زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

په علامه اقبال باندې شکونه

 په هندوستان کې د ډیلي پوهنتون له خپل نصاب څخه د علامه اقبال لاهوري اړوند مواد باسي. پوهيږئ ولې؟ هغو وايې چې د اقبال د شعرونو په اړه هر څه مشکوک دي.

مثلآ تاسو دا وګورئ، دا د يوازې خوشال بابا د هغه اشعارو مجموعه چې علامه اقبال پخپلو اشعارو کې په منظوم ډول ژباړلي دي، يا مثلا په اخر کې د رحمان بابا د شعر بېت ته متوجه شئ: 


 ۱ — د خوشحال سلام په هغه شا زلمو دی

‏کمندونه چې د ستورو په اسمان ږدي

(خوشال خټک)

 ‏محبت مجهے ان جوانوں سے هے

‏ستاروں پہ جو ڈالتے ہیں کمند

 (علامه اقبال)


۲ — ځه هغه شهباز شه چې یې ځای په سردرو وي

نۀ لکه د کلي کارغه ګرځه غم د نس کا

(خوشال خټک)

 نہیں ہے تیرا نشیمن قیصری سلطانی کے گنبد پر

تو شاہین ہے بسیرا کر پہاڑوں کی چٹانوں پر

(علامه اقبال)


۳ — د کلاه لائق خو باز دے يا شاهين دے

پۀ دا څّه چې د کلاغ په سر کلاه شي

(خوشال خټک)

برہنہ سر نو عزم بلند پیدا کریہاں

فقط سر شاہین کے واسطے ہے کلاہ

(علامه اقبال)


۴ — و اغېارته لکه کانړی موم و يار ته

پۀ سختۍ او پۀ نرمۀ کې هغه زۀ يم

(خوشال خټک)

 ہو حلقہ یاران تو بریشم کی طرح نرم

رزم حق و باطل ہو تو فولاد ہے مومن

(علامه اقبال)


۵ — د شهباز او د عنقا برابر نه دي

مچ او ماشی که الوځي پۀ وزرو

(خوشال خټک)

 پرواز ہے دونوں کا اسی فضا میں

کرگس کا جہاں اور ہے شاہیں کا جہاں اور

(علامه اقبال)


۶ — د مردۍ او نا مردۍ تر مېنځ ميل نۀ دی

تفاوت يې يا پۀ زړۀ دی يا پۀ کام

(خوشال خټک)

الفاظ و معانی میں تفاوت نہیں لیکن

دیکھو ملا کی زبان اور مجاہد کی اذان 

(علامه اقبال)


۷ — کۀ کوشش کا پۀ اخلاص زۀ یې ضامن يم

کۀ کامران په خپل مراد نۀ شي سړی

(خوشال خټک)

ملے گا منزل مقصود کا اسی کو سراغ

اندھیری شب میں ہو چیتے کی آنکھ جس کی

(علامه اقبال)


۹ — يا عاشق شه يا شهيد شه

 چې یادیږي پۀ بدلو پۀ سندرو

پۀ ښاغلو جهان ارت دی

په نامردو باندی تنګ

(خوشال خټک)

شہادت ہے مطلوب و مقصود مومن

نہ مال غنیمت نہ کشور کشائی

جرات ہے نمو کی تو فضا تنگ نہیں ہے

اے مرد خدا ملک خدا تنگ نہیں ہے

(علامه قبال)


۱۰ — کۀ جنت لره څوک بيايي کۀ دوزخ له

بله نۀ وينم پۀ مينځ کې خپل اعمال دي

خوشحال خٹک 

عمل سے بنتی ہے جنت بھی جہنم بھی

یہ خاکی اپنی فطرت میں نہ نوری ہے نہ ناری ہے

(علامه اقبال)


۱۱ — لۀ بتانو اميدوار يې پۀ خپل خدای يې نا اميده

لږ وښايه تۀ ما ته، نوره څۀ دہ کافري؟

(خوشال خټک)

 بتوں سے تجھ کو امیدیں، خدا سے نا امیدی

مجھے بتاؤ تو سہی، اور کافری کیا ہے

(علامه اقبال)


او دالاندیني بیت د رحمان بابا دی چې علامه اقبال په منظوم ډول ژباړلی دی.

