تاسو خو یا خبر نه یاست او یا ځانونه نه خبروئ؟


تاسو خو یا خبر نه یاست او یا ځانونه نه خبروئ چې په مذهبي کتابونو کې د زرهاوو زرهاوو اختلافي مسایلو په اړه روايتونه او فرمانونه راغلي دي. امام "الحجاوي" د مذهبي مسائلو د اختلافاتو په اړه یو کتاب لیکلی دی چې "زاد المستقنع في اختصار المقنع" نومیږي چې ده په کې شپږ زره (۶۰۰۰) اختلافي فتوې، روايتونه، مسایل او فرمانونه راټول کړي دي.

مطلب مې دادی چې لږه سړه خورۍ، تاسو خو لا تراوسه په اته یا نهو اختلافي مسایلو یا فرمانونو باندې دوه سپېږمو ته رارسېدلي یاست، د مذهبیانو په مذهبي فکر کې دغه قیصه ډېره اوږه ده او دغه اختلافات ډېره پخوانۍ مذهبي مخينه لري.

داسې یو خلیفه مبارک هم چې فرمان یې صادر کړی وو چې موچیان به د ښځو چپلکې یا پیزار نه ګندي. په مذهبي کتابونو کې داسې فرمان او روايت هم شته چې مېرمنې به په کړکۍ نه ګوري او د خپل کور دویم او دریم پوړ ته به نه پورته کیږي.

نو لږ صبر ورته نور هم وکړئ، د مذهبي نظام د غوښتنې دعاګانې مو سوکه سوکه قبلېږي او بېرته به قرون وسطی او د تیږو زمانې ته لاړ شئ. کوم ته چې مذهبيان ښې ورځې وايي او دا شعار ورته کاروي چې: "لږ صبر وکړئ ښې ورځې راروانې دي".

دا موبايل، مکتب، انټرنټ، محلي موسيقي، تعليم، مباح او او ټرت و لغت خو وړې وړې قیصې دي، په مذهبي بازار کې داسې قیصې شته چې په دې اوسنيو ټولو فرامینو به بیا شکرونه وباسئ.

  

یادونه! مذهبي خبرې انساني برداشت دی او د څښتن‌تعالیﷻ د مبارک دین سره نه اړیکه لري او نه یې برخه ده. #پیر‌بنده‌فقیر