د مذهـ^ـبیانو په ځینو تقریرونو کې بې‌ساري کرامات!


د مذهـ^ـبیانو په ځینو تقریرونو کې د پخوانیو شخصیتونو په اړه داسې کمالات او بې‌ساري کرامات هم منسوب کیږي، چې د قرآنکريم، د صحیحو احاديثو، د مډرن عقل او مادي حقایقو په تله کې یې تحلیلول انسان د تعجب او هکتیا سره مخ کوي او د چا په خیال کې به مو هم نه راځي.

   

د بېلګې په توګه تاسو به هم اورېدلي وي چې ځینې مذهـ^ـبیان شیخ عبدالرحمن بن جابر صېب او ځینې یې نور صوفي شیخان صاحبان یادوي چې له خپلې مېرمنې څخه په ۱۸۰۰ کيلومتره لېرې واټن (فاصلي) کې ژوند کاوه، مګر د دغومره لېرېوالي سره سره یا باوجود به جناب مذهـ^ـبي شیخ صېب د خپلې مېرمنې سره کوروالی یا جماع کوله او د جناب مذهـ^ـبي شیخ صېب له لوري به یې مېرمن حامله کېده هم او اولادونه به یې هم ترېنه په دغومره فاصلې سره زېږول. سبحان الله! ځینې بیا خپله خبره له ۱۸۰۰ کيلومتره لېرې فاصلي څخه هم اوږدوي او خبره مشرق او مغرب ته وړي، چې لا ترننه انسانانو په دومره عقل او علم سره د کایناتو مشرق او مغرب لا نه دی مالوم کړی.

  

هو په قرآنکريم کې کابو ۱۶۳۸ ځله انسان ته دده د خپل عقل، فکر، تدبر، ځيرکتيا او… په کارونه امر شوی دی، نو دا ځکه د عقل او منطق خاوندان چې کله داسې موضوعات لولي، نو د قرآنکريم، د صحيحو احادیثو، د طبي قوانینو او د مادي حقایقو پر بنسټ ورته دا ډول روایات غیر واقعي او ناسم ښکاري. خو بيا هم که څوک غواړي د دغسې مذهـ^ـبي روایتونو د ادعاوو په اړه پخپله څېړنه وکړي، نو دا خبره، یا کیسه یا دا روایت په ځینو غېر مستندو روایاتو او شفاهي اوازو کې د پخوانیو شخصیتونو په اړه همداسې په مبالغه امېزه کراماتو سره منسوب شوي دي، نو پخپله پوښتنه وکړئ یوې پايلې ته رسیږئ. زه یې د ثبوت لپاره یوه ویډیو هم لاندې په کمینټ کې ږدم.

  

خو زه دومره وایم چې د ټولو ورونو روايتونو، صوفي شیخانو او د تصوف پیرانو ته په خورا ډېر درناوی. خو د (الْوَلَدُ لِلْفِرَاشِ) روآیت چې دوئ په کې د خپلو صوفیانو همدغه کیسه ورټومبي یو ناسم فکر او ناسم روایت ښکاري، یا د روایت ناسم تفسیر او برداشت ښکاري. ځکه! که تاسو د سورت احزاب ۵ ایت [ٱدۡعُوهمۡ لِآبَاۤئهمۡ] برخه د پیرانو او تصوفي شیخانو د معجزو او د کراماتو څخه لږ هاخوا د قرآنکريم، د ساینس او د DNA د علم مطابق په خپلو سترګو کله هم لږ وګورئ نو دغسې هرګز نه دي لکه څرنګه چې په روایتونو او کراماتو کې بیانیږي. دا ځکه چې انسان هماغه يو څښتن‌تعالیﷻ پېدا کړی دی کوم چې د ټولو مخلوقاتو یوازېنی خالق دی او د انسان د نسب او د پېداېښت ټولې خبرې یې پخپله په خپل سپېڅلي کتاب کې له هر اړخ څخه تشریح کړي دي. د خپلې مطالعې وروسته تاسو هله بیا خپله پرېکړه پخپله کولی شئ چې دغسې روآیتونه سم دي؛ او که په دغه اړه د څښتن‌تعالیﷻ سپېڅلی کتاب او تاسو ته درکړل شوی عقل او په عقل سره اخېستل شوی فهم سم دی. دا ستاسو خپل حق دی او خپله پرېکړه او خپله مطالعه او خپله لارموندنه مو ده چې کولای شي داسې څراغ په لاس کې درکړي چې تاسو خپله د حق پرېکړه پخپله وکړئ. بیا هم وایم چې د ټولو انسانانو مذهبونو، باورونو، عقېدو او ډلو ته په خورا ډېر درناوی؛ او موخه خلک څیړنې او پلټنې ته هڅول دي، چاته یا د چا عقېدې او باور ته توهین یا سپکاوی کول نه دي.

   

ستاسو د فکري روښانتیا او ویښتیا په هیله او په تاسو کې ستاسو د مسافرينو د اوږدو فاصلو په درد هم دردمند. ستاسو خپل کليوال: #پیر‌بنده‌فقیر