۱۲ — ځان ژوندی پۀ زمکه ښخ کړه لکه تخم

کۀ لویي غواړې د خاورو پۀ مقام شه

(رحمان بابا)

 مٹاو اپنی ہستی کو اگر کچھ مرتبہ چاہیے

کہ دانہ خاک میں ملکر گل گلزار ہوتا ہے!

(علامه اقبال)


د خوشحال بابا په اړه "مسټر راورټي" په خپل تحقيق کې د خوشحال بابا آثار تر دوه سوو زيات بولي، چې يوه يې سوات نامه ده. په سواتنامه کې د خلکو کړه وړه، دودونه او رواجونه، د خلکو عقيدې، ذهنيتونه او اجتماعي مؤسسې تشريح شوي. خوشحال بابا په ډېر جرئت سره هر ناوړه دود ته ګوته نيسي او داصلاح لارې يې هم په نښه کوي. له شواهدو داسې ښکاري چې علامه اقبال د خوشحال بابا اشعار ، او ليکنې په ډير غور سره لوستلي دي، علامه اقبال د ده په هکله يو ځاي داسې وايي:

آن حکيم ملت افغانيان

آن طبيب علت افغانيان

راز قومي ديد و بې باکانه ګفت

حرف حق با شوخي رندانه ګفت


ددنیا ټول قومونه او ملتونه په ملي تعصب چې ملي غيرت يې بايد وبولو، ژوند کوي او چې کوم وخت دغه تعصب يا غیرت چې اقبال یې پنجابيانو ته د (خودي) په نوم سره معرفي کوي، که دغه خودي له یو قام يا ملت څخه ولاړه شي، نو دغه ملت مري او هلاکیږي. پنجابيان په دغه خبره له اول څخه ښه پوهيدل، دوئ له اوله کوښښ کوي چې د کلتور، مذهب، ديني تفسير، سياست، او په ورته نورو نومونو سره دغه خدوي له پښتنو څخه واخلي، او پنجابيان يې واکدار وګڼي. سيد جمال الدین افغاني هم په عروة الوثقی کې په تعصب دغسې يو مضمون لیکلی او ملي تعصب یې د ملت د بقا له شرائطو څخه ګڼلی دی. خو کله چې هم خبره د پښتون د ژبې، د خودي، او د هنرونو د ساتنې شي، نو بیا مونږ د خپلو آخوندانو يا واکدارانو په خوله د مسلمانانو د يووالي خبرې کوو، خپل ځان راڅخه هېر وي، خپل هر څه ړنک کړو، او د بل په غیږ کې د اسلامي اخوت، د مذهب، د فتوې، او په يو روايت سره ورپرېوزو.

که د پاکستان د مدرسو څخه لوستونکي افغانان وګورئ دوئې به په خوشحال بابا دومره نه وي ليکلې چې څومره دوئ په اقبال ليکي، ددوئ په خبرو کې به د خوشحال بابا دومره اشعار، او اصطلاحات وانورئ لکه څومره چې دوئ د اقبال شعرونه ، او اصطلاحات کاروي.

  

دغه يوه ډېره څرګنده او بارزه مسئله ده چې پښتانه لا اوس هم پرې نه پوهیږي. پخوا به یو ملت پر بل د عسکري زور او تورې په واسطه خپل تسلط او باداري قائموله، بیا به يې خپل کولتور او ژبه په کې ټینګوله. مګر په حاضر عصر کې کولتوري او لساني تسلط او انبساط يو فن ګرځېدلی. نن کولتوري امپریالیزم د استعمار خورا منحوسه بڼه غوره کړېده.

  

زه دشعر په کار هېڅ نه يم خوشحال

ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقال

   

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر #منقول‌بتصرف

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