځې لپاره راغلی دی چې د نر لپاره داسې دی "أو ما ملكت أيمانكم " اؤ د ښځو لپاره داسې دی "أو ما ملكت أيمانهن"] اؤ دا هم ورته ووایئ چې دلته خو یې یؤ تاسو پهٔ لؤیې لاس مانا غلطه کوئ، اؤ بل دا چې د یؤ انسان ناموس ته سپک وکتل شؤ. دلته خو جنسي اړیکه پرته لهٔ رضا ونیول شوه، دلته خو رېپ اؤ جبر وشو، دلته خو یؤه مېرمن د فقهو پهٔ "سوق النخاسه" ازاد بازار کې د زنا لپاره پهٔ ښکاره وپلورل شوه. دا نؤ څۀ قیصه شوه؟ هغه به لومړی د قرآنکريم هغه ایتونه چې وینځې پهٔ کې د [نر اؤ ښځې لپاره یوڅیر یادې شؤي دي د قرآنکريم څخه باهر بل طرف ته اؤ بل کتاب ته راکاږي تر څو یؤه حرامه کړنه درته روا کړي]. پهٔ قرآنکريم کې حورې د نر اؤ ښځو لپاره یؤ څېر یادې شؤي دي. دوئ دغه لوبه د حورو پهٔ اړه هم کوي؛ تر څو جنګیالي پیدا کړي اؤ پهٔ دې دنیا یې پهٔ وینځو اؤ کنیزو خوشحاله کړي اؤ پهٔ هاغه بله دنیا یې پهٔ حورو خوشحاله کړي؛ هغه هم پهٔ هغه خبرو چې نهٔ یې قرآنکريم وایې اؤ نهٔ د قرآنکريم پهٔ چوکاټ، اصولو، اؤ اخلاقو کې برابرې دي.
د بل مثال پهٔ توګه به د ماشومو نجونو د ؤادۀ مثال راوړم. ځکه د ؤادۀ شؤي فرد لهٔ اجازې پرته کوروالې ورسره هم د زنا یؤ ډؤل دی. اؤ پهٔ قرآنکريم کې هر ډؤل زنا حرامه ده، ځکه د فحشا د شپږو ډولونه څخه یو ډول دی [وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ یا د فحاشۍ پټ اؤ ښکاره كارونو ته مه نیږدې كېږئ]. اوس نؤ کهٔ تاسو د خپل هغه آخوند صیب څخه پوښتنه وکړئ څوک چې پهٔ قرآنکريم کې حرام کړی شؤي شیان د قرآنکريم څخه باهر پهٔ خپلو نؤرو انساني کتابونو سره ناپوهانو ته حلال ګرځوي. چې آخوند صیب د واده عمر چې هغه پهٔ قرآنکريم کې رشد دی [فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْداً]. اؤ رشد بیا [عقلي، جسمي، فکري اؤ فزیکي] ځکه دی چې یؤ رشید یا بالغ شخص کولی شي چې یؤ عقد یا یؤ قرارداد لاسليک کړي؛ نابالغه یا نا رشده شخص هېڅ قانوني اجازه نلري چې قراردادونه لاسليک کړي. اؤ د ؤادۀ د قرارداد پهٔ هکله ښکاره پهٔ قرآنکريم کې راغلي دي چې [مِّيثَٰقًا غَلِيظٗا یانې یؤ پوخ، کلک، لوز یا قرارداد] چې ماشومان هرګز پاخه، کلک، لوزونه یا قراردادونه نهٔ شي کولی. اؤ د نړۍ پهٔ ټولو هیؤادونو کې مېرمنې د خپل نکاح خط یا د ؤادۀ د قرارداد امضاء پخپله خوښه اؤ پهٔ خپل لاس کوي. مګر د پښتنو پهٔ سیمه کې دا د شپږ کلنو، نهه کلنو، اؤ لس کلنو نجونو د ؤادۀ خبره لهٔ کومه شوه؟ هغه به لومړی د قرآنکريم هغه ایتونه چې ؤادۀ پهٔ کې د [رشد یؤه مرحله ده] به د قرآنکريم څخه باهر بل طرف ته اؤ بل کتاب ته راکاږي تر څو یؤه حرامه کړنه پهٔ خپلو خود ساخته کتابونو سره ناپوهانو ته روا کړي .
همدغسې کهٔ پهٔ قرآنکريم کې دغه هر یؤ حرام کړی شؤی شی ولټوئ؛ زمونږ د آخوندآنو سره به خامخا داسې یؤ منتر، جادو، فتوا، روآیت اؤ یا ناسم حدیث خامخا ؤي چې دوئ به پرې دغه الهي حرام کړی شؤي شیان درته پرې حلالول ګرځوي. لکه د څښتن تعالیﷻ لهٔ اړخه چې [ٱلۡبَغۡيَ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّ] حرام کړي یې دي برناحقه پهٔ چا باندې لاس جګول اؤ هغه څۀ چې د چا حق نهٔ ؤي اؤ د تر لاسه کولو هڅه یې کوي پهٔ اعتداء سرا دا هم پهٔ حرامو کې هم راځي. اؤ اوس پخپله لږ فکر وکړئ چې د افغانستان هره ولسوالۍ اؤ د هر ولایت بیت المال چې څو څو ځله د همدغه خلکو پهٔ فتوو سره لوټ کړل شو، پلونه، سرکونه، مکتبونه، اؤ اؤ اؤ ړنګ کړل شؤ. دا چیرې څښتن تعالیﷻ ویلي وو؟؟
کهٔ ددغه هر یؤه قرآني حرام چې آخوندآنو بیرته پهٔ خپلو فتوو، روآیتونو اؤ ناسمؤ حدیثونو سره روا کړي دي کهٔ یې مثالونه ولیکم قیصه لدې څخه هم اوږدیږي. پهٔ دې هیله چې خبره نؤره واضحه شؤي ؤي.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې مثبت پیغام رسول وو. [ځکه هغهٔ څۀ چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو د سمې لارې د پیدا کولو پهٔ منظور یوازې پخپلې څیړنې اؤ پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، اؤ د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ]. ستاسو پهٔ هر درد دردمند، ستاسو خپل ؤرور، کلیؤال، اؤ پیر: #پیربندهفقیر

Comments